په قبرونو باندې د ودانۍ ګټه

 

  1. دا کار د شعائر الله درناوی او د منکرانو سپکاوی دے.
  2. د قبرونو د زيارت کوونکيو لپاره يو چوپال دے چې له ګرمۍ بچ پاتې شي او د دعا، زيارت، لمانځه کولو، تلاوت او درس او د موعظې مجلس لپاره راشي ځکه چې په دغه ځای کښې دا عبادي کارونه د کولو زيات وړ دي. او هلته پاتې شي.
  3. کيدې شي په قبرونو باندې د ودانۍجوړولو تر  ټولو مهم سبب همدا وي چې په دې طريقه د دين بيلګې د هميشه لپاره محفوظ پاتې شي او له دې ظواهرو د هغه شخصيتونو باطن ته ورسيږو او په عمل کې   هغوي د ځان لپاره بيلګه جوړه کړو. او که داسې درناوې نه وي نو دا شخصيتونه ورسره هيريږي او د وهابيانو غرض همدا دے دا مخالفتونه د هغوي يوه ديني نظريه نه بلکې ورپسې يې لوي لوي غرضونه دي چې دا د اسلام بيلګې او اثار قديمه ورسره ختم کړي. په داسې حال کښې چې انسان د تربيت لپاره يوې بيلګې ته اړتيا لري.

 

په قبرونو باندې د ډيوو بلول

  1. د وهابيانو نظر
  2. د هغوي دادعا رد
  3. د مسلمانانو سيرت
  4. د هغه روايت کره کتنه چې په قبرونو باندې له ډېوې بلولو يې منعه کړې ده.

په قبر باندې د څراغ بلول

وهابيان خلک له دې منعې کوي چې په قبرونو باندې دې ډېوې بلې  شي او د دوي دليل هماغه روايتونه دي چې وړاندې تير شول  او د هغو په هکله سندي او دلالي اشکالات او نيوکې هم بيان شوې. روايت دا دے: "د خدای رسول(ص) هغه ښځې چې قبرونو ته ځي او په هغو باندې جماتونه جوړي او په قبرونو ډېوې لګوي، لعنت کړي دي".

ځوابونه

لومړی. دا حديث د سند له مخې ضعيف دے لکه څه رنګ چې به دې ته اشاره وشي.

دويم. د پيغمبر(ص) لعنت د هغه چا لپاره دی چې داسې کارونه به يې د نبيانو او وليانو له قبرونو پرته د بل چا په قبرونو کول؛ خو که ښځې د نبيانو او وليانو د زيارتونو لپاره لاړې شي او يا هلته جمات جوړ شي يا ورباندې ډېوه لګيږي؛ نو د پيغمبر(ص) لعنت دغه ښځو ته نه شامليږي؛ ځکه چې د پيغمبرانو او وليانو درناوې – که د هغوي په ژوند کښې وي او که له وفاته وروسته د شرعې له خوا دا کار رجحان لري يعنې د کولو وړ ګڼلے شوے دے.

دريم. روايت هغه ځای بيانوي چې له ډيوې بلولو څه ګټه نه وي؛ مثلا په دې لړ کښې څه مال ضايع کيږي، نو نهي او لعن له دې سببه دے.

خو که په قبرونو باندې ډېوه بلول د دې لپاره وي چې قران تلاوت کړې شي دعا او لمونځ وکړې شي او کوم کسان چې هلته شپه تيروي او زواران له هغه څراغ ګټه اخلي نو نه يوازې دا چې حرام نه ده بلکې مکروه هم نه ده بلکه په ښه عمل کښې په مرسته کولو کښې راځي.

عزيزي، سندي، شيخ حنفي، علي منصور دې ځواب ته اشاره کړې ده چې ليدتوګه به يې په تفصيل سره راشي.

يو له هغه شواهدو چې په قبرونو باندې د ډېوې بلولو د جايزيدو لپاره بيانولې شو په خپله د پيغمبر(ص) عمل دے. ترمذي يو روايت له ابن عباسه نقلوي: "پيغمبر(ص) د شپې يو قبر ته ورغے، بيا پيغمبر(ص) په هغې باندې ډېوه بله کړه"

څلورم. د مسلمانانو عمل د وهابيانو د نظر په خلاف دے، ځکه چې د ابن تيميه له زوکړې وړاندې او له هغه وروسته مسلمانان په قبرونو باندې ډېوې لګوي او د سيرت يو مزبوت دليل دے.

د مسلمانانو د سيرت ځينې بيلګې

1. د ابو ايوب انصاري په قبر باندې ځينې شمعدانونه وو. خطيب بغدادي له وليده نقلوي: د قسطنطنيه د ښار له ديوال سره لاندې يو سپينه وداني وه چې خلکو به وويل: دا د ابوايوب انصاري قبر دے چې د پيغمبر(ص) صحابي و. زۀ هم د هغه ودانۍ په لور لاړم او په هغه ودانۍ کښې مې د هغه قبر وليد د هغه په قبر باندې يو قنديل په ځنځير سره تړلے و. ابن کثير وايي: د ابو ايو ب انصاري قبر مزار او جومات دے.

خطيب بغدادي په 463هـ کال (پينځمې پيړۍ) کښې وفات شو او ابن تيميه په اتمې پيړۍ کښې وفات شوے دے او د دوي دواړو تر مينځ  فاصله تقريبا درې سوره کاله ده. دا طريقه د ابن تيميه له زوکړې وړاندې هم وه او يو مسلمان عالم هم له هغه وړاندې د دې په حراموالي فتوا نه ده ورکړے او چا شرک او بدعت نه دے ګڼلے.

2. د زبير د قبر لپاره د شعمدانونو وړل: ابن جوزي وايي: د 386کال له پيښو يوه پيښه دا وه چې د بصرې خلکو دا دعوا وکړه چې د زبير قبر يې پيدا کړے دے... نو له همدې سببه يې د هغه د قبر لپاره شمعدانونه، پوزي او فرشونه وړل او د هغه په قبر يې يو خدمتګزار وټاکه  او د هغه د قبر لپاره يې څيزونه وقف کړل.

د زبير د قبر پيدا کيدل او په هغې باندې د شمعدانونو لګول په څلورمې پيړۍ کښې وو، يعنې د ابن تيميه له زوکړې څلور پيړۍ وړاندې او په دغه وخت کښې يو عالم هم له هغه وړاندې دا نه دي ويلي چې د زبير يا په نورو قبرونو باندې دا شمعدانونه لګول حرام دي

3. هغه شمعدانونه چې د امام موسی کاظم په مزار باندې موجود وو، خطيب وايي:  د امام موسی کاظم (ع) قبر مشهور او د زيارت ځای دے د هغه په قبر باندې يوه لويه بارګاه جوړه شوې ده او په هغې کښې د سرو او سپينو زرو شمعدانونه دي او بيلا بيل څيزونه او بې شميره فرشونه دي.

په حديث کښې مناقشه

دا حديث، هم د سند له نظره او هم د دلالت نه نظره اشکال لري:

 سندي اشکال

حاکم په مستدرک کښې دا حديث په دوو سندونو سره نقل کړے دے چې دواړه سندونه ابن عباس ته رسي؛ خو په دواړو سندونو کښې يو کس چې نامه يې ابو صالح باذام ده   د رجالو د عالمانو له خوا يو ضعيف کس دے. يو بل کس هم شته چې نامه يې السمان او کنيت يې ابوصالح دے. هغه يو ثقه کس دے چې حديثونو سره يې احتجاج کيږي؛ خو هغه کس په دې سنت کښې نشته. ابوحاتم د ابوصالح باذام په هکله وايي: د هغه حديث ليکل کيږي؛ خو ورسره احتجاج نه کيږي. نسائي وايي: ابوصالح باذام يو ثقه کس نه دے. ابن عدي وايي: عام طور چې ابوصالح باذام  کوم روايتونه نقلوي نو هغه د هغه خپل تشريح او تفسير دے او په مسند کښې له هغه هيڅ هم نشته... په تيرو کسانو کښې څوک نه پيژنم چې له هغه راضي وي.

په   دې حديث کښې دوه طريقه نور هم دي چې هغه مونږ د "زيارة النساء للقبور" په بحث کښې بيان کړي دي.

د دلالت له نظره

1. عزيزي د پيغمبر(ص) د وينا په شرح "والسراج" کښې وايي: يعنې د پيغمبر(ص) لعنت د هغه کسانو ته شامليږي چې په قبرونو باندې يې شمعې بلې کړي وي بې له دې چې ژوندي کسان له هغې څه ګټه واخلي خو که داسې شمع بله کړي چې ژوندي کسان ترې ګټه واخلي نو څه اشکال نه لري.

2. سندي د سنن نسائي په حاشيه کښې وايي: د پيغمبر(ص) لعنت په دې سبب دے چې يو مال بې له دې چې ګټه ترې واخستې شي ضايع شي او د دې مطلب دا دے چې که د ډيوې بلول ځينې کسانو ته ګټه ورکوي نو بيا په کښې څه اشکال نشته.

3. شيخ حنفي د جامع الصغير په حاشيه کښې وايي: د خدای د ولي او په نورو قبرونو باندې د شمعدان بلول، که چرې څوک ترې ګټه اخلي نو حرام نه دي؛ ځکه چې په دې عمل سره يو مال بې له دې چې کوم شرعي غرض ولري نه استعماليږي.

4. شيخ علي ناصف وايي: په قبرونو باندې د څراغ بلول جايز نه دي؛ ځکه چې دې عمل سره مال ضايع کيږي. مګر دا چې څوک ترې ګټه واخلي نو په داسې حالت کښې بيا څراغ بلول جايز دي.

نو دې ته په پام سره  په حديثونو کښې چې کوم حکم راغلے دے، هغه ارشادي دے نه مولوي او دې مطلب ته يې اشاره ده چې مال بې له څه شرعي غرضه مه خرابوئ. نو که چيرې په قبر باندې رڼا يو عقلي ګټه ولري نو حديث دغه مورد ته نه شامليږي او قطعا داسې عمل جايز دے، که څه هم په دې حديث کښې له لعنت نه حرمت نه راوځي؛ بلکه کله کله لعنت په کراهت حمل کيږي.

 

نذر(منخته)

  1. له خدايه پرته  دبل چا لپاره د يو شي د نذر کولو په هکله د وهابيانو ادعا
  2. د وهابيت د نظر رد
  3. هغه روايتونه چې له خدايه پرته په بل چا نذر منل جايزوي
  4. په نذر کښې د مسلمانانو طريقه

له خدايه پرته په بل چا باندې د نذر منلو په هکله د عالمانو نظر

. سنن نسائي، 4ټوک، 95مخ، مستدرک حاکم، 1ټوک، 530مخ، 1384حديث.

. د مائدې سورت 2ايت ته اشاره ده چې فرمايي: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ.

. جامع الصحيح 3ټوک، 372مخ، 62حديث.

. قنديل همدا شمعدان دے چې د شمعې د بلولو لپاره پکاريږي لکه په روايت کښې چې راغلي دي: الرجل يصلی و بين يديه قنديل. (مجمع البحرين، 5ټوک، 456مخ د قنديل ماده).

. تاريخ بغداد، 1ټوک، 154مخ.

. المنتظم، 14ټوک، 383مخ.

. وفيات الاعيان، 5ټوک، 310مخ.

. الکامل في الضعفاء، 2ټوک، 71مخ، مستدرک حاکم، 530مخ، 1384حديث.

. شرح الجامع الصغير، 3ټوک، 198مخ.

. سنن نسائي، 4ټوک، 198مخ.

. کشف الارتياب، 339مخ.

. التاج الجامع للاصول، 1ټوک، 381مخ.

. البته په حديثونو کښې د لعن په کراهت باندې حمل کول ضعيف دي؛ ځکه چې په حرمت باندې يې دلالت له نهي هم ډېر قوي دے او له تحريمي معنې يې غړول، مزبوتو قرينه او شواهدو اړمن دے.