د حضرت امام حسین علیه السلام نیکمرغه زوکړه

د هجرت د دريم کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې دريمه نېټه وه، اسماء بنب عُمَيس له نورانيت او معنويت نه په ډکه فضاء کښې د حضرت بي بي فاطمه زهرا (س) تازه زېږېدلے بچے په سپين اوړني کښې ونغښتۀ او د خداے د ګران رسول (ص) خدمت ته يې يوړۀ. د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) خپل نمسے په خوشحالۍ سره په غېږ کښې ونيوۀ او په غوږونو کښې يې ورته بانګ او قامت ووايۀ. د نوم اېښودو په وخت جبرائيل (ع) د خداے په پاک رسول (ص) باندې نازل شو او ورته يې عرض وکړ: ((خداے پاک درباندې سلام وائي او فرمائي چې له تا سره د علي (ع) نسبت له موسی (ع) سره د هارون (ع) نسبت دے. نو د علي (ع)  د کشر زوے نوم د هارون (ع) د کشر زوے په شان کېږده چې شبير ؤ او په دې وجه چې ستاسو ژبه عربي ده نو حسېن (ع) ورته وائئ چې د شبير عربي معنا ده)) نو ځکه د خداے ګران رسول (ص) د خپل خوږ او ښکلي نمسي نوم حسېن (ع) کېښود.

حضرت امام حسېن (ع) هغه ځلانده مرغلره او روښانه څراغ  دے چې له عزت او کرامت نه د  ډک ژوند د لارې د نقشې به ښودلو سره تل په تاريخ کښې ځلېدلے دے. له ظلم او ستم سره د هغۀ ارزښتناکه حماسه او مبارزه تل د تاريخ د پاڼو ښکلا ګرځېدلې ده او ټولو ته  د مېړانې، حق غوښتنې، قربانۍ، سرښيندنې درس ورکوي. کوم حرکت او غورځنګ چې امام حسېن (ع) شروع کړ او د يوې سترې حماسې په څرګندېدو سره يې ترسره کړ د قران شريف په تعليماتو باندې د عمل او د حق په ستنو ولاړ ؤ. هغه هدايتوونکے کتاب چې د پېغمبرانو عليهم السلام وروستے هدف او مقصد په اخلاقي کراماتو باندې د انسان سينګارول بيانوي.

د امام حسېن (ع) کورنۍ فضاء يو ترټولو پاکه او پاکيزه فضاء او چاپېريال ؤ او د هغۀ تربيت کوونکي  او روزونکي له ډېرو لوړو انساني او اخلاقي فضيلتونو څخه برخور وو او د نړۍ د انسانانو لپاره د کامل او هدايت شويو او هدايت کوونکو انسانانو نمونې دي. د هغۀ نيکۀ د خداے ګران پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) به چې کله د وحي نوراني ايتونه ترلاسه کول نو د امام حسېن (ع) خوږ روح او زړۀ به يې ترې برخوروۀ. مور يې فاطمه زهرا (س) په پاکلمنۍ او تقوا کښې ځانګړې وه او پلار يې امام علي (ع) د فضيلت،مېړانې او ځوانمردۍ نمونه ګڼل کيدۀ. يوه ورځ د خداے ګران رسول (ص) امام حسېن (ع) په خپلو اوږو کېښنولے ؤ او د خلقو په وړاندې يې وفرمايل: ((دا حسېن بن علي زما د امت  ترټولو غوره  کس دے، نيکۀ يې محمد د خداے رسول، او ترټولو ستر پېغمبر  دے، نيا يې د خويلد لور خديجه په خداے پاک او د هغۀ په رسول باندې په ايمان رواړلو کښې د نړۍ له ټولو مېرمنو مخکې ده او مور يې فاطمه زهرا د محمد لور د نړۍ تر ټولو غوره مېرمن او د ښځو سرداره ده.))

امام حسېن (ع) هم فرمائي: ((د ټولو ترمېنځ بل څوک دے چې نيکۀ يې زما د نيکۀ په شان وي او يا معلم يې د علي (ع) په شان وي؟ زۀ د دوو ځلانده سپوږميو بچے يم. مور مې فاطمه زهرا (س) او پلار مې په بدر او حنېن کښې کفر ته ماتې ورکوونکے ؤ.))

