د غدیر نیکمرغه اختر یوه تل پاتې خوټيدونکي چینه

خوږومینه والو د اسلام د ګران پيِغمبر ټول ژوند او حیات طیبه  او  هره شیبه ئې  په مسلمانانو کې د ډيراهمیَت او لوړ مقام او حیرانونکو پيښو ډکه ده. ځکه چې نه یوازې  قرآن کریم د روښانه نص په باب د هغه بزرګوار څرګندونې او ویناوې له هرډول هوا او هوسه پاکې  او د وحي له سرچینې سره یوځاي دي، بلکې  د هغه مبارک عمل هم د هر یوه مسلمان لپاره حجت دی او نړیوالو ته نیغه لاره ورښئ .

خو په دې مینځو میان کې د هغه بزرګوار د ژوند ځیني خاص پړاؤنه، له بیلابیلو اړخونو له ځانګړي اهمیّته برخمن دی چې په هغو کې یو خوا ارزښتمنه واقعه د : غدیر خم: نیکمرغه پيښه ده . په اسلامی نړۍ کې داسې کومه ډیره کمه واقعه موندلی شو چې د سند د پيښې د واقعه کیدو د اصل د ډآډمنیدا د راویانو د زیاتوالی او د مسلمانو عالمانو د بارو له پلوه د دغې پيښې په شان قوت او پیاوړتیا ولري.

دوستانو په اسلام کې ولایت، د نبوت دوام او داسې ځلیدونکی مشال دی چې تورتمونه وینځي او د حق او حقیقت په بیلګې سره د انسانانو د لارې روښانه کونکی دی. پرهرکس چې  د ولایت د نور وړانګې پرې لګیږي، ګواکې ځان د کږلاریو او انحرافاتو په وړاندې ئې بیمه کړی دی. د غدیر اختر د ولایت اختر دی. یوه داسې ورځ چې په  سیوري کې ئې اسلام بشپړ شو  او علی علیه السلام د اسلام بیرغوال او د رسول ا... د جانشین  په توګه نړیوالو ته معرفی شو. د دغې تاریخي واقعې عظمت د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د ژوند په وروستیو میاشتو کې د هغه بزرګوار څیره او شخصیت څو برابره وځلوله او راضي شو چې په ډيرې خوشالۍ سره ئې وفرمائیل :، ماته مبارکي راکړئ ، ماته مبارکي راکړئ، خداي تعالی ماته د نبوت او زما کورنۍ ته  د امامت امتیاز راکړ.

دوستانو د غدیرخم واقعه د هجرت په لسم کال د اسلام د ګران پیغمبر د حج د وروستيو دستورو په وخت رامینځته شوه

پیغمبر اکرم  له خپل  وروستي حج رووسته د مسلمانانو له ستر ټول سره په ستنیداؤ. د ذی الحجې اتلسمه نیټه سوکه سوکه رانزدې کیدله او څو سترې ونې په  دغې صحرا کې ترسترګو کیدلې. هلته یوه سیمه د غدیر خم په نامه وه. یو داسې ځاي چې د بیلابیلو ټاټوبو قافلو لارې ئې له یوه بله جلاکولې. د اسلام ګران پیغمبر پرخپل اوښ په کرار سره حرکت کاوه، ناڅاپي د پیغمبر اکرم څيره مبارکه وپړکیده. ګواکې پر هغه الهي وحي نازله شوي او جبرائيل د هغه لپاره د پاک پرودرګار له خوا یو پیغام راوړی دی څو شیبې وروسته د پيغمبر اکرم  په زړه پورې غږسره د مائده سورې ۶۷آیت واوریدل شو.چې فرمائي:

ائ زما رسوله! هغه څه چې پرتا د خپل پروردګار له خوا نازل شوي، خلکو ته ورسوه او که دا کار دې ونکړ، نو خپل رسالت دې نه دی ترسره کړی او خدای به تا له خلکو خوندي وساتي. بیسشکه خداي کافران  نه هدایتوي.

خلکو د دغه آیت په آوریدو سره په حیرانتیا سره یوه بل ته کتل او پخپلې چپتیا سره ئې غوښتل چې پوه شي څه شوي دي. پیغمبر اکرم د دریدا حکم صادر کړ او وې فرمائيل څو هغه کسان چې مخکې تیرشوي دي بیرته ستانه شي او صبر ئې وکړ څو هغه کسان چې په لاره کې دي راورسیږي . یوه لویه غونډه جوړه شوه. روایت شوي دي چې د هغو حاجیانو شمیر کابو یو لک شل زره کسانو ته رسیدلی ؤ. پیغمبر اکرم وفرمایل د څو سترو ونو لاندې یو مبنر جوړ کړي څو پیغمبر په آسانۍ سره پرې بره وخیږي  او له خلکو سره خبرې وکړي.

وروسته رسول ا... بزرګوار  پر منبر بره وخت او د ستر ټول خلکو زمزمې غلی شوې، هغه بزرګوار شاو خوا وکتل او د خداوند متعال له حمد او ستاینې وروسته ئې وفرمایل:

ائ خلکو زما ژوند په ختمیدو دی او د خداي وخوا  ته روانیږم، آیا ما د رسالت دنده ترسره کړې ده؟

خلکو په ځواب کې وویل، مونږ ګواهی ورکوو چې تا خپل رسالت ترسره کړی دی او ډيرې هلې ځلې دې کړي دي. هغه وخت پیغمبر اکرم د یوې جالبې خطبې له لوستلو وروسته  وفرمايل: بې شکه زه د ستاسو په مینځ کې دوه شیان په یادګار پریږدم چې که پرې منګولې ښخې کړئ نو هیڅ کله هم ګمراه کیږئ نه، یو د خداي کتاب  قرآن او بل هم زماعترت او کورنۍ:

له لږفکر وروسته پیغمبر اکرم په خلکو کې علی ولټولو. حضرت علی علیه السلام د پیغمبر اکرم له  ماندنې حضرت خدیجه بی بی رووسته  لومړنی کس ؤ چې  په وړکوالي  کې ئې ایمان راوړی ؤ. هغه په ټولو ډګرونو  او د هغه بزرګوار د ژوند په ټولو ټيټو هسکو کې د رسول ا... مبارک همیشنی ملګری او مرسته کونکی ؤ. کله چې علی د پیغمبر اکرم څنګ ته ورغئ، نو پیغمبر اکرم په کرارې او آرام او ځلانده څیرې سره د هغه (علی) لاس اوچت کړ او وې فرمایل: ائ خلکو څوک پر مومنانو د هغوي ترځانه زیات حق لري؟

خلکو وویل، خداي او د هغه رسول ښه پوهیږي.

پیغمبر اکرم وفرمايل: خداي د ما مولا او سرپرست دی او زه د مومنانو مولا او سرپرست یم، نو د هر چا چې زه مولا او سرپرست یم، علی د هغو مولا او سرپرست دی.

د خداي رسول دغه جمله درې ځله تکرار کړه. بیا ئې وفرمائیل: ائ خلکو، علي برلاسه وګڼئ، چې هغه له ما وروسته په ښځو او سړیو کې خورا لوړ انسان دی. ائ لویه خدايه، ته دوستي وکړه له هغه چا سره  چې له علی سره مینه او دوستي کوي او دښمني وکړې له هغه چا سره چې له علی سره دښمني کوي، مینه وکړې له هغه چا سره چې له علی سره مینه کوي او دوښمني وکړې له هغه چا سره چې له علی سره دښمني کوي. ائ خلکو دلته موجود ټول خلک دې دا پیغام هغو خلکو ته هم ورسوي چې دلته نشته  او غایب دي. 

د خداي رسول خوشال خوشال له مبنره راکوز شو، په عین حال کې د پیغمبر اکرم یاران او اصحاب ورنزدې شول څو هغه ته د علی د جانیشنۍ مبارکي ووائي. په هغو کې حضرت عمر بن خطاب لومړنی کس ؤ چې  وې ویل ائ علی تا ته دې مبارک وي

کله د پیغمبر اکرم خطبه ختمه شوه، د وحي امین (جبرائيل) د دوهم ځل لپاره نازل شو او پیغمبر ته یې دغه الهي پیغام ورساوه چې د مائده سورې په دریم آیت کې هم راغلی دي.

 الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا:  نن مو د تاسو دین بشپړ کړ او پر تاسو مو نعمت هم بشپړ کړ او اسلام مو د تاسو د دین په توګه خوښ کړ.

دوستانو د غدیر واقعه د اسلامی تاریخ یوه مهمه واقعه ده او تل دیني مفسرانو پوهانو او شناندو ورته پام کړی دی. دا پیښه د حضرت امام علی علیه اسلام  فضیلت د پیغمبر اکرم د تر ټولو غوره جانشین په توګه نندارې ته وړاندې کوي. د غدیر اصلی جوهره هم همدغه ټکی تائيدوي چې صالح، امین او با انصافه رهبران باید د ټولنې د چارو واګې په لاس کې واخلي. د غدیر بل پیغام  له هغوغیر الهي، ستمګرو او خپل سرو نظامونو او حکومتونو سره مخالفت دی، چې د خلکو حقوق نه رعایتوي او الهي حدود چخڼي کوي.

د ایران د اسلامی انقلاب  د ارواښادلارښود او بنسټګر حضرت امام خمیني له نظره، غدیر یوه داسې بیلګه ده چې په اساس ئې د خلکو او رهبرۍ تر مینځ رابطه مشخصه کیږي او حکومت د خلکو او ټولنې په نسبت خپلې دندې په سمه توګه ترسره کوي. له همدې امله هغه بزرګوار د غدیر د اختر عظمت د یوه پاک او صالح رهبر په توګه د امام علی د برکتناک وجود له امله ګڼي او فرمائي: هغه شریف وجود چې د ټولو کمالاتو سرچینه وه، سبب شوی چې غدیر واقعه رامینځ ته شي. خداوند متعال له رسول ا... وروسته په انسانانو کې ولیدل هغه څه چې د هغه د رضا په اساس دي ترسره ئې کړي، هغه رسول ا... مبارک مامور کړ چې علی پخپلې جانشینۍ غوره کړي، ځکه چې هغه قدرت لري، عدالت  په ټولنې کې په بشپړ ډول ټینګ کړي او یو الهي حکومت ولرل شي.

په دغه تعبیر سره ویل کیدلی شي د غدیر د واقعې ژوندي ساتل  د یوه اصیل حقیقت د پیروۍ  په معنا دي، نو ځکه د غدیر پيښه د پیغمبر زمانې ته محدوده نه ده او د هغه پیغام باید په ټولو پړاؤنو او وختونو او زمانو کې جاري شي. په دې معنا چې د پیغمبر د جانشین په توګه د امام علی واکوالي د ټولو بشري ټولنو لپاره یوه روښانه اوځانګړي بیلګه ده  او باید واکوالان او حکمرانان د حکومت کونې په چارو کې د هغه بزرګوار روده او کړچار مطالعه کړي او وې کاروي. هغه د خپلې رهبرۍ په پړاؤ کې د عدالت نیالګی وروزه او له ظلم، کړاؤ او توپیر سره ئې مقابله وکړه او د خلکو حقوقو ته ئې ځانګړی پام درلود

د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد (ص)له حجه له ستنیدا وروسته د غدیر د واقعې د اهمیّت د ښودلو لپاره دا د خپل امت یو خورا لوي اختر وباله او وې فرمایل : دا هغه ورځ ده چې خداوند کریم حکم ورکړ خپل ورور علی ابن ابی طالب د خپل امت د بیرغوال په  توګه منصوب کړم څو له ما وروسته خلک د هغه په لاس هدایت شي. دا داسې ورځ ده چې خداي پاک پکې دین بشپړ کړ او زما پر امت ئې نعمت هم بشپړ کړ او اسلام ئې د هغوي دین وګرځاوه.

په دې توګه  غدیر واقعه د مسلمانانو په روح او ژوند کې دعلی د ولایت د تخم کرل دي. د اهل سنت یو لوی عالم محمد بن جریر( طبري) نقل کوی چې د خداي رسول فرمائي: د قیامت په ورځ چې خداوند متعال ټول خلک غونډوي او پر جهنم د صراط پل  تړي، هیڅوک پرې نشي تیریدیلی مګر له هغه چا پرته چې د علی بن ابی طالب په ولایت سره ورته له جهنمه د براءت نامه  جاري شوی نه وي.

د نړۍ درستو پتمنو ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو د اهل بیت علیهم السلام خوږو مینه والو ته دې دغه نیکمرغه اختر مبارک وي.