پنځم آفت: غير ضروري بحثونو بيانول

د مهدويت فرهنګ کې ډير تعليمات داسې دي چې د هغو بيانول يو ضرورت لري او د شيعه ؤ په آګاهۍ کې ډيره اغيزه لري.

خو کله ځينې خلق يا ټولي د ويناوو يا مقالو يا مطبوعاتو يا کانفرنسونو په شکل کې داسې بحثونه رامينځ ته کړي. چې د هغو د بيانولو څه خاص ضرورت نه وي. بلکې کله داسې هم وي چې دغه بحثونه د عام منتظرانو په ذهنونو کې نورې شبهې او انحرافي پوښتنې را پيدا کړي.

د نمونې په توګه (( امام زمان سره ملاقات)) بحث د خلقو په زړونو کې د نا اميدۍ سبب جوړيږي. او کله کله د امام د وجود(شتون) نه د انکار سبب وګرځي.

حال دا چې هغه بحثونه چې څه باندې په روايتو کې ډير تينګار شوې دے هغه دا چې مونږ هم په خپله وينا کې او هم په عمل کې د امام زمان عليه السلام رضايت حاصل کړو.

پس هم له دې امله هغه څه چې مهم دي د غيبت په وخت کې د منتظرانو ذمه واريانې بيانول دي. او کله چې مونږ د غيبت په وخت په خپلو ذمه واريانو عمل وکړو. نو د ظهور په وخت به مونږ ته د حضرت امام مهدي عليه السلام رضايت حاصل شي.

د امام زمان عليه السلام د واده په هکله بحث يا دا چې د هغه بزرګوار څو زامن دي يا دا چې حضرت امام مهدي عليه السلام کوم ځاې کې وسيږي. او هم دا شان نورې ډيرې نمونې شته چې د هغو د بيانولوهيڅ ضرورت نشته.

او دا خبره بې ځايه نه ده. چې پکار دي چې د دې بحثونو په ځاې داسې بحثونه بيان شي چې د منتظرانو په ژوند کې څه نه څه پکار راځې.

په هم دې وجهې د ظهور د زمينو او شرطونوله پاره لارې هوارولو بحث پکار دے چې له ظهور علامو او نخښانو نه مخکې بيان شې.

ځکه چې د ظهور شرطونو پيژندلو سره د امام عليه السلام مشتاقانو کې يو حرکت پيدا کوي چې هڅه او کوښښ وکړي او د امام ظهور له پاره شرطونه پورا کړي.

د ا خبره هم د پام وړ ده. چې د مهدويت د بحث مطرح کولو کې بشپړ توب لازمه ده. د بشپړ توب نه مطلب دا دے چې د مهدويت فرهنګ نه د يو موضوع په حقله بحث کولو نه مخکې په کار دي چې د مهدويت فرهنګ ټول تعليمات ولوستل شي ځکه چې کله ځينې خلق له ځينې حديثونو يو مطلب اخلي اويو لړ نور حديثونو ته چې هم د دې موضوع په هکله وي پام نه کوي. د دې نتيجه دا کيږي چې د مهدويت فرهنګ غلط وضاحت او تشريح ؤشي.

د مثال په توګه هغه روايتونه چې مونږ ته ښايي چې حضرت امام مهدي عليه السلام د يو اوږد جنګ په حقله خبر راکوي. که يواځې دې حديثونو ته پام وکړو نو مونږ ته داسې ښکاري چې حضرت امام مهدي عليه السلام يو جنګجو او سخت انسان دے. او کله چې هغه حديثونه چې حضرت امام مهدي عليه السلام د مهربانۍ او مينې په باب کې راغلي دي ته پام وکړو او د هغه اخلاق چې د خپل ګران نيکۀ رسول الله صلی الله عليه و اله وسلم اخلاق په شان يې دي نو مونږ ته دا خبره څرګنده شي چې هغه يو مهربان کس دے.

او دا خبره هم څرګنده ده چې کله مونږ هر دواړه ډولو حديثونو ته نظر وکړو نو مونږ ته دا حقيقت روښانه کيږي چې حضرت امام مهدي عليه السلام ټولو خلقو سره بيا په خصوصي توګه شيعه ؤ سره او خپلو پيروکارانو سره څه رنګه سلوک کوي هغه دوي سره ډير زيات مهربانۍ او مينې سره خلقو سره پيښيږي. او د هغه لوې امام توره يواځې ظاليمانو او د ظاليمانو منوونکو له پاره ده. پس د مهدويت موضوع په هکله خبرې کول يو علمي رتبه غواړي. او هغه کسان چې دغه رتبه نۀ لري نو هغوي ته پکار نه دي چې له دې بحث وکړي. او که هغوي دې بحث ته داخل شول نو د مهدوي فرهنګ باندې به داسې افتونه راولي چې د هغو افتونو ختمول بيا اسان کار نه دے.