ځوان او د تفریح او ساعت تیري ضرورت

د تفریح اهمیت

تفریح او ساعت تیری د انسان په ژوند کښې یو مهم ضرورت دی چې په ماشومتوب کښې د ماشومانه لوبو په بڼه ترسره کیږي او په مشرۍ کښې، د کورنیو روزنو د توپیر او د ټولنیز چاپیریال له حالاتو سره سم، په مختلفو ډولونو عملي کیږي.

تفریحي کارونه اقتصادي ارزښت نه لري خو په اقتصادي فعالیتونو او ټولنیزو دندو ډیره ګټه وره اغیزه کوي. په تفریح او چکر سره د بدن او روح اړتیا پوره کیږي او خوند یې د فکر د ارامښت سبب کیږي. د تفریح او ساعت تیري وخت د انسان په ژوند کښې یو ډیر غوره ګټه ور فرصت دی. د ژوند چاپیریال د ذوق او نوښت رنګ اخلي او روح ورسره تاند او سپکیږي او عواطف او احساسات غوړیږي.

تفریح ته د اسلام پاملرنه

د اسلام په مقدس دین کښې د انسان د نورو طبیعي خواهشاتو په شان تفریح ته پاملرنه شوې او چې په ښه توګه پوره کیږي. حضرت امام رضا علیه السلام فرمایلي دي: هڅه وکړئ چې د خپلې ورځې وختونه په څلورو برخو وویشئ. یوه برخه د عبادت او له خدای سره د خلوت او راز و نیاز لپاره، یوه برخه د معاش ترلاسه کولو لپار، یوه برخه له اعتماد وړ وروڼو او هغو کسانو سره د ناستې پاستې لپاره چې تاسو پر خپلو عیبونو خبر کړي او یوه برخه یې خپلو تفریحاتو ته ځانګړې کړئ او د تفریح او ساعت تیري د وخت له تاندوالي څخه د نورو ساعتونو د دندو د تر سره کولو ځواک برابر کړئ.[1]

د تفریح د وخت په زیاتولو کښې د صنعتي دنیا رول

د تفریح او ساعت تیري تنده هله محسوسیږي چې انسان د معیشت له فکره فارغ شوی او د خپل ژوند ضروریات یې برابر کړي وي. نن سبا د صنعتي انقلاب او د مشیني کارونو د پراختیا له امله د خلکو د فراغت وختونه هم ډیر زیات شوي او د تفریح مسئلې عمومي اړخ خپل کړی دی. له صنعتي انقلابه په مخکښې زمانه کښې چې د روزمره کارونه به په لاسو یا په ساده اوزارونو کیدل، د خلکو د وخت او قواؤ ستره برخه به د معاش د تآمینیدو او د ژوند د ضروریاتو په برابریدو لګیده او یوازې سوکاله او پانګه والو خلکو به ډول ډول تفریحات کول. خو اوس په زیاتره مواردو کښې مشیني ځواک د انساني ځواک ځاې نیولی او کوم کارونه به چې پرون په لاس او د مټو په زور کیدل، نن سبا په مشینونو تر سره کیږي او د لږ وخت او ډیر کم ځواک په لګولو سره د تیر وخت په پرتله څو چنده محصول ترلاسه کیږي.

په پخوا زمانه کښې د خلکو په نظر کښې د ټولنیز ژوند اساسي هدف کار او فعالیت ؤ او تفریح به یې یو فرعي کار باله. خو په اوسنۍ زمانه کښې خبره بیخي اپوټه شوې ده. ساعت تیری او خوند اخیستل د ژوند اصلي موخه پيژندله شوې او څو ساعته کار هغه وسیله ده چې پرې د فراغت په وختونو کښې لا ښې تفریح ته ورسیدی شي او لا زیات خوند ترلاسه شي.

