بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا
)الاحزاب ايت 21)
ترجمه: بيشکه تاسو کې هغو کسانو لپاره د رسول الله په ذات کښې ښايسته بيلګه او نمونه موجوده ده کوم د خداي سره د ملاقات او د قيامت ورځ د راتلو په هکله هيله من دي او خدای پاک ډير ډير يادوئ.
سريزه
(د قران پاک او سنت پر چورليز، وحدت او يووالې)
بسم اللّه الرّحمن الرّحيم
اَلْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمينِ، وَ الصَّلاةُ وَ السَّلامُ عَلى مُحَمَّد وَ آلِهِ الطّاهِرينَ وَ السَّلامُ عَلى اَصْحابِهِ الْبَرَرَةِ الْمَيامين.
مونږ ټول مسلمانان، له کورنيو مشکلاتو او اختلافاتو لامله په خپله کښې له يو بل سره په لانجو او جګړو کې اخته يوو او هم دا رنګ د اسلام دښمنانو له بهره له داسې لارې چې مونږ پرې نه پوهيږو، زمونږ وحدت او يووالې يې په تفرقه کې او زمونږ رعب او دبدبه يې په کمزورتيا کې بدله کړې ده، دومره اختلافات يې رامينځته کړل چې له مونږه يې د دفاع کولو طاقت هم واخست او پر مونږ مسلط او واکمن شول حال دا چې پاک الله په قران پاک کې فرمايې:
وَ أَطيعُوا اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ لا تَنازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَ تَذْهَبَ ريحُكُم ؛[1]
د پاک الله او د هغه د پيغمبر(ص) اطاعت وکړئ او يو بل سره جګړې مه کوئ ګنې کمزوري به شئ او د تاسو قدرت او رعب به لاړ شي.!
هو:وَ ما أَصابَكُمْ مِنْ مُصيبَةٍ فَبِما كَسَبَتْ أَيْديكُمْ وَ يَعْفُوا عَنْ كَثيرٍ ؛[2]
هر يو مصيبت او تکليف چې درته ورسي د تاسو د عمل پايله او نتيجه ده او الله تعالی ډير خلک بخښې هم !
نو ښه به دا وي چې نن او بلکې هره ورځ بايد (قران او سنت) ته ستانه او بيرته وګرځو او خپل وحدت او يووالې د قران او سنت مطابق برابر کړو لکه څنګه چې پاک الله فرمايې:
فَإِنْ تَنازَعْتُمْ في شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَ الرَّسُولِ ؛[3]
که د يو څيز په هکله په خپله کښې لانجه وکړئ نو د هغه حکم په هکله خداي او د هغه رسول ته مراجعه وکړئ.
مونږ هم، په دې بحثونو کې (قران او سنت) ته مراجعه کړې ده او زمونږ د اختلافي مسايلو لارښوونه او دليلونه له قران او سنت څخه اخلو څو- د خداي په فضل سره- يو ځل بيا د مسلمانانو د وحدت او اتحاد سبب وګرځي.
هيله من يم چې اسلامي پوهان او متفکران به هم، په دې ډګر کې مونږ سره همکارۍ او تعاون وکړي او خپلې ليد توګې به مونږ ته راوليږي. چې په نتيجه کې يې د مسلمانانو وحدت او يووالې زيات ټينګ شي.
سيد مرتضى عسكرى
په مړي ژړه کول
الف) هغه روايتونه چې فرمايې: پيغمبر (ص) پر مړي ژړيدۀ او نور يې هم دغه کار ته هڅول
1. د سعد بن عباده پر بيماري او ناروغۍ د پيغمبر اکرم صلىاللهعليهوآله ژړه
په صحيح مسلم کتاب کې له عبد الله بن عمر روايت ده چې وېې ويل: «سعد بن عباده ناجوړه شو او رسول اکرم صلىالله عليه وآله، سره د عبدالرحمان بن عوف او سعد بن ابى وقاص او عبداللّه بن مسعود، د هغه پوښتنې لپاره هغه کور ته ورغلل کله چې يې هغه وليد نو هغه بې هوشه ؤ، پيغمبر اکرم صلىاللهعليه وآله وفرمايل ايا هغه به حق رسيدلې دی؟ وويل شول نه ای د خداي رسوله! پيغمبر اکرم صلىاللهعليه وآله په ژړه شو خلکو هم کله چې د پيغمبر اکرم صلىالله عليه و آله ژړه وليده هغوي هم په ژړه شول، وې فرمايل ايا نه وينئ چې خدای پر هغه چا عذاب نه نازلوي څوک چې مونږ ورور لپاره وژاړي او هم دا رنګ د مومن ورور په غم کې غمجن کس پر زړه هم عذاب نه رالوري، خو د دې په خاطر – خپلې ژبې ته يې اشاره وکړه- يا عذاب کوي او يا يې بخښې»[4]
2. په خپل زوي ابراهيم د پيغمبر اکرم صلىاللهعليهوآله ژړه
په صحيح بخارى، صحيح مسلم، سنن ابىداود او سنن ابن ماجه کتابونو کښې له انس بن مالكه روايت كوي چې وې ويل :[5]
رسول خدا صل الله عليه وآله خدمت ته ورغلم ... د پيغمبر اکرم زوی ابراهيم د ځانکندن په حال کښې ؤ. د پيغمبر اکرم له مبارکو سترګې اوښکې روانې شوی نو، عبدالرحمان بن عوف وويل : اى د خدای رسوله! ايا ته هم ژاړی؟ وې فرمايل: «د عوف زويه! دا رحمت دی» او بيا يې ورزياته کړه او وې فرمايل: [ايا په سمه نه وينی] «سترګې مو ژړيدونکی او زړه مو غمجن دی خو د خداي رضا نه پرته بل څه په ژبې نه راوړم. (بيا يې وفرمايل) اى ابراهيمه! په رښتيا چې مونږ ستا له جدايۍ سره ډير غمجن يو.»[6]
دا روايت په سنن ابن ماجه کې په دې ډول ده:
انس بن مالك وايې: کله چې د رسول خدا صلىاللهعليهوآله زوی ابراهيم په حق ورسيده، نو پيغمبر اکرم صلىاللهعليهوآله حاضر کسانو ته وفرمايل: « هغه په کفن کښې تر هغې مه پټوئ [چې اخيرې ځل لپاره] د هغه ديدار وکړم.» بيا يې سر ته ورغې هغه ته يې سترګې غړولې او ورته ټيټ شو حال دا چې ژړيده.[7]
په سنن ترمذى کښې راغلي دي چې:
جابربن عبداللّه وايې: پيغمبر اکرم صلىاللهعليهوآله د عبدالرحمان بن عوف لاس ونيول او هغه سره د زوی ابراهيم سر ته راغې او هغه (ابراهيم) يې، چې د ځانکندن په حال کښې ؤ راونيولل او ځان سره يې غاړې باسل او په ژړه شو. عبدالرحمان بن عوف وويل : آيا ژړه کوی؟ مګر ته هغه کس نه يی چې مونږ ته ويل چې ژړه مۀ کوئ؟ وې فرمايل: «نه،زه د ژړه کوونکيو له دوو ډلو چې کم عقل او ساده وو چې خپل کار سره د ګناه ارتکاب يې کاوۀ منعه کوم يوه هغه ډله چې د مصيبت او غم په وخت خپل مخونه خروي او ګريوانونه شلوي او بل هغه کسان چې مصيبت په وخت د شيطانانو خبرې په خوله راوړي.»[8]
3. پر خپل نماسي د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله ژړه
په صحيح بخارى، صحيح مسلم، سنن ابىداود او سنن نسائى کښې روايت شوې چې: د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله لور هغۀ حضرت ته پيغام وليږل چې: مونږ کور ته راشه چې زما زوی د مړيدو په حال کښې دی. پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله پاڅيد او سره د سعد بن عباده او خپلو څو نورو اصحابو، د هغه پوښتنې ته ورغلل. ماشوم چې سا يې اخسته او مرګ حاله ؤ د هغه بزرګوار مخې ته يې راوړ. د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله سترګې له اوښکو ډکې شوی او څو څاڅکې اوښکې يې وغورځيدې. سعد وويل: اى د خدای رسوله! دا څه وينم؟ وې فرمايل: « دا رحمت او د زړه سوز دی چې الله تعالی د خپلو بندګانو په زړونو کښې اچولې دی او پاک الله يوازې خپل مهربان بندګانو باندې رحمت نازلوي او يوازې هغو بخښي.»[9]
4. په خپل ګران ترۀ حمزه(بزرګوار) د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله ژړه
په طبقات ابن سعد، مغازى واقدى، مسند احمد او د اهل سنتو په نورو کتابونو کښې روايت شوی ده چې:
پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله ـ له اُحُد غزا روسته ـ کله چې د انصارو له کورنو يې د ژړه اواز واوريده چې په خپل مړو ژړيدل، نو هغۀ مبارکې سترګې هم له اوښکو ډکې شوی او وژړيد او وې فرمايل: « زما ګران ترۀ حمزه څوک نيشته چې ورله وژړي.» سعد بن معاذ کله چې د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله دا خبره واوريده نو د بني عبدالاشهل قبيلې ښځو ته ورغلل او هغوي ته يې وويل چې د حمزه د شهادت له امله [پبغمبر ته تسليت ووايئ او پر حمزه وژړيږئ]. پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله هغو لپاره دعا وکړه او هغوي يې کورونو ته بيرته ستانۀ کړل. له دې پيښې روسته د انصارو ښځو به لومړۍ به حمزه ژړه کوله او بيا به يې په خپلو مړو ژړه کوله.[10]
5. د موته جنګ پر شهيدانو د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله ژړه
په صحيح بخارى کښې روايت شوی چې:
پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله [څرنګه ]د زيد او جعفر او ابن رواحه شهيديدل، د هغوي د شهادت خبر رارسيدو نه وړاندې خلکو ته بيان کړل او هغوي يې وستايل او وې فرمايل:
«زيد بيرغ اوچت کړ او ژوبل شو او بيا شهيدشو! پس له هغۀ جعفر بيرغ واخست او هغه هم شهيد شو! له دې روسته ابن رواحه بيرغ ورپول او هغه هم شهيد شو.» پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله په داسې حال کښې دا وينا کوله چې له سترګو يې اوښکې روانې وې![11]
6. پر جعفر بن ابىطالب د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله ژړه
په استيعاب، اسد الغابه، اصابه، تاريخ ابن اثير او هم داسې د اهل سنتو په نورو کتابونو کې روايت شوی چې لنډيز يې داسې ده:
کله چې جعفر او د هغه ملګري شهيد شول نو پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله د هغو کور ته ورغې، د هغو بچيان يې راوغوښتل هغو يې ښکلا کړ ]هغو سره يې مينه وکړه[ په داسې حال کښې د پيغمبر اکرم له سترګو اوښکې جاري وې،. د جعفر ښځې او ماندينې، اسماء وويل چې:
زما مور او پلار له تا ځار شه ای رسول خدا ته ولې ژاړی؟ آيا جعفر او د هغه له ملګرو تاته څه خبر رارسيدلې؟ وې فرمايل : «هو، هغوي نن شهيد شول.» اسماء وويل: زه پاڅيدم يوه چغه مو ووهله او ښځې مو راټولې کړې د فاطمه بې بي کور ته ننوتم نو ومې ليدل چې هغه د ژاړي او داسې د وايې وا زما ګرانه ترۀ! کله چې پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله [داسې وليدل] وې فرمايل:
په رښتيا چې ژړه کوونکي بايد داسې وژړي لکه څنګه چې په جعفر ژړه کيږي.[12]
7. د خپلې مور آمنه بې بې پر مزار د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله ژړه
په صحيح مسلم، مسند احمد، سنن ابىداود، نسائى او ابن ماجه کښې روايت راغلی ده چې:[13]
ابوهريره وايې چې: پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله د خپلې مور قبر زيارت وکړ او ورباندې وژړيد او هغۀ سره څومره کسان وو هغه ټول وژړيدل.[14]
په مختلفو مناسبتونو، پر ګران نماسې حضرت حسين عليهالسلام د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله ژړه
1. د ام الفضل حديث
په مستدرک صحيحين، تاريخ ابن عساكر، مقتل خوارزمى او همداسې د اهل سنتو په نورو کتابونو کښې راغلي چې:[15]
د حارث له لور ام الفضل څخه روايت کوي چې هغه د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله خدمت ته ورغله او وي ويل: اى د خدای رسوله! ما پرون شپې ډير بد خوب وليد! وې فرمايل: « په خوب کښې د څه وليدل؟» وې ويل: ډيره سخته اوګرانه خبره ده! وې فرمايل: «ووايه هغه څه دي؟» وې ويل: ومو ليدل چې د تا له مبارک بدن يوه ټوټه جدا شوه او زما په کوت(لمنې) کښې راوغورځيده! پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله وفرمايل: «ښه خوب د ليدلې دی؛ فاطمه به ـ انشاء اللّه ـ زوی زيږي چې ستا په لمنې کې به ځاي کوي.» [ويل شوی:] له دې پس لکه څنګه چې پيغمبر اکرم فرمايلي وو، فاطمه بې بي زوي حسين وزيږيد او هغه زما لمنې ته راغې. يوه ورځ پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله خدمت ته ورغلم او حسين مو هغه ته ورکړ لږ ساعت پس يې پام حسين ته شو، او لږ غلې شو ناڅاپه د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله له مبارکو سترګو د باران په څير اوښکې روانې شوی! هغه وايې چې ومو ويل: اى د خدای نبى! زما مور او پلار له تا ځار شه دا څۀ چل وشو چې په ژړه شوی؟ وې فرمايل: «چې جبرائيل ـ عليه الصلاة و السلام ـ راته خبر راکړ چې زما امت به په راتلونکي نږدې کې زما دغه نماسۍ وژني.» ما وويل دا (حسين) به وژني؟ وې فرمايل: «هو، هغۀ حضرت لږه سره خاوره ما ته راکړه (چې دا د هغې زمکې خاوره ده چې حسين به په کښې شهيديږي).»
حاكم، مستدرك صحيحين ليکوال وايي چې: دا حديث د خليفه ګانو [بخارى او مسلم] د حديثونو شرطونو سره صحيح او سم ده، خو بيا يې هم دغه روايت ذکر نه دی کړې.[16]
2. د زينب بنت جحش روايت
په تاريخ ابن عساكر، مجمع الزوائد، تاريخ ابن كثير او د اهل سنتو په نورو کتابونو کښې روايت شوې ده چې:[17]
زينب وايې: «يوه ورځ چې پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله زما په کور کښې ؤ او ما حسين عليه السلام چې تازه يې مَزَل زده کړې ؤ، لوبوۀ، يوه لحظه مو بل څه ته پام شو او له هغه غافله شوم، او هغه پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله ته ورغې، هغه وفرمايل: « خلاص يې پريږده.» ـ ان تر دې چې زينب وايې ـ بيا پيغمبر اکرم لاسونه اسمان ته پورته کړ او بيا يې لمونځ شورو کړ کله چې يې لمونځ پاي ته ورسيد نو ورته مو وويل چې: اى د خدای رسوله! نن تا يو داسې کار وکړ چې تر اوسه مو له ستا نه ؤ ليدلې؟ وې فرمايل: «جبرائيل امين ما ته راغی او ما ته يې دا خبر راکړ چې زما امت به دغه [زما نماسۍ] وژني. ومو ويل: د هغه د شهادت د ځاي خاوره راته وښايه نو هغۀ بزرګوار د سور رنګ خاوره ما ته راکړه.»[18]
3.د عايشه روايت
په تاريخ ابن عساكر، مقتل خوارزمى، مجمع الزوائد او همداسې د اهل سنتو په نورو کتابونو کې له ابىسلمة بن عبدالرحمن څخه روايت کوي:[19]
عايشه وايې: «پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله په داسې حال کې چې حسين يې په لمنې کې ناست ؤ، جبرائيل ورته راغې او وې ويل: دا د تا زوی دی؟ وې فرمايل: «هو»، وې ويل: خو ستا امت به ډير زر – د تا د رحلت نه پس- هغه وژني او قتلوي يې. د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله سترګې له اوښکو ډکې شوې جبرائيل وويل: که زړه د غواړې هغه ځمکه چې ستا زوی پکښې شهيديږي، تا ته دروښايم. وې فرمايل: «هو راته وښايه» جبرائيل امين هم طف [كربلا] ځمکه هغۀ بزرګوار ته وښايله.»
د دې حديث بل عبارت داسې هم راغلې ده چې جبرائيل امين په عراق کې طف ځمکې ته اشاره وکړه او له هغې ځمکې يې سره خاوره راواخسته او هغه حضرت ته يې وښايله او وې ويل چې دا خاوره د هغه د قتلګاه ده.»[20]
په دې هکله نور ډير حديثونه هم شته چې پرښتو لخوا، پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله ته د امام حسين عليه السلام د شهادت خبر ورکول هم تائيدوي. لکه:
1. روايت امسلمه
په مستدرک صحيحين، طبقات ابن سعد، تاريخ ابن عساكر او د اهل سنتو داسې نورو کتابونو کښې روايت شوی[21] چې راوى ويلي دي چې:
بې بې امسلمه ـ رضى اللّه ـ ماته خبر راکړ چې: «يوه شپه پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله اوده شو او [لږ وروسته] ډير په خپګان سره ويښ شو؛ بيا څملاستل او ويده شو او لږ وخت پس بيا په ډير خپګان سره ويښ شو؛ بيا اودۀ شو او بيا په داسې حال کې ويښ شو چې سره خاوره يې په لاس کې وه او هغه يې بويوله او ښکُلوله. ما ورته وويل: اى د خدای رسوله! دا خاوره د کوم ځاي ده؟ وې فرمايل: «جبرائيل ماته خبر راکړ چې دا [حسين عليهالسلام] به په عراق ځمکه کښې شهيديږي. جبرائيل امين ته مو وويل: هغه ځمکه چې نماسې مو هلته شهيديږي ماته راوښايه او دا د هغې ځمکې خاوره ده.»
حاكم وايې: دا حديث د شيخينو [بخارى و مسلم] د حديث د شرطونو په مطابق صحيح ده خو هغو دغه حديث په خپلو کتابونو کښې ذکر نه دی کړې.[22]
2. د انس بن مالک روايت
په مسند احمد، المعجم الكبير طبرانى، تاريخ ابن عساكر او د اهل سنتو په نورو کتابونو کښې روايت شوی ده چې:[23]
انس بن مالک وايې: د قطر په نوم يوې پرښتې له الله تعالی اجازه واخسته چې د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله ليدلو او ديدار ته راشي؛ نو پاک الله ورته اجازه ورکړه نو هغه پرښته په داسې ورځ د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله خدمت ته راغله چې پيغمبر اکرم د امسلمه په کور کې ؤ. پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله امسلمه ته وفرمايل: «خيال کوه څو زمونږ جامې ته رانشي.» په داسې حال کښې چې ام سلمه په دروازې کښې ولاړه وه ناڅاپه حسين بن على عليهماالسلام راغې هغه دروازه خلاصه کړه او راننوت پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله هم هغه راونيولل او هغه يې ښکلا کول نو هغې پرښتې ورته وويل: ايا دا ماشوم په تا ګران او خوږ دی؟ دې فرمايل: «هو.»
وويل: ستا امت به ډير زر هغه وژني! که غواړې هغه ځای درښولې شم چې په کوم ځای کې به هغه شهيديږي؟ وې فرمايل: «هو، غواړم.» وې ويل: هغې پرښتې له هغه ځايه چې دا پکښې شهيديږي يو موټې خاورې رواخستې او هغه حضرت ته يې وښايلې، او پس له دې يې د هغې ځمکې لږ شان ريګ يا سرې خاورې راوړې . چې امسلمه هغه رواخستې او په يو رومال کې يې سنبال کړې د حديث رواي ، ثابت، وايې: مونږ ـ هغه وخت ويل چې ـ دا خاوره د کربلا ده![24]
هغه روايتونه چې وايې پيغمبر اکرم خلک له ژړه منعې کول او د هغو روايتونو علت
په صحيح مسلم او سنن نسائى کښې له عبداللّه روايت راغلې چې: حفصه پر عمر [ناروغي] وژړيده. عمر وويل: لورې صبر وکړه! ايا تا ته پته نشته چې پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله فرمايلي چې: «مړې د خپل خپلوانو د ژړه له امله عذاب ويني(يعني ورته تکليف رسي »؟[25]
په بل روايت کښې داسې راغلي دي:
عمر وويل: چې پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله وفرمايل:«مړې په قبر کې د خپلوالانو د ژړه په خاطر عذاب ويني.»[26]
او په بل روايت کې داسې راغلي:
عبداللّه بن عمر وايې: کله چې عمر ژوبل او زخمي شو نو بې هوشه شو نو د بې هوشۍ په حال کې دا ګومان وشو چې که مړ دی په هغه ژړه او وير وشو. کله چې په هوش کې راغې وې ويل: آيا تاسو ته پته نشته چې پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله فرمايلي دي: «چې مړې د ژوندي کسانو د ژړه له امله عذاب ويني.»[27]
د حديث په هکله د عايشه سپيناوې او د عمر او له هغه زوی د غلطي لرې کول
په صحيح بخارى، صحيح مسلم او سنن نسائى کښې روايت شوی چې:
ابن عباس وايې: کله چې مدينه ته ورسيدم، نو اميرالمؤمنين [عمر] حکومت له ټينګ او مزبوت نه ؤ شوی چې ژوبل او ګوزار يې ؤخوړه نو صهيب يې سر ته راغې او چغې يې وهلې چې وا زما وروره ! وا زما ملګريا!. عمر وويل: آيا ته خبر نه ياست، آيا اوريدلي دې نه دي چې پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله وفرمايل: «مړې د خپلوالانو ځينو ژړه ګانو په خاطر عذاب ويني.»؟
ابن عباس وايي: زه پاڅيدم او عايشه خدمت ته ورغلم او هغه څه چې تير شوی ؤ ورته مو بيان کړل. عايشه وويل: نه په خدای قسم! رسول الله هيڅ کله داسې نه دي فرمايلي چې: «مړې د بل چا د ژړه له امله عذاب ويني.» بلكه هغه حضرت فرمايلي دي چې:
إنَّ الكافِرِ يَزيدُه اللّهُ بِبُكاءِ أَهلهِ عذاباً وَ انَّ اللّه لَهُو أضْحك و أبْكى، ولا تزر وازرة وِزْرَ اُخری؛
خدای تعالی کافران د خپلوالانو د ژړه له امله زيات عذابوي او يوازې خدای دی چې خندول او ژړول د هغه په لاس کې دي او څوک د بل کس د ګناه سزه او بوج نه اخلي.
قاسم بن محمد وايې: کله چې د عمر او د هغۀ زوی خبرې عايشه ته ورسيدې نو هغې وويل چې تاسو ما د داسې کسانو په هکله خبر راکړ چې نه هغوي دروغ وايې او نه بل څوک تکذيبوي، خو [په هر حال] د انسان غوږونه خطا کولې شي.[28]
په صحيح مسلم، صحيح بخارى، سنن ترمذى او موطأ مالك کښې روايت ده چې:
هشام بن عروه له خپل پلاره نقلوي چې وايې: د عايشه څنګ ته ناست ؤم وويل شو چې د عمر زوی ويلي دي چې: «مړې د خپلوالانو د ژړه په خاطر عذاب ويني.» عايشه وويل: خدای ابا عبدالرحمن وبخښې، يو څه يې اوريدلي دي خو ښه پرې پوهـ شوی نه دی، [کيسه داسې وه چې:] د يوه يهودي جنازه ـ په داسې حال کښې چې ورباندې ژړه کيدا ـ د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله څنګ ته يې تيره کړه نو هغه حضرت هغو ته په خطاب وفرمايل چې: «تاسو ژړه کوئ او د هغه عذاب د سختيږي.»[29]
امام نووى [وفات 676 هجرى] په شرح صحيح مسلم کښې، د هغو روايتونو په هکله چې د ژړه څخه له منعې کولو په هکله له پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله څخه راغلي داسې وايې: دا روايتونه يوازې عمر او د هغه له زوی عبداللّه څخه نقل شوي دي او عايشه د داسې حديثونو انکار کوي او دا يې د هغو د هيريدلو او غلطۍ ګنلي ده او عايشه وايې چې دا حديثونه له پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله څخه نقل نه دي شوي.[30]
پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله، عمر، له ژړه منعې کولو څخه، نهي کول
په سنن نسائى، سنن ابن ماجه او مسند احمد کښې روايت شوی چې:[31] سلمة بن ازرق وايې: وامې وريدل چې ابوهريره ويل : د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله يو خپل په حق ورسيد، ښځې راټولې شوې او پر هغه يې ژړه شورو کړه عمر پاڅيد او هغو يې له ژړه منعې کړې او هغوی يې پاڅولې، پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله وفرمايل: ای عمره! هغو په خپل حال پريږده د هغو سترګې له اوښکو ډکې او زړونه يې عمجن او مصيبت يې تازه ده.»[32]
په مسند احمدکښې له وهب بن كيسان چې هغه يې له محمد بن عمرو روايت کوي چې:
سلمة بن ازرق، عبداللّه بن عمر سره په بازار کښې ناست وو چې څو کسانو يوه جنازه تيره کړه او ورباندې يې ژړه کوله. دا کار عبداللّه بن عمر خوښ نه شو او هغو يې پريښودل. سلمة بن ازرق هغه ته وويل چې داسې مه وايه! ځکه چې زه په خپله ګواه يم او له ابو هريره مو اوريدلي دي چې ـ د مروان يوه خپله مړه شوی وه او مروان هغه ښځې له کوره وباسلې چې کومو ژړه کوله ـ ابو هريرة چې جنازې سره ولاړ ؤ وويل چې: اى ابا عبد الملك! هغو په خپل حال پريږده، ځکه چې يوه ورځ مو ليدل چې يوه جنازه يې د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله څنګ ته تيره کړه. زه او عمر بن خطاب هم پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله سره وو عمر وغوښتل چې هغه ښځې چې جنازې سره ژاړي وشړي خو پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله وفرمايل: د خطاب زويه! هغو په خپل حال پريږدوه د هغو زړونه داغدار، سترګې يې ژړيدلې او غم يې تازه ده.»[33]
د روايتونو جاج او د هغو نتيجه
د لومړۍ برخې روايتونو دا ثابته کړه چې: پر هغه کس چې د ځانکندن په حال کې دی(محتضر) او يا هغه څوک چې مړ شوی دی او هم دا رنګ د مړو په قبرونو که هغه شهيدان وي او که غير شهيد ژړه کول روا دي او همدغه د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله سيرت ده.
د دوهمې برخې روايتونو دا ثابته کړه چې: پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله په ځلونو د خپل شهيد نماسۍ [حسين عليهالسلام ] لپاره وژړيد، او د دې ډول ژړه اثبات سره، چې هغه حضرت، پر حضرت حسين عليهالسلام وژړيد، دا برخه هم لومړۍبرخې سره پيوستون خوري او دا کار هم د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله له سيرت څخه حسابيږي.
د دريمې برخې روايتونو دا ثابته کړه چې: پر مړې د ژړه کولو له نهي کولو روايتونه ،يوازې دويم خليفه او د هغه زوی عبدالله نقل کړي دي چې ام المؤمنين عايشه پر خپل استدراک او سپيناوې کې وويل چې: «خداى ابا عبدالرحمن وبخښې چې يو څه يې اوريدلي دي خو ښه پوهـ ورباندې نه دی شوی» او هم دا رنګ د نورو صحابه ؤ ويناوې لکه: ابو هريره او ابن عباس چې د دې موضوع په اړه يې خبرې کړې دي، مونږ له دې ټولو خبرو دا تر لاسه کوو چې:
هغه څه چې دويم خليفه او د هغه زوی عبدالله «پر مړي د ژړه کولو څخه د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله منعې کول» روايت کړی دی خطا او غلطۍ ده.
همدې له امله پر هغه چا ژړيدل چې د مرګ په حال کې دی يا پر هغه کس ژړيدل چې مړ شوی دی، او د مړې په قبر ژړيدل د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله له سنت او سيرت دي. پس په حسين عليهالسلام ژړه کول هم ، د پيغمبر اکرم صلىالله عليه وآله له سنت او سيرته پيروي ده.
(والحمدُ للهِ رَبّ اللعالَمِينْ)
[1]. سوره انفال،ايت 46.
[2]. سوره شورى،ايت 30.
[3]. سوره نساء،ايت 59.
[4]. صحيح مسلم، ټوک 2، مخ 636، كتاب الجنائز، باب 6.
[5]. دا عبارت له صحيح بخاري دی.
[6]. صحيح مسلم، ټوک 4، مخ 1808، كتاب الصبيان؛ سنن ابىداود، ټوک 3، مخ 193، باب البكاء على الميت؛ سنن ابن ماجه، ټوک 1، مخ 507؛ صحيح بخارى، ټوک 1، مخ 158.
[7]. سنن ابن ماجه، ټوک 1، مخ 473، كتاب الجنائز.
[8]. سنن ترمذى، ټوک 4، مخ 226، كتاب الجنائز، باب الرخصة فى البكاء على الميت. دا حديث د اهل سنتو د حديث پيژندونکې عالمانو په نزد حديث حسن دی.
[9]. صحيح بخارى، كتاب الجنائز، باب قول النبى صلىاللهعليهوآله: «يعذب الميت ببعض بكاء اهله عليه.» كتاب المرضى، باب عبادة الصبيان، ټوک 4، مخونه 3 او191؛ كتاب التوحيد، باب ان رحمة اللّه قريب من المحسنين؛ صحيح مسلم، كتاب الجنائز، باب البكاء على الميت، ټوک 2، مخ 636، حديث 11؛ سنن ابىداود، كتاب الجنائز، باب البكاء على الميت، ټوک 3، مخ 193، حديث 3125؛ سنن النسائى، ټوک 4، مخ 22، كتاب الجنائز، باب الأمر بالاحتساب و الصبر؛ مسند احمد، ټوک 5، مخونه 204،206 او207.
[10].دا روايت مو د حمزه بزرګوار د ژوند د حال د بيان کښې له طبقات ابن سعد، ټوک 3، مخ 11، چاپ دار صادر بيروت، 1377 هجرى مو راوړ. له دې تفصيلي حديث په مغازى واقدى، ټوک 1، مخ 315 ـ 317، کې راغلې دی. او همداراز په، امتاع الاسماع، ټوک 1، مخ 163؛ مسند احمد، ټوک 2، مخ 40؛ تاريخ طبرى، ټوک 2، مخ 532، چاپ مصر؛ سيره ابن هشام، ټوک 3، مخ 50؛ ابن عبد البر په استيعاب، او ابن اثير په اسد الغابه کې بيان کړې ، چې لنډيز يې د حمزه د ژوند د حال په بيانولو کښې راغلې ده.
[11]. صحيح بخارى، ټوک 2، مخ 204، كتاب فضائل الصحابة، باب مناقب خالد؛ البداية و النهاية، ابن كثير، ټوک 4، مخ 255؛ سنن الكبرى، بيهقى، ټوک 4، مخ 70؛ انساب الاشراف، ټوک 2، مخ 43؛ شرح ابن ابىالحديد پر نهج البلاغة، ټوک 15، مخ 73.
[12]. تاريخ ابن اثير، ټوک 2، مخ 90 او همداسې هغو نورو کتابونو کښې چې په متن کې ورته اشاره وشوه چې د جعفر طيار د ژوند په ليک کې راوړې شوی دی.
[13]. دا عبارت د صحيح مسلم دی.
[14]. صحيح مسلم، ټوک 2، مخ 671، كتاب الجنائز، باب 36، حديث 108؛ مسند احمد، ټوک 2، مخ 441؛ سنن نسائى، ټوک 4، مخ 90، كتاب الجنائز؛ سنن ابن ماجه، ټوک 1، مخ 501، حديث 1572.
[15]. د متن عبارت له مستدرک کتابه ده.
[16]. مستدرك صحيحين، ټوک 3، مخ 176 او د هغه کوټلې او لنډيز په مخ 179؛ تاريخ ابن عساكر، حديث 631 او همدې حديث سره په نږدې مضمون په حديث نمبر 630؛ مجمع الزوائد، ټوک 9، مخ 179؛ مقتل خوارزمى، ټوک 1، مخونه 159ـ162؛ تاريخ ابن اثير، ټوک 6، مخ 230. او په ټوک 8، مخ 199 کښې هم ورته اشاره شوی ده. امالى شجرى، مخ 188؛ فصول المهمة ابن صباغ مالكى، مخ 145؛ روض النضير، ټوک 1، مخ 89؛ صواعق، مخ 115، او په بل چاپ کښې مخ 190. كنزالعمال، ټوک 6، مخ 223، مخکيښنې چاپ . الخصائص الكبرى، ټوک 2، مخ 125. د اهل بيت عليهمالسلام په کتابونو کې هم، په مثير الاحزان، مخ 8 او لهوف ابن طاوس، مخ 6 او7 کښې راغلی دی.
[17]. دا عبارت د تاريخ ابن عساكر کتاب او د هغه لنډيز ده.
[18]. تاريخ ابن عساكر، د امام حسين عليهالسلام د ژوند د حال شرح، حديث 629؛ مجمع الزوائد، ټوک 9، مخ 188؛ كنز العمال، ټوک 13، مخ 112؛ ابن كثير هم په خپل تاريخ کښې، ټوک 8، مخ 199 هغه ته اشاره كړې ده. د اهل بيت عليهمالسلام د منونکو په کتابونو کښې هم راغلې دی، په امالى شيخ طوسى، ټوک 1، مخ 323؛ مثير الاحزان، مخونه 7 ـ10، چې هغه په پای کې يوه مهمه تتمه ده. او همدا راز په لهوف، مخونه 7ـ9، ام المؤمنين زينب بنت جحش د پيغمبر اکرم (ص) ماندينه ده.
[19]. د خوارزمى کتاب عبارت مو راوړې.
[20]. طبقات ابن سعد، حديث 269؛ تاريخ ابن عساكر، شرح حال امام حسين عليهالسلام، حديث 627؛ مقتل خوارزمى، ټوک 1، مخ 159؛ مجمع الزوائد، ټوک 9، مخونه 187 او 188؛ كنز العمال، ټوک 13، مخ 108 نوې چاپ او ټوک 6، مخ 223 زوړ چاپ؛ الصواعق المحرقة ابن حجر، مخ 115؛ خصائص السيوطى، ټوک 2، مخونه 125 او 126؛ جوهرة الكلام للقرة غولى، مخ 117؛ امالى شيخ طوسى چې د شيعه ؤ د مكتب کتابونه دي، ټوک 1، مخ 325؛ امالى شجرى، مخ 177 په تفصيل سره.
[21]. دا عبارت د مستدرك ده.
[22]. مستدرك صحيحين، ټوک 4، مخ 398؛ المعجم الكبير طبرانى، حديث 55 ؛ تاريخ ابن عساكر، حديث 619؛ طبقات ابن سعد، تحقيق او خپور کړې، عبدالعزيز طباطبائى، مخونه 42 ـ 44، حديث 628؛ تاريخ الاسلام ذهبى، ټوک 3، مخ 11؛ سير اعلام النبلاء، ټوک 3، مخونه 194 و 195؛ مقتل خوارزمى، ټوک 1، مخونه 158 او 159؛ ذخائر العقبى، محب الطبرى، مخونه 148 او 149؛ تاريخ ابن كثير، ټوک 6، مخ 230؛ كنز العمال، متقى، ټوک 16، مخ 266.
[23]. دا عبارت د مسند احمد بن حنبل کتاب ده.
[24]. مسند احمد، ټوک 3، مخونه 242 او265؛ تاريخ ابن عساكر، د امام حسين عليهالسلام د ژوند حال په شرح کښې، حديث 615 ـ 617 او هغه په خپل تهذيب تاريخ کښې، ټوک 4، مخ 325؛ معجم الكبير طبرانى، د امام حسين عليهالسلام د ژوند حال په شرح کښې، حديث 47؛ مقتل خوارزمى، ټوک 1، مخونه 160 و162؛ تاريخ الاسلام ذهبى، ج 3، مخ 10؛ سير اعلام النبلاء، ټوک 3، مخ 194؛ ذخائر العقبى، مخونه 146و147؛ مجمع الزوائد، ټوک 9، مخونه 187 و190، په يو بل سند سره؛ تاريخ ابن كثير، باب الاخبار بمقتل الحسين، ټوک 6، مخ 229 چې په هغۀ کښې داسې عبارت ذکر شوی: «مونږ تل دا خبره اوريده چې هغه به په کربلا کښې شهيديږي.» او ټوک 8، مخ 199؛ كنز العمال، ټوک 16، مخ 266. الصواعق المحرقه؛ ابن حجر، مخ 115؛ الدلائل ابىنعيم، ټوک 3، مخ 202؛ الروض النضير، ټوک 1، مخ 192؛ المواهب المدنية قسطلانى، ټوک 2، مخ 195؛ خصائص سيوطى، ټوک 2، مخ 25؛ موارد الضمآن بزوائد صحيح ابن حبان، ابوبكر هيتمى، مخ 554. د اهل بيت عليهمالسلام د مکتب پيروانو کتابونوکښې هم، امالى شيخ طوسى [تولد/460 هجرى]، ټوک 1، مخ 221 چې په هغه کښې عبارت داسې ده: «له ملائيکو څخه يوه لويه ملايکه... .»
[25]. صحيح مسلم، ټوک 2، مخ 639، كتاب الجنائز، باب الميت يعذب ببكاء اهله عليه؛ سنن نسائى، ټوک 4، مخ 18، كتاب الجنائز، باب النهى عن البكاء على الميت.
[26]. صحيح مسلم، ټوک 2، مخ 639؛ صحيح ترمذى، ټوک 4، مخ 222، كتاب الجنائز، باب 24؛ سنن ابن ماجه، ټوک 1، مخ 508، كتاب الجنائز، باب الميت يعذب بما نيح عليه.
[27]. صحيح مسلم، ټوک 2، مخ 639؛ سنن نسائى، ټوک 4، مخ 18.
[28]. صحيح مسلم، كتاب الجنائز، باب 9، حديث22 و23 صحيح بخارى، كتاب الجنائز، باب يعذب الميت ببكاء اهله عليه، ټوک 1، مخونه 155 او 156؛ سنن نسائى، ټوک 4، مخ 18، كتاب الجنائز، باب النياحة على الميت؛ الاجابة لا يراد ما استدركته عايشه على الصحابة، زركشى، مخ 82، باب استدراكها على عمر بن الخطاب.
[29]. صحيح مسلم، كتاب الجنائز، باب 9، حديث 25؛ صحيح بخارى، ټوک 1، مخ 156، كتاب الجنائز، باب الميت يعذب ببكاء بعض اهله؛ صحيح ترمذى، كتاب الجنائز، باب 25، ټوک 4، مخونه 226و227؛ موطأ مالك، ټوک 1، مخ 234، كتاب الجنائز، باب النهى عن البكاء على الميت.
[30]. شرح صحيح مسلم، الامام النووى، ټوک 6، مخ 228، كتاب الجنائز.
[31]. د نسايې کتاب عبارت مو راوړی.
[32]. سنن نسائى، ټوک 2، مخ 19، باب الرخصة فى البكاء على الميت؛ مسند احمد، ټوک 2، مخونه 110،273، 408 و444؛ سنن ابن ماجه، ټوک 1، مخ 505، كتاب الجنائز، باب ما جاء فى البكاء على الميت، حديث 1587.
[33]. مسند احمد، ټوک 2، مخونه 273 و 408 او په همدې مضمون سره نږدې په 333 مخ کښې.