بسم الله الرحمن الرحيم
شروع کوم د الله په نامه چې ډېر زيات مهربانه او پوره رحم لرونکې دے.
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ (1)
ووايه (اے محمده!) پناه وړم د خلکو رب ته
مَلِكِ النَّاسِ (2)
د ټولوخلکو څښتن ته
إِلَهِ النَّاسِ (3)
د ټولو خلکو معبود ته
مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ (4)
د وسوسه اچوونکي شيطان له شر څخه
الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ (5)
هغه (شيطان) چې د خلکو په سينو (زړونو) کښې وسوسې اچوي،
مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ (6)
که له پيريانو څخه وي او که له انسانانو