ځوان او له نورو سره مینه (لوړتیا بخښونکي تفریحات)

د معنوي خوندونو په لاره کښې د فارغو وختونو کارول

د خدای تعالی جل جلاله ۤپیغمبرانو په خپلو تعلیماتو سره د خلکو د خوندونو ساحه پراخه کړه او هغه یې د حیواني شهوتونو له محدودیته وویستله. د باطني پوهې ځواک یې پياوړی کړ او هغوي یې پوه کړل چې ایمانداره کس له مادي کامیابیو سره سره له معنوي خوندونو هم برخمنیدی شي. امام باقر علیه السلام فرمایلي دي: د ایماندارو خلکو په طبعې پوره او لذت بخښونکې مینه درې څیزونه دي. له ښځو ګټه پورته کول او د ملګرو او دوستانو په غونډو کښې ګډون کول او د شپې (تهجد) په لمانځه کښې له خدای سره راز و نیاز.[1] په دې حدیث کښې له ښځې ګټه اخیستل، د مینې غونډه او د شپې لمونځ د ایمانداره کسانو لپاره په یو قطار کښې راوستی شوي دي. له ښځې سره د کوروالي کولو خوند او د ملګرو د ګپ شپ له غونډې خوشحالیدل چې مادي خوندونه دي، د ټولو لپاره د پوهیدو وړ دي خو د شپې د لمونځ په معنوي خوند یوازې هغه کسان پوهیږي چې په وجود کښې یې د خدای مینه ویښه شوې او د نړۍ په پروردګار واقعي ایمان لري. ځوانان د فراغت له وختونو له ځان او نورو سره د مینې په لړ کښې کار اخیستی شي. له یوې خوا روا خوندونو ته په رسیدو سره خپلې مادي آرزوګانې پوره کوي او له بلې خوا د خدای تعالی په عبادت او د مخلوق په خدمت سره له انساني خوندونو برخمنیږي.

په انساني ګروهنو کښې د نورو د خوښونې موقعیت

حُبِّ ذات (ځان خوښونه) او حب غیر (له نورو سره مینه) دوه فطري ګروهنې دي چې خدای پاک جل جلاله د انسان په وجود کښې ایښې دي. دا دواړو طبیعي خواهشات د انسان د نیکمرغۍ په برابرولو کښې اغیزمنه ونډه لري او باید په خپل ځاې پوره شي.

له ځان سره مینه د حیوان او انسان یوه ګډه غریزه ده او د ذات د ساتنې او شخصي چارو وجه ده. دا ګروهنه د انسان پام ځانته اړوي او هغه مجبوروي چې کوم څیز چې د ځان لپاره ګټه ور ویني، ځان ته یې جلب کړي او هر څه چې زیانمنونکي ګڼي، له ځانه یې لرې کړي.

له نورو سره مینه چې د انسان یو ځانګړی صفت او یوه لوړه انساني ګروهنه ده، له نورو سره د مینې سبب کیږي. دا ګروهنه انسان نورو ته متوجه کوي او ژوند ته انساني صفا وربخښي. د دې کشش ژوندي کیدل په ټولنه کښې د مرستې او خواخوږۍ حس دودوي.

له ځان سره د مینې غریزه د نورو حیواني غرایزو په شان د انسان په وجود کښې ژوره جرړه لري. په خپله غوړیږي او په چټکۍ سره وده کوي او د پياوړې کیدو لپاره ملاتړ او روزنې ته ضرورت نه لري. خو له نورو سره د مینې ګروهنه د نورو لوړو انساني ګروهنو په شان له روزنې او خیال ساتنې پرته نه پياوړې کیږي. که له ځان سره د مینې حس پیاوړی شي نو په ځان خوښونې او ځان پرستۍ بدلیږي او بلآخره ستر فسادونه رامینځته کوي او انسان اخلاقي بدیو او د نورو په حقوقو تیري او انساني ضده کارونو ته اړباسي. خو له نورو سره د مینې د حس که ملاتړ وشي او پياوړی کړی شي نو حیواني صفات له مینځه ځي او انسان په یو ډیر لوړ انساني صفت ښایسته کوي.

باید ووایو چې د نورو د خوښونې مقصد د اخلاقي فضیلت له اړخه له انسانانو سره مینه ده نه دا چې د نورو د خوښونې انګیزه نفساني خواهشاتو او مادي آرزوګانو ته رسیدل وي. دا ډول مینه او محبت د انسانانو ژوند د حیواناتو له ژونده بیلوي. د خلکو زړونه د انساني مینې په رشتو سره ګنډي او د ورورولۍ او مرستې روح ژوندی کوي. امام علي علیه السلام فرمایلي دي: تر ټولو غوره څیز چې په وسیله یې د خدای رحمت ځانته اړولی شې، دا دی چې په باطن کښې په ټولو خلکو مهربان ووسې.[2]

په اسلام کښې د نورو د خوښونې ضرورت

د اسلام اسماني مکتب ګټه ور ژوند یوازې د هغو کسانو په برخه ګڼي چې له ځان سره د مینې او د نورو د خوښونې ګروهنه د یو بل ترڅنګ او په صحیح اندازې سره پوره کړي. له یوې خوا ځانته پام ولري او د خپلې معنوي لوړتیا او مادي ضروریاتو په پوره کولو کښې زیار وباسي او له بلې خوا نورو ته متوجه ووسي او هغوي هم د پاکۍ او فضیلت لارې ته وهڅوي او د نیکمرغۍ اسباب یې برابر کړي. حقیقي مسلمان هغه دی چې د خلکو خدمت یې په ورځني پروګرام کښې شامل وي او د خپل توان په اندازه د ټولو خلکو په نسبت دا انساني او اخلاقي دنده ترسره کړي. د اسلام عالي قدره پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم فرمایلي دي: په چا چې سهار شي او د مسلمانانو په کارونو کښې د خدمت کولو نیت ونه لري، مسلمان نه دی.[3]

په اوسنۍ دنیا کښې له نورو سره د مینې ضرورت

په نننۍ نړۍ کښې انسان د علم د پرمختګ او د صنعت د پراختیا په برکت لازیات قدرت ترلاسه کړی دی. په دا شان حالاتو کښې که د هغه په وجود کښې له نورو سره د مینې حس پیاوړی شي نو د علم او صنعت ستر ځواک په سمه لاره او د ژوند د ښه کولو لپاره استعمالوي او د خلکو د سوکالتیا او خیر ښیګړې اسباب برابروي خو که ځان خوښونې او خپلو شهوتونو ته یې پام شي او د علم او صنعت ځواک د انسان په لاس کښې د خواهشاتو او شهواتو د پوره کولو وسیله شي او ورانی، وینه تویونه او فساد پیل شي نو په انسانانو کښې د درندو او داړونکو ځناورو خوي پیدا کیږي. زورور، کمزوري له مینځه وړي او انسان په چټکۍ سره د دښمنۍ، کینې او فساد او تباهۍ له لاره روانیږي.

په ځوانانو کښې د نورو د خوښونې د پياوړتیا ضرورت

ضروري ده چې ځوانان په خپل وجود کښې د نورو د خوښونې ګروهنه وپالي او له مناسبو فرصتونو څخه له خلکو سره د مینې لپاره ګټه واخلي او ښه په ميړانتوب د هغوي په غم او ښادۍ کښې شریک شي څو په ژوند کښې کامیاب شي او د خپل ژوند پړاؤ په سوکالتیا او ارامښت او خوښۍ تیر کړي.

د نورو د خوښونې د ګروهنې د پوره کولو لپاره د فراغت له وختونو استفاده

د خلکو د شپې او ورځې یوه برخه په کسب او کار او د ورځنیو دندو په ترسره کولو تیریږي او بله برخه یې د قواؤ د تازه کولو لپاره په خوب او آرام لګي. دریمه برخه د فراغت ساعتونه دي چې پکښې نه کاري مسئولیت لري او نه آرام ته ضرورت. انسان خپل فارغ او اوزګار وختونه تقسیمولی شي. یوه برخه دې د روا مادي خوندونو جلبولو ته بیله کړي او بله برخې دې روحاني لذتونو ته د رسیدو او له نورو سره د مینې د ګروهنې په پوره کولو ولګوي او خپل انساني اړخ دې ژوندی کړي، په تیره بیا په وړومبۍ او دویمه برخه کښې د هغوي هڅونکی، له ځان سره د مینې غریزه او خواهش دی.

انسان بې له هلو ځلو له معنویاتو خوند نه شي اخیستی. بنیادم باید خپلې معنوي وړتیاوې فعالې کړي څو توانیږي له معنوي او روحاني خوندونو ګټه پورته کړي. انسان په خوند او لذت مئین دی. د حیواني خواهشاتو پوره کولو ته د خلکو دوام لمسونکی، د نفس خوښي ده. روزونکي که وغواړي چې خلک د انسانیت لارې ته راولي نو پکار دي چې د هغوي د معنوي پوهې ځواک راویښ کړي څو احساس وکړي چې د لوړو انساني ګروهنو او خواهشاتو پوره کیدل هم خوندور دي خو فرق یې دا دی چې حیواني خوندونه زر تیریدونکي او سرسري وي او روحاني لذتونه پاتې کیدونکي او ژور دي. امام جعفر صادق علیه السلام وفرمایل: خدای داود پیغمبر ته وحي ولیږله: ای داوده! زما په شتون خوشحالي وکړه او زما له یاده خوند واخله او په مناجاتو مې نعمتونه ترلاسه کړه.[4]

خصوصاً په نننۍ دنیا کښې د فراغت د ساعتونو په زیاتیدو او د ډول ډول مادي خوندونو په پراخیدو سره، ایمان او اخلاقو ته پاملرنې لازیاته اړتیا پیدا کړې ده. انسان د طبیعي جوړښت له نظره د روح او بدن یوه سره اخښل شوې ټولګه ده. له یوې خوا حیواني غرایز او خواهشات لري او له بلې لورې انساني ګروهنې. نیکمرغه هغه څوک دی چې د خپل ژوند پروګرام د خپل خلقت په بنیاد جوړ کړي د خپلو ټولو مادی او معنوي چارو ته پاملرنه وکړي. په دې توره او تیاره دنیا کښې چې ځان خوښونه او مادي پالنه پرې واکمنه ده، مسلمانو ځوانانو له پکار دي چې د اسلام له آسماني تعلیماتو په ښه توګه کار واخلي او د هغو د پروګرامونو په کارولو سره هم ځان او هم خدای وپيژني، له خلکو سره مینه وکړي او د هغوي خدمتګزاره شي او لنډه دا چې واقعي انسان شي او له دې لارې ځانونه نیکمرغه کړي. د ځوانۍ ورځې د خدای تعالی یو ستر نعمت او د انساني اړخونو د ژوندي کولو لپاره د ژوند یو ډیر غوره فرصت دی. ځوانان دنده لري چې د دې زر تیریدونکي نعمت قدرونه وکړي او خپل معنوي شخصیت وروزي او له ځانونو حقیقي انسانان جوړ کړي.

 

[1]- سفینه، دویم ټوک، ۵۱۹ مخ.

[2]- غرر الحکم، ۲۱۲ مخ.

[3]- کافی، دویم ټوک، ۱۶۳ مخ.

[4]- امالي، صدوق، ۱۱۸ مخ.

کلیدي کلمې: