(ځوانان او د کورنۍ مشري(۲

کله چې پيغمبر(ص) په مکه کښې د خپل رسالت اعلان وکړ، د هغه اړخ ته له ټولو زيات تلونکي، ځوانان وو چې خپل نرم او لطيف روح سره، او خپل ميړنتوب سره، په ډېره مينه او عشق سره يې د پيغمبر(ص) خبرې واوريدې او په حکمونو يې عمل وکړ او همدا خبره د قريشو د لويانو د غصې سبب شوه، پيغمبر(ص) به خپل ډېر کارونه د دې ځوانانو په سبب کول او په خپلو بيلا بيلو او مناسبو طريقو سره به يې هغوي خپلې لارې ته هيله من کول او د هغوي له نظريو او ليدتوګو به يې ګټه اخستله.

د هغه ځوان په اپوټه چې مور پلار سره يې قدر نه وي او په کارونو پورې يې مسخره کوي او هر وخت پرې اعتراض کوي او د وړې وړې غلطۍ په وجه ملامته کيږي او هره ورځ سختو او بې ځايه غصو سره مخامخ وي او مور پلار يې ملامته کوي، داسې ځوان ځان سره د حقارت او سپکاوي احساس کوي او د دې روحي حالت نه تل خفه وي او اخر دا چې بې لارۍ ته مخه کړي.

امام صادق عليه السلام د شرارت او بې لارۍ وجه حقارت او پستي او سپکاوې ګڼي، فرمايي:

مَنْ هانَتْ عَلَيه نَفْسهُ فَلا تَأْمَنْ شَرَّه[4]

کوم يوکس چې د هغه نفس او ځان هغه سپک ګڼي د هغه د شر او بدۍ نه په امان نه يې.

هغه انسانان چې په زړه کښې غُټې لري او بد کسان دي هغوي د خپلو روحي اړتياوو پوره کولو لپاره او ځان ته د نورو پام راړولو لپاره، بدو او ناخوښو کارونو ته لاس اچوي او ځان د قانونونو، ادبونو، او ټولنيزو رسمونو پر خلاف معرفي کوي او خلکو ته يې ښايي.

غصه نه، مينه

ځوان د ګل د هغه ښاخ غوندې دے چې ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري، هغه د مناسب بدني خواراک نه علاوه، مناسب روحي خوراک ته هم اړتيا لري. کله چې ترې يوه خطا او غلطي وشي نو پکار دي چې د ملګرو او موجودو کسانو په وړاندې هغه داسې ملامته نه کړې شي چې هغه په خپل غلط کار لازيات ټينګ شي.

پلاران او ميندې پکار ده چې په دې خبره پوه شي چې د ځوان ناروغه روحي حالت يو طبيعي شې دے او د دې لپاره چې ځان له ماشوموالي وباسي او د ځوانۍ وخت کښې قدم کيږدي نو د روحي مشکلاتو سره مخامخ کيږي او د ناپوهۍ له وجې ترې ځينې غلطۍ او خطاګانې کيږي، پکار دي دا غلطۍ په صبر، ظرافت او پوهې سره ناليدلې وګڼې او په ماهرانه طريقې سره يې لرې کړې له همدې وجې اميرالمؤمنين علی(ع) فرمايي:

جَهْلُ الشباب معذورٌ[5]

د ځوان د نه پوهيدو عذر او معافی غوښتل قبليږي.

له همدې وجې ميندې او پلاران پکار دي خپلې تربيتي خبرې داسې بيان کړي چې د ځوانانو د ملامتۍ سبب ونګرځي، نو د تربيت او متوجه کولو د ټولو نه ښه شکل او طريقه د داسې جملو او ټکو استعمالول دي چې کنايه او شاره وي او دا کار به ډېر اثر هم لري.

حضرت امام علي(ع) فرمايي:

تلويحُ زَلّةِ العاقِل لَهُ اَمَضّ مِن عِتابِه[6]

عاقل سړے کنايې سره متوجې کول د هغه لپاره د (مخامخ) ملامته کولو (سزا ورکولو) نه زيات اثر لري.

له بده مرغه ځينې پلاران او ميندې د خپلو ځوانانو د اصلاح او تربيت په نيت خپل ملامته وونکي ټکي بيا بيا وايي او هغه د خلقو په وړاندې ملامته کوي، له دې نه غافل وي چې د ملامتۍ تکرار او بيا بيا ويل اپوټه اثر لري.

امام علی(ع) فرمايي:

اَلاِفراطَ فى المَلامَةِ يَشُبُّ نيرانَ اللّجاج[7]

په ملامتۍ کښې زياتې کول، د دښمنۍ او لجاجت اور لا زياتوي.

د تربيتي خبرو او د مطلب د بيانولو له ټولو نه ښه طريقه د داسې جملو او الفاظو استعمالول دي چې له مينې او ادب نه ډک وي.[8]

که ځوان په دې خبره پوه شي چې پلار او مور نصيحتونه يې د زړه سواندي او د هغه د راتلونکي ښه وخت د غوښتلو لپاره دي نو د هغوي خبرو ته غوږ نيسي او مني يې، خو که دا محسوسه کړي چې دا خبرې هغوي د خود خواهۍ(ځان غوښتې)، غرور، او استبداد له وجې دي، نو اپوټه کيږي او د هغوي په وړاندې مقابله کښې ودريږي. په اخر کښې د اميرالمؤمنين حضرت علی(ع) يو بل روايت ته اشاره کوو چې فرمايي:

وَلَدُك ريحانتك سَبْعا و خلوتك سَبْعا ثم هو عدوّك اَو صديقُك[9]
ستا زوې تر اوو کالو پورې ستا د لاس ګل دےچې ستا په اختيار کښې دے، او د ژوند په دويمو اوو کالو کښې ستا خدمتکار او مطيع (خبره منونکې) دے، (بيا په ځوانۍ کښې) يا ستا دښمن دے يا دې ملګرې دے.

دا روښانه ده چې په وړوکوالي کښې د مور پلار او د استاذانو د تربيت طريقې په ځوانې کښې اثر لري، هغه پلار يا مور چې په صحيح بنسټ صحيح طريقه يې خپل ځوان تربيت کړے او روزلے وي او د هغه احترام او درناوې يې کړې وي نو زوے هم د هغه دوست او ملګرې وي. او د دې په اپوټه که په غلطې طريقې يې لوي کړې وي او د خپل ځوان جائزو غوښتو ته يې پام نه وي کړې نو هغه د ځان لپاره يو کينه کښ دښمن تربيت کړے دے.

[4] . تحف‏العقول، ترجمه شوې، 512 مخ.
[5] . غررالحكم، 372 مخ.
[6]  . غررالحكم، 348 مخ.
[7] . بحارالانوار، 23ټوک، 114مخ.
[8] . لکه څنګه چې لقمان پيغمبر خپل زوي ته د ښو کارونو لکه مونځ، د ښو کارونو حکم کول او له بدو نه منعې کولو، د عبادت او نورو، د وصيت په وخت د "يابُنَیّ، اې زويه" ټکي پکار راولي. سوره لقمان آيه 16
[9] . د نهج‏البلاغې، ابن‏ابي‏الحديد شرح، 20ټوک، 343 مخ.