پيغمبران او د ژوند د ټولو اړخونو اصلاح

مونږ عقيده لرو چې:الهي دينونه  چې پر پيغمبرانو نازل شوي دي ـ په تيره بيا ـ اسلام دين يوازې د  فردي ژوند په اړه  او په اخلاقي او معنوي  مسائلو پورې محدود نه  دي  بلکه د ټولو ټولنيزو اړخونو اصلاح ته هم شامليږي، حتی د ورځني ژوند لپاره ضروري ډير علمونه او پوهې هم  خلکو له هغوي زده کولې چې ځينو ته يې  په قرآن کې اشاره شوې ده.

او همداراز عقيده لرو چې:د هغوي الهي لارښوونکو يو هدف په بشري  ټولنه کې عدالت دے.«لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ؛ مونږ خپل رسولان په روښانه دلائلو سره  وليږل او له  هغوي سره مو آسماني کتاب او ميزان (له باطله د حق پيژندل او عادلانه قوانين) نازل کړل چې (د نړۍ) خلک په عدالت قيام وکړي»[1]

 

[1] . حديد سوره ۲۵ ايت.

کلیدي کلمې: