ځوان او عزتِ نفس

د ځوان په شخصیت باندې د نفس د عزت اغیزه

د عزت نفس او شرافت خواهش یوه لوړه انساني ګروهنه ده چې د انسانانو په وجود کښې فطري جرړه لري. خلک په فطري توګه عزت نفس او شرافت ته ګروهمن دي او له ذلته کرکجن. د نفس د عزت خواهش د نورو طبیعي ګروهنو په شان د انسان د اولادونو په وجود کښې د یوې وړتیا په شان نغتی دی او د هغو له ودې او لوییدو سره سره دغه ګروهنه ورو ورو مضبوطیږي. که د ماشوم د روزنې چاپیریال ښه وي او والدین او روزونکی خپله د معنوي شرافت خاوندان وي نو د هغه په وجود کښې عزت نفس ته ګروهنه په ښه ډول غوړیږي خو که د کورنۍ چاپیریال فاسد او والدین او روزونکی د پستۍ په وجه له سره د عزت نفس په معنی نه پوهیږي نو ماشوم هم ذلیل او سپک لوییږي. خو کوم ماشوم چې له اوله د نفس په شرافت سره لوې شوی وي، کله چې د بلوغ او ځوانۍ دوران ته رسي نو له شرافت سره د مینې حس یې لازیاتیږي. تازه بالغ شوي ځلمیان په عزت نفس سخت مئین وي او یو ډیر وړوکی ذلت هم د ځان لپاره ډیر ستر مصیبت ګڼي.

د عزتِ نفس اهمیت

د نفس د عزت ښکلی خوی د انسان د شخصیت یو بنیاد او سرلوړۍ ته د رسیدو وجه ده. په یو داسې هیواد کښې چې خلک یې په عزتِ نفس سره لوې شوي وي، دروغ او اوتې بوتې، غلا او رشوت، دوکه او چل ول او لنډه دا چې ډیر ګناهونه او ناپاکۍ پکښې ځاې نه لري. امام علي علیه السلام فرمایلي دي: څوک چې شرافتمند او باعزته نفس لري هیڅ کله به یې د ګناه په پلیدۍ سره خوار او سپک نه کړي.[1] عزت نفس له یوې خوا د ټولو خلکو لپاره یو ستر انساني فضیلت دی او له بلې خوا د نورو اخلاقي پروګرامونو په اجرا او د نورو په نسبت دندې پیژندنې کښې د انسان یو هڅونکی دی او د کورنۍ، ښوونځي او ټولنې په چاپیرال د کښې د نورو غوره صفاتو د اجرا ضامن ګرځیدی شي.

په مختلفو چاپیریالونو کښې د عرت نفس د ساتلو ضرورت

۱ . کورنۍ

که مور او پلار او د کورنۍ نور غړي خپله د عزت نفس خاوندان وي او په خپلو کښې په اړیکو کښې تل د دې غوره خوي خیال ساتي نو په عملي توګه د یو او بل شخصیت محترم ګڼي، فطرتاً هغه ماشومان کښې په دغې کورنۍ کښې روزل کیږي، عزیزالنفسه لوییږي او خپل اخلاقي شرافت ته اهمیت ورکوي. په یوې داسې کورنۍ کښې د ماشومانو سمه روزنه او د اخلاقي دندو تر سره کولو او د دیني برنامو اجرا کولو ته د هغوي مجبورول ګران نه دي. خو که د کورنۍ غړي دني النفسه او سپک وي نو بچیان به یې هم په دغه فاسد چاپیریال کښې خامخا سپک او ذلیل لوییږي. په داسې کورنۍ کښې د نورو اخلاقي فضائلو او انساني خوبیو روزل هم ډیر ګران کار وي ځکه څوک چې په ذلالت عادت شي هغه بیا د سپکو کارونو له ترسره کولو مخ نه اړوي.

۲ . ښوونځی

د محصلینو انساني شرافت او عزت نفس ته د ښوونځیو د مشرانو پاملرنه او د هغوي د شحصیت احترام د یادونې یو مهم عامل او په ټولو تحصیلي پړاؤنو کښې د ښوونځیو د تحصیلي پروګرامونو د پرمختګ سبب دی. لکه څنګه چې د محصلینو یا زده کونکو سپکاوی له زده کړې د هغوي د زړه ماتیدو او کله کله یې د ګناه ترسره کولو سبب کیږي.

په ښوونځي کښې د محصلینو سپکاوی او د هغوي د شخصیت ماتول په مختلفو شکلونو کیدی شي. کله کله عمومي اړخ لري او د ښوونځي چاپیریال داسې وي چې پرنسپل او د کلاسونو معلمان مغرور او بد ژبي وي او په بدو ردو او نهیلې کونکو خبرو سره د محصلانو سپکاوی او ورپورې ملنډې کوي. کله کله خصوصي اړخ لري لکه یو بی ګناه زده کونکی په بې خبرۍ کښې ترټي او د ښوونځي د نورو شاګردانو په ټول کښې یې په ناحقه سپکوي. په دا شان وختونو کښې که زر خپله غلطي جبیره نه کړو نو ډیر ستر روزنیز خیانت مو له لاسه تر سره شوی دی او یو وړ او لایق کس مو په یو خطرناک غړي بدل کړی دی. همدا شان که یو محصل د وړتیا له نه لرلو سره، مثلاً په چاپلوسۍ سره د ښوونځي د چلونکو پام ځانته واړوي او د قدرونې او تشویق وړ وګرځي نو د هغو کسانو د حیثیت او عزت نفس سخت سپکاوی دی چې له هغه یې ښه سبق لوستی او زده کړی وي خو چاپلوسي یې نه وي کړې.

په مجموعي توګه که د ښوونځي مشران که د سزا او سپکاوي پرځاې له نصیحته کار واخلي او د بد او خلاف ورزي کونکي زده کونکي دندې هغه ته په خیرخواهۍ او پوره ادب سره په ګوته کړي نو ډیر احتمال دا دی چې لاګته وره اغیزه به وکړي په تیره بیا که خلاف ورزي کونکي محصل ته په یو ځانله ځاې او د نورو له سترګو لرې نصیحت وکړي. د شقراني په نوم یو سړی چې له امام جعفر صادق علیه السلام سره به یې مینه څرګندوله او ځان یې د اهل بیتو علیهم السلام مینه وال باله، د شراب خورۍ په ګناه اخته و. یوه ورځ یې له امام نه څه وغوښتل. امام د هغه غوښتنه پوره کړه او بیا یې د شراب خورۍ نه د منعې کولو لپاره په پوره ادب سره او بې له ترټنې او بې له دې چې څوک پوه شي، ورته وفرمایل: ښه کار چې هر څوک ترسره کړي، ښه دی او له تا غوره دی ځکه چې په مونږ پورې پيئلتیا لرې او بد کار چې د هر چا وي بد دی او له تا بدتر.[2]

۳ . ټولنه

په ټولنیز چاپیریال کښې د خلکو د شرافت احترام د ټولنې د عمومي ودې یوه څرګنده نښه ده. یو هیواد چې قوانین یې د خلکو ټولې پرګنې محترمې ګڼي او ټول کسان د قانون په حدودو کښې آزادي او امنیت لري، د انساني شرافت او عزت نفس د روزنې لپاره یو مساعد چاپيریال دی. خو له بلې خوا کوم هیواد چې د استبدادي رژیم لخوا اداره کیږي او پکښې ثابت عادلانه اصول واکمن نه وي، هلته عزت نفس او شرف او فضیلت هیڅ معنا نه لري. بلکې کله کله چاپلوسۍ ته غاړه ایښودل یا غیر انساني کارونو ته لاس اچول د ژغورنې سبب کیږي.

په انسانانو کښې د عزت نفس د پیاوړتیا لپاره د اسلام لارې چارې

عزت نفس او د طبعې لوړتیا دومره مهمه او ارزښتناکه بلله شوې ده چې خدای تعالی د مؤمنانو عزت د خپل ځان او د خپل ګران پیغمبر د عزت په قطار کښې بللی دی او فرمايي:

﴿ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ ﴾

«عزت د خدای لپاره، د پیغمبر لپاره او د مومنانو لپاره دی.» [3]

د اسلام په مبین دین کښې ټول کسان دنده لري چې خپل عزت او حیثیت محترم وګڼي او رسول اکرم(ص) فرمایلي دي: د هیڅ مسلمان لپاره جایزه نه ده چې ځان ذلیل او خوار کړي[4]. د دې لپاره چې ښه مسلمانان عزیزالنفسه وګرځي، د اسلام ګران پیغمبر په ټولو عبادي، اجتماعي، اخلاقي او اقتصادي پروګرامونو کښې د عزت او شرف موضوع ته ځانګړې پاملرنه کړې چې د مثال په توګه ترې یو څو ته لنډه اشاره کوو.

۱ . د پرستش او عبادت په مسئله کښې

د اسلام د راڅرګندیدو په زمانه کښې د مکې د خلکو ترټولو ستر جهل او ذلت دا و چې په خپلو لاسو د جوړو کړو بتانو عبادت به یې کوه او د کاڼو مخې ته به یې خضوع او ذلت کوه. د اسلام قدرمن پیغمبر(ص) لپاره د دې چې مشرکان په عبادت کښې د شرک له خوارۍ خلاص کړي او له سپکاوي یې وژغوري، خپله بلنه یې د واحد خدای په عبادت او د لاس له جوړو معبودانو سره په مقابلې سره پیل کړه او خلک یې پوه کړل چې مسلمانان د عالم د توانمن خالق له درګاه پرته د بل هیڅ کس او هیڅ څیز په وړاندې د ذلالت او بندګۍ حق نه لري.

۲ . د حکومت په مسئله کښې

رسول اکرم(ص) د واکمنۍ او حکومت به مقام کښې د یو مهربان پلار په شان و. د ټولو خلکو اخلاقي حقوقو او انساني شرافت ته یې پام و. د هغه حضرت په حکومت کښې نه چا دا حق لره چې د خپل ځان د ذلت اسباب برابر کړي او نه ورته د نورو د سپکولو اجازه وه. حتی کله به چې رسول اکرم په خپلې سورلۍ سپور روان و نو نه له ځان سره به یې څوک پیاده تګ ته نه پریښودل، مګر دا چې هغه به یې پر خپل مرکب سپروه او که پلي کس به له سپریدو ډډه کوله نو ورته به یې فرمایل چې ته مخکښې لاړ شي او په فلاني ځاې کښې به سره وګورو.[5]

۳ . د ملګرتیا په مسئله کښې

د اسلام په اخلاقي پروګرام کښې له یو بل سره د مسلمانانو ملګرتیا باید د متقابل احترام په بنیاد وي. دا خبره په اسلامي روایتونو کښې د ملګري د حق په عنوان سره واضحه شوې ده. د اسلام ګرانقدره اولیاؤ د خپلو پیروانو د عزت نفس د ساتنې په لاره کښې نه یوازې هغوي له اخلاقو او فضیلته د لرې کسانو له دوستۍ منعه کړي بلکې سپارښتنه یې کړې ده له هغو کسانو سره هم ملګرتیا مه کوئ چې له مالي او ټولنیز نظره پر تاسو برلاسي دي او له دې لارې ځانونه د ذلت له خطر سره مخامخوئ. امام محمد باقر علیه السلام فرمایلي دي: د ځان په شان کسانو سره مصاحبت کوه او له هغو کسانو سره ملګرتیا مه جوړوه چې مرسته او ملاتړ یې تا بې نیازه کوي، چې دا کار د ذلت او خوارۍ لامل کیږي.[6]

۴ . د مال او پانګې په مسئله کښې

اسلام له یوې خوا خلک کار او فعالیت ته هڅولي څو په خپل روا عائد سره باعزته ژوند وکړي او خلکو ته د سوال لاس اوږد نه کړي او له بلې خوا یې هغوی له حرص او لالچه منع کړي دي څو د پانګې غلامان نه شي او افراط او زیاتي ته مخه نه کړي. ځکه چې په دې دواړو حالتونو کښې له شرافته لاس وینځي او خوار او ذلیل به شي. امام علي علیه السلام فرمایلي دي: د باعزته فقر زغمل له ذلته ډکې پانګې غوره دي.[7]

په ځوانۍ کښې د عزت نفس ګټې

د عزت خواهش چې د ځوانۍ په ورځو کښې بشپړې ودې ته رسیږي، د انسان د نیکمرغۍ یو بنیادي رکن دی. امام علي علیه السلام فرمایلي دي: د هر کس د شخصیت ارزښت په هغې طریقې پورې تړلی دی چې غوره کوي یې. که خپل نفس یې له پستۍ او ذلالته لرې وساته نو لوړ انساني مقام ته رسیږي او که خپل معنوي حیثیت او عزت یې پریښوده نو پستۍ او ذلت ته مخه کوي.[8]

کوم ځوان چې ډیر لوړ عزت نفس او انساني شرافت لري، نه یوازې د ګناه ذلت ته غاړه نه ږدي بلکې همت او هوډ یې دومره لوړ وي چې که د نورو څه خدمت وکړي نو بدل یې نه غواړي او د قدرونې او ستاینې په توقع سره ځان نه سپکوي. کوم ځوان چې عزت نفس او انساني شرافت ته شا کړي او ذلت ته له غاړې ایښودو باک نه لري، تل د ناپاکۍ او ګمراهۍ له خطر سره مخ وي ځکه چې هغه له شرم او بدنامۍ نه ویریږي او ممکنه ده خپلو نفساني خواهشاتو ته د رسیدو لپاره هر پلید او ناروا کار ته لاس واچوي. عزت نفس د ځوانانو په دنده پیژندنه کښې دومره مؤثر دی چې که ناپاکان وغواړي د هغوی له وجوده د خپلو پلیدو مقاصدو په ګټه کار واخلي نو باید داسې کسان غوره کړي چې له ماشومانتوبه په سپکو او پستو کورنیو کښې لوې شوي وي او که د باشرافته کسانو له شتونه د استفادې په فکر کښې وي نو باید په وړومبي ګام کښې د ګواښ یا لالچ په وسیله د هغوي عزت نفس مات کړي او بیا یې خپلو سپکو کارونو ته مجبور کړي.

د انسان بشپړه نیکمرغي د ټولو مثبتو او منفي پروګرامونو په اجرا کولو سره ترلاسه کیږي. منفي پروګرام له ګناهونو ډډه کول او مثبت پروګرام د فرایضو او سنتونو ترسره کول دي. یو ستر خط چې د انسان سعادت ګواښي، ګناه او ناپاکي ده. که ځوانان د خپل ایماني عزت او نفساني شرافت په ساتنې کلک ودریږي او ځان له ګناه او پلیدۍ ډډې ته وساتي نو په اسانۍ سره مثبت پروګرامونه هم عملي کولی شي او د ښو اخلاقو او غوره کړچار په رڼا کښې ځان حقیقي انساني کمال او نیکمرغۍ ته رسولی شي.

 

[1]- غرر الحکم، ۶۷۷ مخ.

[2]- بحار، یولسم ټوک، ۲۰۹ مخ.

[3]- 63 سورت، 8 آیت.

[4]- تاریخ یعقوبی، ۶۷ مخ.

[5]- بحار، شپږم ټوک، ۱۵۳ مخ.

[6]- مکارم الاخلاق، ۱۳۱ مخ.

[7]- وسایل، دریم ټوک، ۲۰۲ مخ.

[8]- غرر الحکم، اتیایم مخ.

کلیدي کلمې: