د غدیر ورځ، د ولایت نیکمرغه اختر ده

د اسلام ګران پيِغمبر د غدیر خم په نیکمرغه ورځ دین بشپړ کړ او د خداوند متعال په حکم سره ئې خپل جانشین وټاکهّ او درستې اسلامی نړۍ ته ئې له ځان وروسته امام علی علیه السلام ولایت په مقام معرفی کړ.

پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د غدیر په خطبه کې وفرمایل: « ای خلکو! علی زما ورور، ځای ناستی، زما د علم لرونکی، زما د امت امام، د قران په تفسیر پوه، د خدای د کتاب په لور د خلکو هدایتوونکی  او د قران په اوامرو عمل کوونکی دی، علی د خدای په رضا عمل کوي، د خدای  له دښمنانو سره جنګیږي او د خدای له بندګانو سره دوست دی او هغوی د خدای له نافرمانۍ منعې کوي.

د یو دین په تاریخ کې ویاړمنې او لویې پیښې، د هغه دین د اصیل والي او حقانیت  یوه نښه ګڼل کیږي او هغه ته د خلکو ګروهنه زیاتوي. د غدیر پیښه، یو پرتمین یاد او یو تاریخي عظمت دی چې د اسلامي ټولنې  مشري او برخلیک یې وټاکه. دا ورځ دې په ټولو مسلمانانو مبارک وي.

 لوی اسلامي عالم شیخ مفید په الارشاد کتاب کې لیکي: «د نجران له مسیحیانو سره د رسول الله مبارک له مخامخیدو او د مباهلې له پیښې وروسته، د پیغمبر وروستۍ حج تر سره شو. له  دغه پيښې لږ شان مخکې د خدای رسول حضرت علی یمن ته ولیږه چې هغه ډالۍ او پیسې چې  د نجران مسیحیانو یې ژمنه کړې وه راوړي. حضرت علي علیه السلام یمن ته لاړ. د خدای  رسول په دغه کار کې په بل چا باور ونه کړ او په خلکو کې یې هیڅ یو کس د دغه کار وړ ونه ګاڼه.  په همدغه ورځو کې د خدای رسول د حج اراده وکړه او له ګڼ شمیر خلکو  سره د ذی قعدې په  پینځه ویشتمه نیټه له مدینې ووته.  له دې سره په  یو وخت د خدای رسول حضرت علي ته په یمن کې یو لیک ولیږه او له هغه یې وغوښتل چې له یمنه مکې ته راشي. خو د خپل حج او نورو  مسایلو په هکله یې څه ونه لیکل. حضرت علي له هغو سپایانو سره چې ملګرې یې وو له یمنه مکې ته وخوځیده هغه چې د خپل محبوب رسول د دیدن مینه یې په زړه کې وه مکې  ته په نزدې کیدو سره سپایان یو بل کس ته وسپارل او په خپله د خدای رسول ته ورغی. په دې ډول چې مکې ته د رسول الله مبارک (ص) له رسیدلو دوه  ورځې مخکې یې هغه حضرت ولیده. پیغمبر د حضرت علي په لیدلو خوشاله شو او له هغه یې وپوښتل: ای علی په څه نیت دې احرام تړلی دی؟ علی په ځواب کې وویل:  دې ته په پام سره چې خبر نه وم تاسو څه نیت کړی دی نو د احرام په وخت مې وویل: ای خدایه زه په هماغه نیت احرام تړم چې ستا پيغمبر تړلی دی. د خدای رسول وفرمایل: الله اکبر، ای علی! ته په حج، د هغه په اعمالو او قربانۍ کې  له ما سره شریک یې.

او دا  د پیغمبر وروستۍ حج خپلې جانشینۍ د حضرت علي د ټاکلو لپاره د لارې پیل و.

عمومي هدایت، یو ضروري او پایداره قانون دی چې  پر اساس یې  د هر مخلوق د ودې او تکامل وسایل د هغه د پیدایښت له وخته برابر شوې دي او هغه د تکامل او بشپړتیا په لور بیایي، انسان هم د دغه عمومي قانون له دایرې وتلی نه دی. خو دې ته په پام سره چې بشري ټولنې، له وګړو جوړیږي چې د هغوی اداره کول یو مشر او چلوونکي ته اړتیا لري. که د یوې ټولنې مشر نه وي نو هغه ټولنه ورانیږي او ګډ وډی پکې رامنیځته کیږي.  د همدې لپاره اسلام  یو غوره او ښه مشر ته د اسلامي تولنې اړتیا بې ځوابه نه ده پریښې او خلک خپلې مخې ته نه دي پریښودل شوې.

په قران مجید کې د خدای له لورې د امام او مشر مسئلې ته اشاره شوې ده د بقرې سورې په یو سل څلور ویشتم ایت کې  د حضرت ابراهیم علیه السلام په هکله فرمایي: کله چې خدای تعالی حضرت ابراهیم  په مختلفو  وسیلو سره وازمایه، او هغه ترې سرلوړی راووته، خدای هغه ته وفرمایل:  ما، ته د خلکو امام او مشر وټاکلې. ابراهیم عرض وکړ: زما له  نسله هم ( امامان وټاکه)  خدای وفرمایل:  زما  ژمنه  ظالمانو ته، نه رسیږي .( او ستا یوازې پاک او معصوم بچیان دغه مقام وړتیا لري)

 په یو بل ایت کې حضرت موسی علیه السلام له خدایه غواړي چې  ورور یې هارون وزیر او ملاتړی وګرځوي. خدای وفرمایل: هغه څه چې له ما دې وغوښتل درمې کړل. ( سوره طه، ۳۶ ایت)

 حضرت داوود هم له هغو پیغمبرانو دی چې  د خلکو مشر وټاکل شو. د صاد سورې په  ۲۶ ایت کې راغلې دي: «ای داووده! تا ته مو د ځمکې په مخ خلافت در کړ چې د خدای په مخلوق کې په حقه حکم وکړی»

خدای تعالی په دغو ایتونو کې یادونه کوي چې  په خپله اراده او غوښتنه یې د خلکو  لپاره ځینې مشران او امامان ټاکلې چې خلک د هغه په امر هدایت کړي.

البته په اسلام کې ولایت او امامت یوازې د خلکو د عام، متعارف او ورځني ژوند د چلولو په معنا نه دی. په اسلام کې امامت په بدنونو، زړونو او روحونو امامت کول دي. اسلام د انسانانو د ژوند د برابرولو لپاره د انسان حقیقي تکامل او لوړتیا، د خلکو د ژوند د اداره کولو تر څنګ په نظر کې نیولې ده. د اسلامی انقلاب ستر لارښود  حضرت ایت الله خامنه ای  فرمایی: «ولایت چې په اسلام کې د حکومت عنوان او د اسلام لپاره د ټولنیز او سیاسي نظام یوه ځانګړنه ده، یوه دقیقه او ژوره معنا لري. د اسلامي نړۍ  معنویت  له همدغه ولایت الله  دی. نو ځکه په اسلامي نظام کې ولي له خلکو جدا نه دی .... غدیر، د ولایت، سیاست او په حکومت کې د خلکو د دخالت اختر دی.»

د غدیر په پیښه کې د خدای رسول د دې لپاره چې د دوی له رحلته وروسته د اسلامي ټولنې ارام سمندر د قدرت غوښتنې د جنګ له توپان سره مخامخ نه شي او موقع پرسته کسان، د دغه دردناکې پیښې په وجه له راپیدا شوې خپګان او ناکرارۍ، ناوړه استفاده ونه کړي د خدای له خوا مامور شو چې له ځانه وروسته د خلکو د مشرۍ او رهبرۍ لپاره له  یو جانشین خلکو ته معرفي کړي.

د خدا ی رسول له حجه وروسته په یوې بې سارې غونډې کې په غدیر خم کې حضرت علي د خپل ځای ناستي او وصي په توګه وټاکه او خلکو ته د دغه ارزښتمنې ټاکنې د لوړ مقام د پیژندنې لپاره یې د هغه وړتیاوې او ځانګړتیاوې بیان کړې.

« ای خلکو! پوه شئ چې هیڅ علم پاتې نه شو مګر دا چې خدای هغه ماته رازده کړ او ما علي علیه السلام ته ورزده کړ چې د پرهیزګارانو امام دی.

ای مسلمانانو! د علی له لارې، ګمراه نه شئ، له هغه مه تښتئ او له مشرۍ یې  سرغړونه مه کوئ ځکه چې هغه ټول حق ته هدایتوي  او د حق په اساس عمل کوي. باطل تباه کوي او تاسو له هغه منعې کوي او د خدای په لاره کې له هیڅه او هیچا نه ویریږي.

ای خلکو! علي لومړی کس دی چې  په خدای او پیغمبر یې ایمان راوړ، هغه خپل ځان د خدای د پیغمبر په  ځان قربان کړ، همیشه له پیغمبر سره و او هیڅوک د هغه په شان د خدای ( امر) ته تسلیم نه وو.

« ای خلکو! علی زما ورور، ځای ناستی، زما د علم لرونکی، زما د امت امام، د قران په تفسیر پوه، د خدای   د کتاب په لور د خلکو هدایتوونکی او د قران په اوامرو عمل کوونکی دی. علی د خدای په رضا عمل کوي، د خدای له دښمنانو سره جنګیږي او د خدای له بندګانو سره دوست دی او هغوی د خدای له نافرمانۍ منعې کوي.(د غدیر خطبه)

 د خدای رسول مخکې له دې هم په ډیرو ځایونو کې د حضرت علي خاصې ځانګړتیاوې او قابلیتونه بیان کړې وو. یو روایت چې له ابن عباس، حذیفه او  بي بي عایشې نقل شوی  د دې بیانوونکی دی چې علي په خپلو هم عصره کسانو کې له پیغمبره وروسته تر ټولو غوره کس دی. او هیڅوک په تقوا، میړانه  او پوهې کې هغوی ته نه رسیدل.  جابر بن عبدالله انصاري وایي:

«له پیغمبر سره وو چې علی راغی، پیغمبر اکرم (ص) وفرمایل: په هغه چا قسم چې زما روح یې په لاس کې دی، دا علی او منونکي یې د قیامت په ورځ کامیاب دي.» په عین حال کې د بینې سورې اوم ایت نازل شو چې فرمایي: «هغه کسان چې ایمان یې رواړی او نیک عملونه یې کړې دي تر ټولو غوره مخلوقات دی» له دې وروسته به چې کله هم اصحابو حضرت علي لیده ورته به یې ویل چې «خیر البریه» یعنې تر ټولو غوره مخلوقه.

په دې ډول غدیر د حضرت علي په  معرفي کیدو سره قدرمن او ارزښتمن شو او د مسلمانانو لوی اختر وګرځیده. ځکه چې په دغه ورځ خدای دین بشپړ کړ او  په اسلامي امت یې خپل نعمت تمام کړ. نو د دغه نعمت شکر په ټولو لازم دی. له همدې امله د غدیر د اختر په ورځ چې کله مومنان یو بل ویني، په ورین تندي دا ذکر وایي: « الحمد لله الذی جعلنا من المتسکین بولایة امیر المومنین»

( شکر د هغه پاک خدای، چې مونږ یې له هغو کسانو وټاکلو چې د امیر المومنین علی علیه السلام  پیروي کوي.)