په صنعتي دنیا کښې د فارغو وختونو د زیاتیدو خطرونه

د مشینونو خودکار او آټومیټک کیدو او د بې کارۍ د وختونو زیاتیدو جرمونه او جنایتونه زیات کړي دي او پرمختللي صنعي هیوادونه یې له سترو ستونزو سره مخ کړي دي. ټولن پیژاندي په دې فکر کښې دي چې خلک باید په اوزګار وخت کښې څه وکړي؟ څه کول پکار دي چې ټولنه د بیکارۍ په وختو کښې د تباهۍ لاره غوره نه کړي؟ د صنعتي اقتصاد پراختیا د خلکو مالي بنیاد پیاوړی کړ او د هغوي د غرایزو او نفساني ګروهنو د پوره کیدو لاره یې هواره کړه. پریمانه مال، لږ کار، ډیر فراغت او ډیر ځواک د غرایزو د سرکشۍ لپاره حالات برابر کړل او د خپل سرو کسانو د تیري او طغیان زمینه یې رامینځته کړه او له بلې خوا د طبیعي علومو او مشیني صنایعو پرمختګ یو لړ تازه خوندونه د انسان په واک کښې ورکړل. دا شان مالي او انساني ځواکونه د عیاشۍ د مرکزونو په جوړیدو لګیدل پیل شول او د عیاشۍ موسسې ورځ تر بلې پراخې شوې. د هوس بازو ځوانانو لاس ته یو ښه فرصت ورغی چې د مشیني نړۍ له خوندونو زیات نه زیاته استفاده وکړي او له ډول ډول خوښیو یې برخور شي خو له دې غافل دي چې په دې کښې ځیني خوندونه د انسان له مصلحت او صحت سره سمون نه خوري او نه جبیره کیدونکې بدبختۍ به په ځان پسې ولري.

ډیر ځوانان د عیاشۍ په لاره کښې په شرابو او نشه ایزو موادو روږدي شول، په جوارۍ او د عفت او اخلاقو په نفي کونکو سپکو کارونو ککړ شول، خپل انساني شخصیت یې ضایع کړ او بلآخره یې ژوند په بد نامۍ پاې ته ورسید. اوس هم ډیر داسې ځوانان شته چې د هغوي له ذلته یې پند وا نه خیسته او کامیابۍ او لذتونو ته د رسیدو لپاره په هماغو خطرناکو لارو روانیږي او ډیر زر ځانونه د تباهۍ کندې ته نزدې کوي. رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم فرمایلي دي: په خدای مې دې قسم وي چې ستاسو لپاره له بې وزلۍ او تنګلاسۍ نه ویریږم بلکې له دې ویریږم چې مالدار شئ او دنیا مو پراخه شي، لکه څنګه چې له تاسو مخکښې کسان شتمن شول، او بیا د هغوي په شان په زیاتي او اسراف اخته شئ او بلآخره مو خپل مال او شتمني هلاک کړي هماغه ډول چې هغوي یې تباه کړل.[2]

د تفریح د غریزې د انډولو ضرورت

تفریح او ساعت تیري ته ګروهنه چې د خدای په حکیمانه خوښه د انسان په وجود کښې اچول شوې ده، د نورو طبیعي خواهشاتو په شان باید کنټرول او انډوله کړی شي او له افراط او تفریط نه پاکه باید په خپل ځاې پوره کړی شي. پخوا هم د اسلام د ګرانقدره اولیاؤ لخوا دې موضوع ته پاملرنه شې ده  او د ګڼو روایتونو په ترڅ کښې یې خپلو منونکو ته ضروري تعلیمات ورکړي دي.

په اسلام کښې د تفریح او ساعت تیري د خواهش د انډولولو څرنګوالی

ځوانان په طبیعي توګه غواړي چې په اوزګارو وختونو کښې له خوندورو تفریحاتو ګټه پورته کړي او له ګټو یې برخمن شي. خو لپاره د دې چې د دې ګروهنې په کارولو کښې زیاتی ونه کړي، خامخا صحیح لارښوونې او هدایت ته ضرورت لري. د اسلام قدرمنو اولیاؤ په خپلو تعلیماتي پروګرامونو کښې د خوند او لذت ګروهنه ویشلې ده. کوم خوندونه چې د روح د خوشحالیدو او خوښۍ سبب کیږي او د انسان نیکمرغۍ ته زیان نه رسوي هغه یې تایید کړي او خپلو منونکو ته یې ترې د ګټه پورته کولو اجازه ورکړې ده او ورسره یې څرګنده کړې ده چې مباح او روا خوندونه د روحاني او معنوي دندو په ترسره کولو کښې د انسان مرسته کوي. خو کوم خوندونه چې چسم او روح ته زیان رسوي او د انسان له سعادت او سلامتیا سره سمون نه خوري، ممنوع پیژندل شوي او خپل منونکي یې به هغو له ککړیدو منعه کړي دي. دوي په حقیقت کښې وضاحت ورکړی چې تفریح او ساعت تیری د لوفرۍ، بې بندوبارۍ او د وخت ضایع کولو په معنا نه دی. همدا شان تفریح د ګناه په پلیدیو او په اخلاقي بدیو د ککړیدو په معنا نه ده بلکې تفریح په طبعې برابر او خوندور فعالیتونه دي چې د ورځني کار له پروګرامه بهر په اوزګارو وختونو کښې ترسره کیږي او د روح د خوشحالیدو او د فکر د تاندوالي سبب کیږي او په جسم او روح ګټه وره اغیزه کوي.

په اسلام کښې ځیني سالم او روا ساعت تیري

له خپلو فارغو وختونو د ځوانانو د غوره استفادې لپاره دلته ځینو سالمو او خوندورو تفریحاتو ته اشاره کوو چې په اسلامي پروګرامونو کښې راغلي دي او په نننۍ نړۍ کښې د پاملرنې وړ دي.

۱ . مسافرت

یوه په طبعه پوره او تاند لرونکې تفریح چې د بدن په ښه کیدو او د فکر په روزنې باندې څرګند اثرات پریږدي، سفر ته تګ دی. په اسلام کښې مسافرت د تفریح او خوند یوه وسیله ده او ځانګړې پاملرنه ورته شوې ده خو په دې شرط چې سفر د ګناه او د ناروا پروګرامونو د اجرا او نا جایزه خوندونو ته د رسیدو لپاره نه وي. رسول اکرم(ص)، حضرت علي علیه السلام ته په خپلو وصیتونو کښې فرمایلي دي: نه ښايي چې عقلمند انسان سفر ته لاړ شي مګر د دریو موخو لپاره: یا د تجارت او د عاید ترلاسه کولو او د معاش د ښه کولو لپاره، یا معنوي کمالاتو او د روح د لوړاوي او د آخرت د ګټې لپاره او یا د تفریح او ساعت تیري او د روا خوندونو د جلبولو لپاره.[3]

د مسافرت او د ژوند د چاپیریال د بدلون وړومبنی ګټه وره اغیزه د بدن سلامتیا او د تاندوالي او خوشحالۍ تر لاسه کول دي. رسول الله مبارک فرمایلي دي: سفر ته لاړ شئ چې صحیح او سالم پاتې شئ.[4]

د مسافرت دویم ګټه ور اثر د پوهې د کچې لوړیدل او د معلوماتو زیاتیدل او د شخصیت روزنه ده. څوک چې د تفریح لپاره او له ورځني کار نه علاوه سفر کوي، یو فرصت پیدا کوي چې له مختلفو طبیعي او ټولنیزو چاپیریالانو خبر شي. پرمختګونه، شاته پاتې والي، آبادۍ او ویرانۍ له نزدې څخه وویني. د مختلفو څیرو او ډول ډول خوي بوي لرونکي خلک وویني. له هغو آدابو او رسوماتو سره بلد شې چې د ده لپاره نوي وي. په ارام او ډاډمن ذهن سره د هغو په هکله فکر وکړي او له ښو او بدو یې علمي او عملي استفاده وکړي او د خپل شخصیت ارزښت زیات کړي. رسول الله حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم فرمایلي دي: مسافرت وکړئ ځکه چې که په سفر کښې مو مالي ګټه په لاس را نه شي خو له عقلي ګټو به یې برخور شئ.[5]

په حضرت علي علیه السلام پورې یو منسوب دیوان کښې داسې راغلي دي: مسافرت ته لاړ شئ چې په سفر کښې پنځه ګټې دي: سفر د تفریح او د روح د خوشحالیدو سبب دی او د معاش د برابرولو د غم لرې کونکی دی. مسافرت د علم او تجربې د ترلاسه کولو ذریعه ده. مسافرت انسان ته د ژوند آداب ور زده کوي او انسان په سفر کښې بافضیلته او باخلاقیته کسان ویني او ورسره ملګری کیږي.[6]

۲ . ورزش

یوه تفریح چې په اوسنۍ دنیا کښې ورته بشپړه پاملرنه کیږي او په چټکۍ سره په پراخیدو ده، ورزش دی. نظر خاوندان باور لري چې د مشیني ژوند په شرایطو کښې ورزش له تفریحي اړخ نه علاوه یوه صِحتي او روغتیايي دنده ده او د ټولنې د خلکو د سلامتیا د ساتنې لپاره ضروري ده. له صنعتي انقلاب نه په مخکښې زمانه کښې ټولو خلکو لږ یا ډیر اندامي فعالیت او بدني حرکات درلودل چې له امله یې هغوي سالم او ځواکمن وو. خو د صنعت په اوسنۍ زمانه کښې لاسي کارونه او بدني فعالیتونه تقریباً ختم شوي دي او هغه سخت کارونه چې پرون به په انساني ځواک سره او د لاسو، پشو او عضلاتو په زور ترسره کیدل، اوس په لا زیاتې چټکتیا سره او په ډیره اندازه د مشینونو په وسیله ترسره کیږي او په نتیجه کښې عضلات او اعصاب او نورې جسماني قواوې په پوره اندازه فعالیت نه لري او دا کار د خلکو د سلامتیا او ځواکمنۍ لپاره زیانمنونکی دی. ورزش د بدن اندامونه ښه پوره فعالیت ته اړباسي او د جسماني قواؤ له انډول او توازن سره مرسته کوي.

که څه هم د ورزش او د ورزشي سیالیو مسئلې چې څنګه نن سبا د نړیوالو پام ځان ته اړولی، د اسلام په مقدس دین کښې پرې بحث نه دی شوی خو په عین حال کښې د اسلام قدرمن پیغمبر(ص) به د خلکو د فراغت له لنډو فرصتونو ګټه پورته کوله او ځیني ورزشي او تفریحي اعمال یې د ځانګړو هدفونو په موخه ستایلي او تایید کړل څو په هغو سره ځیني ټولنیز مصلحتونه تامین کړي او په ترڅ کښې یې خپل پيروان له هغو بې لاریتوبو چې ممکنه وه د فراغت په وختونو کښې پرې ککړ شي، خوندي وساتي. د اس ځغلونې او غشي ویشتنې مقابلې په اسلام کښې د دوو غوره ورزشونو په توګه ګڼل کیږي او د دې دواړو سیالیو ته د خلکو په هڅولو کښې ډیر روایتونه هم شته دي. سره له دې چې اسلام جواري یا ګټات او بایلات پر خپلو منونکو منعه کړي خو د اسونو د منډې او غشي ویشتنې په مقابله کښې یې شرط لګول تایید کړي او په قانوني توګه یې روا ګڼلي دي ځکه چې دې سیالۍ ته په هڅولو کښې د اسلام د ګران پیغمبر اصلي هدف د هغې له ورزشي او تفریحي اړخونو لا لوړ و. رسول الله مبارک غوښتل چې د هغې زمانې ټول خلک پوځي فنون او د سرتیرۍ تعلیمات زده کړي او له دښمن سره د مقابلې لپاره سنبال شي څو د جنګ په میدان کښې په ښه توګه د اسلام او مسلمانانو د حقوقو دفاع وکړي او خپل هیواد د پردیو له یرغله وساتي.

لامبو هم یو بل ګټه ور ورزش او سالمه تفریح ده چې د اسلام عالي قدره پیغمبر ورته پاملرنه کړې ده.

رسول اکرم(ص) فرمایلي دي: خپلو اولادونه ته غشي ویشتنه او لامبو ورزده کړئ.[7]

ورزش ډوله لوبې: له بده مرغه په ننۍ متمدنه نړۍ کښې ځیني وحشیانه کارونه د ورزش، تفریح او ساعت تیري په نوم معمول ګرځیدلي دي. لکه سوک وهنه یا باکسنګ چې یو قهرجن او وحشیانه کار دی او په انسان کښې د درندګۍ خوي راویښوي خو په اوسنۍ زمانه کښې خوښول کیږي او مهمې سیالۍ یې ترسره کیږي او ګټونکي ته یې ستر انعام ورکول کیږي. د اسلام مقدس دین دا ډول ضرر رسونکي او خطرناک کارونه چې د یو کس د رنځوریدو یا کله کله د یو انسان د وژل کیدو سبب کیږي، هیڅ کله نه تاییدوي او خپلو منونکو ته اجازه نه ورکوي چې د ورزش په نوم په دې بوږنونکو کارونو کښې برخه واخلي.

همدا شان نن سبا د ښکار مسئله هم د ساعت تیریو او تفریحاتو په قطار کښې راغلي او ځیني خلک خپل اوزګار او فارغ وختونه د حیواناتو په ښکار تیروي. عجیبه ده چې لویدیځه نړۍ له یوې خوا د ځناورو د حمایت او ملاتړ خبره کوي او له بلې خوا د حیوان ښکار تفریح او ساعت تیری ګڼي. د اسلام په مبین دین کښې د حیواناتو ښکار د ژوند د ضرورت تر حده روا دی خو عبث ښکار او د ساعت تیري لپاره د یو ځناور وژل ممنوع ګرځول شوي دي تر دې چې فقیهانو د دا شان چټي ښکار لپاره مسافرت هم د ګناه سفر بللی او داسې یو مسافر نه شي کولی چې د روژې نه نیولو یا قصر لمونځ کولو په شان د سفر له قانوني اسانتیاؤ ګټه پورته کړي.

 

[1]- بحار، ۱۷ ټوک، ۲۰۸ مخ.

[2]- مجموعه ورام، وړومبی ټوک، ۱۳۲ مخ.

[3]- وسائل، دریم ټوک، ۱۷۷ مخ.

[4]- مستدرک، دویم ټوک، ۲۲ مخ.

[5]- مکارم الاخلاق، ۱۲۴ مخ.

[6]- مستدرک، دویم ټوک، ۲۲ مخ.

[7]- جعفریات، ۹۸ مخ.

کلیدي کلمې: