په اسلامي علومو کې د شيعيانو رول

شیعه عقيده لری چې: شيعو د اسلامي علومو په پيداکولو کې  اغيزمن رول لرلی دی، ځينې باوري دي  چې اسلامي علومو له  هغوي سرچينه اخستې، حتی په دې هکله کتاب يا کتابونه ليکل شوي او اسناد او مدارک يې وړاندې کړي دي، خو مونږ وايو چې لږ تر لږه هغوي د دغو علومو په پيدا کولو کې ښه ونډه لرلې ده، او د دې مسئلې شاهد او ګواه هغه کتابونه دي چې له شيعه علماوو په اسلامي علومو او فنونو کې ليدل کيږي. په فقې او اصولو کې په زرګونو کتابونه چې ځينې يې ډير پراخ او بې ساري دي،په تفسير او قرانی علومو کې په زرګونو کتابونه، په عقائدو او علم کلام کې په زرګونو کتابونه او همداراز په مختلفو علومو کې په زرګونو کتابونه، په دغو کې پريمانه کتابونه اوس هم زمونږ او دنړۍ په مشهورو کتابتونونو کې موجود دي او خلک ورته لاس رسي  لري او هر څوک دغه کتابتونونو ته په مراجعې سره د دې ادعا تصديق کولی شي.د شيعيانو يو مشهور عالم د دغوکتابونو فهرست تيار کړی او په شپږو لويو ټوکونو کې يې دغه فهرست راغونډ کړی دی.[1]

دا لړليک د لسګونو کلونو پخوا دی او په وروستيو لسيزو کې له يوې خوا د شيعه وو د تيرو عالمانو د اثارو دا حيا  او د خطی کتابونو د کشف او چاپ لپاره ډيرې هڅې شوي دي،اوله بل پلوه د نويو کتابونو د  تصنيف او تاليف لپاره، چې لا مو يې دقيق شمير نه دی برابر کړی خو په  مسلمه توګه ويلی شو چې د اسلامي علومو په هره څانګه کې په سلګونو يا زرګونو کتابونه ليکل شوي دي.

 

 

 

 

 

[1] . د د غه کتاب نوم «الذريعه الی تصانيف الشيعه» دی چې مشهور مفسر اومحدث شیخ اقا بزرګ تهرانی لیکلی دی، د هغو کتابونو شمیر چې  دکتاب له نوم  درک او لیکوال له نوم سره په دغه لوی فهرست کې راغلي دي تر ۶۷ زره ټوکو زیات دي، دا کتاب یوه موده وشوه چې چاپ اوخپور شوی دی.

کلیدي کلمې: