په قيامت کې شاهدان او ګواهان

شیعه باوري دِي چې په قيامت کې پر دې سربيره چې خداى تعالى زمونږ پر ټولو عملونو شاهد دى، ځينې نور ګواهان هم  زمونږ په عملونو ګواهي ورکوي، حتى زمونږ لاس پښې، پوستکى، هغه ځمکه چې ژوند پرې کوو او داسې نور ټول زمونږ شاهدان او ګواهان دي . «الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ؛ نن (د قيامت په ورځ) يې په ژبو مهرونه لګوو او لاسونه يې له مونږ سره خبرې کوي او پښې يې په هغو کارونو چې کول يې (هم)شهادت ورکوي»[1]

«و قالوا لجلودهم لم شهدتم علينا قالوا انطقنا الله الذی انطق کل شيئ؛ هغوي به دخپلو بدنونو پوستکی ته وايي: ولې مو زمونږ په خلاف ګواهي ورکړه ؟ په ځواب کې به ووايي : هماغه خداى  چې هر موجود يې په خبرو کړى دى، مونږ يې هم ګويانه کړي يو (او دا د افشا کولو ماموريت يې مونږ ته راکړى دى)»[2]

«يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا  * بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا؛ په هغه ورځ به ځمکه خپل خبرونه ښکاره کړي ځکه چې  پروردګار دې ورته وحي کړې ده (چې دا ماموريت تر سره کړي)[3]

 

[1] . يس سوره ٦٥ آيت.

[2] . فصلت سوره، ٢ آيت.

[3] . زلزله سوره ٤ او ٥ ايتونه.

کلیدي کلمې: