پيغمبر(ص) غار ثور ته ځي

د شپې څو ګنټې تېرې شوې وې چې دښمنانو د پيغمبر(ص) کور کلابند کړو چې په خپل شيطاني پلان عمل وکړي خو پته ورته نه وه چې خداي د خپل رسول(ص) ملاتړی دی او هغه به له دې مصيبته وساتي.

پيغمبر(ص) د يسين سورې ايتونه لوستل، له کوره ووت او په يوې بلې لارې له مکې نه بهر د ثور غار ته لاړ. ابوبکر هم له دې قيصې خبر شو او د پيغمبر(ص) ملګرې شو.[1] کفارو په وتلو تورو سره د هغه مبارک په بسترې حمله وکړه خو په ډيرې حيرانتيا سره يې علي(عليه السلام) د هغوي  په ځاي وليد او پوښتنه يې ترې وکړه محمد(ص) چرته لاړ؟ علي(عليه السلام) ځواب ورکړو زۀ تاسو په هغه د څارنې لپاره کيښنولی وم چې درته ووايم چې چرته لاړ، تاسو غوښتل چې هغه اوځي او هغه هم له ښاره ووت.[2]

قريشو چې ټول سازشونه يې ناکام شوي وو، ډيرې سر پښې وټکولې او کوششونه يې وکړل خو بې نتيجې.

پيغمبر(ص) په ثور غار کې له دريو ورځو پاتې کيدو وروسته يثرب ته روان شو[3]. د سراقه بن مالک په نامه د مکې يو کس د پيغمبر(ص) تعاقب وکړ خو چې کله يې د اس پښه درې ځلې په زمکه کې ښخه شوه او هغه يې په زمکه وغورزولو نو توبه يې وکړه او راستون شو.[4]

پيغمبر(ص) د ربيع الاول په دولسمه "قبا" ته ورسيد[5] او څو ورځې يې هلته تېرې کړې[6]. ابوبکر ډير ټينګار وکړو چر هغه مبارک يثرب ته روان شي خو پيغمبر(ص) ونه منله او وې فرمايل: علي(عليه السلام) په خپل سر سره زما حفاظت کړی دی او ما تر ټولو ښه اهلبيت(ع) او زما د ترۀ ځوې او ورور دی له دې ځايه به ونه خوزو  تر څو چې علي(عليه السلام) له مونږه سره يو ځاي شي.[7]

حضرت علي(ع) د امانتونو له رسولو وروسته "قبا" ته راغی او له پيغمبر(ص) سره يو ځاي شو. په داسې حال کې چې پښه يې ډيره زخمي وه. پيغمبر(ص) هغه په خپل غيږ کې ونيوۀ او د خپلې خلې توکاڼي يې د علي(ع) په پښې ومږل له هغو سره د دوي پښه بلکل ښه شوه او له پيغمبر(ص) سره د يثرب په لور روان شو.

د يثرب حالت ډير بدل شوی ؤ. خلقو ډير په جوش او برم سره په لارو کوڅو کې د ګران رسول انتظار کوو. پيغمبر(ص) د جمعې په ورځ د يثرب ښار ته ورسيد[8]. خلق د خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځاييدل او ټولو د پيغمبر(ص) په نوراني مخ سترګې ښخې کړې وې.

رسول الله مبارک(ص) په يثرب کې ديره شو او د عدالت او ايمان په بنياد يې د يو لوي تمدن او دين اسلام بنياد کيښدو. د يثرب نوم د پيغمبر(ص) له ورتګه ورسته بدل شو او "مدينة النبي" (د پيغمبر(ص) ښار) نوم پرې کيښودی شو او دا کال د  لويې واقعې يعنې د حق او عدالت د کاميابۍ په خاطر د اسلام د تاريخ پيلانه او مبدا وګرځيدۀ او خلق د اسلام د نمر په رڼا کې ګوندې بيا وزيږيدل.

نن چې د هجرت د عظيمې قيصې 14 پيړۍ تېريږي نو  راځئ چې د تاريخ پاڼې واړوو او د هجرت او د اسلام د بنياد کيښودونې لپاره د مسلمانانو سختيو او کوششونو ته يو ځغلنده نظر وکړو.

مسلمانان چې د قريشو له ازارونو او شکنجو خلاص شوي او يو ارام ځاي ته تللي وو، په سستۍ او عيش و عشرت اخته نه شول بلکې شپه او روځ يې د اسلامي تمدن د پراختيا لپاره هلې ځلې وکړې. او د مسلمانانو همدا پرله پسې کوششونه او زحمتونه وو چې هغوي يې له ګډوډۍ او بندونو راوويستل او خوشبخته او نيکمرغه يې کړل. پکار ده چې دا ورځ هر کال د هجرت  د کليزې په توګه ونمانځل شي چې ټولو مسلمانانو په تيره بيا ځوانانو ته پته ولګي چې اسلام په دومره اسانۍ سره نۀ دی خپور شوی بلکې د دې لپاره ډير زحمتونه او کوششونه شوي دي او له کوششونو سره سره د هغه وخت د مسلمانانو کلک ايمان او د پيغمبر(ص) د خبرو او فرمانونو منل د دې دين د کاميابۍ له مهمو عواملو څخه وو.

[1]  . تاريخ طبری ج3 ص1234.
[2]  . اعلام الوری ص63.
[3]  . سيرۀ ابن هشام ج1 ص486 او بحارالانوار ج19 ص69.
[4]  . سيرۀ ابن هشام ج1 ص489 او بحارالانوار ج19 ص88.
[5]  . کامل التواريخ جز دوم طبع بيروت 1375 قمري ص106 قبا له مدينې سره نزدې ځاي دی.
[6]  . تاريخ طبری ج3 ص1245.
[7]  . بحارالانوار ج19 ص116.
[8] . سيرۀ ابن هشام ج1 ص494 او بحارالانوار ج9 ص122.