په پيغلو کښې ښکلا سره مينه

ښکلا او ظاهري ښائست سره مينه، د انسانو له فطري غوښتو او تمايلاتو څخه ده. خلک په هرې ټولنې کښې ښکلا ته ارزښت ورکوي او هر يو څير او هر انسان سره د زړه د تړون يو خاص او مهم علت او وجه د هغې ښکلا ګڼي.

سره د دې چې ښکلا سره مينه په ټولو خلکو کښې شته خو پيغلې په بيلا بيلو ټولنو کښې له نورو نه زيات ښکلا او ښائست سره مينه لري. او دا مينه يې د ځوانۍ او پيغلتوب په وخت ځان لا زيات څرګنده وي. او کومې جينکۍ چې د پيغلتوب وخت ته ننوځي هغوي د خپل ځان او د نورو په ظاهري ښائست باندې ډيرې حسّاسې وي.

هغوي دا خوښوي چې خپل ښائست نورو ته څرګند کړي او هر څه ته چې ګوري هغه دې ښکلې وي. او دا خبره تر دې حده چې د جامو ډول، څادرونو او ځاني سامان کښې هم اثر کوي او هر يو څير چې خوښوي نو لومړۍ يې دا ګوري چې د هغې ظاهر پړکيدونکې وي.

کومه خبره چې پکار ده دلته وشي او پکار ده خويندې هغې ته پاملرنه وکړي هغه خبره دا ده چې ښکلا، ظاهري حالت او ښائست سره مينه، د اسلام له نظره هم د پاملرنې وړ دے. پاکو امامانو عليهم السلام چې د لويو روزونکو، تربيت کوونکو او نمونې په توګه ښودل شوي دي، په خپلو ارزښتمنو خبرو کښې د دې خبري تاييد کړے دے. په دې هکله روايتونه دا دي:

1. ښکلې جامه:

امام صادق عليه السلام په يوۀ حديث کښې فرمايي:

ښکلې جامې اغوندئ ځکه چې خداي پاک ښکلې دے او ښکلا خوښوي.[1]

2. ځان ښائسته کول:

همدارنګ هغه حضرت فرمايي:

خداي پاک ښائست او ښکلا خوښوي او د فقيرانو غوندې مخ جوړول نه خوښوي. کله چې خداي پاک يو بنده ته څه نعمت ورکړي نو دا غواړي چې د هغه نعمت اثر په هغه کښې وويني، پوښتنه وشوه چې څنګه؟ هغوي وفرمايل: پاکې جامې واچوي، په ځان عطر او خوشبو ولګوي، کور چونه کړي، خپل د کور مخه جارو کړي او تر دې حده چې د نمر غورځيدو نه وړاندې په کور کښې ډيوه لګول هم فقر او غريبي له منځه وړي او روزي زياتوي.[2] .

ځان ښکلې کړئ:

امير المؤمنين حضرت علی عليه السلام فرمايي:

لکه څنګه چې تاسو دا خوښوئ چې ناشنا خلک تاسو په ښکلې او په ښه حالت کښې وويني او ځان د هغوي لپاره ښکلې کوئ، همدارنګ کله چې خپل مسلمان ورور ته ورځئ هم ځان ښکلې کړئ.[3]

4. د مؤمنانو اخلاق:

همدارنګ د حضرت علی عليه السلام څخه روايت شوې چې ويې فرمايل:

ځان ښکلې کول او ښائست د مؤمنانو له اخلاقو څخه دي.

لکه څنګه چې تېر شول او د ذکر شوو روايتونو نه پوهيدې شي، حسن او ښکلا سره مينه د اسلام له نظره هم تاييد شوې ده او د دين لويانو هم د دې په هکله مثبت نظر ورکړے دے (يعنې تاييد کړې يې دے).

بې ويلو روښانه ده چې سره د دې چې د اسلام روښانه دين د ټولنيزو او اخلاقي مسائلو په هلکه ډېر تاکيد او ټينګار کړے دے، خو هيڅکله د افراط او تفريط (د زياتوالي او کموالي) لاره نه خوښوي او د اعتدال، منځنۍ لاره خوښوي.

د اسلام له نظره هغه کسان چې د خپل ظاهر خيال نه ساتي او هر وختې بې حاله او روان وجاړ وي، ملامته شوې دي. او له بل اړخه هغه خلک چې خپل قيمتي وخت د حد نه زيات په خپلې ښکلا لګوي هغوي هم ملامته شوي دي.

په بيله توګه هغه خويندې چې د ځان ښکلا يوازې د دې لپاره کوي چې د خلکو په نظر کښې راشي، هغوي خو د اسلام په نظر کښې ډېرې زياتې ملامته شوي دي. او اسلام هيڅکله خپل حسن او ښکلا نامحرمانو ته څرګندول نه دي منلې.

اميرالمؤمنين حضرت علی عليه السلام په دې هکله فرمايي:

ايّاك ان تتزيّن لنّاس و تبادر الله بالمعاصي.

ځان له دې وساتئ چې ځان د نورو لپاره ښکلې کړئ او د خپلو ګناهونو په وسيله خداي سره جنګ ته وړاندې شئ.[4]

نو د هغې ټولو خويندو لپاره چې د اسلام نيک اخلاق خوښوي او غواړي چې د اسلامي احکامو لاندې نيک او شريف ژوند تېر کړي، لازمه او ضروري ده چې د ځان په ښکلا او ښائست کښې د اعتدال د حد خيال وساتي، او ډېر خيال دې وساتي چې د خپله لاسه د خپل هلاکت او غورځيدو لاره جوړه نه کړي.

