د غدير په ورځ د اميرالمؤمنين‏ مخصوص زيارت

چې له امام علی نقی عليه السلام نه په معتبر سند سره نقل شوے دے.

اَلسَّلامُ عَلى‏ مُحَمَّدٍ رَسُولِ اللَّهِ خاتَِمِ النَّبِيّينَ، وَسَيِّدِ الْمُرْسَلينَ، وَصَفْوَةِ رَبِّ الْعالَمينَ، اَمينِ اللَّهِ عَلى‏ وَحْيِهِ‏ وَعَزآئِمِ اَمْرِهِ، وَالْخاتِمِ لِما سَبَقَ، وَالْفاتِحِ لِمَا اسْتُقْبِلَ، وَالْمُهَيْمِنِ عَلى‏ ذلِكَ كُلِّهِ، وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكاتُهُ وَصَلَواتُهُ وَتَحِيَّاتُهُ، اَلسَّلامُ عَلى اَنْبِيآءِ اللَّهِ وَرُسُلِهِ َمَلآئِكَتِهِ الْمُقَرَّبينَ، وَعِبادِهِ الصَّالِحينَ، اَلسَّلامُ عَلَيْكَ يا اَميرَ الْمُؤْمِنينَ، وَسَيِّدَ الْوَصِيّينَ وَوارِثَ عِلْمِ النَّبِيّينَ، وَوَلِىَ رَبِّ الْعالَمينَ، وَمَوْلاىَ وَمَوْلَى الْمُؤْمِنينَ، وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكاتُهُ،

سلام دې وي پر محمد  د خداي په رسول، وروستي پيغمبر او د الهي استازو په سالار، او د نړيوالو د پنځګر پر غوريز، د خداي د وحي او دهغه د قطعي او نه خرابيدونکو اوامرو  د امين، هغه پيغمبر چې نبوت يې د تيرو دينونو پاي ته رسوونکى او د راتلونکې لارې پرانستونکى و او پر ټولو لاسبرى و. او دخداي رحمت برکتونه او  درود او سلامونه دې وي پر هغه.سلام  دې وي دخداي په پيغمبرانو او رسولانو او پر هغو پرښتو چې دهغه در ته نزدې دي، او سلام دې وي د هغه پر صالحو بندګانو، سلام دې وي پر تا اي د مومنانو امير او د اوصياوو سرخيل او د پيغمبرانو د علم وارثه، د جهانيانو د خداي دوسته، زما او دټولو مومنانو مولا، او دخداي رحمت او برکتونه دې وي پر تا،

اَلسَّلامُ عَلَيْكَ يا مَوْلاىَ يا اَميرَ الْمُؤْمِنينَ، يا اَمينَ اللَّهِ فى‏ اَرْضِهِ، وَسَفيرَهُ فى‏ خَلْقِهِ، وَحُجَّتَهُ الْبالِغَةَ عَلى‏ عِبادِهِ، اَلسَّلامُ عَلَيْكَ يا دينَ‏ اللَّهِ الْقَويمَ وَصِراطَهُ الْمُسْتَقيمَ، اَلسَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّهَا النَّبَأُ الْعَظيمُ، الَّذى‏ هُمْ فيهِ مُخْتَلِفُونَ وَعَنْهُ يُسْئَلُونَ، اَلسَّلامُ عَلَيْكَ يا اَميرَ الْمُؤْمِنينَ، آمَنْتَ بِاللَّهِ وَهُمْ مُشْرِكُونَ، وَصَدَّقْتَ بِالْحَقِّ وَهُمْ مُكَذِّبُونَ، وَجاهَدْتَ وَهُمْ مُحْجِمُونَ، وَعَبَدْتَ اللَّهَ مُخْلِصاً لَهُ الدّينَ، صابِراً مُحْتَسِباً حَتّى‏ اَتيكَ الْيَقينُ، اَلا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمينَ،

سلام دې وي پرتا اي زما مولا، اي د مومنانو اميره، اي پر ځمکه د خداي امانتداره او دخداي په مخلوقاتو کې  دهغه سفير او استازيه، او دخداي پر بندګانو دهغه غوڅ دليله. سلام دې وي پر تا اي د خداي پياوړي دين او نيغې لارې، سلام دې پر تا اي ډير لوي خبره چې (خلکو) د هغه په هکله اختلاف وکړ  او دهغه په هکله به ترې (دقيامت په ورځ) پوښتنه وشي. سلام دي وي پر تا  اي امير المومنينه، تا په هغه وخت کې چې ټول خلک مشرکان وو په خداي ايمان راوړ. او کله چې نورو  هغه دروغ وباله تا دحق تصديق وکړ. (دخداي په لاره کې) دې جهاد وکړ  حال دا چې نور (د جنګ له ډګره) وتښتيدل. په ديندارۍ کې دې د خداي په ټول وجود سره بندګي وکړه. او دهغه په لاره  کې دې صبر او پا يداري وکړه. او هغه دې دخداي لپاره حساب کړه  تر دې چې مرګ دې راورسيد . هنه، لعنت دې په ظالمانو وي. 

 اَلسَّلامُ عَلَيْكَ‏ يا سَيِّدَ الْمُسْلِمينَ، وَيَعْسُوبَ الْمُؤْمِنينَ، وَاِمامَ الْمُتَّقينَ، وَقآئِدَ الْغُرِّ الْمُحَجَّلينَ، وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكاتُهُ، اَشْهَدُ اَنَّكَ اَخُو رَسُولِ اللَّهِ وَوَصِيُّهُ، وَوارِثُ عِلْمِهِ وَاَمينُهُ عَلى‏ شَرْعِهِ، وَخَليفَتُهُ فى‏ اُمَّتِهِ، وَاَوَّلُ مَنْ آمَنَ‏ بِاللَّهِ، وَصَدَّقَ بِما اُنْزِلَ عَلى‏ نَبِيِّهِ، وَاَشْهَدُ اَنَّهُ قَدْ بَلَّغَ عَنِ اللَّهِ ما اَنْزَلَهُ‏ فيكَ، فَصَدَعَ بِاَمْرِهِ، وَاَوْجَبَ عَلى‏ اُمَّتِهِ فَرْضَ طاعَتِكَ وَوِلايَتِكَ، وَعَقَدَ عَلَيْهِمُ الْبَيْعَةَ لَكَ، وَجَعَلَكَ اَوْلى‏ بِالْمُؤْمِنينَ مِنْ اَنْفُسِهِمْ، كَما جَعَلَهُ اللَّهُ كَذلِكَ، ثُمَّ اَشْهَدَ اللَّهَ تَعالى‏ عَلَيْهِمْ، فَقالَ اَ لَسْتُ قَدْ بَلَّغْتُ، فَقالُوا اَللّهُمَّ بَلى‏، فَقالَ اَللّهُمَّ اشْهَدْ وَكَفى‏ بِكَ شَهيداً، وَحاكِماً بَيْنَ‏ لْعِبادِ، فَلَعَنَ اللَّهُ جاحِدَ وِلايَتِكَ بَعْدَ الْأِقْرارِ، وَناكِثَ عَهْدِكَ بَعْدَ الْميثاقِ، وَاَشْهَدُ اَنَّكَ وَفَيْتَ بِعَهْدِ اللَّهِ تَعالى‏، وَاَنَّ اللَّهَ تَعالى‏ مُوفٍ لَكَ‏ بِعَهْدِهِ وَمَنْ اَوْفى‏ بِما عاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ، فَسَيُؤْتيهِ اَجْراً عَظيماً،

سلام دې وي پر تا اي د مسلمانانو  سردار او د مومنانو لا رښود او د پرهيزګارو رهبر او د (قيامت په ورځ) د سپين مخو کوماندانه، او د خداي رحمت  او برکت دې وي پر تا. ګواهي ورکوم چې ته د پيغمبر ورور د هغه د عمل وراث او وصي، او دهغه په شريعت امين، او د هغه په امت کې دهغه ځاي ناستى يې. او ته لومړى کس يې چې په خداي يې ايمان راوړ. او د هغه څه چې په پيغمبر يې نازل شول  تصديق وکړ  او شهادت ورکوم چې دخداي رسول هغه څه چې خداي تعالى ستا په هکله نازل کړل. خلکو ته ورسول، او د حق فرمان يې په لوړ غږ سره ښکاره کړ. او ستا ولايت  او اطاعت يې په  خپل امت واجب کړ. او هغوي يې له تا سره د (خپل ولي اوسرپرست په توګه) بيعت ته وګمارل  او ته يې پر مومنانو د هغوي تر ځانه زيات وړ او حقدار وټاکلې، لکه څرنګه چې خداى تعالى د هغه حضرت لپاره دغه ډول مقرر کړې وه. له هغه وروسته، پيغمبر خداى په خلکو ګواه ونيوه او وې فرمايل : (ايا دخداي حکم مې تاسو ته ورساوه ؟) وې ويل : په خداي قسم، هو، نو وې فرمايل : (اي خدايا ته پخپله شاهد او ګواه اوسه چې ستا ګواهي اوپه بندګانو کې ستا قضاوت  کافي دى) دخداي له رحمته دې ليرې وي هغه کس چې له اقراره وروسته يې ستا له ولايته انکار وکړ. او  د پيمان له کولو وروسته يې ستا تړون مات کړ. (اي امير المومنينه) ګواهي ورکوم چې تا په هغه تړون چې له خداي سره دې کړى و وفا وکړه  او خداي تعالى به هم په  هغه عهد چې له تاسره يې لري وفا وکړي. (او هغه کس چې له خداي سره په خپل عهد وفا وکړي خداى تعالى ورته لويه بدله ورکوي)

وَاَشْهَدُ اَنَّكَ اَميرُ الْمُؤْمِنينَ، الْحَقُّ الَّذى‏ نَطَقَ بِوِلايَتِكَ التَّنْزيلُ، وَاَخَذَ لَكَ‏ الْعَهْدَ عَلَى الْأُمَّةِ بِذلِكَ الرَّسُولُ، وَاَشْهَدُ اَنَّكَ وَعَمَّكَ وَاَخاكَ الَّذينَ‏ تاجَرْتُمُ اللَّهَ بِنُفُوسِكُمْ، فَاَنْزَلَ اللَّهُ فيكُمْ، اِنَّ اللَّهَ اشْتَرى‏ مِنَ الْمُؤْمِنينَ‏ اَنْفُسَهُمْ وَاَمْوالَهُمْ بِاَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ، يُقاتِلُونَ فى‏ سَبيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ‏ وَيُقْتَلُونَ، وَعْداً عَلَيْهِ حَقّاً فِى التَّوْريةِ وَالْأِنْجيلِ وَالْقُرْآنِ، وَمَنْ‏ اَوْفى‏ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ، فَاسْتَبْشِروُا بِبِيْعِكُمُ الَّذى‏ بايَعْتُمْ بِهِ، وَذلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظيمُ، التَّآئِبُونَ الْعابِدوُنَ الْحامِدوُنَ، السَّآئِحُونَ الرَّاكِعُونَ‏ السَّاجِدُونَ، الْامِرُونَ بِالْمَعْروُفِ، وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ، وَالْحافِظُونَ‏ لِحُدوُدِ اللَّهِ، وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنينَ،

او ګواهي ورکوم چې  ته د مومنانو امير يې او دا هغ حقيقت دى خداي تعالى د هغه په هکله په خپل کتاب کې خبره کړې ده او پيغمبر هم ستا له پاره له امته عهد او بيعت اخستى دى  او ګواهي ورکوم چې ته او تره دى (سيدالشهدا‌ء حمزه) او ورور دې (جعفر  طيار) داسې کسان وئ چې  له خداي سره مو د خپلو سرونو سودا وکړه. نو خداي تعالى دا ايتونه ستاسو په هکله نازل کړل (بيشکه چې خداي تعالى له مومنانو دهغوي ځانونه او مالونه پيري او د هغه په بدله کې ورته جنت ورکوي، هغه مومنان چې دخداى په لاره کې جنګيږي. وژل کوي او وژل کيږي. دا حقه وعده ده چې خداي تعالى په توران انجيل او قران کې ورکړې ده. او څوک دى چې تر خداى ښه په خپلې وعدې وفا کوي ؟. نو تاسو ته دې په دغه سوداګرۍ چې له هغه سره مو کړې زيرى وي او دا لويه  کاميابي ده. هغي توبه کوونکي عبادت کوونکي، ستايونکي،(دخداي په لاره کې) سفر کوونکي، رکوع کوونکي، سجده کوونکي،  د نيکۍ امر کوونکي او له منکره منعې کوونکي،او دخداي دحدودو ساتونکي دي. او مومنانو ته دې زيرى وي) 

 اَشْهَدُ يا اَميرَ الْمُؤْمِنينَ، اَنَّ الشَّآكَّ فيكَ‏ ما آمَنَ بِالرَّسُولِ الْأَمينِ، وَاَنَّ الْعادِلَ بِكَ غَيْرَكَ عانِدٌ عَنِ الدّينِ‏ الْقَويمِ، الَّذِى ارْتَضاهُ لَنا رَبُّ الْعالَمينَ، وَاَكْمَلَهُ بِوِلايَتِكَ يَوْمَ الْغَديرِ، وَاَشْهَدُ اَنَّكَ الْمَعْنِىُّ بِقَوْلِ الْعَزيزِ الرَّحيمِ، وَاَنَّ هذا صِراطى‏ مُسْتَقيماً فَاتَّبِعُوهُ، وَلا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَّرَقَ بِكُمْ عَنْ سَبيلِهِ، ضَلَّ وَاللَّهِ وَاَضَلَ‏ مَنِ اتَّبَعَ سِواكَ، وَعَنَدَ عَنِ الْحَقِّ مَنْ عاداكَ، اَللّهُمَّ سَمِعْنا لِأَمْرِكَ، وَاَطَعْنا، وَاتَّبَعْنا صِراطِكَ الْمُسْتَقيمَ فَاهْدِنا، رَبَّنا وَلا تُزِغْ قُلُوبَنا بَعْدَ اِذْ هَدَيْتَنا اِلى‏ طاعَتِكَ، وَاجْعَلْنا مِنَ الشَّاكِرينَ لِأَنْعُمِكَ، وَاَشْهَدُ اَنَّكَ‏ لَمْ تَزَلْ لِلْهَوى‏ مُخالِفاً، وَللِتُّقى‏ مُحالِفاً وَعَلى‏ كَظْمِ الْغَيْظِ قادِراً، وَعَنِ‏ النَّاسِ عافِياً غافِراً، وَاِذا عُصِىَ اللَّهُ ساخِطاً، وَاِذا اُطيعَ اللَّهُ راضياً، وَبِما عَهِدَ اِلَيْكَ عامِلاً، راعِياً لِمَا اسْتُحْفِظْتَ، حافِظاً لِمَا اسْتُودِعْتَ، مُبَلِّغاً ما حُمِّلْتَ، مُنْتَظِراً ما وُعِدْتَ،

 

اي امير المومنينه، شهادت ورکوم چې هر څوک چې ستا په ولايت کې شک وکړي. په امين پيغمبر يې ايمان نه دى راوړى، او څوک چې له تا بل چاته مخ  واړوي، له هغه محکم او پياوړي دينه چې خداي تعالى مونږ ته خوښ کړى دىاو هغه يې په غدير خم کې ستا په ولايت سره بشپړ کړى دى، د ښمني کړې او (له هغه منحرف شوى دى) او ګواهي ورکوم چې ته يې د عزتمن او رحيم خداي د فرماينې حقيقي معنا يې چې وې فرمايل (په رښتيا  چې زما لاره، نيغه لاره ده. نو دهغه پيروي وکړئ. او په نورو لارو چې  ستاسو د تفرقې او پريشانۍ سبب کيږي مه ځئ). په خداي قسم څو ک چې بې له تا د بل  چا پيروي وکړي، پخپله ګمراه دى او د نورو ګمراه کوونکى. او څوک چې ستا دښمن دى له حقې لارې غړيدلى دى، اي خدايا  مونږ ستا امر واوريده او اطاعت مو وکړ. او ستا د نيغې لارې پيروي مو وکړه.، اي ربه مونږ هدايت کړه  او وروسته له هغه چې مونږ دې  خپل اطاعت ته راهنمايي کړو، مه مو بې لارې کوه. او مونږ  د نعمتونو له شکر ايستونکو وګرځوه. او ګواهي ورکوم  چې ته تل د نفس له غوښتنو سره په مقابله کې او له تقوا سره يوځاي وې. دخپلې  غوسې په زغملو بريالى وې او (د ځان په نسبت) د خلکو له خطا  تير شوى يې، او سترګې دې پرې پټولې. او کله به چې د  خداي نافرماني کيدله  غوسه کيدلې به او کله به چې دخداي اطاعت کيده خوشاليدلې به. او له خداي سره په خپل عهد او پيمان ټينګ پاتې وې. هغه څۀ چې د حفاظت دنده دې  يې لرله وساتل، او هغه څۀ (الهي احکام) چې د رسولو ماموريت  دې يې درلود خلکو ته دې ورسول او د خداي د وعدې په انتظار وې.

وَاَشْهَدُ اَنَّكَ مَا اتَّقَيْتَ ضارِعاً، وَلا اَمْسَكْتَ عَنْ حَقِّكَ جازِعاً، وَلا اَحْجَمْتَ عَنْ مُجاهَدَةِ غاصِبيكَ‏ ناكِلاً، وَلا اَظْهَرْتَ الرِّضى‏ بِخِلافِ ما يُرْضِى اللَّهَ مُداهِناً، وَلا وَهَنْتَ‏ لِما اَصابَكَ فى‏ سَبيلِ اللَّهِ وَلا ضَعُفْتَ وَلاَ اسْتَكَنْتَ عَنْ طَلَبِ حَقِّكَ‏ مُراقِباً، مَعاذَ اللَّهِ اَنْ تَكُونَ كَذلِكَ، بَلْ اِذْ ظُلِمْتَ احْتَسَبْتَ رَبَّكَ، وَفَوَّضْتَ اِلَيْهِ اَمْرَكَ، وَذَكَّرْتَهُمْ فَمَا ادَّكَروُا، وَوَعَظْتَهُمْ فَمَا اتَّعَظُوا، وَخَوَّفْتَهُمُ اللَّهَ فَما تَخَوَّفُوا،

او ګواهي  ورکوم چې نه دې چوپتيا د کمزورۍ او خوارۍ  له مخې وه او نه دې د (خلافت) له حقه تيريدل له دې امله وو چې بې وسه وې. نه دې د  خپل حق له غاصبانو(اوستا له امره له سرغړوونکو)  سره له مبارزې ډډه کول د بې وسۍ له مخې وو. او نه دخداي د رضا په خلاف او له هغوي سره د د ساز باز له مخې (په هغه څه چې دخداي په دين تيريدل)  د رضايت څرګندونه وکړه. نه  دې د هغو مصيبتونو په خاطر چې دخداي په لاره کې دې وليدل له ځانه سستي او کمزوري  وښوده او د خپل حقه له غوښتلو په ډډه کولو کې  په دنياوي ګټو پسې نه وې. معاذ الله   چې ته دې داسې وې، بلکه  هغه وخت چې په تا ظلم وشو هغه دې خداي ته وسپاره او (صبر دې وکړ) او خپل کار دې خداي ته وسپاره، او هغو کسانو ته چې له تا سره يې ظلم وکړ د هغوي د کار دعاقبت په هکله دې خبر دارى ورکړ خو هغوي ځانونه ناخبره واچول، نصيحت دې ورته وکړ خو پند يې وانه خسته، او (له غدابه) دې وويرول خو ونه ويريدل.

وَاَشْهَدُ اَنَّكَ يا اَميرَ الْمُؤْمِنينَ جاهَدْتَ‏ فِى اللَّهِ حَقَّ جِهادِهِ، حَتّى‏ دَعاكَ اللَّهُ اِلى‏ جِوارِهِ، وَقَبَضَكَ اِلَيْهِ بِاخْتِيارِهِ، وَاَلْزَمَ اَعْدائَكَ الْحُجَّةَ بِقَتْلِهِمْ اِيَّاكَ لِتَكُونَ الْحُجَّةُ لَكَ عَلَيْهِمْ، مَعَ ما لَكَ مِنَ الْحُجَجِ الْبالِغَةِ عَلى‏ جَميعِ خَلْقِهِ، اَلسَّلامُ عَلَيْكَ يا اَميرَ الْمُؤْمِنينَ، عَبَدْتَ اللَّهَ مُخْلِصاً، وَجاهَدْتَ فِى اللَّهِ صابِراً، وَجُدْتَ‏ بِنَفْسِكَ مُحْتَسِباً، وَعَمِلْتَ بِكِتابِهِ، وَاتَّبَعْتَ سُنَّةَ نَبِيِّهِ، وَاَقَمْتَ الصَّلوةَ وَآتَيْتَ الزَّكوةَ، وَاَمَرْتَ بِالْمَعْروُفِ، وَنَهَيْتَ عَنِ الْمُنْكَرِ مَا اسْتَطَعْتَ، مُبْتَغِياً ما عِنْدَ اللَّهِ، راغِباً فيما وَعَدَ اللَّهُ، لا تَحْفِلُ بِالنَّوائِبِ، وَلا تَهِنُ‏ عِنْدَ الشَّدآئِدِ، وَلا تُحْجِمُ عَنْ مُحارِبٍ، اَفِكَ مَنْ نَسَبَ غَيْرَ ذلِكَ اِلَيْكَ، وَافْتَرى‏ باطِلاً عَلَيْكَ، وَاَوْلى‏ لِمَنْ عَنَدَ عَنْكَ، لَقَدْ جاهَدْتَ فِى اللَّهِ حَقَ‏ الْجِهادِ، وَصَبَرْتَ عَلَى الْأَذى‏ صَبْرَ احْتِسابٍ، وَاَنْتَ اَوَّلُ مَنْ آمَنَ‏ بِاللَّهِ وَصَلّى‏ لَهُ، وَجاهَدَ وَاَبْدى‏ صَفْحَتَهُ فى‏ دارِ الشِّرْكِ، وَالْأَرْضُ‏ مَشْحُونَةٌ ضَلالَةً وَالشَّيْطانُ يُعْبَدُ جَهْرَةً، وَاَنْتَ الْقائِلُ لا تَزيدُنى‏ كَثْرَةُ النَّاسِ حَوْلى‏ عِزَّةً، وَلا تَفَرُّقُهُمْ عَنّى‏ وَحْشَةً، وَلَوْ اَسْلَمَنِى‏ النَّاسُ جَميعاً لَمْ اَكُنْ مُتَضَرِّعاً، اِعْتَصَمْتَ بِاللَّهِ فَعَزَزْتَ، وَآثَرْتَ‏ الْأخِرَةَ عَلَى الْأُولى‏ فَزَهِدْتَ، وَاَيَّدَكَ اللَّهُ وَهَداكَ، وَاَخْلَصَكَ‏ وَاجْتَبيكَ، فَما تَناقَضَتْ اَفْعالُكَ، وَلاَ اخْتَلَفَتْ اَقْوالُكَ، وَلا تَقَلَّبَتْ‏ اَحْوالُكَ، وَلاَ ادَّعَيْتَ وَلاَ افْتَرَيْتَ عَلَى اللَّهِ كَذِباً، وَلا شَرِهْتَ اِلَى‏ الْحُطامِ، وَلا دَنَّسَكَ الْآثامُ، وَلَمْ تَزَلْ عَلى‏ بَيِّنةٍ مِنْ رَبِّكَ، وَيَقينٍ مِنْ‏ اَمْرِكَ، تَهْدى‏ اِلَى الْحَقِّ وَاِلى‏ صِراطٍ مُسْتَقيمٍ،

اي د مومنانو سرداره، ګواهي ورکوم چې ته هغه شان چې د خداي په لاره کې له جهاد سره ښايي جهاد دې وکړ تر دې چې ته يې ځان ته وبللې. او په خپله اراده ېې ستا ځان واخسته. ستا په شهادت سره چې ستا د دښمنانو په لاس وشو، حجت يې په هغوي تمام کړ چې ستا لپاره(دخداي په وړاندې ستا په ګټه  او دهغوي په تاوان) حجت وي. سره  له دې چې له تاسره  نور هم ډير حجتونه شته  چې دخداي ټو ل مخلوق ته رسيدلي دي، سلام دې وي پر تا اى د مومنانو اميره تا دخداي خالصانه بندګي وکړه، او د په جهاد کې دې  هغه په لار ه کې صبر وکړ او خپل سر دې دهغه په لاره کې قربان کړ. دخداي د کتاب په اساس دې عمل وکړ، او هغه د استازي  د سنتو دې پيروي وکړه. لمونځ دې وکړ او زکات دې ورکړ، او تر هغه  چې وتوانيدې امر بالمعروف او نهي عن المنکر دې وکړ. او دا هر  څه دې د هغه څه د لاسته رواړلو لپاره چې ستا درب په نزد دي او د هغه وعدو ته د رسيدلوپه شوق تر سره کړل. د زمانې له ربړو نه ويريدې او د وخت په کړاوونو کې سست نه شوې. او له هيڅ جنګيالي ونه تښتيدلې. هر څوک چې له دې پرته بله خبره ستا په باره کې وکړي تور به يې تړلي وي او په تا پورې کې بې حقيقته  دروغ تړلي دي. او دا دروغ خبرې، يوازې ستا له دښمنانو او منحرفانو سره ښايي. په رښتيا چې دخداي په لاره کې دې د هلو ځلو حق ادا کړ. او د امت دازار په وړاندې دې صبر او زغم وکړ. او د هغو حساب دې خداي ته پريښود. ته لومړى کس يې چې په خداي دې ايمان راوړ او دهغه لپاره دې لمونځ  وکړ. او جهاد دې وکړ. او د شرک په ټاټوبي کې دې په خداي ايمان څرګند کړ. هغه وخت  چې ځمکې له ګمراهۍ ډکه وه او د شيطان به ښکاره عبادت کيده  ته وې چې ويل به دې : (زما ګير چاپيره د خلکو پريماني زما عزت نه زياتوي او که له ما لاړ او خپاره شي نو هيڅ ويره نه لرم. او که ټول خلک ما پريږدي او لاس واخلي، هغوي ته زارۍ نه کوم او نالانه کيږم نه.) د خداي په رسۍ دې منګولې ښخې کړې نو مزبوت شوې او له دې امله   چې اخرت دې تر دنيا  غوره وګاڼه نو پاکي دې وکړه. خداي تعالي هم ته تاييد کړې او خپلې لارې ته يې هدايت کړې او ستا زړه يې د ځان لپاره خالص کړ. ته يې تر نورو لوړ وګرځولې او په هغو ټولو کې يې ته غوره کړې. نو په خپل عمل او سلوک کې څورنګه نه وې او ستا په وينا کې اختلاف ونه ليدل شو. او حالات دې بدل نه شول. په خداي پورې دې دروغ او چټي خبرې ونه تړلې.او د دنيا په بې ارزښته متاع پورې دې زړه ونه تاړه. او دګناه ککړتيا تا ته لاره ونه موندله. کارونه دې هميشه د خداي د روښانه برهان او دليل په اساس وو او په خپلو چارو کې دې په يقين سره عمل وکړ. او د حق او سمې لارې په لور د خلکو هدايتوونکې وې.

اَشْهَدُ شَهادَةَ حَقٍّ، وَاُقْسِمُ بِاللَّهِ قَسَمَ صِدْقٍ، اَنَّ مُحَمَّداً وَآلَهُ صَلَواتُ اللَّهِ عَلَيْهِمْ ساداتُ‏ الْخَلْقِ، وَاَنَّكَ مَوْلاىَ وَمَوْلَى الْمُؤْمِنينَ، وَاَنَّكَ عَبْدُ اللَّهِ وَوَلِيُّهُ، وَاَخُو الرَّسُولِ وَوَصِيُّهُ وَوارِثُهُ، وَاَنَّهُ الْقآئِلُ لَكَ، وَالذَّى‏ بَعَثَنى‏ بِالْحَقِّ ما آمَنَ بى‏ مَنْ كَفَرَ بِكَ، وَلا اَقَرَّ بِاللَّهِ مَنْ جَحَدَكَ، وَقَدْ ضَلَّ مَنْ صَدَّ عَنْكَ، وَلَمْ يَهْتَدِ اِلَى اللَّهِ وَلا اِلَىَّ مَنْ لا يَهْتَدى‏ بِكَ، وَهُوَ قَوْلُ رَبّى‏ عَزَّوَجَلَّ، وَاِنّى‏ لَغَفَّارٌ لِمَنْ تابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صالِحاً، ثُمَّ اهْتَدى‏ اِلى‏ وِلايَتِكَ، مَوْلاىَ فَضْلُكَ لا يَخْفى‏، وَنُورُكَ لا يُطْفَأُ، وَاَنَّ مَنْ جَحَدَكَ الظَّلُومُ‏ الْأَشْقى‏، مَوْلاىَ اَنْتَ الْحُجَّةُ عَلَى الْعِبادِ، وَالْهادى‏ اِلَى الرَّشادِ، وَالْعُدَّةُ لِلْمَعادِ، مَوْلاىَ لَقَدْ رَفَعَ اللَّهُ فِى الْأوُلى‏ مَنْزِلَتَكَ، وَاَعْلى‏ فِى‏ الْأخِرَةِ دَرَجَتَكَ، وَبَصَّرَكَ ما عَمِىَ عَلى‏ مَنْ خالَفَكَ، وَحالَ بَيْنَكَ‏ وَبَيْنَ مَواهِبِ اللَّهِ لَكَ، فَلَعَنَ اللَّهُ مُسْتَحِلِّى الْحُرْمَةِ مِنْكَ، وَذائِدِى‏ الْحَقِّ عَنْكَ، وَاَشْهَدُ اَنَّهُمُ الْأَخْسَروُنَ، الذَّينَ تَلْفَحُ وُجُوهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فيها كالِحُونَ،

په حقه  شهادت ورکوم او په رښتيا په خداى قسم خورم، چې محمد او دهغه  کورنۍ (چې په هغوي دې دخداي سلام وي) د خلکو سرداران دي او ته هم زما او د ټولو مومنانو مولا او اقا يې. ته دخداي بنده  او دهغه ولي يې او د پيغمبر ورور وصي او وارث يې، هماغه چې ستا په هکله يې وفرمايل (قسم په هغه خداي  چې زه يې  په حقه وګمارلم څوک چې ستا د حق انکار وکړي په مايې ايمان نه دى راوړى او هغه څوک چې ستا د (ولايت) انکار وکړي د خداي په يو والي يې اقرار نه دى کړ ى. او هر هغه څوک چې خلک له تا منعې کړي ګمراه دى. او څوک چې ستا په لور نه دى هدايت شوى، (په حقيقت کې)  د خداي او زما دين ته  نه دى هدايت شوى. او دا ده زما د لوي رب وينا چې وې  فرمايل : اوبې شکه زه بخښونکى يم دهغه چې چې توبه وکړي او ايمان راوړي او نيک عمل وکړي او بيا هدايت شي. او ستا  ولايت ته راشي)   اي زما مولا، پر نورو ستا لوړاوى پټ نه دى. او ستا رڼا نه غلي کيږي. او څوک چې ستا انکار وکړي ظالم او بد بخته  دى. اي زما سرداره، ته په ټولو بندګانو دخداي حجت او د کاميابۍ په لور د خلکو لارښود يې. او د قيامت د ورځې لپاره د بندګانو د لارې توښه يې. اي زما مولا، خداي تعالى په دنيا کې ستا مقام لوړ کړ. او په اخرت کې يې ستا درجه اوچته وګرځوله. ته يې په داسې څيزونو بينا وګرځولې چې ستا دښمن او له هغه چا چې (له پيغمبره وروسته ستا د خلافت) له حقه منکر دي  پټ دي. نو د خداي لعنت دې وي پر  هغه  چا چې ستا د حرمت ماتول يې ازاد وګڼل او ستا حق يې وتروړه. او زه ګواهي ورکوم  چې دغه ډله ډيره زيانمنه ده. (چې څيرې يې دوزخ سوزوي، او په ډير بد او ويروونکې شکل  سره به په قيامت کې اوسيږي)

وَاَشْهَدُ اَنَّكَ ما اَقْدَمْتَ وَلا اَحْجَمْتَ، وَلا نَطَقْتَ‏ وَلا اَمْسَكْتَ اِلاَّ بِاَمْرٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ، قُلْتَ وَالَّذى‏ نَفْسى‏ بِيَدِهِ لَقَدْ نَظَرَ اِلَىَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ، اَضْرِبُ بِالسَّيْفِ قُدْماً، فَقالَ‏ يا عَلِىُّ اَنْتَ مِنّى‏ بِمَنْزِلَةِ هارُونَ مِنْ مُوسى‏، اِلاَّ اَنَّهُ لا نَبِىَّ بَعدْى‏، وَاُعْلِمُكَ اَنَّ مَوْتَكَ وَحَيوتَكَ مَعى‏ وَعَلى‏ سُنَّتى‏، فَوَ اللَّهِ ما كَذِبْتُ وَلا كُذِبْتُ، وَلا ضَلَلْتُ وَلا ضُلَّ بى‏ وَلا نَسيتُ ما عَهِدَ اِلَىَّ رَبّى‏، وَاِنّى‏ لَعَلى‏ بَيِّنَةٍ مِنْ رَبّى‏، بَيَّنَها لِنَبِيِّهِ وَبَيَّنَهَا النَّبِىُّ لى‏، وَاِنّى‏ لَعَلَى الطَّريقِ‏ الْواضِحِ اَلْفِظُهُ لَفْظاً، صَدَقْتَ وَاللَّهِ وَقُلْتَ الْحَقَّ، فَلَعَنَ اللَّهُ مَنْ ساواكَ‏ بِمَنْ ناواكَ، وَاللَّهُ جَلَّ اسْمُهُ يَقُولُ، هَلْ يَسْتَوِى الَّذينَ يَعْلَمُونَ‏ وَالَّذينَ لا يَعْلَمُونَ، فَلَعَنَ اللَّهُ مَنْ عَدَلَ بِكَ مَنْ فَرَضَ اللَّهُ عَلَيْهِ‏ وِلايَتَكَ، وَاَنْتَ وَلِىُّ اللَّهِ وَاَخُو رَسُولِهِ، وَالذَّآبُّ عَنْ دينِهِ، وَالَّذى‏ نَطَقَ الْقُرْآنُ بِتَفْضيلِهِ، قالَ اللَّهُ تَعالى‏، وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجاهِدينَ عَلَى‏ الْقاعِدينَ اَجْراً عَظيماً، دَرَجاتٍ مِنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً، وَكانَ اللَّهُ‏ غَفُوراً رَحيماً، وَقالَ اللَّهُ تَعالى‏ اَجَعَلْتُمْ سِقايَةَ الْحآجِّ وَعِمارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرامِ، كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوِم الْأخِرِ وَجاهَدَ فى‏ سَبيلِ اللَّهِ، لا يَسْتَوُنَ عِنْدَ اللَّهِ وَاللَّهُ لا يَهْدِى الْقَوْمَ الظَّالِمينَ، الَّذينَ آمَنُوا وَهاجَروُا وَجاهَدوُا فى‏ سَبيلِ اللَّهِ بِاَمْوالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ اَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللَّهِ، وَاُولئِكَ هُمُ الْفآئِزوُنَ، يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُمْ بِرَحْمَةٍ مِنْهُ وَرِضْوانٍ، وَجَنَّاتٍ لَهُمْ فيها نَعيمٌ مُقيمٌ خالِدينَ فيها اَبَداً، اِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ اَجْرٌ عَظيمٌ،

او ګواهي ورکوم چې تا بې د خداي او دهغه د رسول له حکمه کوم کار پر مخ بو  نه تله. او د هغوي له حکمه پرته له کوم کاره ونه دريدې او وينا دې ونه   او غلى نه شوې. تا وويل (قسم په هغه چا چې زما روح يې په لاس کې دى په  هغه وخت کې چې د خداي د پيغمبر په مخکې مې توره وهله ماته يې وکتل او وې فرمايل : اي علي  زما په نزد ستا مقام هماغه مقام دى  چې هارون د موسى په نزد درلود بې له دې چې له ما وروسته به کوم پيغمبر نه راځي. تا ته خبر درکوم  چې مرګ او ژوند دې له ما سره او زما د سنت مطابق دى. نو په خداي قسم دروغ نه وايم او ماته دروغ نه دي ويل شوي ګمراه نه يم او څوک زما په وسيله نه  ګمراه کيږي. هغه عهد چې خداي له ما سره تړلى نه مې دى هير کړى. زه په (خپلو کارونو اونظرونو کې) د خپل رب له لورې روښانه دليل لرم  چې خداي تعالي هغه خپل پيغمبر ته فرمايلى دى او پيغمبر هم هغه ماته فرمايلى دى، او په رښتيا چې زه په روښانه لاره کې يم او بې له څه ويرې اوپه ډاګه دا خبره کوم.)  په خداي قسم هغه څه چې دې وويل رښتيا وو او په حقه، نو د خداي له رحمته دې ليرې وي هغه څوک چې ته يې له خپلو دښمنانو او له تا سره له جنګ کوونکو سره برا بر وګڼلې. حال دا چې خداي تعالى _ چې نوم دې يې لوړ وي _ فرمايي : (آيا هغه کسان  چې پوهيږي او هغه کسان  چې نه پوهيږي برابر دي.) ؟ دخداي له رحمته دې ليرې وي هغه څوک چې ته يې له هغو کسانو سره چې خداي تعالى ستا د ولايت منل په  هغوي فرض کړي دي يو شان وګڼلې. او شهادت ورکوم چې ته دخداي بنده او د خداي د رسول ورور يې او په ځان او مال سره دې دهغه له دينه دفاع وکړه. ته هغه کس يې چې قران پر نورو ستا د لوړاوي خبره کړې ده . لوړ رتبه خداي فرمايي : خداى تعالى مجاهدانو ته  پر ناستو کسانو ډير لوړاوى ورکړى دى د لوړو مرتبو بدله چې له هغه سره مخصوصه ده او د بخښونکي او مهربان خداي رحمت او مغفرت)  او همداراز يې وفرمايل (ايا (هغه کس) چې حجيانو ته اوبه ورکول او د مسجد الحرام ابادول (په غاړه لري)  د هماغه کس په شان دى چې په  خداي او دقيامت په ورځ يې ايمان راوړى دى او دهغه په لاره کې يې جهاد کړى دى ؟ هيڅ کله دا دوه د خداي په نزد برابر نه دي. او خداي تعالى بۀ ظالمه ډله د حق په لور هدايت نه کړي. هغه کسان چې ايمان  يې راوړى او دخداي په لاره کې يې  د ما ل اوسر په وسيله جهاد کړى دى د  هغه په نزد لوړ او پرتمين مقام اوځاي لري. او هغوي ژغوريدونکي دي. خداي تعالى هغوي ته د خپل رحمت او د ځان د رضا او د داسې جنت چې نعمت يې تل پاتې دى  او تل به په هغه کې وي زيرى ورکوي. په رښتيا چې لويه بدله له خداي سره ده.)

 اَشْهَدُ اَنَّكَ الْمَخْصُوصُ بِمِدْحَةِ اللَّهِ، الْمُخْلِصُ لِطاعَةِ اللَّهِ، لَمْ‏ تَبْغِ بِالْهُدى‏ بَدَلاً، وَلَمْ تُشْرِكْ بِعِبادَةِ رَبِّكَ اَحَداً، وَاَنَّ اللَّهَ تَعالَى‏ اسْتَجابَ لِنَبِيِّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ فيكَ دَعْوَتَهُ، ثُمَّ اَمَرَهُ بِاِظْهارِ ما اَوْلاكَ لِأُمَّتِهِ، اِعْلاءً لِشَاْنِكَ، وَاِعْلاناً لِبُرْهانِكَ، وَدَحْضاً لِلْأَباطيلِ، وَقَطْعاً لِلْمَعاذيرِ، فَلَمَّا اَشْفَقَ مِنْ فِتْنَةِ الْفاسِقينَ، وَاتَّقى‏ فيكَ‏ الْمُنافِقينَ، اَوْحى‏ اِلَيْهِ رَبُّ الْعالَمينَ، يا اَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ ما اُنْزِلَ‏ اِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ، وَاِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَما بَلَّغْتَ رِسالَتَهُ، وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ‏ النَّاسِ، فَوَضَعَ عَلى‏ نَفْسِهِ اَوْ زارَ الْمَسيرِ، وَنَهَضَ فى‏ رَمْضاءِ الْهَجيرِ، فَخَطَبَ وَاَسْمَعَ وَنادى‏ فَاَبْلَغَ ثُمَّ سَئَلَهُمْ، اَجْمَعَ فَقالَ هَلْ بَلَّغْتُ، فَقالُوا اللَّهُمَّ بَلى‏، فَقالَ اللَّهُمَّ اشْهَدْ، ثُمَّ قالَ اَ لَسْتُ اَوْلى‏ بِالْمُؤْمِنينَ مِنْ‏ اَنْفُسِهِمْ، فَقالُوا بَلى‏، فَاَخَذَ بِيَدِكَ وَقالَ مَنْ كُنْتُ مَوْلاهُ فَهذا عَلِىٌ‏ مَوْلاهُ اَللّهُمَّ والِ مَنْ والاهُ، وَعادِ مَنْ عاداهُ، وَانْصُرْ مَنْ نَصَرَهُ، وَاخْذُلْ مَنْ خَذَلَهُ، فَما آمَنَ بِما اَنْزَلَ اللَّهُ فيكَ عَلى‏ نَبِيِّهِ اِلاَّ قَليلٌ، وَلا زادَ اَكْثَرَهُمْ غَيْرَ تَخْسيرٍ، وَلَقَدْ اَنْزَلَ اللَّهُ تَعالى‏ فيكَ مِنْ قَبْلُ وَهُمْ‏ كارِهُونَ، يا اَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دينِهِ، فَسَوْفَ‏ يَاْتِى اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ، اَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنينَ اَعِزَّةٍ عَلَى‏ الْكافِرينَ، يُجاهِدوُنَ فى‏ سَبيلِ اللَّهِ وَلا يَخافُونَ لَوْمَةَ لائِمٍ، ذلِكَ‏ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتيهِ مَنْ يَشآءُ، وَاللَّهُ واسِعٌ عَليمٌ، اِنَّما وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ، وَالَّذينَ آمَنُوا الَّذينَ يُقيمُونَ الصَّلوةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكوةَ وَهُمْ راكِعُونَ، وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذينَ آمَنُوا، فَاِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغالِبُونَ، رَبَّنا آمَنَّا بِما اَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنا مَعَ الشَّاهِدينَ، رَبَّنا لا تُزِغْ قُلُوبَنا بَعْدَ اِذْ هَدَيْتَنا وَهَبْ لَنا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً، اِنَّكَ اَنْتَ‏ الوَهَّابُ،

 

ګواهي ورکوم چې ته يې هغه کس چې خداى تعالى يوازې ستا مدحه او  ستاينه وکړه. په ټول اخلاص سره دې د خداي  اطاعت وکړ. هدايت دې په بل څه بدل نه کړ. او هيڅو ک دې له خپل رب سره په عبادت کې شريک نه کړل. خداى تعالى هم د خپل پيغمبر دعا _ چې د خداي درود دې وي په هغه او دهغه  په ال _ ستا په  هکله قبوله کړه. بيا يې هغه ته امر وکړ چې هغه څه (ولايت او امامت) چې  تا ته يې درکړى دى امت ته ښکاره کړي چې ستا مقام  او منزلت لوړ شي. او ستا دليل روښانه شي. د مخالفانو باطلې خبرې ختمې کړي او د چا لپاره د هيڅ پلمې ځاي پرې نه ږدي. او له دې امله چې پيغمبر _ چې درود او سلام دي  وي دخداي په هغه او دهغه  په ال _ ستا په هکله دفاسقانو له فتنې ويريده او د منافقانو  د فتنې په وړاندې  ستا د حفاظت په فکر کې و، د نړۍ پنځګر هغه ته وحي وکړه چې (اي پيغمبره هغه څه چې ستا د رب لخوا ته  درغلي دي ورسوه او که دا دې ونه رسول د هغه رسالت  دې نه دى ترسره کړى او خداي تعالى به تا د خلکو له فتنو ساتي) نو پيغمبر د سفر دروند پيټي په ځان واچوه او په هغه سوزنده بيابان کې  د غرمې په وخت ودريده او خطاب يې وکړ (او دخداي پيغام) يې دهغوي غوږونو ته ورساوه. او په لوړ اواز سره يې خلکو ته وفرمايل : (او هغه پيغام) يې هغوي ته ورساوه. بيا يې له هغوي ټولو وپوښتل (ايا خپل رسالت مې رسولاى دى ؟) او هغوي ځواب ورکړ. په خداي قسم، هو. هغه وخت د خداي رسول وفرمايل : (اي خدايه ته پخپله شاهد اوسه) بيا يې وفرمايل : (ايا زه پر مومنانو  دهغوي تر ځانونو زيات حق نه لرم ؟) هغوي وويل هو همداسې ده، بيا يې ستا لاس ونيوه او وې ويل : (هر يو کس چې زه يې مولا يم دا علي دهغوي مولا دى. اي خدايا څوک  چې له ده سره مينه وکړي (او دهغه ولايت ومني) ته ورسره مينه وکړه او څوک چې له ده سره دښمني وکړي ته ورسره دښمني وکړه. هر څوک چې له ده سره مرسته وکړي ته ورسره مرسته وکړه او څوک يې چې له مرستې لاس واخلي او  دى خوار کړي ته يې خوار کړه.) نو (په هغه ټولو خلکو کې) ډيرو لږو کسانو په هغه څه چې خداي ستا په هکله په خپل پيغمبر نازل کړي وو ايمان راوړ. او پر هغه بيشميره ډلې چې وې نه منله هم بې له تاوانه بل څه زيات نه کړل. په داسې حال کې چې خداي تعالى له دې مخکې هم ستا په هکله ايتونه نازل کړي وو. حال دا چې هغوي يې منلو ته زړه نه ښه کولو. (ځينې ايتونه دغه وو) (اي هغو کسانو چې ايمان مو راړى دى په تاسو کې هر يو کس چې له خپل دينه واوړي او او کفر ته وګروهي نو پوه دي  شي چې ډير زر به  خداي تعالى يوه ډله چې خداي ورسره مينه کوي او هغوي هم دخداي مينه وال دي، دوي د مومنانو په وړاندې نرم او متواضع دي او د کافرانو په وړاندې سخت او سرلوړي دي، د خداي په لاره کې جهاد کوي او د غندونکو له غندنې ويره نه لري. دا دى دخداى فضل. چې هر چاته وغواړي او خداى د رحمت پراخوونکىاو پوه دى. بيشکه چې ستاسو ولي او سرپرست خداي تعالي دى او دهغه پيغمبر او هغه کسان  چې ايمان يې راوړ او لمونځ يې وکړ او د رکوع په حال کې زکات ورکوي. او هغه کسان چې د خداي پيغمبر او مومنانو ولايت يې منلى دى (دخداي ګوند) دى. او په رښتيا چې د خداي ګوند او حزب بريالى دى)) ((اي ربه مونږ په هغه څه چې ! په خپل پيغمبردې نازل کړي دي ايمان راوړى او دهغه پيروي کوو. نو مونږ د ګواهانو په ټولي کې وليکه)) (( اي ربه ! زمونږ زړونه وروسته له هغه چې سمې لار ې ته دې هدايت کړل مه بې لارې کوه او په مونږ باندې خپل رحمت نازل کړه بيشکه چې ته ډير بخښونکى يې.))

اَللّهُمَّ اِنَّا نَعْلَمُ اَنَّ هذا هُوَ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِكَ، فَالْعَنْ مَنْ‏ عارَضَهُ وَاسْتَكْبَرَ، وَكَذَّبَ بِهِ وَكَفَرَ، وَسَيَعْلَمُ الَّذينَ ظَلَمُوا اَىَّ مُنْقَلَبٍ‏ يَنْقَلِبُونَ، اَلسَّلامُ عَلَيْكَ يا اَميرَ الْمُؤْمِنينَ، وَسَيِّدَ الْوَصِيّينَ، وَاَوَّلَ‏ العابِدينَ، وَاَزْهَدَ الزَّاهِدينَ، وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكاتُهُ، وَصَلَواتُهُ وَتَحِيَّاتُهُ، اَنْتَ مُطْعِمُ الطَّعامِ عَلى‏ حُبِّهِ مِسْكيناً وَيَتيماً وَاَسيراً لِوَجْهِ اللَّهِ، لا تُريدُ مِنْهُمْ جَزآءً وَلا شُكُوراً، وَفيكَ اَنْزَلَ اللَّهُ تَعالى‏، وَيُؤْثِروُنَ عَلى‏ اَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كانَ بِهِمْ خَصاصَةٌ، وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَاوُلئِكَ هُمُ‏ الْمُفْلِحُونَ، وَاَنْتَ الْكاظِمُ لِلْغَيْظِ وَالْعافى‏ عَنِ النَّاسِ، وَاللَّهُ يُحِبُ‏ الْمُحْسِنينَ، وَاَنْتَ الصَّابِرُ فِى الْبَاْسآءِ وَالضَّرَّآءِ وَحينَ الْبَاْسِ، وَاَنْتَ‏ الْقاسِمُ بِالسَّوِيَّةِ، وَالْعادِلُ فِى الرَّعِيَّةِ، وَالْعالِمُ بِحُدوُدِ اللَّهِ مِنْ جَميعِ‏ الْبَرِيَّهِ، وَاللَّهُ تَعالى‏ اَخْبَرَ عَمَّا اَوْلاكَ مِنْ فَضْلِهِ بِقَوْلِهِ، اَفَمَنْ كانَ مُؤْمِناً كَمَنْ كانَ فاسِقاً لا يَسْتَوُنَ، اَمَّا الَّذينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحاتِ، فَلَهُمْ‏ جَنَّاتُ الْمَاْوى‏ نُزُلاً بِما كانُوا يَعْمَلُونَ،

((اي ربه ! مونږ پوهيږو چې دا ولايت داسې حق دى چې ستا له لوري مونږ ته رسيدلى دى، نو په هغه چا چې له هغه سره يې مخالفت وکړ او د هغه په وړاندې يې کبر وکړ او هغه يې دروغ وباله او کافر شول نفرين او وليږه. : او هغه کسان چې ظلم يې وکړ ډير زر به پوه شي چې په کوم برخليک اخته کيږي))  سلام دې وي پرتا اي د مومنانو امير او د ا وصياوو سروره او دعبادت کوونکو د لړۍ سره او د پرهيزګارو سرخيله.! او خداى رحمت او  برکتونه او درودونه او سلامونه دې  وي پر تا. ته هغه وې چې خپل خواړه دې سره له دې  چې اړتيا دې ورته درلوده يوازې دخداي د رضا په خاطر يتيم او اسير ته ورکړه او له هغوي دې بدله  ونه غوښته او خداي تعالي ستا او (ستا دکورنۍ په هکله)  داسې وفرمايل((او هغوي داسې کسان دي چې که څه هم په خپله  اړتيا لري ولې نورو ته پر ځان ترجيح ورکوي. او هغه چې خپل زړه او ځان يې له بخله پاک کړى دى، د کاميابو په ټولي کې دي))  او ته وې چې خپله غوسه دې وڅښله او  د خلکو له خطا دې سترګې پټې کړې ((او خداي تعالى نيک چاري خلک خوښوي)) ته هغه وې چې په سختيو او ربړو کې دې او د جنګ په هنګامې کې دې صبر ته مخه کړه او ته وې چې (بيت المال دې) په  خلکو کې يو شان وويشه. او په ولس کې دې په انصاف سره چلند وکړ او تر ټولو خلک زيات په حلالو او حرامو ښه پوهيد ې. او خداي تعالى هم  په له هغه مهر بانۍ او لورينې چې پر تايې لرله او ته يې دهغه لپاره وړ ګڼلې دا سې خبر ورکړ. ((ايا مومن او فاسق له يو بل سره برابر دي ؟ هيڅکله نه دي برابر، هغه کسان چې ايمان يې راوړ او نيک کارونه يې وکړل  ځاي يې جنت دى او دا ميلمستيا بدله ده دهغه عملونو چې دو ي کړي دي))

وَاَنْتَ الْمَخْصُوصُ بِعِلْمِ‏ التَّنْزيلِ، وَحُكْمِ التَّاْويلِ وَنَصِّ الرَّسُولِ، وَلَكَ الْمَواقِفُ الْمَشْهُودَةُ، وَالْمَقاماتُ الْمَشْهُورَةُ، وَالْأَيَّامُ الْمَذْكُورَةُ، يَوْمَ بَدْرٍ وَيَوْمَ الْأَحْزابِ، اِذْ زاغَتِ الْأَبْصارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَناجِرَ، وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الْظُّنُونا، هُنالِكَ ابْتُلِىَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزالاً شَديداً، وَاِذْ يَقُولُ‏ الْمُنافِقُونَ وَالَّذينَ فى‏ قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ ما وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ اِلاَّ غُروُراً، وَاِذْ قالَتْ طآئِفَةٌ مِنْهُمْ، يا اَهْلَ يَثْرِبَ لا مُقامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا،وَيَسْتَأْذِنُ فَريقٌ مِنْهُمُ النَّبِىَّ، يَقُولُونَ اِنَّ بُيُوتَنا عَوْرَةٌ وَما هِىَ‏ بِعَوْرَةٍ، اِنْ يُريدوُنَ اِلاَّ فِراراً، وَقالَ اللَّهُ تَعالى‏، وَلَمَّا رَاَى الْمُؤْمِنُونَ‏ الْأَحْزابَ، قالُوا هذا ما وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ، وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَما زادَهُمْ اِلاَّ ايماناً وَتَسْليماً، فَقَتَلْتَ عَمْرَهُمْ وَهَزَمْتَ جَمْعَهُمْ، وَرَدَّ اللَّهُ‏ الَّذينَ كَفَروُا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنالُوا خَيْراً، وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنينَ الْقِتالَ، وَكانَ اللَّهُ قَوِيَّاً عَزيزاً،

او اي امير المومنينه شهادت ورکوم چې د قران د تنزيل او دهغه  دايتونو د تاويل علم يوازې له تا سره دى او ستا (په امامت) د پيغمبر جوته وينا يوازې له تاسره مخصوصه ده. ستا لپاره  (په ژوند کې) ښکاره مقامونه دي. داسې مقامات چې په خلکو کې مشهور شوي دي او داسې ورځې چې په ياد پاتيدونکي دي. لکه د بدر ا و احد او احزاب (خندق) جنګونه هغه وخت چې سترګې د کافرانو له ډار او روبه بريښيدلې وې او ساګانې  مرۍ ته رسيدلې وې او ځينو کسانو په خداي ډول ډول ګمانونه کول، او هلته وه چې مومنان  په امتحان کې واچول شول او ځينې پکې سخت متزلزله شوي وو په هغه وخت کې چې منافقانو او هغو کسانو چې زړونه يې بيمار وو ويل : خداي او پيغمبر يې مونږ ته يوازې د دوکې وعدې راکړي دي او هغه وخت  چې ځينو  به پکې ويل : اي د  مدينې خلکو ستاسو لپاره کوم ځاي نيشته، ستانه شئ، او ځينو يې چې له پيغمبر اجازت اخسته ويل به يې : زمونږ په کورونو کې څه نيشته حال داچې داسې نه وه او هغوي يوازې د تيښتې اراده لرله)) (د دغه ډلې په مقابل کې او دحقيقي مومنانو په هکله) خداي تعالى فرمايي : (او کله چې مومنانو احزاب وليدل،  وې ويل : دا هماغه څه  دې چې خداي او پيغمبر يې مونږ ته وعده راکړې ده او خداي اورسول يې رښتيا وايي او پر هغوي هيڅه  بې (د خداي د امر په وړاندې تسليمدل) ورزيات نه شول.)) نو تا په هغوي کې عمر بن عبدود وواژه او دهغوي ټولې دې مات کړ او تيښتې ته دې اړايستل((او خداي تعالى کافران په هغه غوسې او کينې سره چې په زړه کې يې لرله شاته کړل، حال دا چې هيڅ غنيمت يې لاسته رانغى او خداى تعالى دهغه جنګ شر له مومنانو وغړاوه او خداي تعالى وسيال او عزتمن دى)) او (يوه بله ورځ چې دخداي په نزد ستا مقام خلکو ته ښکاره شو)

 وَيَوْمَ اُحُدٍ، اِذْ يُصْعِدوُنَ وَلا يَلْوُنَ عَلى‏ اَحَدٍ، وَالرَّسُولُ يَدْعُوهُمْ فى‏ اُخْريهُمْ، وَاَنْتَ تَذُودُ بُهَمَ الْمُشْرِكينَ عَنِ‏ النَّبِىِّ ذاتَ الْيَمينِ وَذاتَ الشِّمالِ، حَتّى‏ رَدَّهُمُ اللَّهُ تَعالى‏ عَنْكُما خائِفينَ، وَنَصَرَ بِكَ الْخاذِلينَ، وَيَوْمَ حُنَيْنٍ عَلى‏ ما نَطَقَ بِهِ التَّنْزيلُ، اِذْ اَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئاً، وَضاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِما رَحُبَتْ، ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرينَ، ثُمَّ اَنْزَلَ اللَّهُ سَكينَتَهُ عَلى‏ رَسُولِهِ وَعَلَى‏ الْمُؤْمِنينَ، وَالْمُؤْمِنُونَ اَنْتَ وَمَنْ يَليكَ، وَعَمُّكَ الْعَبَّاسُ يُنادِى‏ الْمُنْهَزِمينَ، يا اَصْحابَ سُورَةِ الْبَقَرَةِ، يا اَهْلَ بَيْعَةِ الشَّجَرَةِ، حَتَّى‏ اسْتَجابَ لَهُ قَوْمٌ قَدْ كَفَيْتَهُمُ الْمَؤُنَةَ، وَتَكَفَّلْتَ دوُنَهُمُ الْمَعُونَةَ، فَعادوُا ايِسينَ مِنَ المَثُوبَةِ، راجينَ وَعْدَ اللَّهِ تَعالى‏ بِالتَّوْبَةِ، وَذلِكَ قَوْلُ اللَّهِ‏ جَلَّ ذِكْرُهُ، ثُمَّ يَتُوبُ اللَّهُ مِنْ بَعْدِ ذلِكَ عَلى‏ مَنْ يَشآءُ، وَاَنْتَ حائِزٌ دَرَجَةَ الصَّبْرِ، فائِزٌ بِعَظيمِ الْأَجْرِ، وَيَوْمَ خَيْبَرَ اِذْ اَظْهَرَ اللَّهُ خَوَرَ الْمُنافِقينَ، وَقَطَعَ دابِرَ الْكافِرينَ، وَالْحَمْدُ للَّهِ‏ِ رَبِّ الْعالَمينَ، وَلَقَدْ كانوا عاهَدوُا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ لا يُوَلُّونَ الْأَدْبارَ، وَكانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولاً،

د احد د جنګ ورځ وه) ((هغه ورځ يو شمير مسلمانان  د پيغمبر له  خواشا لاړل او په غرونو او دښتو کې وتښتيدل، او هيچا ته يې پام نه کاوه حال دا چې پيغمبر دشا لخوا هغوي ته غږونه کول)) تا د مشرکانو جنګيالي د پيغمبر له خوا وشړل او له ښي او کيڼ لاس دې په هغوي حملې وکړې. تر دې چې لوړ رتبه او ستر خداي کافران په ويرې او ترهې سره له تاسو (پيغمبر او علي) ليرې کړل. او د اسلام  له ماته خوړلي لښکر سره يې ستا په وسيله مرسته وکړه. او همداراز په حنين جنګ کې هماغه شان چې قران دهغه ورځې په هکله فرمايلي دي ((هغه وخت چې ستاسو د لښکر زياتوالي تاسو خودبينه  او حيرانه کړئ. حال داچې د شمير زياتوالي تاسو ته هيڅ ګټه در ونه رسوله او ځمکه له ټول پراخوالي سره سره پر تاسو تنګه شوه. نو دښمن ته مو شا کړه او وتښتيدئ. هغه وخت  خداي تعالى په خپل پيغمبر او مومنانو  د زړه ارامښت وليږه)) او له مومنانو د خداي تعالى مطلب ته او هغه کسان وو چې له تا سره وو. هغه ورځ وه چې تره دې عباس ماته خوړلو تښتيدونکو (بګوړو) ته داسې غږ کاوه : اي د سوره بقرې يارانو ! اي تر ونې لاندې د بيعت خاوندانو !تر دې چې يو شمير يې غږ ته ځواب ورکړ. هماغه کسانو چې تا  د جنګ دروند پيټى  د هغوي له اوږو ليرې کړ او د پيغمبر مرسته دې بې له دې چې دهغوي مرسته او ملګرتيا درسره وي په غاړه اخستې وه. له جنګه فراريان،  له ثوابه نهيلي او د توبې د قبلولو لپاره دخداي وعدې ته اميدواره ستانه شول. او دا د خداي د هماغه خبرې مفهوم دى چې وې فرمايل : (خداي تعالى له هغه وروسته د هر چا توبه چې وغواړي مني)) او ته د صبر درجې ته ورسيدې او لويه بدله دې تر لاسه کړه. او همداراز په خيبر جنګ کې هغه وخت چې خداي تعالى د منافقانو پوچوالى ښکاره کړ او د کافرانو  ملاتړ يې غوڅ کړ ٠(او داسلام له سپايانو سره يې ستا په وجود سره مرسته وکړه) او ستاينه يوازې  د عالمينو د رب لپاره ده ((بې له شکه چې له دې مخکې ځينې کسانو له خداي سره عهد کړى و چې دښمن ته به نه شا کوي پوه دې شي چې د خداي د تړون او عهد په هکله به ترې پوښتنه کيږي)) 

 مَوْلاىَ اَنْتَ الْحُجَّةُ الْبالِغَةُ، وَالْمَحَجَّةُ الْواضِحَةُ، وَالنِّعْمَةُ السَّابِغَةُ وَالْبُرْهانُ الْمُنيرُ فَهَنيئاً لَكَ بِما اتيكَ اللَّهُ مِنْ فَضْلٍ، وَتَبّاً لِشانِئِكَ‏ ذِى‏الْجَهْلِ، شَهِدْتَ مَعَ النَّبِىِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ جَميعَ حُروُبِهِ‏ وَمَغازيهِ، تَحْمِلُ الرَّايَةَ اَمامَهُ، وَتَضْرِبُ بِالسَّيْفِ قُدَّامَهُ، ثُمَّ لِحَزْمِكَ‏ الْمَشْهُورِ وَبَصيرَتِكَ فِى الْأُمُورِ، اَمَّرَكَ فِى الْمَواطِنِ وَلَمْ يَكُنْ‏ عَلَيْكَ اَميرٌ، وَكَمْ مِنْ اَمْرٍ صَدَّكَ عَنْ اِمْضآءِ عَزْمِكَ فيهِ التُّقى‏، وَاتَّبَعَ‏ غَيْرُكَ فى‏ مِثْلِهِ الْهَوى‏، فَظَنَّ الْجاهِلُونَ اَ نَّكَ عَجَزْتَ عَمَّا اِلَيْهِ انْتَهى‏، ضَلَّ وَاللَّهِ الظَّآنُّ لِذلِكَ وَمَا اهْتَدى‏، وَلَقَدْ اَوْضَحْتَ ما اَشْكَلَ مِنْ‏ ذلِكَ لِمَنْ تَوَهَّمَ وَامْتَرى‏، بِقَوْلِكَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْكَ، قَدْ يَرَى الْحُوَّلُ‏ الْقُلَّبُ وَجْهَ الْحيلَةِ، وَدوُنَها حاجِزٌ مِنْ تَقْوَى اللَّهِ، فَيَدَعُها رَاْىَ الْعَيْنِ، وَيَنْتَهِزُ فُرْصَتَها مَنْ لا حَريجَةَ لَهُ فِى الدّينِ، صَدَقْتَ وَاللَّهِ وَخَسِرَ الْمُبْطِلُونَ، وَاِذْ ما كَرَكَ النَّاكِثانِ فَقالا نُريدُ الْعُمْرَةَ، فَقُلْتَ لَهُما لَعَمْرُكُما ما تُريدانِ الْعُمْرَةَ، لكِنْ تُريدانِ الْغَدْرَةَ، فَاَخَذْتَ الْبَيْعَةَ عَلَيْهِما، وَجَدَّدْتَ الْميثاقَ، فَجَدَّا فِى النِّفاقِ، فَلَمَّا نَبَّهْتَهُما عَلى‏ فِعْلِهِما اَغْفَلا وَعادا وَمَا انْتَفَعا، وَكانَ عاقِبَةُ اَمْرِهِما خُسْراً، ثُمَّ تَلاهُما اَهْلُ‏ الشَّامِ فَسِرْتَ اِلَيْهِمْ بَعْدَ الْأِعْذارِ، وَهُمْ لا يَدينُونَ دينَ الْحَقِّ، وَلا يَتَدَبَّروُنَ الْقُرْآنَ، هَمَجٌ رَعاعٌ ضآلّوُنَ، وَبِالَّذى‏ اُنْزِلَ عَلى‏ مُحَمَّدٍ فيكَ كافرِوُنَ، وَلِأَهْلِ الْخِلافِ عَلَيْكَ ناصِروُنَ، وَقَدْ اَمَرَ اللَّهُ‏ بِاتِّباعِكَ، وَنَدَبَ الْمُؤْمِنينَ اِلى‏ نَصْرِكَ وَقالَ عَزَّوَجَلَّ، يا اَيُّهَا الَّذينَ‏ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ، وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقينَ،

زما مولا ته يې په خلکو غوڅ  او ښکاره برهان او روښانه لاره، او کامل او هر اړخيز نعمت او ځلانده او ښکاره دليل، نو د مور ښودې  دې شه هغه فضيلت او ستر توب چې خداي تعالى تا ته درکړى دى. او تباه دې وي ستا نادانه دښمن ته له پيغمبر سره _ چې دخداي درود اوسلام دې وي پر هغه او دهغه پر آل _ په ټولو جنګونو او غزاګانو کې شريک  او ملګرى وې له هغه مخکې مخکې به دې  د اسلام بيرغ  هسک کړى و او دهغوي په وړاندې به دې توره وهله.  بيا پيغمبر ته د خپل تدبير او پوهې په وجه چې ټولو ته ښکاره وه او د هغه بصيرت  له امله چې په کارونو کې دې درلود د جنګ په مختلفو ميدانونو کې کوماندان وټاکلې او په هيڅ ځاي او هيڅ معرکې کې پر تا څوک امير او کوماندان نه و. او ډير داسې موارد وو چې ستا تقوا به مانع کيدله چې دزړه غوښتنه دې پوره کړې، حال دا چې په هغه شان کارونو کې که ستا په  ځاي بل هر کس واى د نفس پيروي به يې کړې وه تر دې چې جاهلانو فکر وکړ چې ته ددغه ډول کارونو له کولو ناتوانه يې. په خداي چا چې داسې ګمان وکړ بې لارې شو. او د هدايت له لارې غړيدلى دى. خو ته پخپله _ چې دخداي درود اوسلام دې درباندې وي _ دهغه څه په ځواب کې چې په دغه ډول کارونو کې يې خلکو ته شک او ترديد پيدا کړى و داسې وويل : (کله ممکنه ده داسې وخت راورسيږي چې يو زبردست چاره ګر   په حل لارې پوهيږي، خو د الهي تقوا پرده يې د دغه کار خنډ  کيږي. نو له  قصده يې پريږدي. خو هغه کس چې په دين کې هيڅ مانع نه لري او داسې فرصت غنيمت ګڼي د داسې کار له کولو باک نه لري.) تا رښتيا وويل او دچټي خبرو خاوندان تاواني شول. او کله چې هغه دوه تړون ماتوونکي (طلحه او زبير) د چل ول له لارې داخل شول او وې ويل :مونږ غواړو د عمرې  د تر سره کولو  لپاره (مکې) ته لاړ شو، نو هغوي ته دې وفرمايل : (ستاسو په ځا ن قسم  تاسو دوه دعمرې نيت نه لرئ بلکه غواړئ چې خيانت وکړئ.) نو له  هغو دوو دې يو ځل بيا بيعت واخسته او له هغوي سره دې تړون نوى کړ. خو هغوي په خپلې دوه مخۍ ټينګار وکړ. نو کله چې دې هغوي ته د هغوي د کړچار يادونه وکړه ځانونه يې بې توجه وښودل او له تا سره يې دښمني پيل کړه او له دغو يادونو او سپارښتنو  برخمن نه شول او عاقبت او پايله يې تاوان او خسران وه. د شام خلک هم د هغوي په لاره روان شول، (اوبيعت يې مات کړ) او تا کله چې په هغوي حجت تمام کړ دهغوي په لور روان شوې په داسې حال  کې چې هغوي په دين پابند نه وو او په قران کې يې تدبر نه کاوه. دوي پر يوتي بې عقله او ګمراهه خلک وو.  له هغه څه چې ستا په هکله د خداي په رسول _ درود او سلام دې پر هغه او هغه پر آل _ نازل شوي وو انکار وکړ او ستا له دښمنانو سره يې  مرسته وکړه. حال دا چې خداي تعالى هغوي ته ستا دپيروۍ امر کړى و او مومنان يې ستا مرستې ته غوښتي وو. هلته چې وې فرمايل : (اي هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى له خدايه وويريږئ او تل له رښتينو سره اوسئ.)

مَوْلاىَ بِكَ ظَهَرَ الْحَقُّ، وَقَدْ نَبَذَهُ الْخَلْقُ، وَاَوْضَحْتَ السُّنَنَ بَعْدَ الدُّروُسِ وَالطَّمْسِ، فَلَكَ سابِقَةُ الْجِهادِ عَلى‏ تَصْديقِ التَّنْزيلِ، وَلَكَ فَضيلَةُ الْجِهادِ عَلى‏ تَحْقيقِ‏ التَّأْويلِ، وَعَدُوُّكَ عَدُوُّ اللَّهِ، جاحِدٌ لِرَسُولِ اللَّهِ، يَدْعُو باطِلاً، وَيَحْكُمُ‏ جائِراً، وَيَتَاَمَّرُ غاصِباً، وَيَدْعُو حِزْبَهُ اِلَى النَّارِ، وَعَمَّارٌ يُجاهِدُ وَيُنادى‏ بَيْنَ الصَّفَّيْنِ، الرَّواحَ الرَّواحَ اِلَى الْجَنَّةِ، وَلَمَّا اسْتَسْقى‏ فَسُقِىَ اللَّبَنَ، كَبَّرَ وَقالَ قالَ لى‏ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ آخِرُ شَرابِكَ مِنَ الدُّنْيا ضَياحٌ مِنْ لَبَنٍ، وَتَقْتُلُكَ الْفِئَةُ الْباغِيَةُ، فَاعْتَرَضَهُ‏ اَبُو الْعادِيَةِ الْفَزارِى‏ فَقَتَلَهُ، فَعَلى‏ اَبِى الْعادِيَةِ لَعْنَةُ اللَّهِ وَلَعْنَةُ مَلآئِكَتِهِ وَرُسُلِهِ اَجْمَعينَ، وَعَلى‏ مَنْ سَلَّ سَيْفَهُ عَلَيْكَ، وَسَلَلْتَ‏ سَيْفَكَ عَلَيْهِ يا اَميرَ الْمُؤْمِنينَ مِنَ الْمُشْرِكينَ وَالْمُنافِقينَ اِلى‏ يَوْمِ‏ الدّينِ، وَعَلى‏ مَنْ رَضِىَ بِما سائَكَ وَلَمْ يَكْرَهْهُ، وَاَغْمَضَ عَيْنَهُ وَلَمْ‏ يُنْكِرْ، اَوْ اَعانَ عَلَيْكَ بِيَدٍ اَوْ لِسانٍ، اَوْ قَعَدَ عَنْ نَصْرِكَ، اَوْ خَذَلَ عَنِ‏ الْجِهادِ مَعَكَ، اَوْغَمَطَ فَضْلَكَ وَجَحَدَ حَقَّكَ، اَوْعَدَلَ بِكَ مَنْ جَعَلَكَ اللَّهُ‏ اَوْلى‏ بِهِ مِنْ نَفْسِهِ، وَصَلَواتُ‏اللَّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَةُاللَّهِ وَبَرَكاتُهُ وَسَلامُهُ‏ وَتَحِيّاتُهُ، وَعَلَى الْأَئِمَّةِ مِنْ آلِكَ الطَّاهِرينَ اِنَّهُ حَميدٌ مَجيدٌ،

