د قدر د شپو اعمال

نولسمه شپه: دا د قدر د شپو وړومبۍ شپه ده او د قدر شپه هغه شپه ده چې په ټول کال کښې يوه شپه هم د هغې غوره والی او فضيلت ته نه رسيږی او په دې شپه کښې عمل د زرو مياشتو له عمل نه غوره دے او په دغه شپه کښې د کال د چارو تقدير هم ټاکل کيږی او ملائک او روح چې له ټولو لويه فرښته ده په دغه شپه د خداے پاک په حکم په زمکه نازليږی. او د زمانې د امام (ع) په خدمت کښې حاضريږی او هغه څه چې د هر کس لپاره مقدر شوی دی امام (ع) ته وړاندې کوی. د قدر د شپو اعمال دوه ډوله دی. يو ډول هغه دی چې پکار دی په درې واړو شپو کښې ترسره شی او يو ډول اعمال د هرې شپې لپاره مخصوص دی.. يو څو کارونه اول پکار دی: وړومبې غسل دے، علامه مجلسی فرمائی چې د دغو شپو غسل پکار دی د نمر د پرېوتو په وخت وکړے شی په دا ډول چې د ماښام نمونځ په دغه غسل سره ادا شی.  دويم دوه رکعته نفل نمونځ دے په هر رکعت کښې له حمد نه پس اوۀ ځل سورۀ توحيد ويل پکار دی.  له نمونځ نه له فارغېدو نه پس اويا ځل اَسْتَغْفٍرالله وَ اَتوبُ اِلَيه ويل پکار دی.  په نبوی حديث مبارک کښې راغلی دی چې له ځايه به لا نه وی خوزېدلے چې خداے پاک به دغه نمونځ ګزار او د هغۀ مور پلار بخښلی وی. دريم قران مجيد دې خلاص کړی او خپلې مخې ته دې کېږدی او داسې دې ووائی:

اَللّهُمَّ اِنّى‏ اَسْئَلُكَ بِكِتابِكَ الْمُنْزَلِ وَما فيهِ، وَفيهِ اسْمُكَ الْأَكْبَرُ، وَاَسْمآؤُكَ الْحُسْنى‏، وَما يُخافُ وَيُرْجى‏ اَنْ تَجْعَلَنى‏ مِنْ عُتَقآئِكَ مِنَ النَّارِ،

اے خدايه! له تا نه سوال کوم ستا د رالېږلی کتاب په خاطر او د هغه څه په خاطر چې په دې کښې دی او ستا د لوې نامې په خاطر او ستا د ښو نومونو په خاطر او د هغه څه په خاطر چې د ويرې او اميد سبب

 

ګرځی چې ما د دوزخ له اور څخه د ژغورونکو په قطار کښې وګرځوې.

     نو بس دغه وخت چې څه حاجت غواړی ودې غواړی.څلورمه دا چې قران مجيد دې په لاس کښې اونيسې او په سر دې کېږدی او داسې ددې ووئی:

اَللّهُمَّ بِحَقِ‏ هذَا الْقُرْآنِ،وَبِحَقِّ مَنْ اَرْسَلْتَهُ بِهِ، وَبِحَقِّ كُلِّ مُؤْمِنٍ مَدَحْتَهُ فيهِ، وَبِحَقِّكَ‏ عَلَيْهِمْ فَلا اَحَدَ اَعْرَفُ بِحَقِّكَ مِنْكَ

((اے خدايه! د دې قران په خاطر او د هغه کس په خاطر چې ورته دې راولېږۀ او د هر هغه مومن په خاطر چې په دې قران کښې دې د هغۀ مدح کړې ده او د هغه حق په خاطر چې تۀ په هغوی باندې لرې ځکه چې داسې څوک نشته چې له تا نه په ښه توګه ستا حق وپېژنی.))

بيا دې لس ځله ووائی: بِكَ يا اَللَّهُ (يا الله خپله ستا په خاطر) او لس ځل دې ووائی: بِمُحَمَّدٍ (د حضرت محمد صلی الله عيه و آله وسلم په خاطر) او لس ځل دې ووائی: بِعَلىٍّ (د امام علی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِفاطِمَةَ (د بی بی فاطمې عليها السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحَسَنِ (د امام حسن مجتبی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحُسَيْنِ (د امام حسېن عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِعَلِىّ بْنِ الْحُسَيْنِ (د امام علی زېن العابدين بن حسېن عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بُمَحَمَّدِ بْنِ عَلِىٍّ (د امام محمد باقر بن علی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِجَعْفَرِ بْنِ‏ مُحَمَّدٍ (د امام جعفر صادق بن محمد عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِمُوسَى بْنِ جَعْفَرٍ (د امام موسی کاظم بن جعفر عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِعَلِىِّ بْنِ مُوسى (د امام علی رضا بن موسی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِمُحَمَّدِبْنِ عَلِىٍّ (د امام محمد تقی بن علی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِعَلِىِّ بْنِ مُحَمَّدٍ (د امام علی نقی بن محمد په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحَسَنِ بْنِ عَلِىٍ‏ (د امام حسن عسکری بن علی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحُجَّةِ (د امام مهدی عليه السلام په خاطر) بيا چې څه حاجت لری له پاک ربه دې وغواړی.

پنځم د امام حسېن عليه السلام زيارت کول پکار دی. په روايت کښې راغلی د چې کله د قدر شپه شی نو اواز کوونکې د اوم اسمان له عرش څخه اواز وکړی چې خداے پاک هر هغه کس بخښلے دے چې د امام حسېن عليه السلام قبر ته راغلے دے.

 

شپږم دغه شپې روڼه کول پکار دی يعنې په ويښه تېرول پکار دی. لکه روايت شوے دے چې چا د قدر شپه روڼه کړه نو د هغۀ ګناهونه بخښل کيږی که هغه ګناهونه يې د اسمان د ستورو هومره وی او درونوالے يې د غرونو هومره وی او حجم يې د سمندر هومره وی.

اوم سل رکعته نمونځ کول پکار دی چې ډېر فضيلت لری او غوره دا دی چې په هر رکعت کښې له سورۀ حمد نه پس لس ځل سورۀ توحيد ولوستې شی.

اتم دا دعا ويل پکار دی:

اَللَّهُمَّ اِنّى‏ اَمْسَيْتُ لَكَ عَبْداً داخِراً، لا اَمْلِكُ لِنَفْسى‏ نَفْعاً وَلا ضَرّاً، وَلا اَصْرِفُ عَنْها سُوءاً، اَشْهَدُ بِذلِكَ عَلى‏ نَفْسى‏، وَاَعْتَرِفُ لَكَ بِضَعْفِ قُوَّتى‏، وَقِلَّةِ حيلَتى‏، فَصَلِّ عَلى‏مُحَمَّدٍ وَ الِ مُحَمَّدٍ، وَاَنْجِزْ لى‏ ما وَعَدْتَنى‏، وَجَميعَ الْمُؤْمِنينَ وَالْمُؤْمِناتِ مِنَ الْمَغْفِرَةِ فى‏ هذِهِ اللَّيْلَةِ، وَاَتْمِمْ عَلَىَّ ما اتَيْتَنى‏ فَاِنّى‏ عَبْدُكَ الْمِسْكينُ الْمُسْتَكينُ، الضَّعيفُ الْفَقيرُ الْمَهينُ، اَللّهُمَّ لا تَجْعَلْنى‏ ناسِياً لِذِكْرِكَ فيما اَوْلَيْتَنى‏، وَلاغافِلاً لِإِحْسانِكَ فيما اَعْطَيْتَنى‏، وَلا ايِساً مِنْ اِجابَتِكَ، وَاِنْ اَبْطَاَتْ عَنّى‏، فى‏ سَرَّآءَ اَوْ ضَرَّآءَ، اَوْ شِدَّةٍ اَوْ رَخآءٍ، اَوْ عافِيَةٍ اَوْ بَلاءٍ، اَوْ بُؤْسٍ اَوْ نَعْمآءَ، اِنَّكَ سَميعُ الدُّعآءِ.

((اے خدايه! ما ماښام کړ په داسې حال کښې چې يو خوار بنده يم چې د ځان لپاره د ګټې او تاوان مالک نه يم او نه شم کولې د راتلونکو ناخوالو رخ له ځانه واړوم او دا هغه مطلب دے چې زۀ پرې په ځان ګواهی ورکوم او ستا په وړاندې د خپلې بې وسۍ او ناچارۍ اعتراف کوم نو بس درود واستوه په حضرت محمد (ص) او د هغۀ په آل باندې او په هغه څه باندې وفا وکړه چې له ما او ټولو مومنانو سړيو او مومنانو ښځو سره دې په دې شيه کښې د بخښنې وعده کړې ده. او تمام کړه په ما باندې هغه څه چې راته دې راکړل ځکه چې زۀ ستا بېنوا، بېوځله، بې وسه، تش لاسے او خوار بنده يم. اے خدايه! ما ستا له ياده هېرونکے و مۀ ګرځوې په هغه څه کښې چې ما ته دې انعام راکړے دے او نه مې غافل وګرځوې ستا له احسان څخه په هغه څه کښې ما ته دې عطا کړی دی او له خپل اجابت څخه مې نااميده مۀ کړې او که څه هم وختونه تېر شی په خوشحالۍ يا سختۍ کښې، په مشکلاتو يا اسانيو کښې په روغه سټه کښې يا مصيبت کښې، په تنګ لاسۍ کښې يا په نعمت کښې بې شکه چې تۀ د دعا اورېدونکے يې.))

او دا دعا کفعمی (رح) له امام زېن العابدين عليه السلام نه روايت کړې ده چې په دې شپو کښې به يې ويله د قيام په حال کښې د ناستې په حال کښې، د رکوع په حال کښې او د سجدې په حال کښې، او علامه مجلسی (رح) فرمايلی دی چې په دې شپو کښې تر ټولو غوره اعمال بخښنه غوښتل او دعا غوښتل دی لپاره د دنيا او اخېرت د حاجتونو، د مور پلار، خپلو خپلوانو، د ژوندو او مړيو مومنانو وروڼو.او څومره چې کېدې شی ذکرونه او په محمد (ص) او آل محمد عليهم السلام باندې درود او سلام لېږل پکار دی. او په ځينو روايتونو کښې  راغلی دی چې په دې دريو شپو کښې د جوشنِ کبير دعا ويل پکار دی.دا فقير وائی چې د جوشنِ کبير دعا (چې پکښې د خداي پاک يو زر نومونه دي)  په مفاتيح الجنان کتاب کښې وګورئ.

او روايت شوے دے چې د خداے د ګران رسول (ص) په خدمت کښې يو کس عرض وکړو چې که زۀ د قدر شپه درک کړم نو له پاک ربه څه وغواړم؟ وې فرمايل: عافيت وغواړه.

او بله دا چې د نولسمې شپې له اعمالو نه پس يو لړ مخصوص اعمال څو څيزونه دی اول سل ځل اَسْتَغْفِرُاللَّهَ رَبّى‏ وَ اَتُوبُ اِلَيْهِ دويم سل ځل اَللَّهُمَّ الْعَنْ قَتَلَةَ اَميرِ الْمُؤْمِنينَ دريم دا دعا ويل پکار دی : يا ذَاالَّذى‏ كانَ ... چې په څلورمه برخه کښې تېره شوه. څلورم دا ويل پکار دی: اَللّهُمَّ اْجْعَلْ فيما تَقْضى‏ وَتُقَدِّرُ مِنَ الْأَمْرِ الْمَحْتُومِ، وَفيما تَفْرُقُ مِنَ الْأَمْرِ الحَكيمِ فى‏ لَيْلَةِ الْقَدْرِ، وَفِى الْقَضآءِ الَّذى‏ لا يُرَدُّ وَلا يُبَدَّلُ، اَنْ تَكْتُبَنى‏ مِنْ حُجَّاجِ بَيْتِكَ الْحَرامِ، الْمَبْرُورِ حَجُّهُمُ، الْمَشْكُورِ سَعْيُهُمُ، الْمَغْفُورِ ذُنُوبُهُمُ، الْمُكَفَّرِ عَنْهُمْ سَيِّئاتُهُمْ، وَاجْعَلْ‏ فيما تَقْضى‏ وَتُقَدِّرُ، اَنْ تُطيلَ عُمْرى‏، وَتُوَسِّعَ عَلَىَّ فى‏ رِزْقى‏، وَتَفْعَلَ بى‏ كَذا وَكَذا،

((اے خدايه! و مې ګرځوې په هغه څه کښې چې له حتمی برخليک څخه دې حکم کړے او مقدر کړی دې دی او هغه څه کښې چې د قدر په شپه کښې يې له خپل حکيمانه فرمان څخه جدا کړې او په هغه قضا او قدر کښې چې هيڅ تغير او بدلون نه لری چې زما نوم ستا د محترم کور (کعبې شريفې) د حاجيانو په فهرست کښې وليکې، هغه حاجيان چې حج يې قبول شوے، سعی يې د قدرونې وړ ګرځېدلې، ګناهونه يې بخښل شوی، او بدې چارې يې بخښل شوی دی. او و مې ګرځوې په هغه څه کښې چې دې مقدر کړی دی چې زما عمر اوږد کړې او رزق راته پراخه کړې. او...... (د بی کذا او کذا په ځاے خپل حاجتونه بيانول پکار دی)

يوېشتمه شپه: د يوېشتمې شپې فضيلت له نولسمې شپې نه زيات دے او پکار دی چې د هغې شپې اعمال لکه غسل، شپه په وېښه تېرول، زيارت، د اوۀ ځل قُل هُوَاللَّه نمونځ کول، قران مجيد په سر نيول، سل رکعته نمونځ، د جوشن کبير دعا وغېر ترسره شی. او په روايتونه کښې په دې شپه او په درويشتمه شپه کښې په غسل ويښ پاتې کېدلو او په عبادت کښې د ډېر زيات کوشش کولو پخلے شوے دے.  او په دې حقله چې د قدر شپه په دې دوو شپو کښې يوه ده څو روايتونه راغلی دی چې له معصوم نه پوښتنه وشوه چې دا وټاکئ چې په دې دوو شپو کښې کومه يوه د قدر شپه ده؟ خو هغوی و نه ټاکله بلکې وې فرمايل: ما اَيْسَرَ لَيْلَتَيْنِ فيما تَطْلُبُ يا دا چې يې وفرمايل: ما عَليْكَ اَنْ تَفعَلَ خيراً فى‏ لَيلَتَيْنِ و نَحْوُ ذلِكَ وَقالَ شَيْخُنَا الصَّدُوق فيما اَمْلى‏ عَلَى الْمَشايِخِ فى مَجْلِسٍ واحِدٍ مِنْ مَذْهَبِ الْأِمامِيَّةِ وَ مَنْ اَحْيى‏هاتَيْنِ اللَّيْلَتَيْنِ بِمُذاكَرَةِ الْعِلْمِ فَهُوَ اَفْضَلُ "له دې شپې نه د وروستۍ لسيزې په دعاګانو شروع کول پکار دی. او شېخ کلينی (رح) په کافی کښې له حضرت امام جعفر صادق عليه السلام نه روايت نقل کړے دے چې وې فرمايل پکار دی د روژې د مياشتې په وروستۍ لسيزه کښې هره شپه وويل شی:

اَعُوذُ بِجَلالِ وَجْهِكَ الْكَريمِ، أنْ يَنْقَضِىَ عَنّى‏ شَهْرُ رَمَضانَ، اَوْ يَطْلُعَ‏ الْفَجْرُ مِنْ لَيْلَتى‏ هذِهِ، وَلَكَ قِبَلى‏ ذَنْبٌ اَوْ تَبِعَةٌ تُعَذِّبُنى‏ عَلَيْهِ.

((پناه وړم ستا د بزرګوار ذات جلال ته له دې نه چې د روژې مبارکه مياشت له ما تېره شی او يا د نن شپې د سهار سپېدی په ما راوخيژی او بيا هم ستا په وړاندې په ما باندې ګناه يا داسې څيز چې سزا يې بده ده پاتې وی چې د هغۀ په وجه ما په عذاب کړې.))

او کفعمی د بلدالامين په حاشيه کښې نقل کړی دی چې امام جعفر صادق عليه السلام به  د روژې د مياشتې په اخيری لسيزه کښې هره شپه له فرائضو او نوافلو څخه وروسته دا دعا لوسته:

اَللّهُمَّ اَدِّعَنَّا حَقَّ ما مَضى‏ مِنْ شَهْرِ رَمَضانَ، وَاغْفِرْ لَنا تَقْصيرَنا فيهِ، وَتَسَلَّمْهُ مِنَّا مَقْبُولاً، وَلا تُؤاخِذْنا بِاِسْرافِنا عَلى‏ اَنْفُسِنا وَاجْعَلْنا مِنَ الْمَرْحُومينَ وَلا تَجْعَلْنا مِنَ الْمَحْرُومينَ

((اے خدايه! له مونږ څخه د روژې د مياشتې د تېرو ورځو حق ادا کړې او په دې مياشت کښې مو خطاګانې وبخښې، او په قبول شوی حالت کښې يې له مونږ څخه واخلې او په هغو زياتيو مو و نه نيسې چې په خپلو نفسونو مو کړی دی او مونږ  وګرځوې له هغو کسانو نه چې رحمت پرې شوے دے او له هغو کسانو څخه مو و مۀ ګرځوې چې له رحمت نه بې برخې شوی دی.))