د "جمال باطنى" په هکله د فارسۍ ژبې يو شعر دے:

در زمـــيـن ديگــــــران خـــــــانه مــكن

فــكر خــود كن فكر بيـــــگانه مــكن

كــيست بـيگانـه تــــــــــــن خــاكئ تـو

كــــــز بــراى اوســــت غــمـــناكــئ تـو

تا تو تن را چرب و شيرين مي‎دهى

گوهــــــر جــــــــان را نـــــيابى فــربـهى

گر ميان مشك تـن را جـــــان شــــــود

وقت مـردن گـند آن پـــــــيدا شــــــود

مشك را بر تن مـــــزن بــر جـان بــمال

مشــك چه بود نـــام پـــاك ذوالجلال

وړاندې خبرو ته په پام سره دا خبره هم ضروري ده چې په اسلام کښې د نورو ښکلا اوښائست ته هم اهميت ورکړې شوې دے او هغه (جمال باطنی) دننې ښائست او ښکلا ده.

هغه پيغلې خويندې چې ظاهري حسن او ښکلا لري هغوي ته پکار دي د دې الهی نعمت قدر وکړي، پکار نه ده چې په خپلو بدو کارونو سره د هغه داسې بدکاردارو خلکو په شمېر کښې راشي چې شکل يې ښکلې وي او خپل ظاهري حسن هم د باطن د سخاوالي په وجه خراب کړي.

ډېرې داسې ښکلې ښځې او جينکۍ شته چې د حرامو شهوتونو، خوندونو او پستو کارونو په وجه يې ځان په بدکرداره او بدسيرته ټولي کښې راوستے دے اود آخرت سپکاوې او خفت يې د دنيا په يو سعت خوند باندې اخستې دے.

او همدارنګ ډېرې داسې ښځې او جينکۍ شته چې ظاهر او مخ يې دومره ښکلې نه ؤ خو د اخلاقي فضيلتونو او د معنوي عبادت په وسيله يې ځان د نړۍ پاک سيرته او ښکلې ښځو په شمېر کښې راوستې دے او په ټوله نړۍ کښې مشهورې شوې دي. لکه څنګه چې امام علی عليه السلام فرمايي: "کَمْ منْ صَبْرِ ساعَةٍ قَدْ اَورَثَتْ فَرَحاً طَويلاً و کَمْ مِنْ لذّتِ سَاعَةٍ قَدْ اَورَثَتْ حُزْناً طَوِيلاً، "يعنې څه ډېر داسې صبرونه شته چې د يو ساعت صبر پسې ډېره خوشحالي وي او څه ډېر داسې خوندونه شته چې د يو ساعت خوند پسې ډېر غمونه دي".

سره د دې چې وړاندينۍ مسئله روښانه ده خو په دې باندې د ټينګار لپاره او ستاسو په نظر کښې د راتلو لپاره يو مثال ذکر کوو: فرض کړه ته د خپلې ملګرې د ليدلو لپاره د هغې کور ته ورځې او د همدې لپاره د ګلونو دکان ته ورځې چې د هغې لپاره د ډالۍ په توګه يو ګل واخلې، هلته موجود ګلونه په درې ډوله دي:

الف: يو ډول ګلونه، په ظاهره هم ښکلي نه دي او په باطن کښې هم، نو يقيناً هغه څوک نه اخلي او يو عاقل سړے هم هغه نه خوښوي.

ب: يو ډول ګلونه داسې دي چې هم په ظاهر کښې ښکلي دي او هم يې باطن کښې، نو يقيناً هر يو عاقل به هغه اخلي.

ج: ځينې ګلونه داسې دي چې په ظاهر کښې خو ښکلي دي خو باطن يې سخا بوي کوي دا ګل هم سره د دې چې لومړۍ پرې د خلکو نظر خښيږي خو چې کله خبر شي چې باطن يې سخا دے نو هغه هيڅ کله نه اخلي.

پيغلې ښځې هم د دې ګلانو په رنګ دي کله چې د خداي د ورکړي شوې حسن او ښائست سره سره د خپل باطني ښائست هم خيال وساتي او هغه د پليتې او رذالته پاک وساتي نو يقيناً چې د خلکو به ورته خيال کيږي او تر دې حده هم کيدې شي چې په ټوله نړۍ کښې شهرت پيدا کړي.

او د دې په اپوټه هغه ښائسته پيغلې چې د خپل روح او باطن فکر ورسره نه وي، کيدې شي چې اول د يوې ټولنې نظر ځان ته راواړوي خو يقيناً به له سترګو وغورځيږي او د شرافتمن او نيک ژوند له خونده به محرومې پاتې شي او په اخر کښې به خطرناکو نتيجو سره مخامخ کيږي.

[1] . ميزان الحكمة، 2ټوک، 770مخ، د عطايي ترجمة.
[2] . ميزان الحكمة، 2ټوک، 770مخ، د عطايي ترجمة
[3] . ميزان الحكمة، 2ټوک، 770مخ، د عطايي ترجمة
[4] . بحارالانوار، 71 ټوک ،  337مخ.