(۹)د بهلول کیسې

بهلول او خوش اوازه مارغۀ

بهلول له خپل ملګري سره په باغ كې چكر واهۀ . د يوې ونې پر څانګه يوۀ ډېره ښكلي مارغۀ سندرې ويلې.

د بهلول ملګري وويل: ګوره دا مارغه څومره ښكلى او څه ښه آواز يې دى.

بهلول ورته وويل: هو ډېر ښكلى دى او ښه آواز يې دى خو افسوس چې د ځان او اواز ښكلا يې لګيا ده، قفس ورته جوړوي.

شېبه وروسته يو ښكاري راپيدا شو: مارغه يې ونيوۀ قفس ته يې واچاوۀ او ځان سره يې يووړ.

کلیدي کلمې: