(۱۳)د بهلول کیسې

د بهلول او ناپېژندلي ورور كيسه

يوه ورځ بهلول چیرې ناست ؤ او وريجې يې چې پخپله پخې كړې وې، په خوند خوند خوړلې. يو چالاك سړى چې د دۀ د وريجو ډكه كاسه ليدلې وه، ور وګرځېدۀ ورته يې وويل: ته خو پوهېږې چې حضرت آدم (ع) زموږ لومړنى پلار دى او حوا بي بي مو هم لومړنۍ مور ده او په دې حساب زه او ته سره وروڼه يوو او دا انصاف نه ده چې ته له ورور سره خپل خواړۀ ونه وېشې.

بهلول كاسې ته لاس اوږد كړ، يوه دانه وريجه يې راواخيسته او سړي ته يې وركړه چالاك سړي وويل: دا رنګ وېش خو د انصاف او ورورۍ وېش نه دى.

بهلول ځواب وركړ: په دې شجره چې تا رايستلې ده دا يوه دانه وريجه هم درباندې ډېره ده ځكه كه هر ورور ته برخه وركړم تاته يوه دانه هم نه در رسېږي.

کلیدي کلمې: