په دعا ګانو او ذکرونو کې د عدد خيال ساتل

د ځينو دعاګانو او ذکرونو په اوله يا اخره کې داسې راځي چې دومره ځله به درود ووايې يا دومره ځله پلانکې سورت ووايه يا داسې نور، نو په دغو ځايونو کې د عدد او شمير خيال ساتل پکار دي او کمول يا زياتول يې نه دي پکار. ځکه چې په دغه مقام کې د دغو ذکرونو اثر په همدغه شمير پورې تړلی دی چې که کم او زيات يې کړې نو نتيجه نه ورکو ي. لکه څنګه چې د رياض السالکين ليکوال له سید ابن طاووس الحسين رحمه الله څخه نقل کړې ده چې په دعاګانو او ذکرونو کې بايد د شمير خيال وساتل شي که نه وي نتيجه نه ورکوي. دا داسې وګڼئ چې يو کس چې تاسو يې په رښتيا والي پوره پوره يقين لرئ تاسو ته ووايی چې له پلانکي ځايه لس ګزه ليرې يوه خزانه ښخه ده او که دغه ځای وکنې نو خزانې ته به ورسيږې اوس نو که يو کس له لسو ګزو مخکې يا وروسته ځای وکني ښکاره خبره ده چې خزانه نه مومي. يا مثلا يو ډاکټر درته ووايی چې دوه ګولۍ سهار دوه ماښام او دوه د شپې خوره يعنې اته اته ګينټې پس، اوس که يو کس راشي او ټولې ګولۍ په يو ځای وخوري او د شمير او وخت خيال ونه ساتي نو نتيجه يې تاسو ټولو ته معلومه ده.

همدا شان له دعاګانو او ذکرونو مطلوبې پايلې هغه وخت لاسته راځي چې د عددونو خيال وساتل شي نو پکار ده چې انسان په ځای د دې چې د ذکر په مينځ کې په نورو کارونو اخته شي بايد د ذکر شمير پوره کړي او که په مينځ کې يې خبرو ته اړ شي نو بيا دې يې له سره پيل کړي.

کلیدي کلمې: