په قرآن او د پيغمبر په سنت کې د علی ولایت

دوستانو د روژې په مبارکې میاشتې کې یعني په هغې میاشتې کې چې خورا مهم خصوصیت ئې  په دغې میاشتې کې د قرآن نزول دی. لکه څنګه چې  پخپله قرآن د بقرې سورې  په ۱۸۵آیت کې  فرمائی:،  د روژې میاشت هغه میاشت ده چې  پکښې قرآن نازل شوی دی. هغه کتاب چې  خلک په دلیلونو سره هدایتوي  او  له باطلو د حق د جلا کولو اندازه ده  د روژې د مبارکې میاشتې  یوه مهمه واقعه د نولسم په سهار وختي  د متقیانو  د مولا د مومنانو په امیر حضرت علی علیه السلام ضربت او ګوزاردی چې  دوه ورځې وروسته د عدالت او شجاعت د دغې بیلګې غمجن شهادت سبب شو . په عین حال کې د بشري ټولنې په رهبرۍ، امامت او لارښونې د موضوع اهمیت ته په پام سره  مو مناسبه وګڼله څو نننۍ مقاله د قرآن کریم له نظره د امامت  په موضوع او د لومړني امام په توګه د حضرت  امام علی په عظمت او مقام وغږیږو نو تر پایه راسره ملهّ ووسئ په لغت کې د امام معنا  د رهبر او پيشوا  ده.

خداي پآک پيغمبران د معنوي بشپړتیا او د ودې لپاره د خلکو د لارښونې او رهبرۍ  لپاره مبعوث کړي دي. امام  هم په حقیقت کې د دین حافظ او د پيغمبر پروګرام ته دوام ورکونکی دی  او وجود او شتون ئې ضروري دی. اسلام دغې مسئلې ته خاص توجه کړې ده، خداوند متعال په قرآن مجید کې د بشري ټولنو د امامانو ځانګړنې ټاکي، لکه څنګه چې د بقرې سورې په ۱۲۴ آيت کې هم خداوند متعال فرمائي:، (په یاد وساتئ) کله چې  پروردګار، ابراهیم  په بیلابیلو رودو سره وآزمایهّ او هغه په ازمیښتونو کې بریالی شو، خداي هغه ته وفرمایل:، ما ته د خلکو امام او رهبر جوړ کړې، ابراهیم وویل، زما بچیان  او نسل ته به له دغه تړونه ګټه ورسیږي؟ خداوند وفرمایل، زما ژمنه او پیمان یعني امامت هیڅ کله ستمکارو او ظالمانو ته نۀ رسیږي؛.

 پر دې اساس خداوند متعال د خلکو لپاره امام وټاکهّ او هغه امام ئې هم له ظلم، کړاؤ او ګناه مبرا او پاک بللی دی.

امام  کله نه کله په خپله د کتاب او شریعت خاوند دی د حضرت نوح او ابراهیم  او موسی او عیسی او محمد په څیر کله هم د کتاب او شریعت  د پیغمبرانو وصي امام کیږي  د  نوح د زوي سام یعني الیّسع (یوشع بن نون) د حضرت موسی د وصي  او شیث د حضرت آدم د وصي په شان.

د اسلام د ګران پيغمبر لپاره د امام علی وصي شونه هم یو مورد دی چې  د صحیح بخاري او مسند احمد بن حنبل  په څیر د اهل سنت په خورا مهمو کتابونو کې هم راغلی دي.

په دغو  کتابونو کې حضرت علی علیه السلام ته د پيغمبر اکرم د خطاب  په باب ځیني روایتونه راغلی چې فرمائیلي ئې دي، ته ما ته د موسی لپاره د هارون په څیر ئې، په دې توپير سره چې  له ما وروسته به بل پيغمبر نه وي.

دا کلام د خپل وصي  په ټاکلو کې د اسلام د ګران پیغمبرصلی الله عليه واله له خوا یو باوري سند دی.

هغه بزرګوار د امام او وصي په توګه د حضرت علی علیه السلام په ټاکلو سره د امامت له لارې خپل نبوت ته دوام وبخښهّ قرآن پاک د عقایدو، احکامو او  اسلامی علومو او معارفو لرونکی دی. خو  په هغه د عمل څرنګوالی، تفسیر او شرح  د اسلام د وروستي پيغمبر د خبرو او چلند په چوکاټ کې دی.

د اسلام د ګران پيغمبر  ویناؤ او د کړچار څرنګوالي ته نه پام، لویه خلا رامینځته کوي. له هم دې امله خداوند متعال د خپل پیغمبر څخه وفاداري له ځانه د اطاعت په څیر ګڼلې او د نور سورې د ۵۶ آیت پشمول  په ډيرو آیتونو کې ئې فرمائلی دي؛.له خداي او د هغه له پیغمبر څخه اطاعت وکړئ، او د وروستي پیغمبر له فرمانه سرغړول ئې د خپلو دستوراتو له اجرا د ډډه کولو په معنا ګنلي دي.

د مثال په توګه  په قرآن کې حکم او ټينګار شوی دی چې لمونځ وکړو او حج ادا کړو، خو دا چې دغه لمونځ څرنګه او په کومو شرائطو کې تر سره شي، د وروستي پيغمبر سنتو ته له مراجعې پرته  نه معلومیږي. مونږ   د خداي د رسول سیرت  او حدیثوته  په مراجعه کولوسره د رکعتونو، د سجدو شمیر او د لمانځه قوانین او ذکرونه یادوو. حج هم هم داسې دی، د خداي د پیغمبر سنت ته په مراجعه کولو سره د طواف، رمي جمرات، قربانۍ او د ځينو عملونو د څرنګوالي پشمول د حج د دستورو ټولې مرحلې  زده کوو.

همدغه دوه مثالونه په ښه ډول ښئ  چې د وروستي پيغمبر سنت ته له مراجعه کولو پرته او یوازې قرآن کریم ته په مراجعه کولو سره به  د دغو دوو شرعی واجبو دندو سمه ترسره کیدا امکان ونه لري. په حقیقت کې د اسلام ټول سپيڅلي  شرعي احکام هم داسې دي . پردې اساس  د امامت په موضوع کې هم  په قرآن کریم کې کلیات ذکرشوي دي او د مصداق ټاکل او توضیح ئې پیغمبر اکرم ته سپآرل شوی دی چې هغه بزرګوارهم  په بیلابیلو وختونو کې له ځانه وروسته حضرت علی عليه السلام خپل ځاي ناستی او امام معرفي کړ. د خداي له رسوله وروسته د امامت  او رهبرۍ مسئله یوه داسې مهمه موضوع وه چې اهمیت او حساسیت ئې نه یوازې له رسول ا... . بزرګوار څخه بلکې د هغه حضرت له شاوخوا خلکو او اصحابو هم پټ نه ؤ.

د اسلام ګران پيغمبر د بعثت له لومړیو ا و د کار له هماغه پیله له خپل ځانه وروسته واکوالۍ ته فکر کاوه. د تاریخ د ګواهۍ په اساس پيغمبر اکرم  له ځان وروسته ولی  او حاکم  په وړې غونډې کې يعني  په هغې لومړنۍ ورځې چې خپل خپلوان ئې اسلام ته وبلل، مشخص او معرفي کړی دی .دا موضوع  د طبري ، ابن عساکر، ابن کثیر او د ځینونورو پوهانو پشمول  د اهل حدیث یوې ډلې پخپلو کتابونو کې لیکلې ده. د پټې بلنې له درو کلونو ورسته خداوند متعال د شعرا سورې  په۲۱۴ آیت کې له خپل پیغمبره غواړي چې؛.خپل نزدې خپلوان د خداي له عذابه وويروه

پردې اساس د اسلام ګران پیغمبرد عبدالمطلب له کورنۍ خپل خپلوان خپل کور ته وبلل او د هغوي له میلمه پالنې وروسته ئې خپل رسالت اعلان کړ او وې فرمائیل؛، ائ  د عبدالمطلب بچیانو، په خداي مې دې قسم وي  په ټولو عربانو کې داسې کس نه وینم چې له هغه څه چې ما د تاسو لپاره لیدلی دی د خپلو خپلوانو لپاره ئې  راوستی وي، ما د تاسو لپآره د دنیا او آخرت  خیر راوړی دی او خداي پاک راته حکم کړی دی څو تاسو د هغه وخوا ته  ټولو ښیګڼو او خیر ته رسیدا ته وبولم. اوس له تاسو څوک له ماسره د اسلام په لاره کې مرسته کوئ څو په تاسو کې زما ورور، خلیفه او وصي   شي.  په دې محفل کې هیچا خبره ونه کړه  له علی علیه السلام پرته، چې  له ټولو کم عمره ؤ. علی وویل،: یا رسول ا.... زه درسره په دغه کار کې مرسته کوم؛.  دا واقعه درې ځله تکرار شوه ، بیا د خدائ رسول وفرمایل:، دا (علی علیه السلام ) په تاسو کې زما ورور، وصي او خلیفه دی، پس له  خبره واورئ  او د حکم پيروي ئې وکړئ ؛. له ّځانه وروسته د جانشینۍ لپآره د خداي د رسول  د فکر کولو په باب د اهل حدیث په کتابونو کې ډير روایتونه شته دي. مونږ دلته له صحیح نومې کتابه چې د اهل سنتو په نزد د حدیثونو خورا مهم کتاب حسابیږي، د اهل سنت له لوي محدیث، فقیه او لیکوال بخاري خبرې نقلول کوو.  د انصارو یو بزرګ عباده بن صامت  وائي، مونږ له رسول ا...سره په دې اساس بیعت وکړ چې  په تنګڅې  او خوشالۍ اوغم و ښآدۍ کې د هغه بزرګوار مطیع او پیروکار شو او د هغه له اهل بیتو سره د فرمانبردارۍ په سر ورسره مقابله ونه کړو: د صحیح ، مسلم، مسند احمد او سنن بیهقي په څیر په لسګونو باوري کتابونو کې  د حضرت امام علی علیه السلام د امامت او د هغه بزرګوار د عظمت او منزلت په باب پکښې روایتونه شوي دي، چې د یوه غره تر څنګ چې خم نومیږي، له حجة الوداع څخه د ستنیدا په سفر کې د مکې او مدینې ترمنیځ   په لاره کې پيغمبر اکرم د خلکو په ټول کې داسې یوه خطبه ولوستله:،      ائ خلکو خبر ووسئ، زه د تاسو په شان یو انسان یم  زما مړینه نزدې ده  ، زه په تاسوکې دوه  شیان د میراث په توګه پریږدم . د خداي کتاب چې پکښې هدایت او نور دی، له دې مه جلا کیږئ او منګولې پر ښخې کړئ .بیا ئې وفرمائیل  زما دوهم میراث زما اهل بیت دي، تاسو ته د ما د اهل بیتو په باب خداي دریادوم :.    رسول ا... بزرګوار دغه کلام درې ځله تکرار کړ .بیا ئې زیاته کړه ؛، هوښیار ووسئ، دا قرآن او اهل بیت به هیڅ کله له خپلو کې جلا نشی څو د کوثر په حوض (چینې )کې له ماسره یو ځّاي شي؛

په دغه روایت کې پیغمراکرم خپل اهل بیت د قرآن کریم ترڅنګ  درولي دي او لارښونې د هغوی په لاس او د قرآن په وسیله ګڼي او له اهل بیتو سره ملګرتیا اوهغوي ته مخه کول له ګمراهۍ او ضلالت څخه د پریکنده نجات سبب ګڼي.

په بله وینا اسلام چې له نظري اړخه په قرآن کریم کې بیان شوی دی، د هغه وجود اوعملی تجسّم ئې د اهل بیت علیهم السلام  په سیرت کې دی. پر دې اساس کله چې د قرآن امامت  او رهبري  د اسلامی امت لپاره په نظري اړخ کې منو، نو باید د اهل بیت علیهم السلام امامت په عملی اړخ کې هم ومنو. پر دې سربیره لکه څنګه چې د پيغمبر اکرم د فرمان په اساس، ځانګړی هدایت او لارښونه د هغه بزرګوار په دغو دوو غوره میراث کې ده او پوهیږي چې د قرآن کریم لارښونه او هدایت، د اسلام په ټولو اعتقادي، اخلاقي اوعملی مسئلو په کلیاتو کې دی، نو ځکه  د دغو مسئلو بیانول او توضیح به د اهل بیت علیهم السلام دنده وي څو لارښونه بشپړ شي. باید وویل شي چې د غدیر د واقعې بحث او جاجول او د حضرت امام علی علیه السلام  او د هغه بزرګوار د جانشینانو د امامت موضوع  لا زیاتې  جاجونې او بحث ته اړتیا لري مونږ دلته  یوازې په دې لټه کې وو چې په دغه حدیث په تکیې سره روښانه کړو چې د خداي رسول په الهي فرمان سره امامت  پخپلو اهل بیتو کې جاري کړی او هغوي ئې د قرآن ملګري  ګڼلي دي. که څه هم  په قرآن کریم کې د امام علی علیه السلام نامه  په حوت ډول نه ده راغلی خو د اهل سنت د اصیلو متنونو په اساس د امام علی علیه السلام  له امامته انکار نشي کیدلی.