ځوان او زیانمنونکي تفریحات

له ضرري ساعت تیریو د ډډه کونې ضرورت

په تیره وینا کښې مو وویل چې د انسان یوه نفساني ګروهنه چې خامخا یې باید په بشپړه صحیح طریقه خیال وساتل شي، تفریح ته ګروهنه ده. انسان د ورځنیو کارونو د ستړیا وباسلو لپاره تفریح او ساعت تیري ته پناه وړي او خپل اوزګار وختونه په خوشحالونکو کارونو تیروي او څوک چې په دې حساسو وختونو کښې د خپل زړه په خوښه د لذت طلبۍ په لور لاړ شي او د تفریح د خواهش په پوره کولو کښې بې له قید او شرطه د خپلې نفساني هوا او هوس پیروي وکړي، بلآخره له بدو پایلو سره مخامخیږي او کله کله په نه جبیره کیدونکو مصیبتونو او غمونو ککړیږي.

له بده مرغه په تیرو پیړیو کښې ډیر خلک په تفریحي کارونو کښې په غلطه لاره لاړل او د لایق روزونکي د نه لرلو یا سمو روزنیزو پروګرامونو ته د بې پامۍ په وجه د خیر له لارې وغړیدل او د ساعت تیري په نوم یې د فراغت په وختونو کښې ځینو خطرناکو کارونو ته مخه کړه او د خپلې بدبختۍ وسائل یې چمتو کړل. دا تیروتنه نه یوازې په تیرو وختونو کښې دود وه بلکې په اوسنۍ زمانه کښې هم هماغه ناخوښې طریقې په لازیات شدت او ډول والي سره دوام لري او د نړۍ ډیر خلک په تیره بیا ځوان نسل یې له پایلو رنځیږي.

په زیانمنونکو تفریحاتو د نه ککړیدو لاره

لپاره د دې چې ځونان د فراغت په وختونو کښې ځانونه په پلیدیو ککړ نه کړي، ضروري ده چې دوو ټکیو ته تل پام ولري او په پریکنده پریکړې سره یې وکاروي.

اول، ځان د نورو له تقلیده آزاد کړي او په حقیقت پسندۍ، د دیني تعلیماتو په مرستې او علمي لارښوونو سره ښې او بدې سرګرمۍ په سمه توګه وپیژني او په ړنده توګه د خپل چاپیریال د غلطو آدابو او ناسمو عاداتو یا د نړۍ د حالاتو تر اغیزې لاندې را نه شي او د هغو خلکو په شان نه شي چې قرآن شریف یې په هکله فرمایلي دي:

﴿ وَإِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً قَالُوا وَجَدْنَا عَلَيْهَا آَبَاءَنَا ﴾

«کله به یې چې د اخلاقو او حیا خلاف عمل ترسره کوه نو د هغه د تصحیح او سپیناوي لپاره به یې ویل: زمونږ پلرونو به داسې کول.»[1]  

دویم: د خپلو نفساني ګروهنو او غریزي آرزوګانو غلام دې نه جوړیږي او د خپل سرکشه نفس واګې باید تل په خپل لاس کښې وساتي. د ژوند له روا خوندونو په سمه اندازه ګټه پورته کړي او له زیانمنونکو او مصلحت خلافو خوندونو دې سترګې پټې کړي او یاد دې ولري چې د ناسنجول شویو او بې حسابه خوند لټونې پاې فساد او تباهي ده.

د شراب خورۍ او جوارۍ د ځینو زیانونو څیړنه: شراب څښل او جواري کول دوه ډیر خطرناک او زیان راوړونکي تفریحي عملونه دي چې پیړۍ پيړۍ په مختلفو ولسونو او قومونو کښې دود وو او ډیر فسادونه یې رامینځته کړي دي. په نننۍ نړۍ کښې هم الکحلي مشروبات او جواري په لا پراخه پیمانه د نړۍ د ډیرو خلکو لپاره د تفریح او ساعت تیري وسیله ده او بشري ټولنې د بدبختۍ او فساد د دوو جرړو په کور ورانونکو عوارضو کښې له مخکښې نه زیاتې ګیرې دي. متعال خدای جل جلاله په قرآن کریم کښې پیغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته فرمایلي دي:

﴿ يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا ﴾

 «له تا څخه د شرابو او جوارۍ په هکله پوښتنه کوي، په ځواب کښې یې ووایه: دا دواړه د سترې ګناه او د خلکو لپاره د ګټې لرونکي دي خو ګناه یې له ګټې زیاته ده.»[2]

له بده مرغه ګټه لټونې د حکومتونو او ولسونو په عقل داسې پرده غوړولې ده چې د شرابو او جوارۍ نغده ګټه ویني او اهمیت ورکوي خو هغو زیانونو ته هیڅ پاملرنه نه کوي چې له دې لارې د ټولنې لمنه نیسي او که توجه هم وکړي خو اهمیت نه ورکوي چې دلته یې ځینو زیانونو ته اشاره کیږي:

۱ . د دښمنۍ رامینځته کول

د شرابو او جوارۍ یو ګډ تاوان د هغې دښمنۍ جوړیدل دي چې د فساد د دې دوو عواملو په وجه په خلکو کښې رامینځته کیږي. شراب او جواري د انسان په وجود کښې د بدبینۍ، شک او کینې حس راویښوي، د مینې او دوستۍ چاپیریال خړوي او د غچ اخیستنې او قهر کارولو زمینه برابروي. قرآن کریم فرمايي:

﴿ إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ ﴾

«شیطان غواړي چې د شرابو او جوارۍ په وسیله له یو بل سره ستاسو اړیکې خرابې کړي او ستاسو ترمینځ دښمني او کینه واچوي .»[3]

2. د شرم او حیا د پردې لرې کیدل

د شرابو او جوارۍ یو بل ګډ تاوان د شرم او حیا د پردې شلیدل دي. ځیني کسان چې په اخلاقو او ایمان پابند نه دي او د قانوني اصولو پروا نه کوي، یوازې له خلکو نه د حیا په وجه ځیني ګناهونه نه کوي او په حقیقت کښې ټولنیز شرم او حیا د دې ډلې لپاره د اخلاقي او ټولنیزو قوانینو د اجرا ضامن دي. په بد قسمتۍ سره شراب او قمار یا جواري د حیا پرده څیرې کولی او د شرم احساس ختمولی شي او خلک په ګناه کښې داسې سپین سترګې او جرأتمندوي چې له هیڅ کس او هیڅ ډول حالاتو کښې د نرمۍ او شرم څرګندونه نه کوي او په بې پروایۍ سره هرې ناپاکۍ او جنایت ته لاس اچوي. حضرت سجاد علیه السلام فرمایلي دي: شرابخوري او جواري له هغو ګناهونو دي چې پردې شلوي او شرم او حیا له مینځه وړي.[4]

څوک چې جواري بایلي او له خپل سیاله ماتې خوري، عقل یې ګډوډیږي. د شرم او حیا پرده یې څیرې کیږي. د وراني او دښمنۍ غریزه یې په هیجان راځي او ممکنه ده چې هغه وخت سترو جرمونو او نه جبیره کیدونکو جنایتونو ته لاس واچوي.

۳ . د عقل کمزورې کیدل

سره له دې چې هم شراب او هم جواري د عقل د کمزورۍ سبب کیږي خو د دې دواړو د عمل طریقه بیله ده:

شراب خواره د الکحلو د وژونکو زهرو له امله تل د عقلي زیان په خطر کښې وي او دوه ډوله لیونتوب یې ګواښي. وړومبۍ لنډ مهاله لیونتوب او دویم سخت او خطرناک لیونتوب. لنډ مهاله لیونتوب هغه د لنډې مودې لیونتوب دی چې د مستۍ په نامه په شرابي کښې راځي او څو ساعتونه ورله عقل ګډوډوي او له امله یې ګفتار او کړچار له عقلاني حالته وځي او لیونډوله کارونه کوي او کله کله جنایت هم ترسره کوي. سخت او خطرناک لیونتوب هغه ثابت او دوامداره لیونتوب دی چې شرابخواره پرې اخته کیږي بلآخره یې پاګل خانې ته رسوي. د اسلام د ګرانقدره اولیاؤ له نظره، تل د شرابو څښلو ګناه دومره ستره ده چې د بت پرستۍ او له خدای سره د شریک ګڼلو په قطار کښې پيژندله شوې ده. رسول الله حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم فرمایلي دي: څوک چې په دوامداره توګه شراب څښي، د هغه کس په شان دی چې د بت پرستش کوي او که په شرابخورۍ باندې په هماغه ټینګار او ککړتیا کښې مړ شي نو له خدای سره به د یو بت پرست په توګه مخامخ شي.[5]

ځیني کسان فکر کوي الکحلي مشروبات هله د انسان په عقل او بدن اغیزه کوي او سړي ته تاوان رسوي چې په زیاته اندازه استعمال شي ګني څوک یې چې په لږ مقدار کښې وڅښي نه یوازې تاوان نه ورکوي بلکې ممکنه ده په مزاج یې ګټه وره اغیزه هم وکړي. داسې غلط ګومان د دیني تعلیماتو او علمي تحقیقاتو له نظره ترټل شوی دی. د اسلام ګرانقدره اولیاؤ په تیرو پیړیو کښې په الکحلي مشروباتو که هغه په لږه اندازه وي او که په ډیره، بندیز لګولی دی او نن سبا هم پوهان باوري دي چې الکحلي مشروبات که په لږه اندازه هم وي، د مغزو د سلولونو په کار کښې د ګډوډي سبب کیږي. حضرت امام رضا علیه السلام له رسول اکرم(ص) څخه نقل کړي دي چې ویې فرمایل: هر ډول الکحلي مشروب چې په څښلو یې په عقل کښې فرق رازي، هم یې لږ او هم یې ډیر، حرام دي.[6]

خو د عقل په کمزوري کیدو باندې د جوارۍ اغیزه داسې ده چې جوارګر په جوارۍ کښې د ماتې له امله په سختو روحي جذباتو کښې راځي او د خپلې ماتې د جبران کولو لپاره له خوب، آرام او ورځني کار څخه مخ اړوي او هماغه شان لوبې ته دوام ورکوي چې شاید په خپل سیال برلاسی شي او که بیا هم له ماتې سره مخ شي او په نتیجه کښې خپل هر څه بایلي، خو لاس نه اخلي او د ګټې او بریالیتوب په تمه ممکنه ده د خپل شرافت پانګې هم په داؤ ولګوي او لکه د لیونو یې د بایلات له خطر سره مخامخ کړي. د جاهلیت په زمانه کښې جواري په مختلفو طریقو په خلکو کښې دود وه. جوارګرو به په پیل کښې په خپلو مالونو سره ګټات او بایلات کوه او کله به چې د لوبې یو اړخ خپل ټول نقدي مال او شیان بایلل، خپله ښځه به یې په داؤ لګوله او که هغه یې بایللی نو ښځې باید د خپل میړه کور پریښې وی او ځان به یې ګټونکي جوارګر ته سپاره. د اسلام مقدس او مبین دین د جوارۍ په ټولو ډولونو بندیز ولګوه او پر دې سربیره یې هغه عاید چې د ګټات او بایلات له لارې ترلاسه کیده، هم غیرقانوني وباله او خپل منونکي یې د هغه مال له استعمالولو منعه کړل.

د شرابو ځیني ځانګړي زیانونه

۱ . په اولادونو کښې یې پایلې

د الکحلي مشروباتو یو بل ستر تاوان چې د دیني او علمي نظره ثابت شوی دی، ارثي یا موروثي نقصانات دي چې له شراب خورو څخه د هغوي اولادونو ته منتقلیږي. د الکحلي کس اولاد سست، کم عقل او عصباني وي او تل د ډول ډول ناروغیو له خطر سره مخامخ وي او که نطفه په شرابو د والدینو د مستۍ په وخت ولګي نو اولاد به یې لا زیاتو عصبي او رواني عوارضو سره مخ وي. د اسلام قدرمنو اولیاؤ لپاره د دې چې ټولنه د معلولو او نیمګړو ماشومانو له زیږونه خوندي وساتي، خپلو منونکو ته په کلکه سپارښتنه کړې ده چې له شراب خورو سره واده ونه کړي. رسول الله مبارک (ص) فرمایلي دي: هر کس چې خپله لور شراب خور ته واده کړي، داسې ده چې هغه یې د زنا او بې عفتۍ لارې ته ورټیل وهلې وي.[7] امام جعفر صادق علیه السلام هم فرمایلي دي: هره ښځه چې له خپل شرابي میړه سره کوروالي ته غاړه کیږدي، د اسمان د ستورو په اندازه یې خطا کړې ده او له دغه کوروالي چې کوم ماشوم وزیږي، هغه ناپاک دی.[8]

۲ . بدني عوارض

د شرابو زیان بخښونکې پایلې د اولادونو په موروثي عیبونو او نیمګړتیاوې پورې نه دي محدودې، بلکې دا کور ورانونکي زهر د شراب څښونکو د وجود په اندامونو هم بده اغیزه کوي او هغوي په خطرناکو بدني عوارضو اخته کوي. حضرت امام رضا علیه السلام فرمایلي دي: شراب د زړه د ناروغیو سبب کیږي او په زړه کښې ځیني ضایعات او فاضله مواد جوړوي. شراب غاښونه توروي او خوله بدبویه کوي.[9] او الکحلي مشروبات د ټولو زیانونو سربیره د بدن په داخلي اندامونو کښې د پټو ناروغیو د رامینځته کیدو سبب کیږي.[10]

۳ . د شخصیت ځوړتیا او ویره

شراب نه یوازې د یو هیواد پر خلکو بد اثر کوي او د ناروغیو په وړاندې د هغوي مقاومت کمزوری کوي بلکې د ولسونو شخصیت ته هم زیان رسوي. هغوي پست او ډارن کوي. په وجود کښې یې د ملي مقاومت او ټولنیزې دفاع ځواک کمزوری کوي او په نتیجه کښې د دښمن د برید په وخت ډیر زر له پښو لویږي.

نشه ایز توکي

یوه بله زیانمنونکې تفریح چې له بده مرغه یې د نړۍ په ډیرو هیوادونو په تیره بیا د لویدیځ په پرمختللو هیوادونو کښې نفوذ کړی او ځوان نسل یې ککړ کړی دی، د نشه ایزو توکو استعمال دی. انسان په فطري توګه د نفساني خواهشاتو او خوندونو ترلاسه کولو ته ګروهنه لري. نشه ایز توکي چې خپله د خوند او لذت ډیر پیاوړي وسایل دي، خامخا د لذت غواړو د خوښې وړ ګرځي، خو له دې غافل وي چې دا خوندور مواد په ځان پسې ډیرې خطرناکې پایلې لري او نه جبیره کیدونکې تاوانونه رامینځته کوي. یو هوښیار او عقلمند انسان لنډ مهاله او زر تیریدونکي خوند ته د رسیدو لپاره هیڅ کله ځان په ستر مصیبت او پاتې کیدونکي رنځ نه اخته کوي. د علم پرمختګ د انسان د ژوند په ټولو چارو اغیزه وکړه خو د ګټه ورو ښکارندو له وړاندې کولو سره سم یې د نشه ایزو توکو په شان زیانمنونکې ښکارندې هم انساني ټولنو ته وړاندې کړي. ډیر داسې ځوانان شته چې په نشه ایزو موادو د روږدي کیدو له امله یې خپل انساني شخصیت او اخلاقي فضایل بایلل، غلاګانې يې پيل کړې او بلآخره په بدبختۍ کښې مړه شول. که ځوانان وغواړي چې د نشه ایزو توکو په دام کښې ګیر نه شي نو پکار دي له ککړو کسانو سره له تګ راتګه ډډه وکړي او احتیاط وکړي چې د نشه ایزو موادو خوند یې غافل نه کړي او تل یاد وساتي چې داسې لنډ مهاله لذت او خوند یې په دایمي رسوایۍ او بدبختۍ نه ارزي.

 

[1]- 7 سورت، 26 آیت.

[2]- 2 سورت، 219 آیت.

[3]- 5 سورت، 91 آیت.

[4]- بحار، ۱۶ ټوک، ۱۶۲ مخ.

[5]- کافي، شپږم ټوک، ۴۰۵ مخ.

[6]- مستدرک، دریم ټوک، ۱۴۱ مخ.

[7]- مستدرک، دویم ټوک، ۵۳۸ مخ.

[8]- لئالی الاخبار، ۲۶۷ مخ.

[9]- مستدرک، دریم ټوک، ۱۳۷ مخ.

[10]- همدغه تیره سرچینه.

کلیدي کلمې: