په تاريخ کښې بيلګه او نمونه ښځې(۲)

فاطمه كبرى .

 فاطمه کبریٰ (د امام حسين(ع)  لور وه، چې په علم، عبادت او معنويت کښې يې يو لوړ مقام درلود.

هغې به تل روژې ساتلې او شپې به يې روڼه ولې او له زاهدو، بيلګو او مجاهدو ښځو څخه ګڼلې کيږي.

هغه خپل خاوند حسن مثنیٰ سره، (چې د امام حسن مجتبیٰ (ع) زوې ؤ) په کربلا کښې موجوده وه او د عاشورا د ورځې دردناک مصيبتونه يې ليدلې ؤ.

دې سختيو او مصيبتونو د فاطمې بي بي حوصله او ميړنتوب کم نه کړو.

کله چې امويانو(بني اميه ؤ) د بي بي په خيمې حمله وکړه نو د هغې بي بي ګشوارې (والۍ) يې په زور د هغې له غوږونو وشوکولې او لوټ يې کړې.

هغه د امام حسين(ع) لور او د زينب (س) وريره وه.

هغه د عاشورا د پيغام رسوونکې وه او پکار ده چې د علي عليه السلام د لور بي بي زينب په شان د ظلم کوونکو محلونه ولړځوي.

له همدې وجې د عبيدالله د حکومت په ځاي (کوفې) کښې يې د بنی اميو د ظلم په خلاف خپله خطبه ورکړله او خلکو ته يې وښودل چې د حسين عليه السلام وينه د فاطمه بي بي په رګونو کښې موجوده ده.

له عاشورا وروسته، وليد بن عبدالملک مروان، د فاطمه خاوند په زهرو شيهد کړ.

هغه شهيد يې، چې د کربلا له زخميانو څخه ؤ، په بقيع په مقبره کښې خاورو ته وسپارل.

له دې وجې چې فاطمه بي بي خپل خاوند سره ډېره مينه لرله د هغه په قبر يې خيمه ولګوله او يو کال يې پرې ماتم وکړ، روژه به يې نيوله او شپې به يې روڼه ولې.

له هغې وروسته يې بيا عبدالله بن عمرو بن عثمان بن عفان سره وادۀ وکړ.

په اخر کښې هغه د لس کم سلو کالو په عمر کښې په 110 هجري کښې له دنيا لاړه او په مصر کښې خاورو ته وسپارل شوه.

د ربيعه مور

 عبدالرحمان فروخ، د بنی اميو د حکومت په زمانه کښې، د يو کار لپاره خراسان ته لاړ او لږې پيسې يې چې جمع کړې وې ښځې له يې ورکړے او هغه ته يې وويل چې د دې پيسو ډېر خيال وساتي.

د عبدالرحمان ښځه چې په خيټه يې بچې ؤ د ميړه له تللو وروسته يې يو زوے وشو او د هغه نوم يې ربيعه کيښود.

چې د عبدالرحمان فروخ د تللو ډېر وخت وشو، ښځې يې هغې امانت پيسې راواخستې او د ربيعه په تعليم او روزنې يې ولګولې. هغه دومره علم وکړ چې په ځوانۍ کښې ترې د خپلې زمانې يو لوي پوهاند جوړ شو.

27 کاله وروسته چې عبدالرحمان له سفره راستون شو او کور ته راغلو نو ښځه يې کور نه وه.

عبدالرحمان يو تکړه ځوان وليد چې يو اړخ ته ناست دے نو سخت غصه شو او له هغه يې پوښتنه وکړه: اي ځوانه! ولې زما کور ته راغلې يې؟.

ربيعه هم خپل پلار نه پيژند، ويې ويل: ته ولې زما کور ته راغلې يې؟

پلار او زوے خپلو کښې لګيا ؤ په دې حال کښې ګاونډيان هم راغلل او له هغوي دواړو نه ګېر چاپېر ودريدل خو کتل يې ورته او نه پوهيدل چې څه ورته ووايي؟!!.

په دې وخت کښې د ربيعه مور راغله او ويې ليدل چې دوه سړي په خپلو کښې لګيا دي او خلک ورته په حيرانتيا سره ګوري.

هغې په ځير نظر سره د هغه سړي مخ ته وکتل چې زوي سره يې په جنګ ؤ او سمدستي يې اواز وکړ: اي خلکو! په خداي مې دې قسم وي دا سړے زما ميړه دے او دا ځوان د هغه زوے دے او زه هم د هغه ښځه يم.

په دې وخت کښې عبدالرحمان او ربيعه يو بل وپيژندل او سره غاړه غړې شو او يو بل له يې ډاډګيرنه ورکړه.

عبدالرحمان په حيرانتيا سره خپل زوي ته کتل او په زړه کښې يې هغه ته افرين ويل.

لږ وخت پس ربيعه ودريدۀ او لکه د هرې شپې د سبق ښودنې لپاره جمات ته لاړ.

د ربيعه د تللو نه پس عبدالرحمان له ښځې نه هغه پيسې وغوښتې چې 27 کاله وړاندې يې ورکړې وې.

ښځې ورته وويل: اوس به ښه دا وي چې ته جمات ته لاړ شې او د جمات راتللو نه وروسته به زۀ تا له پيسې درکړم.

کله چې عبدالرحمان جومات ته ورغې نو ويې ليدل چې د مالک بن انس، حسين بن زيد او ابن ابی لهبی ماحقی غوندې د مدينې لوي خلک له يوۀ ځوان نه ګېر چاپېر ولاړ دي او د هغه له خبرو ګټه اوچتوي.

هغه ځوان بې له ربيعه بل څوک نه ؤ، چې څنګه يې پلار وليد نو د ادب نه يې سر ټيټ کړ.

عبدالرحمان وړاندې لاړ او کوم کسان چې د هغه سبق ته ناست وو له هغوي يې پوښتنه وکړه: دا ځوان څوک دے؟

ځواب يې واوريد: دا د عبدالرحمانِ فروخ  زوے ربيعة الرای دے.

کله چې عبدالرحمان داسې خبره واوريده، ډېر خوشحال شو او د خداي يې ډېر زيات شکر وکړ چې داسې ښه زوے يې هغه ته ورکړے دے.

له لمانځۀ وروسته، کور ته راغے او خپلې ښځې ته يې دا ټوله خبره وکړه او دا خبره يې هم ورزياته کړه: زوے مې په داسې حال کښې وليد چې ډېر شاګردان ترې ګېر چاپېر وو او هغه ورته سبق ښودلو!.

ښځې چې دا ځاي يې د خبرې لپاره ښه وليد نو ويې ويل: اي عبدالرحمانه!

اوس چې دې خپل زوے په داسې حال کښې وليد او د داسې خزانې په لرلو خوشحاليږې، نو واوره چې ما ټولې پيسې د هغه په تعليم او روزنې لګولې دي.

عبدالرحمان د خپلې ښځې په هوښيارتيا ډېر افرين وويل او د هغې مننه يې وکړه چې پيسې يې د يو داسې زوي په روزنې لګولي دي.

فضه .

فـضـۀ نـوبـيـه، په يوۀ جنګ کښې د اسلامي فوځيانو په لاس راغله او پيغمبر(ص) هغه د فاطمه سلام الله عليها په خدمت وګمارله.

هغه د ايمان او تقوا په لوړه مرتبه کښې وه او په تقرير او خطبه کښې ډېره تګړه وه.

د هغې د زهد او پرهيزګارۍ مثال ډېر کم پيدا کيږي. پيغمبر(ص) او د هغه کورنۍ سره د هغې د مينې کيسه ډېره اوږده ده چې ټوله دلته نه شي بيانيدې.

هغې د خپل ژوند په شلو کالو کښې خپلې ټولې خبرې تر دې حده چې  يو له بل سره ساده خبرې به يې هم د قران په آياتونو سره خلکو ته کولې او پوهول به يې.

عبدالله مبارک فرمايي: د حج په سفر کښې له کاروانه (قافلې) وروسته پاتې شوم.

په بيابان کښې يوې ښځې سره مخامخ شوم، پوښتنه مې ترې وکړه: څوک يې؟

ويې ويل: وقل سلام فسوف يعلمون، ووايه سلام، چې زر به پوه شې.

په هغې مې سلام وکړ او ومې ويل: دلته څه کوې؟

ويې ويل: مَنْ يَهْدِ اللّهُ فَمَالَهُ مِنْ مُضِلْ، هر څوک چې خداي يې هدايت وکړي نو د هغه لپاره څوک ګمراهه کوونکي نيشته.

ومې ويل: انسان يې که پيرے؟

ويې ويل: يَا بَنِى آدَمَ خُذوا زِيْنَتَكُمْ، اي د آدم زويه! خپل زينتونه(ښکلا) ونيسه.

ومې ويل: له کومه راغلې؟

ويې ويل: يُنَادُوْنَ مِنْ مَكَانٍ بَعِيْدْ، له لرې ځايه غوښتل کيږي.

ومې ويل: چرته ځې؟

ويې ويل: ولِلّهِ عَلى الناسِ حِجّ البَيتِ، په خلکو باندې لازمه ده چې د خداي لپاره حج وکړي.

ومې ويل: ډوډۍ غواړې؟

ويې ويل: وَ مَا جَعَلَنَا هُمْ جَسَداً لا يَاكُلُونَ الطّعامَ، هغوي مې مړي نه دي پيدا کړي چې ډوډۍ نه غواړي.

هغې ته مې ډوډۍ ورکړه او ومې ويل: زر کوه!

ويې ويل: لا يُكَلِّفُ اللّهَ نَفْساًاِلاّ وُسْعَهَا، خداي هر چاته د هغه د توان په څېر تکليف ورکوي.

ومې ويل: ما پسې سوَرَه شه!

ويې ويل: لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهةً إلا اللّه لَفَسَدَتا،که په ځمکه اسمان کښې له يو خدايه پرته نور خدايان وې نو په ځمکه کښې به فساد ؤ.

په خپله کوز شوم او هغه مې سوره کړه.

ويې ويل: سُبْحَانَ الذّى سَخّرَ لَنَا هَذا، پاک دے هغه خداي چې دا يې زما لپاره مسخر کړ.

څنګه چې قافلې ته ورسيدو، ومې ويل: په قافله کښې دې څوک شته؟

ويې ويل: يَا دَاودَ إنّا جَعَلَناكَ خَلِيفَةً فِى الارضِ , وَ مَا مُحَمّداً إلاّ رَسُولٌ , يَا يَحْیٰ خُذِ الْكِتَابَ , يَا مُوسىٰ إنِّى أنَا اللّه، اي داوده! ته مې د ځمکې په مخ خليفه جوړ کړې، محمد د هغه د راستولې شوي(رسول) نه پرته بل څه نه دے، اي يحیٰ! کتاب ونيسه، اي موسٰی! زه خداي پاک يم.

نو پوه شوم چې په قافله کښې څلور کسه لري.

د محمد، داود، يحٰی او موسٰی نومونو والا ته مې غږ وکړ. ومې ليدل چې څلور ځوانان زما اړخ ته راغلل.

ومې ويل: دا څلور تنه ستا څه کيږي؟

ويې ويل: : ألْمَالُ وَالبَنُونَ زِيْنَةَ الحيٰوة الدنيا، مال او زامن د دنيا د ژوند خائست دے.

کله چې ځوانان مونږ ته راورسيدل، ويې ويل: يَا اَبَتِ اِسْتَاجَرهُ اِن خَير مَن اسْتَاجرت القوى الامين.

اي پلاره هغه په کرايې ونيسه، له ټولو ښه سړے چې په کرايۍ يې نيوې شې هغه تکړه، توانمن او امين سړے دے.
ځوانانو ماته ډالۍ راکړې، او هغې هم وويل: واللّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ، خداي پاک چې د چا لپاره وغواړي زياتوي.

بيا يې زياتې ډالۍ ما ته راکړې.

له هغوي مې پوښتنه وکړه چې دا ښځه څوک ده.

ويې ويل: هغه فضه ده او د حضرت زهراء سلام الله عليها کنيزه ده. شل کاله وشو چې بې د قران له آياتونو په بل څه خبرې نه کوي.
فضه همدارنګ د امام حسين عليه السلام په جنګ کښې ګډون لرلو او حضرت زينب سلام الله عليها سره وه او په ټولو پيښو کښې د کربلا د شيهيدانو د کورنۍ د پاتې شوو کسانو ريښتونې خدمت کوونکې ګڼل کيده.

فاطمه ناهيدى .

 فاطمه ناهيدى , په اصل کښې د بندر عباس د ښار ده.

د تحميلی جنګ په لومړنو ورځو کښې، د يو څو کسو ډاکټرانو (طبيبانو) سره سرپل ذهاب ته روانه شوه او له هغه ځايه لويديز ګيلان ته لاړه.

څو ورځې په هغه ځاي کښې ايساره شوه او د جنګ د زخميانو علاج يې کاوۀ.

له دې وروسته چې په جنوبي سيمه کښې د جنګ د سختوالي خبر ورته راورسيدۀ. خپل کيمپ سره دزفول ته روانه شوه او له هغه ځايه خرمشهر ته لاړه چې د جنګ په ډګر کښې د پرژلو مرسته وکړي.
فاطمې خپلو ملګرو سره په خرمشهر کښې يو وړوکې علاج ځاي جوړ کړ چې د زخميانو علاج پکښې په بيړه کيږي او په هماغه ځاي کښې خپلو خبرو سره فوځيانو ته ډاډګيرنه ورکوي.

په خرمشهر کښې هغې ته خبر راورسي چې په لومړنۍ مورچو شملچه کښې سخت جنګ شوے دے او هلته د مرستيالو ضرورت دے. فاطمه ناهيدي خپل يو ډاکټر او د دوو فوځيانو سره چې لاره به يې ورته ښودله شلمچې ته لاړه شي. له دې وړاندې چې هغوي شلمچې ته ورسي لومړنۍ مورچې د عراقيانو په قبضه کښې راشي او هغوي بې خبره د عراقيانو په مينځ کښې بنديان شي.
فاطمه سره چې کوم ډاکټر وي هغه په ګولۍ ژوبل شي او فاطمه په هماغه ځاي کښې د هغه په علاج اخته شي.

او بيا دوي په يوه نالۍ کښې پټ شي.

عراقيان د هغې د سر لپاسه راشي.

يو عراقي فوځي غواړي چې د هغې لاس اونسي او له نالۍ يې رابهر کړي په دې وخت کښې يې هغه منعې کړي او ورته ووايي چې ماته لاس مه اچوه!

دويم فوځي د خپل ټوپک قنداغ وړاندې کړي او فاطمه د هغې په مرستې له نالۍ راوځي.

عراقيانو د هغې لاسونه پخې او سترګې وتړي او بويې ځي.

د يوې ښځې نيول د عراقيانو لپاره يوه نوې خبره وه. کيدې شي چې دا خيال يې کاوۀ چې دا قوماندانه ده.

هغه د هماغه غم په حالت کښې چې پته ورته نه وه چې څه به ورسره کيږي، د دولسم امام نموځ يې وکړ.

فاطمه ناهيدي په خپل ټول د بند وخت کښې خپل ډاډ او دلاسه له لاسه ورنه کړه.

د بند په هماغه لومړيو ورځو کښې، د عراق يو قوماندان، د تفصيلي پوښتنو وروسته، هغې ته وايي: دا دې خوښه ده چې کربلا ته لاړه شې؟

هو! ولې نه دا خو روښانه خبره ده.

زۀ دې بوتللې شم!

خو زما دا نه ده خوښه چې ته ما بوځې. زړه مې غواړي چې پخپله لاړه شم او إن شاء الله ځم به.

څنګه غواړې لاړه شې؟ مونږ خو تا نه پريږدو.

إن شاء الله کله چې جنګ ختم شي او دلته اسلامي حکومت جوړ شي نو ځم به.

که مونږ سره د کار کونې قول راکړې، نو هم به دې کربلا ته وليږم او هم به ايران ته خپلې کورنۍ ته لاړه شې!

نۀ زۀ داسې کربلا غواړم او نۀ امام حسين عليه السلام له ما داسې زيارت قبولي او لکه څنګه چې بندي شوې يم همداشان چې کله خداي وغواړي ازاده به شم!!.

فاطمه يې بيا له بندي توبه وروسته يوازني بند ته بوتلله.

او په هماغه ځاي کښې ورسره درې نورې مجاهدې ښځې يوځاي شوې.

په هماغه ورځو کښې دوي پوهه شوې چې ځينې ايراني وروڼه ورسره په نزدې بند کښې بندي دي.

هغوي دا اراده وکړه چې ځان له دې بند نه خلاص کړي او هغې لوي زندان ته لاړې شي.

خپله اراده يې عراقيانو ته وويله.

د بند مشر د بجلې تار سره هغوي ته سزا ورکړه، او اخر دا چې د عراقيانو ازار د هغوي بدنونه زخمي کړل.

د فاطمه مخ او بدن پرژلې شوې ؤ له لاسو نه يې وينې بهيدې.

ځان يې په ډېر تکليف د بند ور ته راورسول.

په سختۍ سره يې ځان نيغ کړ او د وينو په ډکو ګوتو يې بند په کړکۍ وليکل: الله اکبر!.

د زندان او بند سختو هغه ايرانۍ تکړه ښځې په ارام نه کړې شوې، هغو د لوږې هړتال شورو کړ او ويې ويل: زمونږ خبره هماغه ده چې کومه مو کړې ده: له زندانه ازاديدل او نورو بنديانو سره په لوي زندان کښې اوسيدل.

د هغوي د اعتصاب (ډوډۍ نه خوړلو) اوولس ورځې تېرې شوې چې د عراق د دفاع وزارت ته وليږل شوې.

او دا خبره وشوه چې صليب سرخ (Red cross) به د هغوي ليدلو ته راځي.

له دې وجې د عراق قوماندانانو وويل: که په زوره وي هم هغوي ته وينه او ډريپونه ولګوئ.

د اعتصاب (د ډوډۍ د نه خوړو) په شلمه ورځ د مسلمانو او ازار شوو ښځو لاسونه پښې يې وتړلې او هغوي ته يې وينه ورکړه.

د صليبِ سرخ کسان راغلل او فاطمه او د هغې د ملګرو ديدار يې وکړ

له هغې وروسته بيا يوه مياشت په روغتون کښې داخلې وې او څه موده وروسته ايران ته بيرته راغلې.

په دې طريقه د فاطمه ناهيدي څلور کلن قيد او بند ختم شو.