د شيعيانو په نزد تقليد او مرجعيت

د شيعيانو په نزد تقليد او مرجعيت

هر مکلف مسلمان که مجتهد نه وي – يعنې پخپله شرعي احکام له کتاب او سنته راونه ويستل شي – بايد د علم، عدالت پرهيزګارۍ زهد او تقوا په زمينو کې له يو جامع الشرائط مجتهده تقليد وکړي. لکه څرنګه چې خداي تعالي فرمايي:

فَسْئَلُوا أَهْلَ الذِّکْرِ إِنْ کُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ [1]

يعنې «که نه پوهيږئ نو له هغو کسانو پوښتنه وکړئ چې علم لري»

کله چې دا مسئله څيړو وينو چې شيعه اماميه له پيښو سره يو شان مخکې تللي دي. او د مرجعيت سلسله په هغوي کې هيڅکله نه ده غوڅه شوې. او دا حالت دپيغمبر له وخته تر ننه روان دي.

شيعيانو د ائمه اهل بيتو تقليد تر ننه جاري ساتلي دي. او د دغو امامانو وجود تر دريو پيړيو زيات دوام لرلي دي او په هغوي کې هيڅ يو امام د بل له خبرې سره مخالفت نه دي کړي، ځکه چې شرعي نصوص چې له قرآن او سنته دي د هغو ټولو په نزد منل شوي دي او هيڅکله يې په اجتهاد او قياس عمل نه دي کړي. او که کړي يې واي نو په هغوي کې به ډير زيات اختلافات وو، لکه څرنګه چې د «اهل سنت والجماعت» په مينځ کې پيدا شوي دي.

له دې ځايه پوهيږو چې د «اهل سنت والجماعت» مذهب که هغه حنفي وي که مالکي اوکه شافعي او حنبلي، د يو کس د نظرياتو په اساس جوړ شوي دي چې د پيغمبر(ص) له زمانې ډير ليرې و او له پيغمبر(ص) سره يې هيڅ پيوند او تړون نه دي لر لي.

خو د شيعه اماميه مذهب، له دولسو امامانو په تواتر سره مونږ ته رسيدلي دي، او هغه ټول امامان هم د پيغمبر(ص) له نسله دي او زوي له پلاره نقل کړي دي، او هر يو وايي چې: زما حديث زما د پلار حديث دهغه حديث زما دنيکه حديث او او دزما د نيکه حديث د امير المومنين علي ابن ابيطالب )ع( حديث او دهغه حديث د رسول الله مبارک خبره او دهغه مبارک خبره د جبراييل )ع(حديث او دجبراييل خبره دخداي خبره ده : وَ لَوْ کانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فيهِ اخْتِلافاً کَثيراً [2]

يعنې: که له خدايه پرته د بل چا له لوري راغلي و نو ډير اختلاف به يې پکې موندلي و»

بيا د امام معصوم له غيبته وروسته مرحله راورسيدله چې خلک يې له يو جامع الشرائط فقيه او عالم تقليد ته رهبري کړل.

بيا له هغه زمانې تر ننه پورې يو لړ مجتهد فقيهان پيدا شول او دا لړۍ نه ده غوڅه شوې او په هره زمانه کې په امت کې يو يا څو شيعه مراجع موجود وو چې خلکو له هغو تقليد کاوه. او عمليه رسالې يې لرلې چې په هغو کې يې له کتاب او سنته لاسته راغلي احکام راغونډ کړي وو.

اجتهاد يوازې په نويو پيدا شويو مسائلو کې دي چې په دې پيړۍ کې د ساينس او ټکنالوجې د پرمختګ په وجه پيدا شوي دي، يو انسان ته د بل انسان د زړه يا نورو غړيو پيوندول، يا مصنوعي لقاح او اميدواري يا بانکي او نور مسائل.

په دغو مجتهدانو کې هر يو چې اعلم وي، د شيعيانو لوي مرجع ګڼل کيږي. او د شيعيانو د يني مشر او د ديني مدرسو او حوزې مشر وي او نور مراجع يې درنښت کوي.

شيعه په هر زمانه کې د ژوندي فقيه تقليد کوي چې پخپله د خلکو له مشکلاتو سره  اشنا وي او دهغوي مسئلې له نزدې ويني او له هغه يې پوښتنه کوي او هغه يې ځواب وايي.

په دې ډول شيعه په هره زمانه کې د اسلامي شريعت په دوواصلي منابعو يعنې کتاب او سنت او د اهل بيتو امامانو څخه په پاتې نصوصو ټينګار کوي او دهغوي عالمان له قياس او شخصي نظرياتو بې نيازه شوي دي، ځکه چې شيعيانو د پيغمبر(ص) سنت راغونډ کړي او خوندي کړې دي د امام علي )ع( له زمانې  چې جامعه يې لر له. او په هغه کې د قيامت تر ورځې پورې د خلکو د ضرورت وړ ټول مسائل  ليکل شوي وو. او دهغه له اولاده امامانو له يو بله وروسته دغه جامعه په ميراث وړې ده او دسرو اوسپينو زرو په شان يې دهغو حفاظت کړي دي.

مونږ د دايت الله شهيد صدر په عمليه رساله کې دهغوي خبره ذکر کړه چې وې فرمايل بې له قرآن او سنته په بل څه باور نه کوم.

د شهيد صدر يادونه يوازې يوه نمونه وه که نه وي ټول مراجع – بې له استثنا – دا خبره کوي.

د شرعي تقليد او ديني مرجعيت په مسئله کې له دغه لنډ بحثه وروسته روښانه شوه چې شيعه اماميه د قرآن او نبوي سنت منونکي دي چې نيغ په نيغه يې له علي )ع( چې د علم دروازه ده رباني عالم او د پيغمبر(ص) نه وروسته دامت دوهم لارښود دي، اخلي.، هماغه چې په قرآن کې ورته د پيغمبر(ص) نفس ويل شوي دي.[3]

څوک چې دغه ښار ته ننوځي او په دروازې يې داخل شي، رڼې چينې ته رسيږي او پيمانه يې ډکيږي او دردونه يې درمان کيږي، او د پايدارۍ لاسوند يې لاسته ورځي چې جدا کيدونکي نه دي ځکه چې خداي تعالي فرمايي: وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا [4]

يعنې: «کورنو ته له وره داخل شئ»

او څوک چې وغواړي له بلې لارې داخل شي، غل بلل کيږي، او کور ته نه شي ننوتلي. د پيغمبر(ص) سنت لاسته نه شي راوړلي او د نافرمانۍ په وجه به سزا مومي.

 

[1]. نحل ۴۳

[2]. نساء ۸۲.

[3]. اشاره ده دغه ايت ته چې:﴿ فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ (ال عمران ۶۱) چې رسول اکرم د دغه ايت له نازليدو  وروسته علي وغوښته، مسلم دا په صحيح کې د علي)ع( په فضائلو کې راوړي دي.

[4]. بقره ۱۸۹.