په اسلام کې د عقيدې ازادي او د مرتد والي حکم

پوښتنه:

 په اسلام کې د عقيدې د ازادۍ او مرتدوالي حکم څرنګه له يو بل سره جمع کيدے شي؟

ځواب:

 د دغه ځواب لپاره اول بايد د عقيدې د ازادۍ او مرتدوالي په معنا او شرايطو ځان پوه کړو.

د عقيدې ازادي په دې معنا ده چې انسان وکولے شي بې له څه بهرني دباو او په خپله خوښه يوه ليدتوګه او فکر ومني دهغه په هکله بحث او خبرې وکړي او تبليغ يې وکاندي.[1]

د ارتداد او مرتدوالي مطلب دا دے چې انسان د يوه دين له منلو وروسته چې دلته ترې زمونږ مطلب اسلام دے، له هغه وګرځي او د هغه عقيدې د سموالي انکاروکړي[2]

اسلام د عقيدې ازادي په خاصو شرايطوسره مني. دا چې د عقيدې ازادي يو ښه او منل شوے کار دے په دې هيڅ شک نيشته ځکه چې د الهي پيغمبرانو د بلنې منل په ازادۍ ولاړ دي که انسانان د خپلې عقيدې په منلو کې ازاد نه وئ هيچا به له خپلو تيرو عقيدو لاس نه شو اخستلے او د پيغمبرانو بلنې ته به يې مثبت ځواب نه شو ورکولے.د پيغمبرانو د بلنې حجيت يوازې د عقيدې د ازادۍ په منلو سره منطقي توجيه مومي.[3]

پر دې سربيره په لږ شان دقت او ځيرتيا سره معلوميږي چې اساسا عقيده چې يو باطني او قلبي مسله ده يوه تکويني چاره ده چې هيڅ جبر او زور پکې نيشته. د « لا اکراه في الدين» ايت د عقيدې د همدغه تکويني اړخ بيانونه کوي.[4]نو هيڅوک په ګواښ يا لالچ سره نه شو مجبورولے چې په يو څيز ايمان راوړي داسې کس کيدے شي په ظاهره په دغه خبره اقرار وکړي خو هغه وخت په دې خبره قلبي ايمان پيدا کوي چې هغه صحيح وګڼي او له زړه او د اختيار له مخې يې و مني.

بايد پام ولرو چې في الجمله ازادي که د عقيدې په مسله کې وي او که په نورو مسلو کې که څه هم ښه او مطلوب څيز دے خو مطلقه ازادي نه ممکنه ده او نه مطلوبه،ځکه چې په ټولنه کې د ظلم، ازادۍ ګډوډۍ او ګمراهۍ سبب کيږي نو هيڅ يو عاقل کس د مطلقې او بې قيد او شرطه ازادۍ دفاع نه کوي. اسلام هم د ازادۍ لپاره پولې ټاکي چې اسلامي ټولنه له عقيدتي ګډوډيو او د دښمنانو له سازشونو په امن کې پاتې شي.

دلويديځ په تفکر[5] او اسلامي تفکر کې د ازادۍ فرق په دې کې دے چې لويديځه ازادي په خپلو ټولو حدودو او حوزو کې په دې مقيده ده چې د ټولنې دنورو وګړيو ازادي خرابه نه شي او د دولت له سياستونو سره مخالفه نه وي.خو اسلامي ازادي د ديني شرايطو او حددودو په رعايتولو مقيده ده. [6] په اسلام کې د عقيدې دبيان ازادي تر دې حده ده چې د ټولنې د کسانو د ګمراهۍ او نيکمرغۍ ته د خطر د پيدا کيدو سبب نه شي.. هر کس کولے شي په يوه عقيده – که غلطه هم وي – باور ولري او تر هغه وخته چې څرګنده يې نه کړي له فقهي او حقوقي نظره کوم حکم نه لري. که څه ممکنه ده يو کس په دغه غلط باور او عقيدې حقيقي کمال ته له رسيدلو پاتې شي يا د اخرت د عذاب مستحق شي.[7] د ديني عقايدو په هکله تحقيق او پوښتنه نه يوازې بده خبره نه ده بلکه په اسلام کې مطلوبه هم ده.د اسلام مقدس دين د حق غواړي بحث او څيړنې هرکلے کوي او هغه خپله تبليغي روده ګڼي: ادْعُ إِلَى سَبِیلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِی هِی أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِینَ[8]

خلک په حکمت او ښه پند سره د خپل پالونکي لارې ته وبله! او له هغوي سره په ډيره ښه طريقه بحث وکړه بې له شکه چې ستا پالونکے له هغه چا چې د هغه له لارې بې لارې شوې دے او په هغو کسانو چې هدايت يې موندلے دے له ټولو خبر دے.

قران مجيد د ړانده تقليد غندنه کوي او فرمايي: وَإِذَا قِیلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَینَا عَلَیهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا یعْقِلُونَ شَیئًا وَلَا یهْتَدُونَ.[9]

«او کله چې هغوي ته وويل شي: د هغه څه چې خداي نازل کړې دي پيروي وکړئ، وايي:نه، مونږ دهغه څه چې خپل پلاران اونيکونه مو پرې موندلې دي پيروي کوو، ايا که دهغوي پلاران په څه نه پوهيدل او هدايت يې نه واي موندلي؟[ بيا به يې هم دوي پيروي کوله]

خداي تعالی په خپل پيغمبر ټينګار کوي چې په خپله هم اګاه وي او پيروانو ته هم اګاهانه بلنه ورکړي هلته چې فرمايي: قُلْ هَذِهِ سَبِیلِی أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِیرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِی وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِینَ[10]

او ووايه دا زما لاره ده زه او پيروان مې په پوره بصيرت سره، خلک د خداي لور ته بلي، پاک دے خداي پاک او زه له مشرکانو نه يم.

د هغو شبهاتو په هکله بحث او خبرې چې کله کله د انسان په افکارو يرغل کوي حتی که د دين د ښکاره او جوتو احکامو او معارفو په خلاف هم وي بيا هم باک نه لري او يوه عادي خبره ده څوک چې د حقيقت په لټه کې وي خپلې پوښتنه او شکونه حقيقت ته د رسيدلو او تحقيق سريزه ګرځوي. داسې کس مرتد نه ګڼل کيږي.[11]

يوازې په هغه بڼه کې په يو کس د مرتد نوم لاګو کيږي چې دځينو شرايطو لکه، بلوغ، عقل او اخيتار پر لرلو سربيره لانديني شرايط هم ولري[12].

۱.  ښه په اګاه اوخبره توګه د دين د يو ضروري او بديهي چارې انکار وکړي.

د دين ضروريات هغو چارو ته وايي چې دهغو په ديني والي کې هيڅ شک نيشته. لکه دلمانځه روژې او حج واجبوالي يا په توحيد، قيامت، دوزخ او جنت او داسې نورې عقيدې. [13]

۲. په دې خبره هم پوه وي چې که ددين د ضرورياتو انکار وکړي نو دې دمطلب دا دے چې د پيغمبر د نبوت او د دين د اساس انکار يې کړے دے.

که يو کس په دغو شرايطو سره د دين د ضرورياتو انکار وکړي که د علمي بحثونو له لارې هغه ته رسيدلے وي او که دنياوي هدف ته د رسيدلو لپاره يې دغه عقيده ښکاره کړې وي په حقيقت کې له اسلامه وتلے دے او د مرتد حکم په هغو لاګو کيږي.[14]

البته که يو کس بې له بد نيتۍ او يوازې د علمي شبهاتو په نتيجه کې د دين انکار وکړي د خداي په نزد معذور دے او د اخرت په عذاب نه اخته کيږي. په دې اساس که يو کس له ناپوهۍ د دين ديوې مسلې انکار وکړي يا د يوې غير ضروري او بديهي چارې انکار وکاندي يا د خپلو خبرو په لوازماتو يعنې دا چې د ده دغه خبره د قران او د معصومينو دخبرې[15] د تکذيب سبب کيږي نه وي خبر. داسې کس مرتد نه ګڼل کيږي.روښانه خبره ده چې دوو شرطونو يعنې، «پوهې» او «دخپلې کفري خبرې التزام» دا حکم هغه کس ته نه شامليږي چې د خپلو ديني عقيدو په هکله په شک او ترديد اخته شوے وي نو يوازې هغه کسان مرتد شميرل کيږي چې په جدي او قطعي ډول د دين انکار وکړي.

دارتداد په بحث کې ډير ظرافتونه موجود دي چې بايد توجه ورته وشي. يو دا چې بايد پوه شو چې دا حکم د اسلام د ختمولو او کمزورې کولو دسازشونو او توطئو په وړاندې يو دفاعي تدبير دے. نه دا چې د اسلامي عقيدو د جاج او کره کتنې د مخ نيوي لپاره وي.[16]حقيقت دا دے چې اسلام تر بل هر دينه زيات په اګاهانه ايمان او عقل او فکر کولو ټينګار لري او له ړانده تقليده خلک منعې کوي او له خرافاتي او چټي عقيدو سره مبارزه کوي. په دې اساس د هغه کس لپاره چې له اسلامي معارفو سره لږه شان اشنايي هم لري دا وهم او شک نه پيدا کيږي چې ګوندې اسلام د ارتداد په حکم سره غواړي د علم او ازاد فکرۍ مخه ونيسے ځکه چې د اسلام يو لوے وياړ دا دے چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو او تحقيق ټينګار کوي. قران کريم د ځينو اهل کتابو د د توطئې په ښکاره کولو سره د ارتداد د حکم فلسفه او حکمت ښه په ډاګه بيان کړے دے او فرمايي: وَقَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُوا بِالَّذِی أُنْزِلَ عَلَى الَّذِینَ آمَنُوا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوا آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ یرْجِعُونَ[17]

ځينو اهل کتابو وويل: سهار په هغه څه چې په مومنانو نازل شوې ايمان راوړئ او ماښام له اسلامه لاس واخلئ ؛ښايي مسلمانان له خپل ايمانه ستانه شي.

دغو کسانو غوښتل په ايمان راوړلو او بيا کافريدلو سره په خلکو کې د اسلام د عقايدو په هکله شکونه پيدا کړي. ارواښاد علامه طباطبايي د دغه ايت په تفسير کې فرمايي: هغوي په مومنانو کې د شک پيدا کولو او د خپل کار د توجيه لپاره ويل: مونږ فکر کاوه چې اسلام په خپل حقانيت او سموالي دليلونه لري خو کله چې مسلمان شو وموليدله چې داسې نه ده او د دغه دين د باطلوالي شواهد مونږ ته ښکاره شول له همدې امله مو له اسلامه لاس واخسته.[18]

په هغو شرايطو کې په ځيرنې سره چې اسلام د ارتداد د ثابتولو لپاره ټاکلې دي دا ټکے ښه تايديږي. يعنې د مرتد لپاره د سختې سزا له ټاکلو د اسلام مقصد دا وه چې د فتنې او په اسلامي عقيدو د لوبو کولو مخه ونيول شي او د خداي او انسان د ډيرو لويو ارزښتونو يعنې صحيح اسلامي عقيدو او ايمان ساتنه وشي. او په دې اساس په تحقيقي، نه تقليدي ايمان په ضرورت په ټينګار سره د دښمنانو د توطئو او د اسلامي عقيدو د کمزورې کولو لاره بنده شي.

لکه څرنګه چې اشاره وشوه، که د يو مسلمان ارتداد يوازې دهغه په باطني عقيدو پورې رالنډيږي که څه هم هغه د خپل ښه اخروي کماله پاتې کيږي خو دهغه په حق کې د مرتد سزا او نور فقهي احکام نه اجرا کيږي. خو که دغه عقيده ښکاره کړے شي او دغه کس خپل ارتدادي افکار ټولنې ته وغځوي. نو له دې امله چې دا يو بهرنے عمل دے حقوقي او فقهي پايلې هم لري په دې بڼه کې که دهغې ښکاره کول په دې ډول وي چې په اسلامي ټولنه کې دغلطو افکارو د خپريدو سبب شي، اسلامي دولت او ټولنه د نهي عن المنکر له مخې او د ګمراهوونکو عقيدو د خپريدو د مخ نيوي لپاره له هغې سره مخالفت کوي او دا ډول ازادي محدودوي.دا يوه بالکل منطقي او معقوله خبره ده.[19]

په دې اساس لکه څرنګه چې دولتونه او خلک د يوې خطرناکې ناروغۍ د مخنيوي لپاره مخنيوونکې او احتياطي تابياوې کوي بايد د معنوي او روحي ناروغيو دمخنيوي لپاره هم چاره وکړي ځکه چې د انسان د دې او هغې دنيا نيکمرغي په صحيح عقيدو پورې تړلې ده. نو لکه څرنګه چې يو کس د غل او يا د نشه ايزو توکو دخرڅوونکي په سزا کولو کې شک نه کوي همداراز د صحيح عقيدو د غلا کوونکي او دغلطو عقيدو د نشه ايزو توکو او هلاکوونکو او ګمراهو نظريود خپروونکي په سزا کې هم بايد شک ونه شي. په دې وجه اسلام چې تر ټولو لوے ارزښت صحيح ايمان او عقيده ګڼي په ډير حساسيت سره د الهي او صحيح عقيدو د سلامتيا په فکر کې دے. له همدې امله د عقيدې ازادي او ښکاره کول او د هغې تبليغ په هغه بڼه کې صحيح ګڼي چې د ټولنې د وګړو د دنيا او اخرت سلامتيا ونه ګواښي.

يو ځل بيا يادونه کوو چې که څه هم عقيده لرو چې د اسلام اساسات د نړۍ له حقايقو سره برابر دي او هر کس په صحيح او منطقي رودې سره په هغه کې تحقيق کولے شي او که دا کار وکړي نو د اسلام په صحيح والي په ايمان راوړي خو که څوک د علمي شبهو او په وجه د دين د ضرورياتو انکار وکړي او په نتيجه کې د دين د اصل دسموالي منکر شي نو مرتد ګڼل کيږي. که څه هم معذور وي او داخرت عذاب ونه لري.

په دې اساس په اسلامي کلتور کې د تحقيق او پوښتنې لپاره لاره خلاصه ده خو که څوک د ناسالمو او د اسلام د مخالفو افکارو تبليغ غواړي په ټولنه کې هغه ته دتوطئې او ورانکارۍ اجازه نه ورکول کيږي.

د لا ډيرې مطالعې لپاره لاندينيو سرچينو ته مراجعه وکړئ:

۱. عبدالله جوادي آملي، ارتداد و آزادي، پاسداري اسلام،۲۲ کال، ۲۶۵ شميره ۷ مخ

۲. سيف الله صرامي، احکام مرتد از ديدګاه اسلام و حقوق بشر، ۳۳۴مخ.

۲. محمد تقي مصباح يزدي، نظريه حقوق اسلام. ۳۷۵ مخ.

وروستے حديث

امام علي (ع) فرمايي: اي خدايه! مونږ تاته پناه دروړو له دې چې ستا له اوامرو ووځو، يا ستا له دينه بهر شو.يا نفساني غوښتنې پر مونږ پرله پسې يرغلونه وکړي چې ستا له خوا له راغلې هدايته وغړيږو.[20]

 

 

[1]. رک مصباح يزدي، محمد تقي، نظريه حقوقي اسلام ۱۷۸ مخ.

[2]. رک جواد املي عبدالله، ارتداد و آزادي، پاسدار اسلام، ۲۲ کال، ۲۶۵ شميره ۷ مخ.

[3]. رک: جعفر سبحاني، آزادي و مردم سالاري، ۹۱ مخ.

 

[4]. رک: مصباح يزدي هماغه ۳۸۱ مخ.

[5]. البته هغه څه چې د لويديځ له خوا د ازادۍ په نامه تبليغيږي او د اسلام د کلتور په خلاف د يوې حربې په خلاف ترې د لويديځ مخالفان استفاده کوي يوازې يو شعار دی او نن سبا د تبليغاتي او نورو دوکو په وسيله د دغو ازاديو په غير مستقيمې خلاف ورزۍ سربيره د هغوي په اقداماتو کې د دغه ادعا ښکاره خلاف ورزۍ هم ليدلي شو. له مسلمانو جينکو او محصلاتو سره د لويديځ توکم پاله سلوک يې چې له تعليمه د هغوي د محرومۍ سبب کيږي يوازې يوه بيلګه ده.د فرانسې لوي مورخ او فيلسوف روژې ګارودي د خپل کتاب د ليکلو به وجه چې پکې يې د تحقيقاتو په اساس په نړيوال جنګ کې د ميليونونو يهوديانو عامله وژله (هولوکاسټ) دروغ بللې ده محاکمه او په درنومالي سزاګانو محکوم شو.دهغه د کتاب په خپريدو بنديز ولګيده او هغه خپرندويه ټولنه چې دهغه کتاب يې چاب کړي و بنده کړي شوه. دا په داسې حال کې دي چې د سلمان رشدي لخوا د شيطاني ايتونو کتاب د لويديځو ټولنو او دولتونو په مرسته په لسګونو ژبو وژباړل شو او د انګلستان دولت هره ورځ ددغه ليکوال د سر د ساتلو لپاره ډيرې پسې لګوي او د سلمان رشدي لپاره د سزا د حکم ختمولو له اسلامي هيوادونو سره د اړيکو د ښه کولو لپاره د ورامخکې شرط په توګه ټاکلي دي. په دې اساس هغه څه چې د لويديځو ټولنو له خوا په اسلامي هيوادونو کې د د بيان د ازادۍ د فاع په توګه تبليغيږي يو علمي بحث نه دي بلکه هغوي له دغو شعارونو په خپلو موخو پسې دي.

[6]. رک، هماغه ۳۷۵، او جعفري سبحاني آزادي و مردم سالاري ۸۹.

[7]. رک مصباح يزدي، هماغه ۳۸۱ مخ.

[8]. نحل ۱۲۵ ايت.

[9]. بقره ۱۷۰ ايت.

[10]. يوسف ۱۰۸ ايت.

[11]. الانصاري، محمد علي، الموسوعه الفقهيه، الميسره۲ ټوک ۱۹ مخ.

[12]. ر ک : صراحي، سيف الله، احکام مرتد از ديدګاه اسلام و حقوق بشر ۳۳۴.

[13]. الانصاري، محمد علي هماغه ماخذ، ۲ ټوک ۱۶ مخ.

[14]. هماغه ۱۵ مخ.

[15]. رک جواد املي، هماغه، ۲۶۵ ګڼه ۷ مخ.

[16]. رک سبحاني جعفر، هماغه ماخذ ۱۰۹ او ۱۱۷ مخونه.

[17]. آل عمران ۷۲ ايت.

[18]. رک: طباطبايي محم حسين، الميزان في تفسير القران، قم ۲۵۷مخ.

[19]. د لاډيرو معلوماتو لپآره مراجعه وکړئ. حقيقت، سيد صادق و مير موسيوي، سيد علي، مباني حقوق بشر از ديدګاه اسلام و ديګر مکاتب، تهران، ۲۶۱ مخ.

[20]. نهج البلاغه خطبه ۲۱۵.

کلیدي کلمې: