د غدیر لوی اختر دې پر ټولو مبارک وي

ګلونو دوستانود نړۍ په ټولو مسلمانانو او ازادي غواړو دې د غدیر ورځ نیکمرغه وګرځیږي.
د رهبرۍ د ستر مقام په تعبیر د ټولو الهي پیغمبرانو د بعثت هدف د انسان تعلیم او تزکیه ده او خاتم پغمبر د دغه حرکت د دوام او تل پاتې کولو لپاره امیر المومنین خپل ځای ناستی وټاکه چې د اسلامي حکومت له په وسیله او د معصومو امامانو په لاس د انسان تدریجي تربیت دوام پېدا کړي او خپل حقیقي مقام ته ورسیږي.
غدیر یو کرار ژور ځای و چې په خپلو یخو سیورو او رڼو اوبو سره به یې د ستړو کاروانیانو هرکلی کاوه .

په تاریخ کې دا ډونډوکی په ژور دریاب بدل شو چې د صالحانو د ولایت او رهبرۍ څپانده څپې یې د انسانانو په غوږ کې زمزمه کړې،حضرت علي ته د امامت او رهبرۍ د مقام ورکول هغه لویه پېښه وه چې د غدیر خم په ټاټوبي کې وشه او دا مقام یې په تاریخ کې تل پاتې کړ.
د هجرت د لسم کال اتلسمه وه چې له حجه ستنیدونکې قافې د پېغمبر په امر ودرېدې ټول په غدیر خم کې راغونډ شول په لېواله سترګو او بې قراره زړونو یې پوښتنې کولې چې څه شوې دي؟ پېغمبر ولې درته ودرېده ؟ مونږ ته څه وایي؟ ناڅاپه په مخونو رڼا او خوشالي خپره شوه ، پېغمبر په یو لوړ ځای وخوت او علي یې له ځانه وروسته ځای ناستی او مولا معرفي کړ او د دین د بشپړتیا پېغام یې ورساوه. علی په سترګو، لاسونو، ښکلولو او خوښیو کې ورک شو ، هغه د ټولو مولا شو او د پېغمبر وارث.
د پېغمبر اصحابو په ولوله ناکو ټکیو سره علی ته مبارکیانې ورکولې چې ای علی مبارک دې شه ته نن د ټولو مومنانو مولا او مشر شوې.
مشهور شاعر جلال الدین مولوي په مثنوي معنوي دیوان کې د علي ولایت د نورو له بنده د خلکو د ژغورنې او ازادۍ په معنا ګڼي او وایي:
زین سبب پیغمبر با اجتهاد  :::  نام خود و آن علی، مولا نهاد
ګفت: هر که را منم مولا و دوست :: ابن عم من علی مولای اوست
کیست مولا؟ آنکه آزادت کند :: بند رقیت زبایت بر کند
د غدیر په ورځ اختر کول او د خاصو دودونو یې ترسره کول د اسلامي نړۍ له عامو شعایرو ګڼل کیږي او یوازې په شیعیانو پورې نه اړوندیږي. تاریخ ګواه دی چې د رسول الله مبارک (ص) له زمانې دا لویه ورځ د مسلمانانو لپاره اختر ګڼل شوی او د هغه حضرت اهل بیتو او ټولو مسلمانانو دا دود ساتلی دی. د اسلام ستر پوه ابو ریحان بیروني په «آثار الباقیه» کتاب کې لیکي: د غدیر د اختر ورځ د مسلمانانو د پام وړ پاتې شوې ده .
د اهل سنتو لوی عالم ابن طلحه شافعي په دې هکله وایي: دا ورځ اختر شوې ده ځکه چې رسول د خدای، حضرت علي د ولایت په لوړ مقام وګماره او هغه یې تر ټولو مخلوقاتو لوړ وګرځاوه.
د غریر پېښه دومره مشهوره ده چې ډېر کم مورخ پرې څه نه دي لیکلې ، پر شیعه عالمانو سربېره علامه امیني په « الغدیر» کتاب کې د اهل سنتو د عالمانو له معتبرو کتابونو څخه د غدیر په هکله تر درې سوه شپیتو زیات سندونه راغونډ کړې دي.
غدیر له څو اړخونو اهمیت لري یو مهم اړخ یې د حضرت علي بې سارې صفتونو او ځانګړتیاوو ته پاملرنه ده ، ډېر کسان چې په غدیر خم کې د دغه کیسې کتونکي وو له نزدې یې لوړ فضایل په علي کې لیدلې وو او پوهېدل چې هغه په میړانه ، ایمان، اخلاص او عدالت غوښتنه کې د رهبرۍ لپاره تر ټولو غوره او وړ کس دی.
مسلمان عالم ابن ابی الحدید د لومړۍ او دوهمې هجري پیړۍ له مورخ محمد بن اسحاقه نقلوي چې پېغمبر حضرت علي ته وفرمایل: که په دې خبره نه ویرېدم چې خلک ستا په هکله هغه څه ووایي چې د حضرت عیسی په هکله یې وویل نو ستا په باب به مې داسې خبرې کړې وای چې هر چیرته تیریدی، خلکو به ستا د پښو خاورې د تبرک په توګه پورته کولې.
په قرآن مجید کې هم د حضرت علي فضایل بیان شوې دي منجمله هغه ایتونه چې شیعه او سني او مفسران ورباندې د نظر اتفاق لري چې د علي په شان کې نازل شوی دی د مائدې سورې ۵۵ ایت دی چې د ولایت په ایت مشهور دی.
په دغه ایت کې راغلې دي چې : بې شکه ستاسو ولي او مشر خدای او رسول یې او هغه کسان دي چې ایمان یې راوړی ، لمونځ کوي او د د رکوع په حال کې صدقه ورکوي
د ایت د مباهلې او تطهیر او د انسان سورې ځینې ایتونه ټول د دې بیانوونکي دي چې د پېغمبر اهل بیتو او د هغوي په سر کې امام علي (س) د ایمان ، پاکۍ او معرفت لوړې یو په بل پسې فتحې کړې او د دې وړتیا یې وموندله چې له خدای او رسول وروسته د ولي په توګه معرفي شي. ابوذر غفاري وایی: کله چې پېغمبر له دغه خبره خبر شو چې حضرت علي (س) په رکوع کې خپله ګوتمه فقیر ته ورکړې ده وفرمایل: ای خدایه ! ورور مې موسی له تا وغوښتل چې د هغه ورح پراخ کړې ، کارونه ورآسان کړې او د ژبې غوټه یې پرانیزې چې خلک یې په خبرو ښه پوه شي. هغه وغوښتل چې ورور یې هارون خپل وزیر او ملګری وټاکې او دهغه په وسیله یې ملا کلکه کړې او په کارونو کې یې ورشریک کړې. ای خدایه! زه محمد ستا پېغمبر او غوره شوی بنده یم، سینه مې پراخه کړه او کارونه مې اسان کانده او زما له کورنۍ علي زما وزیر وټاکه چې دهغه په وسیله مې ملا مزبوته شي ، لا د پېغمبر دعا نه وه ختمه شوې چې جبراییل نازل شو او د مائدې سورې ۵۵ ایت یې ورساوه.
په حقیقت کې د غدیر تر ټولو مهم اړخ ، د علي ولایت او سرپرستي ده. په اسلامي ټولنه کې ولایت د خدای دی او له خدایه پېغمبر او له هغه امیر المومنین ته لیږدول کیږي. نو دخدای له لورې علي (س) ته د ولایت او رهبرۍ ورکول دهغه د لوړې وجودي مرتبې ښودونکې دي. د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمي خامنه ای په تعبیر د غدیر او د لوی پېغمبر په مبارک لاس په رهبرۍ د امیر المومنین د ټاکل کیدو ډیره ژوره فلسفه دا وه چې د انسانانو تعلیم او تربیت په ټوله ځمکه کې د د عادلانه او نیکمرغه ټولنې تر جوړیدلو دوام ومومي. د ا لهی پېغمبرانو د بعثت هدف د انسانانو تعلیم او تزکیه وه او خاتم پېغمبر دد غه حرکت د دوام او تل پاتې کولو لپاره امیر المومنین خپل ځای ناستی وټاکه چې د انسان تربیت د اسلامي حکومت له دریځه او د معصومو امامانو په لاس دوام وکړي او انساني ټولنه دخپل حقیقي ژوند د پیل ټکی ته ورسیږي.
په دې اساس هغه انسان چې غواړي د ټولنې ولي شي او نورو هدایت کړي او کمال ته یې ورسوي باید اول په خپل په پاکو او لوړو انساني ارزښتونو پسولل شوی وي ، مثلا عدالت د ولایت یو شرط دی . یو عادل مشر همیشه په ټولنه کې د توکمي توپیرونو د ختمولو او د نیکمرغۍ په لور د انسانانو د هدایتولو په فکر کې وي. که یو کس د ټولنې د چارو مشر شي خو بې عدالتي او ظلم ته مخه کړي نو ولایت له هغه سلب کیږي. په بله ژبه په اسلام کې ولایت یعنې د پاکو، میړنو، صابرو، او بصیرت لرونکو کسانو حاکمیت چې خپل انساني ځواک د حق په لور د انسانان د حرکت لپاره تیار کړي ، رهبر او ولي هغه کس دی چې د ټولنې لوی سیاستونه د اسلامی د نسخې په اساس بیان کړي ، په دیني تعلیماتو کې موجود سیاسي او ټولنیز موضوعات له یو بل سره غږمله کړي او د خلکو په ژوند کې یې اجرا کاندي.
دې ته په پام سره چې پیچلې ستونزې د چارو د پرمختګ مخه نیسي هغه د یوې داسې مرجع په توګه چې د صریحو او سمو فیصلو وس لري یوه حل لاره وړاندې کړي او په ټولنه کې بې عدالتي ختمه کړي.
حضرت علي د دغه ډول خصوصیاتو په لرلو سره دخدای له خوا د خلکو ولي او مشر وټاکل شو او په دغه انتخاب سره د بشریت په تاریخ کې یو نوی باب پرانستل شو.
په دې اساس ، د یو اعتقادي باب په توګه د غدیر پیژندل ډیر ضروري دي. قرآن مجید د مائدې سورې په دریم ایت کې په څلورو مهمو صفتونو سره چې له غدیره یې لري د هغه اهمیت بیانوي او فرمایي: نن کافران ستاسو په دین له بریده نهیلي شول، نن مې ستاسو دین کامل کړ، خپل نعمت مې پر تاسو بشپړ کړ او اسلام مې ستاسو لپاره د دین په توګه خوښ کړ.»
د پیغمبر اکرم (ص) لمسی حضرت امام رضا (س) علیه السلام هم د غدیر د اهمیت په پیژندنه کې فرمایي: په خدای قسم که خلک د غدیر د ورځې په ارزښت پوه شوې وای نو د ورځې به لس ځله پرښتو له هغوی سره مصافحه او روغبړ کاوه.
عزیزانو یو ځل بیا تاسو ته د نیکمرغه غدیر د اختر په مناسبت مبارکي وړاندې کوو او هیله من یوو چې د دغه ورځې په درناوي او نورو ته په ډالۍ ورکولو، مرستې او د خدای په مینه او محبت کې له یو بل سره سیالي وکړئ او تر نورو مخکې شئ.