د آيډيل خاوندانو شرطونه

 

1. خانداني شرافت او دينداري:

دولت، شهرت او طاقت هيڅکله د يوې کورنۍ د شرافت نښه نه ده. ډېر داسې ځوانان هلکان دي چې په غريبو او ګمنامو کورنو کښې ژوند کوي خو د نړۍ په مخ له ټولو نه زيات شريف کسان دي او ډېر داسې ډېر دولتمن هلکان هم شته چې د ماديت په دنيا کښې له ټولو زيات شته من دي شهرت او قدرت هم لري خو د شرافت او نيکۍ نه خبر نۀ دي.

د يو کس د شريف شونې ملاک د هغه معنويت او ديانت او د خداي حرامو او حلالو ته پاملرنه ده چې دا څيزونه انسان د مشکلاتو او د ژوند د بې انتظاره حادثو په وړاندې ودريدو ته چمتو کوي. او له دې ورتېره د يو ښې کورنۍ په جوړولو او د زامنو په روزنه کښې ډېر ښه او مؤثر رول لوبوي.

دې ته په پام سره هغه پيغلې چې د خاوند د انتخابولو اراده لري لومړۍ پکار ده چې د هغه د کورني شرافت او د خاوند ديانت ته پاملرنه وکړي او هيڅکله پکار نه ده چې د هغه په دولت، شهرت او يا قدرت باندې دهوکه شي.

2. ښه اخلاق:

يو سړي حسن بن بشّار امام رضا(ع) ته يو ليک وليکه او په هغه ليک کښې يې د خپلې لور د غوښتې لپاره چې کوم سړے راغلے ؤ د هغه په هکله يې ترې معلومات وکړل. هغه له امام رضا(ع) نه پوښتنه کړې وه: زما له خپلوانو څخه يو سړے زما د لور د غوښتلو لپاره راغلے دے چې بد اخلاقه دے نو څه وکړم لور مې هغه ته ورکړم که نه؟

امام رضا(ع) د هغه په ځواب کښې وليکل: لا تزوّجه ان كان سيّيء الخلق.

که بد اخلاقه وي نو لور دې هغه ته مه ورکوه.

3: د روح او بدن سلامتي او روغوالې:

د بدن او روح روغتيا په مشروع لذت، کورنۍ او روغو زامنو کښې ډېر زيات اثر لري چې دې شرط ته پاملرنه هم د کورني مسائلو د پوهانو په نظر کښې مهمه ده.

4. عقل:

امير مؤمنان ـ عليه السّلام ـ وفرمايل:

احمق او کم عقله سړي سره له وادۀ کونې نه ځان وساتئ ځکه چې احمق سړي سره ملګرتيا او مصاحبت داسې ده لکه بلا او زامن يې هم تباه کيږي.

5.  ښکلا او ښائست:

لکه څنګه چې ځوانان پکار ده د ښځو په کولو کښې د هغوي ښکلا په نظر کښې وساتي، پيغلې جينکۍ هم چې کله وادۀ کول غواړي نو پکار نه چې له دې خبرې بې خبره او غافلې پاتې شي.

ظاهري ښکلا د ژوند خوږوالې نور هم زياتوي او د وړې کورنۍ مزبوتيا نوره هم زياتوي. نو دې ته په پام سره پکار ده له دواړو اړخو د دې خبرې خيال وساتلې شي چي د يو خوږ او د مينې نه د ډکې کورنۍ د روښانه مستقبل او راتلونکي وخت لپاره لاره هواره شي. بې ويلو روښانه ده چې ښکلا سره سره پکار ده چې د نورو صفتونو لکه ديانت، له ګناه پاکۍ، ښه اخلاق او د کورني شرافت هم پکار ده نظر کښې وساتل شي که نه وي نو يوازې ښکلا هيڅکله د ښځې يا خاوند په خوښولو کښې ملاک نه شې کيدې.

6. علم او زده کړه

7 . د کورنۍ تناسب او سمون

8 . د عمر او د بدن د وزن تناسب او سمون

9 . په دواړو کورنو کښې د مال د شته مندۍ له لحاظه تناسب او سمون

10 .  کار او کسب:

بې کاره انسان نه يوازې دا چې د خپل ژوند په جوړولو کښې مشکلاتو ته مخامخيږي بلکې د هغه کورنۍ او زامن په هم په سختۍ او سوچونو کښې ګير وي.

په کُلي طور مونږ دا ويلې شو چې بې کاره انسان چونکه زيات وخت لري له همدې وجې د مفسدو او غورځيدو او د اخلاقي مفاسدو له خوا زيات په خطره کښې وي. د اسلام ګران پيغمبر(ص) به چې کوم يو ځوان ليدۀ لومړۍ به يې ترې د هغه د کار په هکله پوښتنه کوله.

که وابې وريدل چې يو ځوان بې کاره دے نو وبه يې فرمايل: له نظره وغورځيدې، پوښتنه به ترې وشوه چې ولې؟

هغوي به وفرمايل: لانّ المؤمن اذا لم يكن له حرفة يعيش بدينه.

ځکه که يو مؤمن څه کار ونه لري نو دين خرڅوي او په هغې باندې ژوند کوي.

دې ته په پام سره کار کول او کسب زده کول د هر يو خاوند لپاره ضروري ده.

البته دا خبره د يادونې وړ ده چې پکار نه ده چې انسان د ډېرې درنې ګټې په کار پسې شي، لکه هغه خاوند چې حلال کسب او کار کوي، لګه ګټه کوي او يو دينداره سړے دے پکار نه ده چې په هغه خاوند باندې بدل کړې شي چې يو بې دينه سړے دے او ډېره ګټه لري.