د غدير خم پیښې ته لنډه کتنه

پسله دی چه د حج آداب پای ته ورسيد نبی اکرم (ص) د مدينی وخواته روان سو کله چه د غدير خم منطقی ته نژدی سول جبرئيل امين نازل او د توقف فرمان ئی ورسول د خدای ته ورکړ او د پيغمبر (ص) د طرفه هم دستور د توقف و همسفروته ورکړل سو.

کاروانيان د دی توقفه څخه پدی بی اوبه او ګرمه منطقه کی حيرت ناکه سول او د ځانه سره ويويل: حتمی د خدای (ج) د جانبه څخه مهم فرمان رسيدلی دی، پدی وخت کی دغه آيه نازله سوه.

(يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ ما أُنْزِلَ إِلَيْك َ مِنْ رَبِّك َ وَ إِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَ اللهُ يَعْصِمُك َ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللهَ لاَ يَهْدِى الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ) (سوره مائده/67).

ای پيغمبر هغه څه چه د پروردګار د طرفه پرتا نازل سويدی کامل  و(خلګو)ته ورسوه او که ونکړی د هغه رسالت دی ندی اجرا کړی او خدا (ج) تا د خلګو د (احتمالی خطرو) څخه ساتی او پاک خدای د (لج بازه) کافرانو جمعيت لارښوونه نه کوی.

مؤذن (آذان ورکونکی) خلګ ئی د ماپښين ولمانځه ته دعوت کړل، پسله د ماپښين دلمانځه رسول مبارک ټول خلګ ئی د الهی پيغام داوريدلو پاره راټول کړل او يو منبرئی د اوښانو د پالانو څخه جوړ او رسول د خدای (ص) پر هغه باندی قرار ونيول او پسله حمد د خدای (ج) وخلګوته وفرمايل: (زه ژر ستاسو د مابينه څخه زم، زه مسئول يم او تاسو هم مسئول ياست (وفرمايل) اوس وګوری و دی دوه قميتی شيان چه ستاسو په منځ کی په يادګار پريږدم څه به وکی).

د جمعيت د منځه څخه يو نفر ږغ وکړ کم دوه قيمتی شيان يا رسول الله؟

حضرت (ص) وفرمايل: («قرآن»کتاب د خدای چه يو طرف ئی د پروردګار په لاس او بل طرف ئی ستاسی په لاس کی دی، لاس د هغه څخه وانه خلی ترځو چه ګمراه نسی، دوهم قيمتی يادګار زما خاندان دی چه آګاه او مهربان خدای وماته خبر راکړيدی چه دغه دوه هيڅ کله يو دبله څخه نه جلا کيږی او په جنت کی زما سره يو ځای کيږی.  د دی دوو څخه د مخه نسی چه هلاک کيږی او پاته هم نسی چه بيا هم هلاک به سی)

خلګ وليدل چه حضرت رسول (ص) خپل اطراف ته وکتل او کله چه سترګی ئی و علی (ع) ته ولويدل کوږ سو او د هغه لاس ئی ونيول او پورته ئی کړل چه ټول خلګ هغه وليدل او وپيژندل دلته رسول اکرم (ص) په لوړ ږغ وفرمايل: څوک تر ټولو خلګ نسبت و مسلمانانو پخپله تر هغو لايق تره دی؟

هغو ويويل: خدای (ج) او پيغمبر (ص) تر ټولو پوه دی، پيغمبر (ص) وفرمايل: ( خدای زما مولا او رهبر دی او زه د مؤمنانو مولا او رهبريم (وروسته وفرمايل) فَمَنْ كُنْتُ مَولاهُ فَعَلىٌّ مَولاه، د هر چا چه زه ئی مولا او رهبريم علی (ع) هم د هغه مولا او رهبر دی او دغه خبره ئی دری، څلور پلا تکرار کړل.