د پېغمبر اکرم (ص) نمسے د قران په مکتب کښې تربيت شوے دے. له قران شريف سره د امام حسېن (ع) مينه او تعلق د هغوي د ژوند په ټولو شېبو کښې ليدې شوو. هغه حضرت د ماشومتوب له دوران څخه له قران شريف سره زيات عشق لرۀ، ځکه چې زياتره مبارک قراني ايتونه به د هغوي په کور کښې د خداے په ګران رسول (ص) باندې نازلېدل او امام حسېن (ع) په کورنۍ باندې له واکمنې قراني فضاء څخه اثر اخېستے ؤ. په نورو الفاظو کښې د هغه حضرت پاک وجود له قران شريف سره اخښل شوے ؤ او ژوند يې د قران شريف د مبارکو ايتونو د تجليو پوره آئينه وه. امام حسېن (ع) خپله د قران شريف د اهميت په باره کښې فرمائي:

[هر چا چې قران شريف ته غوږ کېښود نو خداے پاک د هغه يو حرف په بدله کښې چې يې اورېدلے دے د هغۀ لپاره يوه نيکي او ثواب ليک]

له قران شريف سره د امام حسېن (ع) د مينې د زياتوالي اندازه د هغوي لخوا د قران شريف د معلمانو له حرمت او احترام څخه لګولې شوو، په دا ډول چې کله کله به پرې چاپېره کسانو نيوکه کوله. د امام حسېن (ع) يو بچي په مدينه منوره کښې له عبدالرحمان نومې يو معلم څخه د قران شريف زدکړه حاصلوله. يوه ورځ ورته معلم سورۀ حمد يا فاتحه ورزده کړه کله چې يې زوے ورته د دغې سورې تلاوت وکړ نو امام حسېن (ع) يې معلم راوبالۀ او يو زر دينار او يو زر جامې يې ورته په انعام کښې عطا کړې. (د دغه زيات انعام په وجه پرې) اعتراض وشو نو هغه حضرت وفرمايل: (زما انعام چرته د سورۀ فاتحې برابر کېدې شي.)

سخاوت، عفوه، بخښنه، د کمزورو او بې وزلو لاس نيونه او نيکي له هغو کريمانه اخلاقو څخه دي چې په قران شريف کښې ورباندې په ځلونو تاکيد شوے دے او امام حسېن (ع) د دغو قراني صفاتو عملي او عيني نمونه دے.

د قران مشهور مفسر عياشي په خپل تفسير کښې له مَسعَدة بن صَدَقه څخه روايت کړے دے چې يوه ورځ امام د فقراو ترڅنګه تېرېدۀ. هغوي چې دسترخوان غوړولے ؤ او ورباندې د اوچې ډوډۍ ټوټې پرتې وې امام ته يې د ډوډۍ خوړو ست وکړ. هغه حضرت هم د هغوي ست قبول کړ او ورسره ډوډۍ خوړو ته کښېناستېد او دا مبارک آيت يې تلاوت کړ: «اِنَّ الله لا يُحِبُّ المُتَکَبِّرين» ((بې له شکه چې خداے تکبر کوونکي نۀ خوښوي)) بيا يې وفرمايل: ((ما ستاسو دعوت قبول کړ نو تاسو هم زما دعوت ته ځواب ورکړئ.)) هغوي عرض وکړ د خداے د ګران رسول (ص) فرزنده! همداسې به وکړو. بيا له امام (ع) سره د هغه حضرت کور ته لاړل. امام حسېن (ع) خپلې خدمتګارې ته وفرمايل(( په کور کښې چې څه لرې راوېړه او ښۀ مېلستيا يې وکړه.))

هغه حضرت د خلقو د سعادت او خوشبختۍ لپاره د قران شريف د الهام بخښونکو مبارکو ايتونو په استناد سره کوشش وکړ او په مختلفو وېناګانو کښې يې يادونه وکړه چې قران شريف له ظالمانو سره مقابله، د خداے پاک په لاره کښې حرکت، د انسانيت راژوندي کول او د خلقت له هدف سره غږملې بولي، نو انسانانو ته پکار دي چې په هيڅ ډول حالاتو کښې اجازه ورنکړي چې يو فاسد او خرابکار واکمن د انسانانو له شرافت سره لوبې وکړي. په همدې بنياد امام حسېن (ع) د ظلم په خلاف د قران شريف د همېشنيو لارښوونو په ستنو ولاړ خپل پاڅون شروع کړ. همدغه خصوصيت د کربلا واقعه د يوې حادثي له شکل څخه چې په يو وخت کښې رامنځته شوه او ختمه شوه رابهر کړه او هغه يې په ټولو زمانو کښې پراخه کړه.

د عاشورا د عزت غوښتونکي غورځنګ يو لوړ هدف د استبداد په بند کښې د ټولنې او وګړيو د حېثيت او شخصيت ذلت نۀ منل دي. امام په دغه غورځنګ کښې د امربالمروف او نهي عن المنکر په هدف سره چې قران شريف پرې تاکيد کوي ټولو زمانو او نسلونو ته د قران د خوښې د ازاد ژوند کولو، پتيالۍ او د انسان د حقوقو او کرامت د قيمت د ادا کولو لاره ورښئ. خداے پاک د سورۀ توبه په ۱۱۲ مبارک آيت کښې د امربالمروف او نهي عن المنکر د اهميت په حقله فرمائي: ((د امربالمروف او نهي عن المنکر کوونکي او د الهي حدودو او پولو ساتونکي (حقيقي مومنان دي) او (داسې) مومنانو ته زېرے ورکړه.)) امام حسېن (ع) د هغې زمانې په غافله ټولنه کښې په الهي دندو باندې په عمل کولو سره په خپل غورځنګ کښې د قران شريف د نظر وړ د عزت او پتيالۍ جلوې څرګندې کړې.

د امام حسېن (ع) دغه ذلت نۀ قبلونه او عزت هغه وخت چې د مدينې منورې واکمن فېصله وکړه چې د يزېد لپاره ترې بيعت واخلي نو وينو.

په دغې کتنه کښې امام د سورۀ احزاب درې دېرشم مبارک آيت تلاوت کړ چې د خداے دګران رسول (ص) د اهلبېتو عليهم السلام د حقانيت په بيانولو سره د بني اميه ؤ په حکومت باندې د بطلان کرښه راکاږي.

هغه حضرت وفرمايل: ((په تا دې افسوس وي، مونږ د پېغمبراکرم (ص) اهلبېت يو چې قران شريف يې په شان کښې (د سورۀ احزاب په درې دېرشم مبارک آيت کښې) فرمايلي دي: ((په تحقيق سره خداے غواړي چې له تاسو اهلبېتو څخه د هر ډول پليدي او بدۍ لرې وساتي او تاسو په کامله توګه پاک او پاکيزه ولري.))

د امام حسېن (ع) زوے امام زېن العابدين (ع) فرمائي. ((د عاشورا په شپه مې پلار خپل ټول اصحاب راغونډ کړل  او ورته يې يوه خطبه ورکړه، زۀ هم د هغه حضرت خدمت ته حاضر شوم چې وېنا يې واورم. پلار مې خپلو اصحابو ته وفرمايل،په ډېره غوره توګه د خداے پاک حمد او ثنا بيانوم او په خوشحالۍ او غم کښې يې شکر ادا کوم. اے خدايه! ستا شکر ادا کوم چې زمونږ کورنۍ ته دې نبوت راعطا کړ او د قران او د دين د فقهې علم دې راباندې پېرزو کړ او اورېدونکي غوږونه او ليدونکې سترګې او باخبره زړۀ دې راته عطا کړ. مونږ د شکر ادا کوونکو په قطا کښې راولې.))

او همدا وجه ده چې امام حسېن (ع) د قران شريف د حقيقي پېروکار په توګه د دغه مقدس کتاب د تعليماتو په اجرا کولو سره د ځلانده نمر په شان تل پاتےکيږي. په حقيقت کښې د بشر لپاره د امام حسېن (ع) ګټور والے د مختلقو زمانو انسانانو ته د رښتينولۍ، ځوانمردۍ،غېرت، ننګياليتوب، انصاف لټونې او له ظلم سره د مبارزې په شان قراني او انساني ځانګړتياو او خصوصيتونو ښودنه ده. په همدې وجه په انساني تاريخ کښې د هغۀ اثرات زيات پياوړي او جرړې لرونکي دي.

د نړۍ د ننګياليو او پتياليو د سردار د ميلاد په مناسبت يو ځل بيا د مبارکۍ په ويلو سره دا مضمون د هغه حضرت په يوې وېنا سره ښکلې کوو.

امام حسېن (ع) فرمائي: ((له پلار علي (ع) نه مې واورېدل چې هر چا د شعبان يا شوقدر په مياشت کښې له  خداے پاک سره د نزدېکت او له پېغمبراکرم (ص) سره د مينې لپاره روژه ونيوه نو خداے پاک به د قيامت په ورځ هغه خپل کرامت ته نزدې کوي او جنت به پرې واجب کوي.))