اي زما مولا، حق ستا په وسيله روښانه شو په داسې حال کې چې خلکو هغه غورځولى و. او تا رښتيني دودونه له هغه وروسته چې نابود او وراسته شوي وو ښکاره کړل، نو ته دايتونو دنازليدلو په وخت او د هغو د حقانيت د ثابتولود جهاد   مخينه لرې لکه څرنګه چې د ايتونو د تاويل په تحقق کې د جهاد فضيلت ستا په برخه دى. ستا دښمن د خدا دښمن او دخداي د رسول منکر دى. هغه هماغه دى چې خلک يې باطل ته بلل او په هغوي کې يې په ظلم سره امر کاوه. حکومت يې غاصب و او خپل ملګري يې دوزخ ته بلل . دا په داسې حال کې وه چې عمار (په صفين کې) جهاد کاوه، او د دوو سپايانو په منځ کې يې نعره وهله : راوزغلئ راوزغلئ د جنت په لور، او کله يې چې اوبه وغوښتلې او هغه ته يې شودې ورکړې د تکبير چغه يې پورته  کړه او د پيغمبر  _ چې په هغه او  په ال دې يې دخداي درود وي _ ياده کړه : (د دې دنيا له څښاکه ستا وروستى څښاک شودې دي او تا به يوه سر کښه ډله وژني) نو ابوالعاديه فزاري له هغه سره وښته او هغه يې شهيد کړ. نو دخداي دهغه  دپرښتو او پيغمبرانو لعنت دې وي په ابوالعاديه او په هغه منافق او کافر چې پر تا يې _ اي اميرالمومنينه _ توره راوويستله او تا پر هغه توره راوويستله او په هغه کس چې په هغه څه چې ستا نه وو خوښ راضي شو. او د نفرت څرګندونه يې ونه کړه. (او په دومره حق خوړولو) يې سترګې پټې کړې. او دهغو انکار يې وکړ. يا په ژبه او لاس سره يې ستا د دښمن مرسته وکړه. او يا دا چې ستا مرستې ته پا نه څيده او ستا په څنګ کې له جهاده وغړيده. يا هغه کس چې ستا په فضيلت يې سترګې پټې کړې. او ستا د حق انکار يې وکړ. يا هغه  کس  يې چې خداي تعالى تاته پر هغه لوړاوى ورکړى دى له تاسر ه برابر وګاڼه   او دخداي درود دې وي پرتا  او پر امامانو  چې ستا له پاکې کورنۍدي. د هغه خداي  چې ستايل شوى او لوي دى.

وَالْأَمْرُ الْأَعْجَبُ وَالْخَطْبُ الْأَفْظَعُ بَعْدَ جَحْدِكَ حَقَّكَ، غَصْبُ الصِّديقَةِ الطَّاهِرَةِ الزَّهْرآءِ سَيِّدَةِ النِّسآءِ فَدَكاً، وَرَدُّ شَهادَتِكَ وَشَهادَةِ السَّيِّدَيْنِ سُلالَتِكَ، وَعِتْرَةِ الْمُصْطَفى‏ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْكُمْ، وَقَدْ اَعْلَى اللَّهُ‏ تَعالى‏ عَلَى الْأُمَّةِ دَرَجَتَكُمْ، وَرَفَعَ مَنْزِلَتَكُمْ، وَاَبانَ فَضْلَكُمْ وَشَرَّفَكُمْ‏ عَلَى الْعالَمينَ، فَاَذْهَبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ وَطَهَّرَكُمْ تَطْهيراً، قالَ اللَّهُ‏ عَزَّوَجَلَّ اِنَّ الْأِنْسانَ خُلِقَ هَلُوعاً، اِذا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزوُعاً، وَاِذا مَسَّهُ‏ الْخَيْرُ مَنُوعاً، اِلَّا الْمُصَلّينَ فَاسْتَثْنَى اللَّهُ تَعالى‏ نَبِيَّهُ الْمُصْطَفى‏، وَاَنْتَ‏ يا سَيِّدَ الْأَوْصِيآءِ مِنْ جَميعِ الْخَلْقِ فَما اَعْمَهَ مَنْ ظَلَمَكَ عَنِ الْحَقِّ، ثُمَّ اَفْرَضُوكَ سَهْمَ ذَوِى الْقُرْبى‏ مَكْراً، وَاَحادُوهُ عَنْ اَهْلِهِ جَوْراً، فَلَمَّا الَ الْأَمْرُ اِلَيْكَ اَجْرَيْتَهُمْ عَلى‏ ما اَجْرَيا رَغْبَةً عَنْهُما بِما عِنْدَاللَّهِ لَكَ، فَاَشْبَهَتْ مِحْنَتُكَ بِهِما مِحَنَ الْأَنْبِيآءِ عَلَيْهِمُ السَّلامُ عِنْدَ الْوَحْدَةِ وَعَدَمِ الْأَنْصارِ، وَاَشْبَهْتَ فِى الْبَياتِ عَلَى الْفِراشِ الذَّبيحَ عَلَيْهِ‏ السَّلامُ، اِذْ اَجَبْتَ كَما اَجابَ، وَاَطَعْتَ كَما اَطاعَ اِسْمعيلُ صابِراً مُحْتَسِباً، اِذْ قالَ لَهُ يا بُنَىَّ اِنّى‏ اَرى‏ فِى الْمَنامِ اَ نّى‏ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ ماذا تَرى‏، قالَ يا اَبَتِ افْعَلْ ما تُؤْمَرُ سَتَجِدُنى‏ اِنْشآءَ اللَّهُ مِنَ‏ الصَّابِرينَ، وَكَذلِكَ اَنْتَ لَمَّا اَباتَكَ النَّبِىُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ، وَاَمَرَكَ‏ اَنْ تَضْجَعَ فى‏ مَرْقَدِهِ واقياً لَهُ بِنَفْسِكَ اَسْرَعْتَ اِلى‏ اِجابَتِهِ مُطيعاً، وَلِنَفْسِكَ عَلَى الْقَتْلِ مُوَطِّناً، فَشَكَرَ اللَّهُ تَعالى‏ طاعَتَكَ، وَاَبانَ عَنْ‏ جَميلِ فِعْلِكَ بِقَوْلِهِ جَلَّ ذِكْرُهُ، وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْرى‏ نَفْسَهُ ابْتِغآءَ مَرْضاتِ اللَّهِ،

او تر ټولو حيرانوونکې او خواشينوونکې دا چې ستا له حقه له انکاره وروسته يې د حضرت زهرا صديقه چې د جنت د ميرمنو سرخيله ده د فدک باغ غصب کړ، او ستا او د مصطفى د عترت د دوو کسانو (حسن او حسين) _ چې دخداي سلام دې پر تاسو وي ګواهي ېې ونه منله حال دا چې لوي خداي ستاسو مقام او درجه پر امت لوړه کړې ده او ستاسو منزلت يې اوچت کړ او  ستاسو فضيلت يې پر ټولو ښکاره کړ. او پر جهانيانو يې شرافت  در وباخښه. له پليتيو يې پاک  کړئ، لوي او عزتمن خداي فرمايي : (په رښتيا چې انسان زياتي غواړى او حريص پنځول شوى  دى. کله چې بدي وويني بې تابي کوي او کله چې خير او خوبي وويني دريغ کوي. مګر  لمونځ کوونکي) په دې ډول خداي تعالى خپل غوره پيغمبر او ته _ اي د اوصياوو سرداره _ له ټولو مخلوقاتو مستثنى کړې. څومره ړوند  دى هغه کس چې پر تا يې ظلم  وکړ او ستا حق يې وتروړه. بيايې په فريب او حيلې سره ته يې د پيغمبر د خپلوانو له ونډې (ذوي القربى) له بيت الماله منعې کړې. او کله چې د خلافت چارې تا ته مخه کړه هماغه دې وکړل چې له تا مخکې هغه دوو (خليفه ګانو) کړې وو او له دغه دوو (فدک او د ذوي القربى له ونډې) دې زړه صبر کړ. دهغه څه په خاطر چې ستا لپاره  به دخداي په نزد پاتې شي. نو په دغو دوو څيزونو ستا ازميښت د پيغمبرانو _ دخداي سلام دې وي پر هغوي _ د ازميښتونو په شان وو چې يوازې او بې ملګري وو. (او دخداي په نزد ستا ازميښت) هغه شپه چې د پيغمبر په بسترې څملاستې د اسماعيل ذبيح الله (عليه السلام) د ازميښت په شان و، تا ومنله لکه څرنګه چې هغه ومنله. او اطاعت دې وکړ لکه څرنګه چې اسماعيل په صبر سره ومنله، او خپله بدله يې دخداي په حساب کې وليکله، هغه تسليم شو هغه وخت  چې ابراهيم هغه ته وويل (اي زويه په خوب کې مې ليدلي دي چې تا حلالوم، نو وګوره چې ستا څه خيال دى ؟ هغه ځواب ورکړ : اي پلاره، هر هغه څه چې د(خداي له لوري) مامور يې وې کړه. که خداي غوښتل ما به له صبر کوونکو ومومي) او ته هم هغه وخت چې پيغمبر (درود او سلام دې وي دخداي په هغه او دهغه پر آل) په خپله بستره کې څملولې او امر يې وکړ چې دهغه په ځاي کې څمله او پيغمبر په خپلې (سرښندنې) او بهادرۍ سره خوندي وساته، داسې دې وکړل او بې له ځنډه دې دهغه امر ته ځواب ورکړ او ځان دې د شهادت لپاره تيار کړ. له دې امله خداي تعالى ستا  فرمانبرداري وستايله او ستا نيک کار يې په دغه  ايت سره ښکاره کړ (په خلکو کې داسې کسان شته چې خپل ځانونه په خداي خرڅوي چې دهغه رضا لاسته راوړي)

ثُمَّ مِحْنَتُكَ يَوْمَ صِفّينَ، وَقَدْ رُفِعَتِ الْمَصاحِفُ حيلَةً وَمَكْراً، فَاَعْرَضَ الشَّكُّ وَعُزِفَ الْحَقُّ، وَاتُّبِعَ الظَّنُّ، اَشْبَهَتْ مِحْنَةَ هروُنَ اِذْ اَمَّرَهُ مُوسى‏ عَلى‏ قَوْمِهِ، فَتَفَرَّقُوا عَنْهُ وَهروُنُ يُنادى‏ بِهِمْ‏ وَيَقُولُ يا قَوْمِ اِنَّما فُتِنْتُمْ بِهِ، وَاِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمنُ فَاتَّبِعُونى‏ وَاَطيعُوا اَمْرى‏، قالُوا لَنْ نَبْرَحَ عَلَيْهِ عاكِفينَ حَتّى‏ يَرْجِعَ اِلَيْنا مُوسى‏، وَكَذلِكَ‏ اَنْتَ لَمَّا رُفِعَتِ الْمَصاحِفُ، قُلْتَ يا قَوْمِ اِنَّما فُتِنْتُمْ بِها وَخُدِعْتُمْ، فَعَصَوْكَ وَخالَفُوا عَلَيْكَ، وَاسْتَدْعَوْا نَصْبَ الْحَكَمَيْنِ فَاَبَيْتَ عَلَيْهِمْ، وَتَبَرَّأْتَ اِلَى اللَّهِ مِنْ فِعْلِهِمْ، وَفَوَّضْتَهُ اِلَيْهِمْ، فَلَمَّا اَسْفَرَ الْحَقُّ وَسَفِهَ‏ الْمُنْكَرُ، وَاعْتَرَفُوا بِالزَّلَلِ وَالْجَوْرِ عَنِ الْقَصْدِ اخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِهِ، وَاَلْزَمُوكَ عَلى‏ سَفَهِ التَّحْكيمَ الَّذى‏ اَبَيْتَهُ وَاَحَبُّوهُ، وَحَظَرْتَهُ وَاَباحُوا ذَنْبَهُمُ الَّذِى اقْتَرَفُوهُ، وَاَنْتَ عَلى‏ نَهْجِ بَصيرَةٍ وَهُدىً، وَهُمْ عَلى‏ سُنَنِ‏ ضَلالَةٍ وَعَمىً، فَما زالُوا عَلَى النِّفاقِ مُصِرّينَ، وَفِى الْغَىِّ مُتَرَدِّدينَ‏ حَتىَّ اَذاقَهُمُ اللَّهُ وَبالَ اَمْرِهِمْ، فَاَماتَ بِسَيْفِكَ مَنْ عانَدَكَ فَشَقِىَ‏ وَهَوى‏، وَاَحْيى‏ بِحُجَّتِكَ مَنْ سَعَدَ فَهُدِىَ صَلَواتُ اللَّهِ عَلَيْكَ غادِيَةً وَرآئِحَةً، وَعاكِفَةً وَذاهِبَةً فَما يُحيطُ الْمادِحُ وَصْفَكَ، وَلا يُحْبِطُ الطَّاعِنُ فَضْلَكَ

