د «اهل سنت والجماعت» په نزد تقليد او مرجعيت

کله چې د «اهل سنت والجماعت» په نزد د مرجعيت مسئله وڅيړو،سرګردان کيږو.چې څرنګه دا له پيغمبر(ص) سره پيوندولي شو. مونږ ټولو ته پته ده چې «اهل سنت والجماعت»په تقليد کې د څلورو مذهبونوامامانو، حنفي، شافعي، مالکي او حنبلي ته مراجعه کوي، چې هيڅ يو يې پيغمبر(ص) نه دي ليدلي او له پيغمبر(ص) سره نه د ي پاتې شوي.

په د اسې حال کې شيعه له علي ابن ابيطالب)ع( پيروي کوي چې په خپل ټول ژوند کې له پيغمبره جدا نه شو او له هغه وروسته د جنت له دوو سردارانو حسن او حسين او له هغوي وروسته له امام زين العابدين او ورپسې يې د زوي امام محمد باقر او بيا يې د لمسي امام صادق )عليهم السلام( پيروي کوي، او «اهل سنت والجماعت»چې په هغه وخت کې نه وو تاريخ هم نه وايي چې چيرته وو. او امام يې څوک و، او په شرعي احکامو او حلال او حرام کې د پيغمبر(ص) د رحلت له وخته د څلورو امامانو تر پيدا کيدو پورې څه کول؟

له دې وروسته دا څلور مذهبونه، يو په بل پسې د تاريخ په مخ پيدا شول او هر يو په يوې دورې کې د عباسي واکمنانو په غوښتنه لکه په تير بحث کې مو چې وويل، د پام وړ وګرځيدل.

له هغه وروسته، يوه ټولګه پيدا کيږي چې څلور مذهبونه ديو غولوونکي شعار لاندې غونډوي، او هغوي ته «اهل سنت والجماعت» وايي او دعلي او دپاک عترت ټول دښمنان په دغه شعار راغونډيږي. او د دري لومړيو خليفه ګانو او د بني اميه او بني عباسو واکمنانو ټول پلويان له هغه سره يو ځاي شول او خلک غوښتي او ناغوښتي دهغوي پيروي کوي، ځکه چې دولتونه په وعدو او وعيدو سره خلک هغه ته هڅوي، خلک هم د خپلو پاچاهانو په دينونو پابند وي.

بيا ګورو چې «اهل سنت والجماعت» د خپلو څلورو امامانو له وفاته وروسته د خپلو علماوو په مخ د اجتهاد دروازه بندوي او يوازې د دغو وفات شويو امامانو د تقليد اجازه ورکوي.

شايد اصلي علت يې دا وي چې واکمنانو ويريدلي دي، چې ازاد فکري د ناکراريو او بلواګانو دپيدا کيدو سبب شي او دهغوي ګټو او موجوديتونو ته خطر پيداکړي!

«اهل سنت والجماعت» مجبوره شوي دي له داسې مړ انسانه تقليد وکړي چې نه يې دي ليدلي او سم يې نه پيژني. او حتي دهغه په عدالت، پرهيزګارۍ او علم اعتماد نه لري، او يوازې په خپلو تيرو کسانو خوشبينه وو. چې هر يو د خپل امام لپاره خيالي مناقب او فضائل روايتوي او اکثره يې خيال او خوب او ظن او ګمان دي. او په دې ډول هر يو يې په هغه څه چې لر ي يې خوشاله دي.

که نن د «اهل سنت والجماعت» تعليم يافته کسان او پوهنتونوال په هغو رسوايانو چې هم دغه تيرو کسان روايت کړي دي ښه غور او کتنه وکړي او په هغوي کې دځينو تناقض ګويۍ وګوري چې کار يې دهغوي په مينځ کې جنګ او تکفير ته رسولي دي، د دغو رهبرانو په وړاندې به يې په خپله موضوع کې تجديد نظر کړي وي او سمه لاره به يې موندلې وي.

له دې ورتير څرنګه يو عاقل انسان په دې زمانه کې له دا سې کس پيروي کوي چې د دې نوې زمانې له هيڅ مسئلې نه دي خبر، او که له هغه د څه پوښتنه وشي نو ځواب نه شي ورکولي.؟ په يقين سره امام مالک، ابو حنيفه او نور به د قيامت په ورځ له «اهل سنت والجماعت» بيزار ي څرګندوي او وايي به: اي خدايه مونږ د دوي په کار چې مونږ نه دي ليدلي او دوي هم مونږ نه يو ليدلي مه مواخذه کوه او مونږ هيڅکله دوي ته نه دي ويلي چې زمونږ تقليدواجب دي.

زه نه پوهيږم چې که خداي تعالي له «اهل سنت والجماعت» د ثقلينو په هکله پوښتنه وکړي هغوي به څه ځواب ورکوي؟ بيا به پيغمبر(ص) راشي او په هغوي به ګواهي ورکړي او هغوي د پيغمبر(ص) خبره نه شي ردولي او نه شي ويلي چې مونږ دخپلو مشرانو او لارښوونکو خبره منله.

او که پوښتنه ترې وکړي چې ايا په قرآن يا د پيغمبر)ص( په سنت کې مو د څلورو مذهبونو د پيروۍ لپاره کوم دليل درلود؟

د دوي پوښتنه روښانه ده او ډير علم ته ضرورت نه لري، ځکه چې نه په قرآن کې په دې هکله څه شته او نه په سنت کې، بلکه هم په قرآن او هم په سنت کې د پاک عترت د پيروۍ او له هغوي د نه جدا کيدو حکم راغلي دي. شايد هغوي ووايي:

رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ [1]

يعنې: «اي ربه! ومو ليدل او وامو اوريدل، مونږ ستانه کړه چې نيک کار وکړو»

او ځواب به دا وي چې هيڅکله نه! دا هغه خبره ده چې تاسو يې کوئ. پيغمبر(ص) فرمايي: اي ربه!زما امت قرآن يوازې پريښود ما هغوي ته خپلې کورنۍ او عترت د پيروۍ سپارښتنه وکړه او زما د خپلوانو په هکله مې ورته ستا خبره ورسوله، خو دوي زما بيعت مات کړ او زما په خپلوۍ يې سترګې پټې کړې، او زما بچيان يې ووژل او زما د کورنۍ بې عزتي به يې کوله، اي ربه هغوي زما له شفاعته بې برخې کړه!

بيا هم دلته مونږ ته روښانه شوه چې «اهل سنت والجماعت» له پيغمبر(ص) سره د دوستۍ پيوند نه لري، ځکه هر څوک چې له عترته جدا شي له قرانه جدا شوي او څوک چې له قرآن جدا شوي، هيڅ ملګري او مل به ونه لر ي: وَیَوْمَ یَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى یَدَیْهِ یَقُولُ یَا لَیْتَنِی اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّ‌سُولِ سَبِیلًا»، «یَا وَیْلَتَى لَیْتَنِی لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِیلًا»، «لَقَدْ أَضَلَّنِی عَنِ الذِّکْرِ‌ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِی وَکَانَ الشَّیْطَانُ لِلْإِنْسَانِ خَذُولًا  [2]

يعنې: «هغه ورځ چې ظالم خپلې ګوتې له پښيمانۍ چيچي او وايي: اي کاش! د پيغمبر(ص) ملګري شوي وي، اي په ما دې افسوس وي! اي کاش چې له پلانکي سره مې دوستي نه وي کړې، هغه زه د قرآن له ذکره له دې ور وسته چې قرآن ماته راغي ليرې کړم او شيطان تل انسان يوازې پريږدي»

 

[1]. سجده ۱۲.

[2].فرقان ۲۷- ۲۸.