بعداً وفرمايل: «اللّهُمَّ وَالِ مَنْ والاهُ وَعادِ مَنْ عاداهُ وَأَحِبَّ مَنْ اَحَبَّهُ وَاَبْغِضْ مَنْ اَبْغَضَهُ وَانْصُرْ مَنْ نَصَرَهُ وَاخْذُلْ مَنْ خَذَلَهُ وَاَدِرِ الحّقَّ مَعَهُ حَيْثُ مَا دارَ».

خدايا دوستان ئی دوست لره او دشمنان ئی دشمن ولره، دوست ولره هر څوک چه هغه دوست لری او دشمن ولره هغه څوک چه د هغه سره دشمنی کوی، ياران ئی مرسته کوه او هغه کسان چه د هغه سره ياری نکوی مرسته مه ور سره کوه او حق د هغه سره لره او هغه د حقه څخه مه جلاکوه.

د حضرت رسول (ص) خطبه چه لنډه ئی نقل سوه و پايان ته ورسيد او پدی وخت کی دغه آيه نازله سوه.

(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِى وَ رَضِيتُ لَكُمُ اْلإِسْلاَمَ دِيناً) (سوره مائده / 3).

نن می ستاسو دين کامل کړل او خپل نعمت مو پر تاسو تمام کړل او اسلام می په عنوان د ابدی دين ستاسو د پاره قبول کړل.

پدی وخت خلګوته شوق او خوښحالی پيدا سو او و حضرت علی (ع) ته ئی تبريک ويل. او ابوبکر او عمر هم د خلګو په حضور حضرت علی (ع) ته ئی وويل: «بَخٍّ بَخٍّ لَكَ يَا ابْنَ أَبي طالِب اَصْبَحْتَ وَاَمْسَيْتَ مَولايَ وَمَولا كُلِّ مُؤْمِن وَمُؤْمِنَة» آفرين، آفرين پر تاوی، ای د ابوطالب فرزنده ته زموږ او د ټولو با ايمانو نارينو او ښځو مولا او رهبر سوی.

د رسول مبارک د خطبی په آخرکی حسان بن ثابت د رسول الله (ص) په اجازه شعرونه وويل چه يو شعرئی دا دی:

فَقال لَهُ قُمْ يا عليّ فَاِنَّني                       رَضِيتُكَ مِنْ بَعْدي اِماماً وَهادِياً

دا ؤ د غدير خم د حديث لنډه چه سر بيره پر شيعه عالمان د اهل تسنن عالمان هم په خپلو کتابوکی ليکلی او نقل کړيدی چه په عنوان د نمونه د بعضو د هغو نومان يادؤ:

حافظ ابو سعيد سجستانى، ابونعيم اصفهانى، ابوالحسن واحدى نيشابورى، ابن عساكر شافعى، فخر رازى، حموينى، ابن صباغ مالكى، جلال الدين سيوطى، آلوسى، قندوزى، بدر الدين حنفى، شيخ محمد عبده مصرى او ډير نور. (د علامه امينی په الغدير مراجعه وسی).

د ياد وړدی چه سنی پوهان پدی چه پخپله د غدير حديث ئی نقل کړيدی ليکن يا د بيریاو خپل شا او خوا د موقعيت له جهته يا د تعصب  له جهته حديث ئی ناديده او يا بی اهميته کړيدی او د هغه څخه تير سويدی.حشرهم الله مع اوليائهم وحشرنا مع اوليائنا ان شاء الله تعالى.

که د غدير حديث بی اهميته ونيول سی ليکن د رسول مبارک د معلوم داره دعوت د لومړنی ورځ حديث او ثقلين حديث او نور احاديث چه د حضرت علی (عليه السلام) د امامت او نور پاکو امامانو په پاره کی دوی پخپله نقل کړيدی، ټوله پر هغو حجت او ثابت دی په خاطر د تکرار او ډيروالی د دی احاديث قابل د توضيح او سترګی پټی کول ندی.

(لِيَهْلِكَ مَنْ هَلَك َ عَنْ بَيِّنَة وَ يَحْيَى مَنْ حَيَّ عَنْ بَيِّنَة)(سوره انفال / 42).