د عاشورا پیغام

 په دغه   وینا کې د عاشورا د پرتمین  پاڅون او د  مسلمانانو او غیر مسلمو په بیدارۍ کې دهغه د  رول  په هکله یو څو خبرې کوو.  تاسو ته د دغه غمژنې ورځې د رارسیدلو په مناسبت د  خواخوږۍ په وړاندې کولو سره  له تاسو هیله کوو یو څو شیبې له مو نږ سره ملګري اوسئ .

 عاشورا  د داسې مصیبتونو او ناخوالو  راوړونکې ده  چې  امام حسین او دهغه اهل بیت او اصحاب یې باید هرکلي ته ورشي او  له دین ، قرآن  او د محمد او آل محمد او د ټولو پتیالیو انسانانو له  شرف او عزته دفاع وکړي.

 د ظلم او طغیان  پریمانه لښکر د تاریخ د ډیر لوی جنایت  لپاره تیار شوی دی  او  د  نړۍ د  ډیرو غوره او   ښایسته کسانو یوه وړه شان ډله یې راګېرکړې ده .

حسین او اصحاب یې په کلک هوډ   او غوڅې ارادې سره  د ټولې نړۍ او د  ټولو راتلونکو نسلونو لپاره  د کامیابۍ او ژغورنې نقشه انځوروي. امام حسین علیه السلام د اسلام د قدرمن پیغمبر  او وروستي الهي  استازي حضرت محمد (ص)  ګران لمسی دی  او مور یې فاطمه بي بي هم  په فضیلت او ایمان کې د  نړۍ  وتلې او عزتمنه بي بي ده .  پلار یې علي ،  هغه لوی انسان دی   چې  د تاریخ پاڼې یې   په  حق غوښتنې ،  عدالت او اخلاقي کمالونو پسوللې دي . هو، څومره ښکلې او پرتمینه ده  هغه حماسه چې  د دغه غوره شخصیتونو  لایق بچی  حسین یې  په مینې ، عشق او سرښندنې سره  جوړوي.

هو، د یو شپیتم هجري قمري کال  عاشورا رارسیدلې ده .  د امام حسین علیه السلام   د عمر ختمیدو ته تر څو ګړیو زیاتې نه دي پاتې .  د حسین عاشقان او مین یاران یو یو  میدان  ته لاړل  چې  دانسانیت او پت  چې د حسین په وینه کې څپې وهي  دفاع وکړي.  هر یو یې ارمان کاوه چې کاش څو څو  ژونده یې لرلای  او هر  یو یې  د رسول الله مبارک د پاک زوي  د مرستې  په لاره کې لوږی کولی.

دا دی د عاشورا ماسپښین دی او  د کربلا په میدان کې د ژوند ډيره ښکلې سندره انځوریږي ، امام  حسین  له دښمنه وغوښتل  یو څو شیبې  جنګ بند کړئ چې  لمونځ وکړي او د خپل عمر وروستۍ شیبې  له عبادت او بندګۍ سره واخښي.

پلیت دښمن ونه منله ، خو  امام د دښمن فشارونو او دغشیو باران ته له پامه پرته  خپل رب ته په لمانځه ودریده  په داسې حال کې چې یو وفاداره یارانو یې ځانونه  ډال کړې وو چې غشي  امام ته  ونه رسیږي.  د لمانځه په وخت  د امام حسین نوراني او آرامې څیرې  یې د یارانو په سترګو کې د ارمان اوښکې وځلولې  ته وا هغوی یې پلار علي لیده چې  هغه هم د  جنګ په مینځ کې  په لمانځه ولاړ دی او فرمایي : مونږ د لمونځ د  ژوندي ساتلو لپاره جنګیږو.

ورځ چې  له نیمې واوښته ؛  د غمیزې  سترتوب جوت شو  د  خدای د اخري پیغمبر د لمسي او د عدالت او ازادۍ د  امام ، حضرت امام حسین علیه السلام سر له تنې جدا شو او د ظالمان په نیزو وخته .  د هغه شخصیت مبارک سر چې  پیغمبر یې په  هکله وفرمایل : حسین د هدایت څراغ او د نجات کشتۍ ده .

د خدای رسول (ص) په یو بل ځای کې یادونه کوي: «  زما په وسیله خبر او پوه شوئ ،  له علی سره  مو لاره وموندله او هدایت شوئ ،  د حسن په وسیله درته نیکۍ درکړل شوې خو  ستاسو د نیکمرغۍ او بدبختۍ  (معیار)  حسین دی . خبر اوسئ چې حسین د جنت له ورونو یو ور دی ؛څوک چې له هغه سره د ښمني وکړي  خدای پرې د جنت بوی حراموي. »

د تاریخ لیکونکو له نظره  د عاشورا حماسه دوه مخونه لري چې یو یې سپين او بل تور دی .  سپینه  او ځلانده صفحه یې د  عشق ، پوهې ، پت ، سرښندنې او انسانیت  صفحه ده. او توره صفحه یې بیا   له هغو جنایتونو ډکه ده چې  د یزید او دهغه د ملګرو د دنیا طلبۍ او  ګټه غوښتنې  له خویه راولاړه شوې ده .  عاشوار همیشه د ظالمانو او ستمګرانو په وړاندې د  حسین ابن علي د  تل پاتې پاڅون سمبل او   په عین حال کې   له خلکو او ټولنې سره د  امام  دمینې او  انساندوستۍ  بیلګه ده .  امام حسین د انسانیت په مینه خړوب و، له انسانانو سره یې عشق  کاوه  او  ذلت او مریتوب یې دا نسان له شانه ټیټ ګاڼه نو  په ډيرې مهربانۍ او عظمت سره یې  له مدینې تر کربلاپه ټوله لاره کې خلک د حق  او امنیت لور ته بلل  او هغوي يې  د ګمراهۍ په ګړنګ کې له  غورځیدو منعې کول.

له پیړیو پیړیو عاشورا د  حق او باطل د تجلۍ او  د دین او عقیدې په لاره کې  د فداکارۍ او سرښندنې  دورځې  په توګه  پیژندل شوې  ده . حسین ابن علي (ع) په دغه ورځ  له ډيرو کمو خو په  ایمان او عقیده کې  له ټینګو ملګرو سره د یزید د حکومت  له  سخت زړو او ګمراهو  سپایانوسره مقابلې ته پاڅیده  او کربلا یې  د  خدایی عشق او  د پت ، ایثار  په تل ژوندۍ صحنې بدله کړه .

عاشورا که څه هم یوه ورځ وه خو د اثر او اغیزو لمنه تر ابده  خپره شوې  او داسې د زړونو او روحونو تل ته کوزه شوې   چې  هر کال د محرم  لومړۍ لس ورځې او په تیره بیا عاشورا، د حریت او ازادۍ د استاد  او د جهاد او شهادت د نمونې  حضرت امام حسین بن علي (ع) سره  عشق او اخلاص   په اوج بدلیږي  او  ټول حتی غیر مسلمانان  د هغه باتور او میړاني شخصیت  د روح   د عظمت په وړاندې  د تعظیم او درناوي سر ټیټوي.

امام حسین علیه السلام د کوفې د خلکو په بلنه  دغه ښار ته روان و  چې دهغوي مشري په غاړه  واخلي  خو کوفې ته له رسیدلو مخکې په کربلا کې د ابن زیاد عسکرو کلابند کړ  او کله چې امام  حسین تیار نه شو چې د یزید د ظالم او غاصب  حکومت  د بیعت او ورته د تسلیمیدو ذلت ومني  د کوفې لښکرو له هغه حضرت سره جنګ پیل کړ.

 حسین او ملګري يې  د  عاشورا په ورځ په تږو شونډو  په ډیرې حیرانوونکې میړانې سره تر وروستۍ سلګۍ وجنګیدل او شهیدان شول  او  رڼا  د د دغه قافلې پاتې کسان  د تیارو  د لښکر ځواکونو  اسیران کړل . دغه اسیران  کوفې او بیا شام ته بوتلل شول .  د عاشورا په ورځ د امام حسین علیه السلام دوه اویا ملګرو په خپل شهادت سره  د انسانیت  تر ټولو لویه حماسه وپنځوله او  خپل یاد یې د فضلیت غواړو ا نساني  وجدانونو او تاریخ په زړه کې  ابدي کړ.

عاشورا د  نورو ډیرو پیښو په پرتله  کمې پیښې په  لمن کې رانغاړي  او  په ډير کم وخت کې  راپیښه شوه خو  یوه داسې پیښه ده  چې  د تاریخ په اوږدو کې  یې تر ټولو زیات پام ځانته اړولی دی . دغه پیښه  په تاریخ کې  پر پراخ رول او ژور ټولنیز اغیز سربیره  په یو خاص کلتور بدله  شوې ده .

که څه هم ظاهرا د کربلا نابرابره جنګ د باطل د جبهې په ګټه پای ته ورسیده  خو په ژور نظر کې  حقیقي بریالیتوب د امام حسین او دهغه د ملګرو و .  ځکه  چې هغه حضرت په دغه  پاڅون او پیښه کې  نړۍ ته یو ژوندی پیغام او لاره پریښودله  او  په خپلې سرې وینې سره یې د مسلمانانو  بلکه د نړۍ د ټولو پتیالیو لپاره  یو مکتب  ولیکه  چې  د حق ، پت  او ځان تیریدنې  پر اساس ولاړ دی .

د جرمن لیکوال  موسیو ماربین په  وینا :  د  اسلام دغه تکړه عسکر ( امام حسین) د نړۍ خلکو ته وښودله چې  ظلم ، زیاتی او   ستم  پاتیدونکی نه دی  او د ظلم ماڼۍ که هر څومره  لویه او کلکه وي د حق او حقیقت په شان به د بوسو  د کوټې په  شان   والوزي.

عاشورا د انسانیت په تاریخ کې د  ډیرې لویې پیښې یادوونکې ده  . په یوې نیمې ورځې  کې یا تر دې هم په کم وخت کې د پاکۍ او فضیلت بیلګې په وینو رنګینې شوې  او باطل یو ځل بیا د حق  جامه واغوستله چې یو څو ورځې ژوند  په هوس او خپل سرۍ  تیر کړي خو په تاریخ کې  بې شمیره ولسونو  په خپلو غورځنګونو او سیاسي ټولنیو خبرو کې   په دغه پاڅون کې  د عزت ، پت ، کرامت ، وفادارۍ او ایثار  له  بیلګو الهام اخستی  دی . د مصر مشهور پوه  او مفسر  سید قطب وایی: « څومره ډير شهیدان دي چې که په زرګونو کاله ژوندي پاتې وای  د خپل شهادت په اندازه یې  له خپلې عقیدې او دین سره مرسته نه شوه کولې  او د دې طاقت یې نه درلود چې دومره  لوی انساني مفاهیم  په زړونو کې  تل پاتې او ژوندي وساتي.  او  په زرګونو انسانان  په خپلو وروستیو خبرو سره چې  په خپلو وینو سره یې لیکي ، لویو کارونو ته وهڅوي»

هو ، د امام حسین علیه السلام انقلابي حرکت  او د هغه او ملګرو شهادت یې  د نړۍ د پتیالیو  لپاره  یوه بیلګه وګرځیدله . د نړۍ ډیرو ازادي غواړو مشرانو  د خپل پاڅون او انقلابي حرکت لپاره د امام حسین له انقلابه بیلګه اخستې او هغه يې خپل سرمشق ګرځولی دی.

د هندوستان  دازادۍ مشر مهاتما ګاندي  په خپلې  تاریخي وینا کې داسې وایي: «ما د هند دخلکو لپاره کوم نوی څیز نه دی راوړی، یوازې هغه نتیجه مې چې د کربلا د اتلانو د  ژوند د تاریخ په هکله مې  له خپلو مطالعو او تحقیقاتو  لاسته راوړې ده ،  دهند ولس ته ډالۍ کړه.  که غواړو چې هند وژغورو  ضروري ده  هغه لاره ووهو چې حسین ابن علي پرې تللی و »

 په داسې حالاتو او زمانه کې چې  انسانان د ژوندي پاتې کیدو لپاره  ډیرې هڅې کوي ، داسې کسان هم شته چې  تر ژونده  لا لوړو پوړیو او درجو ته د ځان او نورو د رسولو لپاره  د خپل سر ورکولو ته تیار دی . هغوي د دین او مکتب په لاره کې د شهادت هرکلی کوي . دغه روحیې ته  چې  له هر ډول دنیایي تعلقاتو او پیوندونو  ژغورنه ورسره ده ، د شهادت غوښتنې روحیه ویل کیږي.

عاشورا د امام حسین علیه السلام د ملګرو د شهادت غوښتنې جلوه  وه هغه حضرت په خپله د  دغه میدان سرخیل و .

سلام دې وي پر تا ای حسینه، ای د  خدای د رسول پاکه لمسیه ،  سلام دې وی پر تا او هغوی پاکو کسانو چې ځانونه یې  پر تا  قربان کړل .  تا خپله وینه ډالۍ کړه چې  د خدای بندګان له جهالت او د ګمراهۍ له سرګردانۍ راوباسې، سلام او رحمت دې وي پر تا.