غدير اختر، د دين د کامليدو ورځ

د لوی اختر نه پس د ذې الحجه په اتلسمې نيټی د غدير اختر ورځ ده

ګرانو لوستونکو: اختر په ملتونو کښې د دودونو او رسمونو دژوندي کولو او دبرخليک ټاکونکو ورځود يادونې او دبيا تړون ورځ ده .

وروسته له دې چې دخداي پاک ګران پيغمبر حضرت محمد ص په خپل اخري حج کښې په غدير خم ميدان کښې حضرت علي عليه السلام خپل جانيشين وټاکه، ددغې ورځې په مناسبت يو شمير دستورې وشوې .

د حضرت رسول اکرم ص په مخ کښې خوشحالۍ او شادابي وليدل شوه او ويې فرمايل ماته امبارکي ووايئ .

دخداي پاک رسول ص دغه تعبير دجنګ په ميدانونو کښې په هيڅ برياليتوب کښې نه و و کارولي .

له دې وروسته دعلي دستاينې غږونه پورته شول دحسان بن ثابت او دمسلم بن عباده انصاري په شان ديوه بل صحابه شعرونو په خلکو کښې دخوشحالۍ او هيجان څپه رامينځته کړه .

دغدير اختر دلمانځلو دستورې دتاريخ په اوږدو کښې له يو شمير ټيټو هسکو سره سره دوام موندلي دي .

همدا ا وس مونږ دغه ورځ لمانځو او داسلام ګران پيغمبر حضرت محمد ص، حضرت علي عليه السلام او دنړۍ ټولومسلمانانو ته امبارکي وايو .

د حضرت امام رضا عليه السلام په تعبير، ستاينه کوو د هغه خداي پاک چې مونږ يې دحضرت علي په ولايت په تکيه کونکو کښې وګرځولو.

نن ورځ دغدير له برکتونو دګټه پورته کولو او دراغونډيدا ورځ ده .

حضرت امام صادق عليه السلام په خپلو دوستانو سلام او درود واي او له خداي پاک غواړي خپل رحمت هغو بندګانو ته ورکړي چې دغدير اختر په ورځ له نورو کسانو سره يوځاې کيږي او دپيغمبر اکرم ص داهل بيتو دسيرت او اخلاقو په باره کښې خبرې کوي .

دعيد معنا بيرته ستنيدل دي .

خلک په سپرلي کښې دطبيعت سوړ بدن دژوندپه بيرته ستنيدا اختر لمانځي .

دغدير پيښې هم اسلامي امت ته دوباره ژوند او تاندوالي وربخښه او له پيغمبر ص وروسته دټولنې دمشرۍ په هکله يې دخلکو انديښنه ختمه کړه .

داسلام دګران پيغمبر حضرت محمد ص ګران لمسي حضرت امام حسن عليه السلام هر کال په کوفې کښې دغدير اختر په و رځ خلکو ته ستره ميلمستيا ورکوله .

امام علي عليه السلام له خپلو بچيانو او ملګروسره په دغه ميلمستيا کښې ګډون کاوه .

په دغه معنوي فضا کښې امام حسين خلکو ته تحفې او ډالۍ ورکولې .

دتاريخ په اوږدو کښې دانسانانو رهبرۍ او دلارښونې بهير په دوو برخو ويشل کيږي .

لومړۍ برخه يې دحضرت ادم عليه السلام له وخت راهسې ده چې دلومړي پيغمبر په توګه يې دلارښونې بيرغ په لاس کښې واخيست .

له هغه وروسته الهي پيغمبران يو بل پسې دبشر دلارښونکو په توګه ډګر ته راووتل .

دخداي پاک اخري پيغمبر حضرت محمد ص هم دوحي دتعليماتو پراساس دانسان دتکامل او ودې لپاره ترټولو لوړ تعليمات وړاندې کړل .

دانسانانو دمشرۍ بل پړاو هغه وخت پيليږي چې پيغمبر اکرم ص دذيحجې دمياشتې په اتلسمه نيټه حضرت علي عليه السلام دخپل ځاي ناستي په توګه وټاکه .

په هغه تاريخي شيبه کښې پيغمبر اکرم ص دخداي پاک له لورې وګمارل شو چې له ځان وروسته مشران معرفي کړي چې په هغوې کښې حضرت علي عليه السلام په سر کښې راځي .

په هغه و رځ د حضرت علي عليه السلام په معرفي کيدا سره دبشريت په تاريخ کښې يو بل نوي باب پرانستل شو .

دغدير له پيښې وروسته خلکو له حضرت علي عليه السلام سره روغ بړ و کړ او ويې ويل افرين دې پر تا افرين دې وي پرتا اي د ابوطالب زويه ته زما او د ټولو ايمان لرونکو سړيو او ښځو مولا او مشر شوي.

غدير د حضرت علي عليه السلام شخصيت ددرنښت ورځ ده .

داسې ستر انسان چې داسلام له ظهوره وروسته په ټولو ټيټو هسکو کښې دپيغمبر اکرم په څنګ کښې او له هغه سره وو .

په يوه جنګ کښې مسلمانان له دوو خواو کلابند شول او ډير مسلمانان وتښتيدل او د خداي پاک ګران پيغمبر حضرت محمد ص يوازي پاتي شو او دمسلمانانو له دغه کار خپه شو په دې ډول چې له مخ او تنډې يې خويلې بهيدلې .

ناڅاپه يې نظر په حضرت علي عليه السلام پريوت او هغه يې په خپل څنګ کښې وليد .

حضرت رسول اکرم ص پوښتنه وکړه علي ته ولې له هغو کسانو سره چې وتښتيدل يوځاي نشوې .؟

حضرت علي عليه السلام وويل اي دخداي رسوله ايا له اسلام وروسته کافر شم ؟

زه دستا منونکي يم .

پيغمبر اکرم صلی الله عليه واله دعلي د مينې او زړورتيا په ليدو سره وفرمايل : « ګرانه علي ددغو کافرانو حمله په شا وتمبوه .»

دښمن د پيغمبر اکرم ص دله مينځه وړلو لپاره خپل ټول توان او امکانات ميدان ته راوړي وو .

خو حضرت علي په بي ساري زړورتيا سره هغه حملې چې په پيغمبر ص کيدلې شنډولې .

په دې وخت کښې حضرت جبرييل نازل شو او ويې ويل اي محمده دسرشيندنې معنا هم داده .

پيغمبر اکرم ص وفرمايل علي له ما او زه له علي يم »

حضرت جبرييل وويل زه هم له تاسو يم .

د غدير اختر په و رځ دامام علي ستر شخصيت ديوې لوړې بيلګې په توګه ټولو ته معرفي شو .

د خداي پاک ګران پيغمبر حضرت محمد دهجرت دلسمې کال دذي العجې داتلسمې نيټې په ورځ دغرمې په مهال له ګڼ شمير اصحابو سره يوځاې چې تاريخ ليکونکو دهغوې شمير کابو يو لک شل زره اعلان کړي دي داخري حج له سفره بيرته ستنيد .

د غرمې په وخت سخته ګرمي وه او هوا ډيره ګرمه او توده وه .

د کاروان دخلکو او داوښانو د جرثونه غږونه اوريدل کيدل .

خو په دغه ټول شورماشور کښې دخداي پاک دګران رسول څيرې ديوې بلې پيښې حکايت ورکاوه .

هغه حضرت په ډير ژور فکر کښې ډوب شوي وو ته به وائ چې دبرخليک ټاکونکي او مهم خبر په تمه دي .

ناڅاپه په پيغمبر اکرم ص وحي نازله شوه .

دخداي پاک ګران رسول وفرمايل هغه کسان چې تراوسه نه دي رسيدلي په چټکې سره ځانونه غدير خم ته ورسوي او هغه کسان چې مخکې تللي دي راوګرځي .

غدير خم دمکې او مدينې ترمينځ يو ژور ځاي وو چې دکاروانونو خلک به له هغه ځايه تيريدل

خو په هغه و رځ په دغه ځاي يوه ستره او تاريخي پيښه وشوه .

وروسته له دې چې خلک راټول شول دپيغمبر اکرم ص لپاره داوښانو له کجوو څخه يو منبر جوړکړي شو .

حضرت محمد منبر ته وخاته او په زړه پورې غږ سره يې لومړي دخداي پاک ستاينه وکړه او خلکو ته له څو خبرو کولو وروسته يې وفرمايل اي خلکو څوک دمسلمانانو دمصلحتونو دپيژندلو او دهغوې دچارو دسرپرستي زيات وړ دي .؟

خلکو وويل خداي پاک او رسول يې زيات پوهيږي .

ايا زه پرتاسو تر تاسو زيات حق نلرم .

خلکو وويل همداسې ده اي دخداي پاک رسوله .

اي خلکو زه به ډير ژر وفات شم پوه شئ چې زه تاسو ته دوه ګرانبيه څيزونه پريږدم يو قران مجيد او بل زما اهل بيت عليه السلام .

له هغوې وړاندې لاړ نشئ او نه ترې وروسته پاتې شئ .

بيا داسلام ګران پيغمبر حضرت محمد ص دعلي لاس په خپل لاس کښې واخيست او دومره يې اوچت کړ چې ټولو هغه دخداي پاک د رسول په څنګ کښې وليد او ويې پيژند .

ورپسې يې په لوړ غږ سره وفرمايل اي خلکو له دې وروسته زه د چې مولا او مشر يم دغه علي دهغه مولا او مشر دي .

داسلام ګران پيغمبر دغه ټکي درې ځله تکرار کړ او دوام يې ورکړ اي خدايه پاکه دعلي دوستان خپل دوستان وګڼئ او دهغه دښمانان خپل دښمانان وګڼه .

البته دا لومړي ځل نه و و پيغمبر اکرم ص علي تايدوه .

هغه حضرت له هغه وخته چې پيغمبر شو په هر مناسب فرصت کښې به يې دعلي ستاينه کوله .

لا په غدير خم کښې موجود خلک تيت پرک شوي نه وو چې وحي روح بخښونکو انګازو دمحمد ص ژوند ته تاندوالي وبخښه .

 دقران مجيد دمايده سورې په دريم ايت کښې ويل شوي «نن ما تاسو دين کامل کړ او خپل نعمتونه مو پرتاسو تمام کړل او اسلام مو دتاسو دتل پاتې دين په توګه ومانه »

پيغمبر اکرم ص په غدير خم کښې په خپلې وينا کښې وفرمايل ما هغه څه چې تاسو ته درسولو لپاره ورباندې ګمارل شوي وو ورسوه چې دهغو کسانو لپاره چې دلته شتون لري او دهغو کسانو لپاره چې دلته نشته يوحجت ووسي .

حاضران دې غايبانو او پلاران دې خپلو بچيانو ته تر قيامت ورځې پورې دغه پيغام ورسوي .

دغه و ينا ددې ښودنه کوي چې غديرخم همدا اوس مونږ او حتي ورپسې نسلونو ته مخاطب دي .

له دې کبله هغه څه ته چې په لسم هجري قمري کال کښې په غديرخم کښې وشول يوازې ديوې تاريخي پيښې په توګه نشو کتلاي .

دعلي دانتخاب دليل هغه ارزښتونه او فضيلتونه دي چې دهغه په شخصيت کښې راغونډ شوي دي .

په حقيقت کښې دهمدغو ښو صفتونو په خاطر خداي پاک له پيغمبر وروسته دټولنې د چارو تدبيرول علي ته وسپارل .

علي داسي مشر وو چې پاک روح يې له ځان منمۍ او تمې ډير واټن درلود .

څرنګه چې علي خپل يوه ملګري ته وفرمايل حکومت زما لپاره ديوې بې ارزښته څپلې هومره ارزښت نلري .

دحاضر وخت يوه شخړه دفاسدو او نالايقو واکمنانو شتون دي .

هغه ځان منمه انسانان چې نړۍ دجنګ او بلوا په لور وربياي ټول شيان دخپلو تمو او هدفونو لپاره غواړي .

خو امين او صالح مشران حکومت دخداي پاک لخوا يو امانت ګني او له هرشي زيات دخلکو دژغورنې فکر کوي .

دغدير پيښې دغه پيغام نني بشر ته ورساوه چې يوازې صالح ، پرهيزګار ، او په اخلاقو ښکلي شوي انسانان په خلکو دحکومت وړتيا لري.

د غدير پيښې دغه حقيقت روښانه کړ چې دټولنې مديريت بايد دامينواو نيکو کسانو په لاس کښې وي د داسې کسانو په لاس کښې چې د هغوې اصلي هڅه په ټولنه کښې دامنيت او عدالت ټينګيدل او دمظلومانو او کړيدليو خلکو مرسته ده.

د غدير خم داختر په ادابو کښې د دين له علماو او له هغو کسانو سره کتنه ده چې د پيغمبر د نسل دي.

خلک دهغوې ليدو ته و رځي او دهغوې په درنښت سره په پيغمبر او دهغوې په اهل بيتو سلام او درود استوي .

د غدير حديث دخداي دګران رسول ترټولو پريکنده حديث ګڼل کيږي او دطبري او ابن عقده په شان علماو هر يوه په دې زمينه کښې خپلواکه کتابونه تاليف کړي دي .

ابن طلحه شافعي ليکي دغه ورځ اختر شو ددې لپاره چې دخداي پاک رسول ص علي دولايت په لوړ مقام ټاکه او له ټولو خلکو يې يوازې هغه ته دغه شرافت ورکړ .

ثعالبي هم د ثمار القلوب نومې کتاب کښې د غدير شپه د ځانګړيو مناسبتونو برخه بولي او ليکي د غدير شپه هماغه شپه ده چې د هغې په سبا د خداي پاک رسول په غدير خم کښې يوه خطبه ولوستله او ويې فرمايل(من کنت مولاه فهذا علي مولاه)  زه د چا مولا يم نو علي د هغه مولا دي.