ښځې او د قبرونو زيارت

يوازېنۍ مسئله چې باقي پاتې ده د ښځو د زيارت موضوع ده. په ځينو روايتونو کښې نقل شوي دي چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د ښځو له زيارت څخه نهي کړې ده. لکه:

«لَعَنَ رَسُولُ اللهِ زَوّاراتِ الْقُبُورِ» [1]

((د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم په هغو ښځو باندې چې د قبرونو زيارت ته ځي لعنت کړے دے.))

خو دا پاملرنه پکار ده چې د ښځو لپاره د زيارت په حراموالي باندې په دا ډول حديثونو باندې استدلال له څو لحاظه صحيح نۀ دے.

١- زياتره علماء دا نهي يوه کراهتي نهي بولي او د کراهت علت هغه خاص حالات دي چې په هغو وختونو باندې واکمن وو، چې د ((مفتاح الحاجه)) ليکوال په شان د حديثو يو شارح د سنن ابن ماجه په حديث باندې په خپله شرحه کښې ليکي:

«إخْتَلَفُوا في الْکَراهَةِ هَلْ هِيَ کِراهَة تَحْرِيم أَوْ تَنزيه ذَهَبَ الاَْکثَرُ اِلي الْجَوازِ اِذا آمنَتْ بِالْفِتْنَةِ.»[2]

((عالمان د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د نهي په حقله دوه قوله دي چې ايا نهي تحريمي ده او کۀ کراهتي.خو اکثر علماء عقيده لري چې ښځه په داسې صورت کښې چې له فتنې څخه مطمئنه وي د قبر زيارت ته تلې شي.))

٢- په تېرو حديثونو[3]  کښې مو ولوستل چې بي بي عائشې (رض) له رسول اکرم صلی الله عليه و آله وسلم نه نقل کړي وو چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د قبرونو زيارت ته تلل ازاد اعلان کړل.که ښځې له دغه حکم نه مستثنی وې نو ضروري وه چې يادونه يې کړې وې چې دا حکم يوازې د سړيو لپاره دے. په خاصه توګه چې د حديث بيانوونکې خپله ښځه ده نو په طبيعي توګه چې د مخاطبانو ترمېنځ به ښځې هم موجودې وې او هر مخاطب دا فکر کوي چې حکم او ذمه واري د هغۀ لپاره ده.

٣- په ځينو احاديثو کښې راغلي دي چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم بي بي عائشې (رض) ته د قبرونو د زيارت طريقه وروښودله [4]  او ام المومنين له پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم نه پس هم د قبرونو زيارت ته تله.

٤- ترمذي نقلوي چې کله د بي بي عائشې(رض) ورور (عبدالرحمن بن ابي بکر) په ((الحبشي)) کښې وفات شو نو د هغۀ جنازه يې مکې ته يوړه او هم هغلته يې خاورو ته وسپارۀ، کله چې يې خور ام المومنين له مدېنې نه مکې ته راغله نو د خپل ورور د قبر زيارت ته ورغله او د هغۀ د قبر په خوا کښې يې د وير او ماتم دوه شعرونه وويل او وېنا يې وکړه.[5]

د صحيح ترمذي شارح ((امام حافظ ابن العربي)) (پېدائش ٤٣٥ وفات ٥٤٣) په صحيح ترمذي باندې په خپله تعليقه کښې ليکي: صحيح خبره دا ده چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم سړيو او ښځو ته اجازه ورکړه چې د قبرونو زيارت ته لاړ شي، که ځينې د ښځو زيارت مکروه ګڼي نو په قبر باندې د بې تابۍ او بې صبرۍ په وجه او يا د پوره ستر او پردې نۀ لرولو په وجه وو.

٥- صحيح بخاري له ((انس)) نه نقلوي چې ((د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم يوه ښځه وليده چې د خپل يو عزيز په قبر باندې ژړا کوي، ورته يې وفرمايل: تقوا خپله پېشه وګرځوه او صبر وکړه، هغې ښځې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم و نۀ پېژندۀ، وې ويل: ما پرېږده، په هغه مصيبت چې زۀ ګرفتاره شوې يم تۀ نۀ يې شوے، بيا چې ورته چا وويل چې دا د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم ؤ نو د خپل عزيز قبر يې پرېښود او د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم کور ته ورغله او له هغه حضرت څخه يې معافي وغوښته چې تاسو مې و نۀ پېژندئ. د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم ورته وفرمايل: په مصيبت باندې صبر غوره دے.)) [6]

که د قبر زيارت د ښځو لپاره حرام وې نو د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم به هغه له دې کار څخه منعې کړې وې. په داسې حال کښې چې هغه حضرت ورته يوازې د صبر کولو نصيحت وکړ او د قبر له زيارت نه پس د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم کور ته د ښځې د راتلو په وخت د هغه حضرت موضوع ((د مصيبت په وخت صبر او زغم)) وه نه ((د قبر زيارت)) ګنې حکم به يې ورکړے ؤ چې بيا د خپل عزيز قبر ته لاړه نۀ شې.

٦- د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم قدرمنه لور بي بي فاطمه عليها السلام به د هرې جمعې په ورځ د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د ترۀ  حضرت حمزه عليه السلام د قبر زيارت لپاره تله او د هغۀ د قبر په خوا کښې به يې نمونځ کوۀ او ژړل به يې. [7]

قرطبي وائي: د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم هرې زيارت کوونکې ښځې باندې لعنت نۀ دے ويلې بلکې هغې زيارت کوونکې باندې يې لعنت کړے دے چې په متواتره توګه د قبرونو زيارت ته روانه وي، په دې ګواه سره چې فرمائي. ((زوارات القبور))  او ((زوار)) د مبالغې صيغه ده.[8]

او کېدې شي د لعن کولو علت دا وي چې له حد نه زيات زيارت کول د خاوند د حق د ضائع کولوسبب او په کتو کښې د تبرج وسيله او همدا رنګ په چغو سورو سره د ښځو ژړل وي او که د ښځې په زيارت کولو کښې د دا ډول چارې نۀ وي نو څه اشکال نۀ لري، ځکه چې د مرګ ياد راوړنه له هغو چارو څخه ده چې سړي او ښځې دواړه ورته ضرورت لري.

٨- که د قبرونو زيارت په زيارت کوونکي کښې  له دنيا څخه د څنګته کېدو، د لالچ او حرص د کمېدو او د اخېرت د ياد راوړو سب ګرځي نو دا د مړي لپاره يوه بله ګټه ده، يو داسې کس چې د منونو خاورو د لاندې اودۀ وي او لاسونه يې له هر څيز او کار څخه لنډ شوي وي  نو ځکه  زيارت کول د سورۀ فاتحې له تلاوت او هغۀ ته د ثواب له هديه کولو سره مل وي او دا يو تر ټولو ښه هديه ده چې ژوندے يې تر خاورو لاندې خپل عزيز ته وړاندې کولې شي.

ابن ماجه په خپل سنن کښې نقلوي چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل:

«اِقرَؤا يس عَلي مَوْتاکُم » (( په خپلو مړيو باندې سورۀ ياسين تلاوت کړئ))

په داسې صورت کښې د ښځې او سړي ترمېنځ هيڅ فرق نشته چې د يو کار دې ناروا وي او د بل کار دې روا وي، مګر دا چې ښځې يو لړ خاص حالات ولري چې په تېرو مخونو کښې ورته اشاره وشوه

 

[1]  ـ سنن ابن ماجه ، کتاب الجنائز، « ماجاء في النهي عن زيارة النساء القبور» باب، 1 ټوک،  478  مخ، چاپ اول ـ مصر .

[2]   ـ حواشي ابن ماجه، 1 ټوک، 114  مخ ، چاپ هند .  

[3] -  دريم نمبر حديث ته مراجعه وکړئ.

[4]  - اتم نمبر حديث ته مراجعه وکړئ.

[5]   ـ صحيح ترمذي ، 4 ټوک، کتاب الجنائز ، « ماجاء في زيارة القبور »  باب 275 مخ

[6]  3 ـ صحيح بخاري، کتاب الجنائز، «زيارة القبور» باب 100 مخ؛ صحيح ابي داود، 2 ټوک، 171 مخ.

[7]  ـ مستدرک حاکم، 1 ټوک، 377 مخ، وفاء الوفاء ، 2 ټوک،  112 مخ.

[8]  ـ ابوداود په سنن کښې، 2 ټوک، 196 مخ، زائرات نقل کړي دي.

کلیدي کلمې: