ځوان او د کار یا دندې غوره کول

د دندې اهمیت

د دندې د غوره کولو او د کار پیدا کولو مسئله د ځوان نسل یوه ډیره مهمه مسئله ده. د انسان اولادونه چې کله د ځوانۍ په پړاؤ کښې قدم ږدي نو غواړي چې یو کار ولري او خپل ژوند په خپله شخصي ګټه برابر کړي او خپله وړتیا ثابته کړي او په ټولنه کښې خپل شخصیت پرځاې کړي.

الف. د پیسو ګټلو لپاره

خدای تعالی جل جلاله انسان د عقل په ځواک او نامحدوده وړتیا سره پنځولی او ترې غوښتي یې دي چې په کاروبار او کوشش سره په ځمکه کښې نغتې زیرمې راوباسي، خپل خواړه او جامه او د معیشت نور ضروریات برابر کړي، په ډاډمن فکر ژوند وکړي او د هغه شکر ادا کړي. هغه سپک خلک چې د نورو د زیار او زحمت له محصوله رزق ترلاسه کوي، په اسلام کښې ورته ښه نه کتل کیږي او هغوي د بیکارۍ او تن آسانۍ په وجه بلآخره د فساد په لاره روانیږي. د خدای ګران حبیب حضرت محمد مصطفی(ص) فرمایلي دي: د خدای په درګاه کښې ترټل شوی دی هغه کس چې د خپلې ژوند بار د نورو په اوږو واچوي او خلکو له زحمت او ګټې معاش ترلاسه کړي.[1]

کوشش او عمل د انسان په مادي او معنوي نیکمرغۍ کښې یو موثر عامل دی. د اسلام ګرانقدره اولیاؤ خپل منونکي روا کار او کوشش ته هڅولي او خپله یې هم کار کړی دی. امام جعفر صادق علیه السلام فرمايي: څوک چې د خپلې کورنۍ د رزق ترلاسه کولو لپاره کار کوي د هغه مجاهد په شان دی چې د جنګ په میدان کښې د خدای لپاره جهاد کوي.[2]

د اسلام عالي قدره پیغمبر به زیارمن او زحمت کونکي کسان هڅول او له بې کاره خلکو سره به یې سوړ چلند کوه. کله چې رسول الله مبارک د تبوک له جنګه ستنیده، سعد انصاري یې هرکلي ته ورغی. هغه حضرت ورله لاس ورکړ او ویې لیدل چې د سعد لاس زیږ او ګریدلی دی. ویې فرمایل: لاس دې په څه خراب شوی دی؟ عرض یې وکړ: یا رسول الله، زه په بیاستې او بیلچۍ کار کوم او ګټلې پیسې د خپلې کورنۍ په ضروریاتو لګوم. رسول الله مبارک د هغه لاس ښکل کړ او ویې فرمایل: دا هغه لاس دی چې اوور ورته نه نزدې کیږي[3].[4]

ب. د عزتِ نفس لپاره

د کار او کسب لرل نه یوازې د معاش د ترلاسه کولو ذریعه ده بلکې خپله د ټولنیز شرف او پر نفس د اعتماد لامل هم دي. یو ځوان چې کار کوي ځان ورته خپلواک او آزاد ښکاري او په ټولنه کښې د خپل شتون څرګندول خپل حق ګڼي او ځان ورته د ټولنې یو ګټه ور غړی ښکاري. حضرت موسی بن جعفر علیهماالسلام فرمایلي دي: له نورو تمه غوڅول او د هغوي له مال او پانګې سترګې پټول او د خپل کار او په مزدوری (عاید) باندې قانع کیدل د یو ایمانداره کس لپاره د دیني عزت، د روح د ځوانمردی او دنیاوي شرف ذریعه ده. داسې انسان به د خلکو په نظر کښې محترم او د خپلې کورنۍ په چاپیریال کښې د دبدبې او سترتوب خاوند وي. هغه په خپل ضمیر او د نورو په نظر کښې له ټولو خلکو ډیر بې نیازه ده.[5]

البته کار ته د اسلام د ګرانقدره اولیاؤ هڅونه یوازې د روا دندو په هکله ده چې د ټولنې خیر او صلاح پکښې وي ګني کوم کارونه چې د خلکو جسم و جان او عامه اخلاقو ته زیان رسوي یا د عزت نفس نفي کونکي دي، هیڅکله د ټولنیز ویاړ او شرف سبب نه شي ګرځیدی. مثلاً یو کس چې د رشوت خورۍ او چاپلوسۍ او د هر ډول ناروا کار کسب له لارې رزق ګټي، نه یوازې یو شریف شخصیت نه ترلاسه کوي بلکې دا سپک کارونه یې انساني شخصیت دړي وړي کوي.

د انسان په شخصیت باندې د دندې او کاروبار اغیزې

دندې او کارونه د پاکۍ او ناپاکۍ او همدا شان د معنوي او ټولنیز ارزښت له نظره په خپلو کښې فرق لري او د هرې دندې تقاضا ده چې انسان په یوې ځانګړې ډلې پورې اړوند او ځیني خاص صفات ولري. په همدې وجه د هر انسان کار او دنده د هغه پر شخصیت ژوره اغیزه کوي او اخلاقي صفات یې د هغې دندې د ضرورت مطابق جوړیږي. که د کار انګیزه د معاش برابرول او د خپلې کورنۍ او د نورو د ژوند د کچې لوړول وي نو دغه کار ستایل شوی او ترسره کونکی یې د احترام وړ دی خو که د کار مقصد د غرور او کبر لپاره مال او پانګه جمع کول وي نو نه یوازې شریف او سپیڅلی نه دی بلکې خپل ترسره کونکی د فضیلت او اخلاقو له لارې اړوي.

یوه ورځ رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم له خپلو اصحابو سره ناست و. یو تکړه ځوان یې ولیده چې سهار وختي په کار بوخت دی. ځینو وویل: که ده خپله ځوانۍ او طاقت د خدای په لاره کښې کارولی وی نو د ستاینې وړ و. رسول اکرم صلی الله علیه وآل وسلم ورته وفرمایل: دا خبره مه کوئ. که دا ځوان په ژوند کښې د نورو له محتاجۍ د خلاصي لپاره کار کوي نو په دې عمل سره  د خدای په لاره کښې ګام پورته کوي. همدا شان که د خپلو ضعیفو والدینو یا ناتوانه ماشومانو په ګټه کار کوي چې د هغوي ژوند برابر کړي نو بیا هم د خدای په لاره روان دی. خو که د دې لپاره کار کوي چې په خپلې ګټې سره د تش لاسو او بې وزلو په وړاندې کِبر وکړي او خپله بانګه زیاته کړي نو د شیطان په لاره دی او له نیغې لارې اوښتی دی.[6]

د کار په غوره کولو کښې د کامیابۍ عوامل

په خپل کار کښې د انسان په کامیابۍ او رضایت کښې ګڼ عوامل رول لوبوي چې دلته ترې ځینو ته اشاره کوو:

۱ . له طبیعي وړتیاو سره تناسب او سمون

کوم توپیر چې د انسان د بدن د سلولونو په طبیعي جوړښت کښې موجود دی، د متعال خدای په حکیمانه قضا او د انساني ژوند په ساتنې کښې د مختلفو کارونو د ترسره کولو لپاره دی. کوم فرق چې د انسانانو په فطري جوړښت کښې شتون لري، هم د ټولنیز ژوند په ساتنه کښې د مختلفو کارونو د ترسره کولو لپاره په حکمت او مصلحت ملا تړي. ټولنه کښې ژوندی پاتې کیدل وغواړي نو باید د خلقت د قانون پیروي وکړي او د خلکو د وجودي او جوړښتي فرق ملاتړ وکړي او د هغوي له وجود څخه په مختلفو ټولنیزو کارونو کښې ګټه پورته کړي. دې ته په پام سره چې په ښه توګه د کارونو په ترسره کولو کښې د انسانانو فطري وړتیاوې متفاوتې او بیلې دي، د کار په غوره کولو کښې وړومبنی د پام وړ مطلب دا دی چې وپیژني او معلوم یې کړي چې د کومو کارونو وړتیا یې په وجود کښې شته او خپله دنده د طبیعي او فطري لیاقت په بنیاد غوره کړي. رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم فرمایلي دي: تاسو ټول کار وکړئ خو پام ولرئ چې هر کس چې د کوم کار لپاره پنځول شوی، د هغه لپاره ډیر وړ او لایق دی او په اسانۍ سره یې ترسره کوي.[7]

که کم استعداده ځوانان د ځان په هکله حقیقت پسند وي او د یو متوسطه کار او هنر په زده کولو سره چې په وړتیا یې پوره وي، خپل ټولنیز خدمت پیل کړي او هغه کار په ښه توګه ترسره کړي نو کوی شي چې په ټولنه کښې ځان له په غوره توګه ځاې پیدا کړي او اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي. خو په خواشینۍ سره دا ډول لږه وړتیا لرونکي ځوانان مهمو ټولنیزو کارونو ته د رسیدو په ارمان، چې هیڅ کله یې نه شي ترسره کولی، خپل ګران عمر ضایع کوي او د خپلې غلطې طریقې لپاره یو لړ دلیلونه وړاندې کوي. ځیني پکښې عاليقدره پلرونه لري او د خپلې وړتیا کمي ته له پاملرنې پرته د خپل کورني موقعیت خبره کوي او تمه لري چې کار او شغل یې له خپلو پلرونو لوړ یا کم از کم د هغوي په شان وي. ځیني کم استعداده ځوانان د خپل چاپیریال له ځوانانو سره سیالي کوي او وايې: ولې په ما کښې له دوي څه کم دي؟ خو له دې غافل وي چې هغوي د طبیعي وړتیا او فطري هوښیارتیا خاوندان دي او هر کال مخکښې کلاس ته تللي دي خو دوي دغه وړتیا نه لري او په څو کلونو کښې یې حتی یو قدم پرمختګ نه دی کړی. ځیني ځوانان د نړۍ په علمي او صنعتي پرمختګونو مئین شوي خو د پوره استعداد نه لرلو په وجه مدام د دغو کارونو آرزو کوي او فکر کوي چې د نورو کارونو منل او کول یې د سپکاوي سبب کیږي. دوي په دې لړ کښې ځان دومره بایللی وي چې که په خپل خپلوانو کښې یې بزګران، باغبانان یا څاروي ساتونکي وي، هغوي د ټولنې شاته پاتې کسان ګڼي او ورسره له خپلولۍ د سپکاوي احساس کوي او کله کله خپل پلار یا تره د خپل خدمتکار یا باغبان په توګه معرفي کوي.

که وغواړو چې ځوانان په خپلې وړتیا د برابرو متوسطو کارونو په قبلولو کښې د حقارت احساس ونه کړي پکار دي چې د خلکو ټولې پرګنې په عامه توګه او د قدرت او مقام خاوندان په خاصه توګه هغو کارونو او دندو ته د احترام په سترګه وګوري او هر کس چې یو ګټه ور کار په غاړه لري، په قول او فعل کښې یې احترام وکړي څو ځوانان پوه شي چې ګټه ور او د ټولنې د اړتیا وړ کار که هغه هر څه وي، که په ښه توګه ترسره شي، د شرم وړ نه دی بلکې د ځوان لپاره د شرم خبره دا ده چې بیکاره او په ټولنې بار او بوج وي او یا دا چې یو کار په خیانت سره او په ناسمه توګه ترسره کړي.

۲ . له اړونده کار سره مینه لرل

له کار سره د مینې مسئله هم د طبیعي وړتیا په شان د کامیابۍ یو رکن دی. یو ځوان چې له طبیعي نظره د یو کار د ترسره کولو وړتیا لري خو شخصاً یا د ژوند د چاپیریال او د کورنیو حالاتو یا داسې د نورو لاملونو په وجه له هغه کار سره مینه نه لري، که دغه کار پیل کړي نو ځلانده کامیابي یې نه په برخه کیږي.

البته ځیني ځوانان د دندې یا د تحصیلي څانګې په غوره کولو کښې په چټي تخیلاتو اخته کیږي او خپل لیاقت او وړتیا ته له پاملرنې پرته یوازې په ځان کښې د موجودې مینې په وجه داسې یو کار یا مضمون غوره کوي چې وړتیا یې نه لري. دوي که زر په خود شي او کومه غلطه لاره یې چې غوره کړې، پرې ږدي او د خپلې وړتیا مناسب کار یا تحصیلي رشته یا مضمون غوره کړي نو ممکنه ده چې خپله تیروتنه جبران کړي او بلآخره بریالي شي.

۳ . د اړوند کار لپاره د ضروري وړتیاؤ ترلاسه کول

که څه هم په تیرو او روانو وختونو کښې د مسئولیت د قبلولو لپاره د وړتیا مسئلې ته پاملرنه شوې ده، خو د علم او صنعت په اوسنی نړۍ کښې دې اصل لازیات اهمیت موندلی دی.

الف: د معلوماتو ترلاسه کول

یو ځوان چې غواړي په صنعتي دنیا کښې ځانله ځاې پیدا کړي، سربیره پر دې چې پوه شې کوم کار ترسره کولی شي، نو په هغه کار کښې د پرمختګ لپاره پکار دي ضروري معلومات ترلاسه کړي. داسې یو ځوان باید وړومبۍ له خپلې وړتیا سره سمه یوه څانګه غوره کړي او پکښې مهارت ترلاسه کړي چې دا شان په نننۍ ټولنه کښې په یو کارنده غړي بدل شي.

ب. اخلاقي وړتیا

د کامیاب ژوند لپاره د نظر وړ برخه کښې یوازې د معلوماتو ترلاسه کول پوره نه دي بلکې له هغو نه علاوه اخلاقي ښکلا او د ټولنیز جوړجاړي خوبي هم ضروري ده. امام صادق علیه السلام فرمایلي دي. د هرې دندې خاوند باید درې ځانګړتیاوې ولري څو په وسیله یې عاید او پایله ترلاسه کړی شي. وړومبی په خپل کار کښې مهارت ولري. دویم، په سمه توګه او امانتدارۍ سره کار وکړي. او دریم، له خپلو کار کونکو سره ښه سلوک ولري.[8]

د ځوانانو د کار کسب لپاره د نوې دنیا ځینو مشکلاتو ته یوه اشاره

نن سبا په کار کسب کښې د ځوانانو ستونزه یوازې د خپلې وړتیا پيژندل او د عملي فنونو زده کول نه دي بلکې د زده کړې له پوره کولو او د ضروري تجربو له ترلاسه کولو وروسته کله کله له ځینو نویو خنډونو سره مخامخیږي. لکه زیاتره وختونه ویني چې د هغوي په برخې پورې اړونده کار باندې د بوختیدو لپاره خالي ځاې نشته. له دې حالت سخت خفه کیږي. څه موده باید کوشش وکړي او تګ راتګ وکړي تر دې چې دغه ستونزه هواره شي. هغه مهم عامل چې په کار د ځوانانو د بوختیدو امکان پرله پسې لامحدودوي او ځیني وختونه د کار کسب خاوندان هم له کاره څنګته کوي، د آټومیټک مشینونو پراختیا ده. نن سبا چې زیاتره په کار بوخت کسان د نویو مشینونو په رامینځته کیدو سره د اضافي کارګرانو په توګه له کاره څنګته کیږي، هغه ماهر کسان چې په ټولنه کښې تازه خپل فعالیت پيلول غواړي، د کار او شغل د پیدا کولو په لاره کښې به خامخا له لازیاتو خنډونو سره مخ شي. ځوانانو ته له ستونزو ویریدل نه دي پکار او باید په پریکنده هوډ سره کوشش وکړي چې د خپلې وړتیا مطابق کار پيدا کړي او هغه په سمه توګه ترسره کړي. د اسلام ګرانقدره اولیاؤ د روا ژوند تامینول د اسلام د منونکو یوه پریکنده دنده ګڼلې او سپارښتنه یې کړې ده چې په ډیرو سختو حالاتو کښې هم د معیشت له ترلاسه کولو ډډه ونه کړي. امام حسن عسکري علیه السلام فرمایلي دي: که څه هم خدای تعالی جل جلاله د خلقت په حکیمانه نظام کښې د خلکو د رزق وعده کړې ده خو هسې نه چې د رازق خدای د ضمانت تفکر تاسو مغروره کړي او د کار او کوشش د فریضې له ترسره کولو مو منع کړي.[9]

 

[1]- تحف العقول، ۲۷ مخ.

[2]- کافي، پنځم ټوک، ۸۸ مخ.

[3]- اسد الغابه، دویم ټوک، ۲۶۹ مخ.

[4]- د اسلام په مقدس دین کښې د پلرونو ذمه واري ده چې د کار په غوره کولو کښې د خپلو ځوانو اولادونو مرسته وکړي او هغوي یو غوره او مناسب کار ته لارښوونه کړي. دا پر مسلمانو پلرونو د اولادونو یو حق دی او پلرونه یې باید ادا کړي. رسول الله مبارک امام علي علیه السلام ته وفرمایل: په پلار باندې د اولاد حق دا دی چې ښه نوم ورله غوره کړي، په ادب او تربیت کښې یې هڅه وکړي او په یو ښه کار یې وګماري.(بحار، ۱۷ ټوک، ۱۸ مخ).

[5]- سفینه، غني، ۳۲۷ مخ.

[6]- محجه البیضاء، دریم ټوک، ۱۴۰ مخ.

[7]- سفینه، یسر، ۷۳۲ مخ.

[8]- بحار، ۱۷ ټوک، ۱۸۲ مخ.

[9]- تحف العقول، ۴۸۹ مخ.

کلیدي کلمې: