حضرت امام حسین او معاویه او د حق او باطل مخامخیدا

حضرت امام حسین علیه السلام  داسلامی ټولنې ترلسوکلونو پورې رهبري اوامامت په غاړه درلودچې له دغې مودې یوازې کابو شپږ میاشتې  دمعاویه دزوي یزید دحکومت په پړاؤ کې او نوره ټوله پړاؤ دیزید دپلارمعاویه دحکومت  په دوران کې تیر کړ.له دې امله دحضرت امام حسین اومعاویه داړیکودڅرنګوالي سپړل ضروری ښکاري

د ابوسفیان زوی معاویه  دخپلې واکوالۍاوژوندپه پړاؤکې  پخپل کړچار سره خپل فرصت  او زیات غواړی شخصیت نندارې ته وړاندې کړ . لکه څنګه چې ئې دحضرت امام علی دخلافت په پړاؤ کې  دشام له حکومته دڅنګةکیدا په باب دخپل پلار دحکم له منلو ډډه وکړه  او په دوکه بازچلند او چټي پلموسره ئې  پرحضرت امام علی  یواوږدجنګ وتاپه. معاویه دامام علی علیه السلام له شهادته وروسته  دهغه بزرګوار دزوي حضرت امام حسن علیه السلام  په مقابل کې  هم دغه دوکه باز سیاست ته دوام ورکړ ، څو هغه بزرګوار سولې ته  مجبوره کړي .

د تاریخ له قوله هغه،حضرت امام حسن علیه السلام ته  پخپل لاسلیک سره سپین کاغذ ولیږه ،او ورته ئې پیغام واستوه چې ته څه ووائې زه پرې عمل کوم،مګرته نه غواړې  چې ددین احکام اجرا شي ،زه هم همدغه کارکوم .خو  له هغه سره دامام حسن له سولې  وروسته معاویه  په یوې عمومی وینا کې وویل :په خداي مې قسم .ماله تاسو سره جګړه نه ده کړې چې  لمونځ ادا کړئ او روژه ونیسئ  او حج ته لاړشئ  او زکواة ورکړئ . دغه کارونه پخپله تاسو کوئ،بلکې یوازې مې غوښتل پرتاسو ریاست او حکومت وکړم ؛خداي زما غوښتنه پوره کړې ده ، په داسې حال کې چې تاسو ورځیني خوشال نه یاست:» بیا ئې په ګستاخۍ او سپين سترګیتوب سره زیاته کړه ، پوه شئ  هغه څه چې ما منلې او تړون مې کړی دی ، له خپلوپښولاندې کوم :بیا معاویه  له امام حسن علیه السلام  سره شوي موافقه دخلکو دحیرانو سترګو په وړاندې وشلوله  او ترپښو لاندې ئې کړه .

د ابوسفیان زوي معاویه  دخپل حکومت له هماغه پیله  دحضرت امام حسن او د هغه بزرګوار دکورنۍ  او داهل بیت علیهم السلام دمینه والو په وړاندې غلیمانه دریځ غوره کړ. هغه دغه راز په ډاګه وویل  هرڅوک چې  دابو تراب (حضرت علی ) په شان اوفضیلت کې  روایت اویاحدیث نقل کړي ، خلیفه ته بشپړ اجازه ورکوي څو د هغه وینه توي کړي اواموال ئې هم مصادره کړي :.  هغه په دوام کې دټولو ښارونو والیانو اود جمعې اوجمې امامانو اوخطیبانو ته ولیکل : نه یوازې دابوتراب علی بن ابې طالب له فضیلته څه بیان نه کړئ بلکې  پر ټولو فرض ده چې  له لمانځونو وروسته  پر هغه لعن تعن وکړئ .:

په حقیقت کې دمعاویه خلافت  پراسلامی نړۍ دتورټپو وریځو په څير سیوری وغوړوه. .په هغه وخت کې داسلام دګران پیغمبراودهغه داهل بیت علیهم السلام  مینه وال اودوستان ترسختودباؤنولاندې وواوسخت ځپل کیدل .تاریخ لیکونکودهغه په پړاؤکې دشیعیانواودمعاویه دمخالفانو د ساډوبۍاو ډيرسخت وضیعیت  په  باب  ډيرې لیکنې اوراپورنه  نقل کړي دي .دمثال په توګه  په تاریخ طبري  کتاب کې راغلی دي دابوسفیان زوي معاویه  هرچرته چې شیعیان وو، وې وژل او وې شړل  او وې یرول   او دهغوي لاسونه اوپښې ئې غوڅې کړې  او دخرماؤ په ونو کې ئې وزړول  او له هغوي ئې سترګې وباسلې  او له خپلوکورونو ئې وکوچول، په دې توګه چې  له عراقه بهر ووتل  اوله شیعیانوداسې کوم مشهورکس پاتې نشومګرداچې وژل شوی  اویا په  دار زړول شوی   اویاهم تښتیدلی وي

    له همدې امله  دمعاویه دخلافت په شپو ورځوکې  حضرت امام حسن علیه السلام  داهل بیت علیهم السلام ددوستانو اومینه والو دژوند دساتلو لپاره  داسې سپارښتنې وکړې :، ترڅو معاویه ژوندی دی ، په تاسو کې هریو ځان پټ کړئ،که معاویه مړشو او مونږ اوتاسو ژوندي وو ،نو له خداي غواړو چې  دمونږ لارښونه وکړي  ،دمونږله کارونو سره مرسته وکړي  او  مونږ پخپل حال پرې نه ږدي . په یقین سره خدآي پاک له هغو خلکو سره دی چې تقواخپله کړي  اونیک کارونه کوي :.

د حضرت امام حسن علیه السلام  له سپارښتنې وروسته دکوفې ځیني مشران چې دمعاویه له خوا ئې ټول دباؤنه نه شول زغملی ، دامام حسین په لور لاړل .هغوي له امام حسین څخه وغوښتل څوله معاویه سره دجنګ لپاره دې دهغوي رهبري وکړي ،خو هغه بزرګوار  هم دکوفې مشرانو ته په خطاب کې وفرمايل :،  زماورور ابومحمد سمه  خبره کوي ترڅوچې معاویه ژوندی دی،بایدله تاسوهریوګوشه نشیني  اوپه کور کې کیناستل وټاکئ:.

 حضرت امام حسین علیه السلام  هماغه دخپل مشر وروربزرګوار  په شان هغه شرائط چې  خلک ورسره مخامخ وو،ډيرښه درک کول .که دوي پوځي اقدام کولئ اومعاویه بریالی کید،چې ددې احتمال زیات ؤ،داسلامی نړۍ اومسلمانانوپه تیره بیادشیعیانولپاره ډيرې وحشتناکې اوبدې  پایلې ئې درلودې

د حضرت امام حسن علیه السلام له شهادته وروسته دکوفې خلکو وار د واره  سفیران سره دلیکونوامام حسین ته لیږدول  اوله معاویه سره دمقابلې لپاره ئې خپل چمتووالی اعلانوه.خوامام حسین علیه السلام دهغه وخت د شرائطوپه  اساس  هماغه ځوابونه ورکول چې لس کاله مخکې حضرت امام حسن علیه السلام  او پخپله هغه بزرګوار ورته ورکړي وو .  امام حسین علیه السلام  دکوفې دخلکو دلیکونو په ځواب کې داسې فرمائیلی دي :،  خدآي پرتاسورحمت وکړه ،ځانونه پټ کړئ  اوپخپلوکورونو کې کینئ او ترڅو چې معاویه ژوندی دی،له دې ډډه وکړئ چې بدګماني درباندې وشي،که خداي پاک ورته مرګ راوست او زه ژوندی وم نوبیا به دتاسو لپاره خپل نظر ولیکم

حضرت امام حسین علیه السلام  دابوسفیان دزوي معاویه په بې رحمه کړنو، دوکه بازو اوغولونکوسیاستونوښه خبر ؤ،نوځکه ئې په ټول توان سره هڅه کوله خپل ځواک دبرخلیک ټاکونکواوحساسوشیبولپاره وساتي ،څود هغوي په زیاتیدا سره  هم له خطرو اسلام وژغوري او  هم بني امیه رسوا کړي. له دې امله ترڅو چې توانید،معاویه او دهغه چاروالو ته ئې داسې کومه پلمه په لاس نه ورکوله  او داهل بیت  علیهم السلام له مینه والو اودوستانو ئې  هم غوښټل چې ځانونه دبني امیه له تورونو سره مخامخ نه کړي

د ابوسفیان زوي معاویه  دحضرت امام حسین په نظر کې دساتلو لپاره دهغه بزرګوار فعالیتونه او لیده کاته دخپلو مامورانو په وسیله کنټرولول .  دمثال په توګه،دحُجر بن عدی له شهادته وروسته کله چې امام بزرګوارته دکوفې دخلکوتګ راتګ زیات شو،نوهغه بزرګوار ته ئې هم یولیک ولیکه او په هغه کې ئې څرګنده کړې چې دهغه بزرګوارحق ئې  رعایت کړی او دهغه خیال ئې ساتلی دی  او که امام وغواړي  ورسره مکروکړي ،نوله هغه سره به هم مقابله وکړي .  امام حسین علیه السلام  هم د هغه (معاویه )په ځواب کې ولیکل :،ماله تاسره جنګ اودښمنۍ ته مخه نه  ده کړې  اوله  دې چې دغه کار مې  پریښودلی  او د تا او دتا دظالمو اودوکه بازو ملګرو مخالفت ته مې چې  دشیطان رجیم  دظلم او  کړاؤ پلویان دي  ،ملا نه ده تړلې  اوله خداي پاکه ویریږم ،خومګرته دحجربن عدی  او دهغه د اصحابو قاتل نه ئې ؟ هغه عابد او تقوادار کسان وو او امربالمعروف اونهی ازمنکر ئې کاوه. ته له دې سره چې  له هغوي سره دې پیاوړي او محکم تړونونه  او موافقې  کړې وې ، له هغو سره  ددښمنۍ له امله دې هغوي ووژل  او له خداي پاکه دې لوړې خبرې پیل کړې اودهغه ژمنه دې سپکه وبلله ....سبحان ا...  معاویه ګواکې ته داسلام له امته نه ئې :.

د امام حسین اومعاویه مخامخیدا،دیزیدد ولی عهدۍدموضوع په مطرح کیداسره اودمعاویه دزوي لپاره دبیعت داخستوپه اړه د هغه په اقدام سره وروستۍمرحلې ته داخله شوه .امام بزرګوارپه څرګنده دمعاویه په وړاندې ودرید.دیزیدد ولی عهدۍپه وړاندې د امام رضایت اویاچپتیا د معاویه لپاره دومره مهمه وه چې ددغې چارې دپوره کیدا لپاره ئې څو ځله مکې اومدینې ته سفرونه  وکړل  او له امام علیه السلام  اوخپلو مخالفانوسره ئې په جلا جلا او ډله ایز ډول لیده کاته وکړل

 له هغو یوې کتنې کې  معاویه  دیزید دولی عهدۍ موضوع وسپړله  او د خلافت دمنصب لپاره ئې  هغه(یزید)غوره وباله .حضرت امام حسین علیه السلام  په شجاعت او شهامت سره  دیزید له ولی عهدۍ او خلافت سره مخالفت وکړ او دهغه ناخوښ صفتونه ئې دمعاویه ترغوږونوورسول  او وې فرمایل :،دامت محمدي  لپاره دې دیزیددکمالاتو،سیاستونواودهغه د تدبیرونو خبرې کوې ؟  غواړې خلک دیزید په باب ګمراه او له توهم او شکونو سره مخامخ کړې ؟ خیال کوې  یو ناپيژندل شوی او نامشخص کس ورپيژنې ؟ یایو نامشهود اوغایب کس معرفي کوې ؟  یا دهغو شیانو تعریف کوې چې یوازې ته ئې پيژنې ؟ حال داچې یزید،پخپله خپل وضیعیت او عقیده ښودلې ده  او نندارې ته ئې وړاندې کړې ، دهغه  کارونه وګوره  چې د وخت تیرولو لپاره سپیي سره جنګوي ، دکونترولوبې کوي ،دډول ډول نفساني خواهشاتولپاره وینځي ساتي   چې داټول کارونه تا د هغه (یزید) له معرفی کولو اوصفتونو بې نیازه کوي :.

    دوستانو له امام حسین علیه السلام سره دمعاویه لیده کاته چې له پنځوسم ترشپیتم قمری کال پورې وخت په وخت  په مدینې اومکې کې شوي، کله کله  دمعاویه له تاؤتریخوالی او دښمنۍسره  اوکله هم  دامام بزرګوار له خوش اخلاقیو سره  یو ځای وو . خو په شپتم هجری قمری کال کې چې معاویه خپل مرګ ته نزدې کید، او هغه رودې چې ترهغه وخته پورې ئې د مخالفانو دتسلیم کولو لپاره  کارولې وې او څه نتیجه ئې نه وه ورکړې ، نوره ئې هم تاؤتریخجنې کړې  څو دخپلې خوښې نتیجې ترلاسه کړي . هغه په مسجدالحرام کې  دامام بزرګوار او دخپلومخالفانو په شتون کې دیزید د بیعت موضوع مطرح کړه اووې ویل ټول ورسره موافق دي ، په داسې حال کې چې امام حسین او دمدینې څونور لویان دیزید له حکومت سره بشپړ مخالف وو . معاویه چې  په دغه واقیعیت خبر ؤ  او پوهیدچې که یزید  له امام حسین سره پر بیعیت ټینګار وکړي ، نو دهغوي ترمینځ به دنښتې  او شخړې سبب شي  او داموضوع به ډيرې زیاتې خطرې په ځان پسې ولری ، دخپل عمر په وروستیو شیبو کې ئې  له امام حسین سره دچلند په باب یزید ته وویل ، له حسین بن علی سره هیڅ کار مه لره ، هیله ده خداي پاک به ئې دهغو کسانو په وسیله چې دهغه پلار ئې وژلې  او دهغه ورور ئې وژلی ، له مخې وغړوي ، داسې ګورم چې دعراق خلک هغه پاڅون ته اړباسي ،که لاس دې ورورسیږي نو هغه ونه وژنې چې که زه وم نه هغه نه وژنم :.

خو یزید چې دخپل پلار معاویه  سیاسی تجروبه ،چلول او لیرلید ئې نه درلود ،دمعاویه سپارښتنوته ئې څه خاص پام ونه کړ او غوښتل ئې په زور او اجباري توګه  له حسین بن علی بیعت واخلی  او کله ئې دهغه بزرګوار ډډه کول ولیدل  په کربلاکې ئې داسلامی نړۍ یوه ډيره ستره  او بوږنونکي  غمیزه رامینځةکړه چې ترقیامته پورې به دهغه  اودابوسفیان دکورنۍ د سپکاویواونابودۍسبب وي اودحضرت امام حسین علیه السلام اودهغه دپاکو ملګرو یاد به پکې ژوندی وي