بله سختي  دې د  صفين د جنګ  په  ورځ وه کله چې د چل او دوکې له مخې قرانونه (په نيزو)  هسک شول نو د (ځينو کسانو) په زړونو کې شک او ترديد پيدا شو. حق يو اړخ ته پريښودل شو. (د حق د پيروۍ په ځاي) د باطل ګمان پيروي وشوه. هلته هم ستا غم د هارون دغم په شان و چې موسى عليه السلام  هغه په خپل قوم مشر کړ بني اسراييل د هغه له خواشا خپاره شول. او هارون هغوي ته چغې کړې او ويل به يې  : (اي خلکو د (سخوندر) ستاسود ازموينې لپاره دى، بيشکه چې ستاسو رب رحمان خداي دى، زما پيروي وکړئ. او حکم مې ومنئ. وې ويل  : له دغه (سخوندره) به لاس وانه خلو تر دې چې موسى راستون شي.) او تا هم اي _ امير المومنينه _ کله چې قرانونه په نيزو هسک شول ودې ويل : (اي خلکو دا ستاسو لپاره يو ازميښت دى تاسو يې وغولولئ او دا ستا سو يو ازميښت دى) خو هغوي ستا نافرماني وکړه. او له تا سره مخالفت ته پاڅيدل.او د دوو قاضيانو (ستا او دمعاويه لخوا د دوو منځکړو) غوښتنه يې وکړه. او تا د هغوي غوښتنه ومنله او همداراز د هغوي کردار دې ونه مانه. او تا  هم د خداي در ته له هغوي پناه يوړه او خبره دې هغوي ته پريښوده. نو کله چې حق ښکاره شو او د (معاويه او دهغه د ملګرو) پليتي رسوا شو ه له حقه د ښوييدو او انحراف اعتراف يې وکړ او له يو بل سره اختلاف ته پاڅيدل. په بيوقوفۍ سره يې ته د حکميت منلو ته مجبوره کړې چې تا له هغه سر وغړاوه خو هغوي  په  هغه کې دلچسپي لرله نو تا ځان له هغوي څنډې ته کړ خو هغوي چې کومه ګناه کړې وه هغه يې روا وګڼله. ته په بصيرت سره روښانه لارې ته هدايت وې او هغوي په ګمراه او ړندو لارو وو. هغوي تل په خپل دوه مخې توب ټينګار کاوه او په ګمراهۍ کې سرګردانه وو. تر دې چې خداي تعالى دهغوي د سپکو عملونو سزا هغوي ته ورکړه او دښمنانان يې ستا په توره نابود کړل. او له دې امله هغوي بد بخت او سرنګون شول او ستا په حجت سره هغه کس چې نيکمرغه و ژوندى کړ او هغه هدايت شو. دخداي درود دې وي په هرسهار او ماښام او په هغه وخت چې په خپل وطن کې وې او هغه وخت چې په سفر کې وې، هيڅ ستايونکى دا وس نه لري چې ستا صفت وکړي او هيڅ عيب لټوونکى ستا له فضيلته انکار نه شي کولاي.

اَنْتَ اَحْسَنُ الْخَلْقِ عِبادَةً، وَاَخْلَصُهُمْ زَهادَةً، وَاَذَبُّهُمْ‏ عَنِ الدّينِ، اَقَمْتَ حُدوُدَ اللَّهِ بِجُهْدِكَ، وَفَلَلْتَ عَساكِرَ الْمارِقينَ‏ بِسَيْفِكَ، تُخْمِدُ لَهَبَ الْحُروُبِ بِبَنانِكَ، وَتَهْتِكُ سُتُورَ الشُّبَهِ بِبَيانِكَ، وَتَكْشِفُ لَبْسَ الْباطِلِ عَنْ صَريحِ الْحَقِّ، لا تَاْخُذُكَ فِى اللَّهِ لَوْمَةُ لائِمٍ، وَفى‏ مَدْحِ اللَّهِ تَعالى‏ لَكَ غِنىً عَنْ مَدْحِ الْمادِحينَ، وَتَقْريظِ الْواصِفينَ قالَ اللَّهُ تَعالى‏ مِنَ الْمُؤْمِنينَ رِجالٌ صَدَقُوا ما عاهَدوُا اللَّهَ‏ عَلَيْهِ، فَمِنْهُمْ مَنْ قَضى‏ نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ، وَما بَدَّلُوا تَبْديلاً، وَلَمَّا رَأَيْتَ اَنْ قَتَلْتَ النَّاكِثينَ وَالْقاسِطينَ وَالْمارِقينَ وَصَدَقَكَ‏ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَعْدَهُ، فَاَوْفَيْتَ بِعَهْدِهِ، قُلْتَ اَما انَ اَنْ‏ تُخْضَبَ هذِهِ مِنْ هذِهِ، اَمْ مَتى‏ يُبْعَثُ اَشْقاها، واثِقاً بِاَنَّكَ عَلى‏ بَيِّنَةٍ مِنْ‏ رَبِّكَ، وَبَصيرَةٍ مِنْ اَمْرِكَ، قادِمٌ عَلَى اللَّهِ، مُسْتَبْشِرٌ بِبَيْعِكَ الَّذى‏ بايَعْتَهُ‏ بِهِ، وَذلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظيمُ، اَللّهُمَّ الْعَنْ قَتَلَةَ اَنْبِيآئِكَ، وَاَوْصِيآءِ اَنْبِيآئِكَ بِجَميعِ لَعَناتِكَ، وَاَصْلِهِمْ حَرَّ نارِكَ، وَالْعَنْ مَنْ غَصَبَ وَلِيَّكَ‏ حَقَّهُ، وَاَ نْكَرَ عَهْدَهُ، وَجَحَدَهُ بَعْدَ الْيَقينِ وَالْأِقْرارِ بِالْوِلايَةِ لَهُ يَوْمَ‏ اَكْمَلْتَ لَهُ الدّينَ، اَللّهُمَّ الْعَنْ قَتَلَةَ اَميرِ الْمُؤْمِنينَ وَمَنْ ظَلَمَهُ، وَاَشْياعَهُمْ وَاَنْصارَهُم، اَللّهُمَّ الْعَنْ ظالِمى‏ الْحُسَيْنِ وَقاتِليهِ، وَالْمُتابِعينَ عَدُوَّهُ وَناصِريهِ، وَالرَّاضينَ بِقَتْلِهِ وَخاذِليهِ لَعْناً وَبيلاً، اَللّهُمَّ الْعَنْ اَوَّلَ ظالِمٍ ظَلَمَ آلَ مُحَمَّدٍ وَمانِعيهِمْ حُقُوقَهُمْ، اَللّهُمَ‏ خُصَّ اَوَّلَ ظالِمٍ وَغاصِبٍ لِآلِ مُحَمَّدٍ بِاللَّعْنِ، وَكُلَّ مُسْتَنٍّ بِما سَنَ‏ اِلى‏ يَوْمِ الْقِيمَةِ، اَللّهُمَّ صَلِّ عَلى‏ مُحَمَّدٍ خاتَمِ النَّبِيّينَ، وَعَلى‏ عَلِىٍ‏ سَيِّدِ الْوَصِيّينَ، وَآلِهِ الطَّاهِرينَ، وَاجْعَلْنا بِهِمْ مُتَمَسِّكينَ، وَبِوِلايَتِهِمْ‏ مِنَ الْفآئِزينَ الْآمِنينَ، الَّذينَ لا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلا هُمْ يَحْزَنُونَ. *

ته دخداي په بندګۍ کې  تر ټول مخلوق ښه يې. او په زهد کې تر ټولو خالص او د دين په ساتنه کې تر ټولو پايداره وې. په هڅې سره دې دخداي حدود پر ځاي کړل او د دين د دښمنانو لښکر دې په خپلې تورې سره په ګونډو کړ، د جنګ شرارې دې د  ګوتو په سر خاموشه کړې، او د شبهو پرده دې په خپلو خبرو سره وشلوله. د باطل حجاب دې د حق له  روښانه څيرې ليرې کړ (او دکارونو په  کولو کې د ملامتوونکو ملامتيا د خداي په لاره کې ستا د دندې په ترسره کولو کې خڼد نه شو هغه څه چې خداي  تعالى ستا په مدحه کې وويل تا  د مداحانو او ستايونکو له ثنا او تعريفه بې نيازه  کوي خداي تعالى فرمايي : (په مومنانو کې داسې کسان دي چې هغه تړون چې له خداي سره يې کړ ى و په صادقانه ډول پوره کړ، ځينو يې د دغه ژمنې په پوره کولو سرونه ورکړل او ځينې نور د شهادت په انتظار کې دي، او هيڅکله هغه تړون نه ماتوي.) او کله چې دې وليدل چې له تړون ماتوونکو او ظالمانو او له دينه له خارجو شويو سره په جنک اخته يې او دخداي در سول خبره_ چې دخداي درود دې وي په هغه او دهغه په ال _ په هغه وعده کې چې تا ته يې درکړې وه رښتيني شوه تا هم په هغه پيمان  چې له تا سره يې درلود وفا وکړه. ودې ويل : (ايا اوس هغه وخت نه دى  نزدې شوى چې (زما دا ويښتان)  زما د (سر په وينو) رنګين شي ؟ نو کله به د دې امت بد بخته کس (زما د شهادت لپاره) راپاڅي. ډاډه وې  چې له خدايه روښانه دليل لرې. او  په خپل کار په بصيرت سره د خداي په لور کډه کوې. (په داسۍ حال کې چې کومه معامله دې له خداي سره کړې ده خوشاله وې او دا ده هماغه لويه کاميابي) اي خدايه، خپل ټول لعنتونه  د  خپلو پيغمبرانو او دهغوي دوصيانو په وژونکو وليږه. هغوي ته د دوزخ حرارت ورسوه او چا چې ستا د ولي (علي) حق وخوړه له خپله رحمته ليرې کړه. هماغه چې  په هغه ورځ چې دين دې دهغه لپاره کامل کې (دغدير ورځ) دهغه په ولايت له يقين او اقراره وروسته يې د هغه د پيمان انکار وکړ او د هغه حق يې پټ وساته. اي خدايه، د امير المومنين وژونکي او هغه کسان چې دهغه په حق کې يې ظلم وکړ او هغوي ملګري او پيروان له خپل رحمته ليرې کړه.  اي خدايه  پر حسين په ظلم کوونکو د هغه په قاتلانو او د قاتلانو په ملګرو پيروانو او دښمنانو او هغه کسان چې دهغه په وژله خوشاله وو او هغه کسانو چې د حسين له ملګرتيا يې لاس واخسته او هغه  يې خوار کړ ډير سخت لعنت وليږه. اي خدايه، په لومړي کس چې د محمد په آل  يې ظلم وکړ او  د هغوي د حق مخه يې ونيوله لعنت او نفرين وليږه. اي خدايه، په تيره بيا د ال محمد په حق کې په  اول غاصب او ظالم او په هغه ټولو چې د ظالمانو په لاره روان شول تر د قيامت ورځې پورې لعنت وليږه. اي ربه، پر محمد خپل وروستي پيغمبر او (دهغه په کورنۍ) درود وليږه او خپل درود په علي چې د اوصياوو مشر دى او دهغه په پاکه کورنۍ وليږه. او مونږ د هغوي له پيروانو او يو ځاي کيدونکو وګرځوه. او دهغوي د ولايت په منلو سره مونږ له ژغوريدونکو اوله عدابه له  امان موندونکو وګرځوه، هغه کسان چې هيڅکله يې زړه ته ويره او غم لاره نه  کوي.