پر محمد ص درود لیږل

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِنَّ اللَّهَ وَمَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا(الاحزاب ايت 56)

ترجمه: بيشکه چې خدای او د هغه پرښتې په پيغمبر(ص) درود وايي، اے هغه کسانو چې ايمان مو راوړے دے تاسو هم په هغه درود ووايئ او داسې سلام پرې ووايئ چې څه رنګ يې حق دے.

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا)الاحزاب ايت 21)

ترجمه: په يقين چې د خداى د رسول په ژوند كې ستاسو هغو خلكو لپاره غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من وي او خداى ډېر يادوي.

 

سريزه

بسم اللّه الرّحمن الرّحيم

اَلْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمينِ، وَ الصَّلاةُ وَ السَّلامُ عَلى مُحَمَّد وَ آلِهِ الطّاهِرينَ وَ السَّلامُ عَلى اَصْحابِهِ الْبَرَرَةِ الْمَيامين.

مونږ ټول مسلمانان، له کورنيو مشکلاتو او اختلافاتو لامله په خپله کښې له يو بل سره په لانجو او جګړو کې اخته يوو او هم دا رنګ د اسلام دښمنانو له بهره له داسې لارې چې مونږ پرې نه پوهيږو، زمونږ وحدت او يووالې يې په تفرقه کې او زمونږ رعب او دبدبه يې په کمزورتيا کې بدله کړې ده، دومره اختلافات يې رامينځته کړل چې له مونږه يې د دفاع کولو  طاقت هم واخست او پر مونږ مسلط او واکمن شول حال دا چې پاک الله په قران پاک کې فرمايې:

وَ أَطيعُوا اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ لا تَنازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَ تَذْهَبَ ريحُكُم ؛[1]

د پاک الله او د هغه د پيغمبر(ص) اطاعت وکړئ او  يو بل سره جګړې مه کوئ ګنې کمزوري به شئ او د تاسو قدرت او رعب به لاړ شي.!

هو: وَ ما أَصابَكُمْ مِنْ مُصيبَةٍ فَبِما كَسَبَتْ أَيْديكُمْ وَ يَعْفُوا عَنْ كَثيرٍ ؛[2]

هر يو مصيبت او تکليف چې درته ورسي د تاسو د عمل پايله او نتيجه ده او الله تعالی ډير خلک بخښې هم !

نو ښه به دا وي چې نن او بلکې هره ورځ بايد (قران او سنت) ته ستانه  او بيرته وګرځو او خپل وحدت او يووالې د قران او سنت مطابق برابر کړو لکه څنګه چې پاک الله فرمايې:

فَإِنْ تَنازَعْتُمْ في شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَ الرَّسُولِ ؛[3]

که د يو څيز په هکله په خپله کښې لانجه وکړئ نو د هغه حکم په هکله خداي او د هغه رسول ته مراجعه وکړئ.

مونږ هم، په دې بحثونو کې (قران او سنت) ته مراجعه کړې ده او زمونږ د اختلافي مسايلو لارښوونه او دليلونه له قران او سنت څخه اخلو څو- د خداي په فضل سره- يو ځل بيا د مسلمانانو د وحدت او اتحاد سبب وګرځي.

هيله من يم چې اسلامي پوهان او متفکران به هم، په دې ډګر کې مونږ سره همکارۍ او تعاون وکړي او خپلې ليد توګې به مونږ ته راوليږي. چې په نتيجه کې يې د مسلمانانو وحدت او يووالې زيات ټينګ شي.

سيد مرتضى عسكرى

 

په محمد او د هغه په آل درود ليږل

پر پيغمبر اکرم او د هغه په آل او کورنۍ د درود ليږلو فضيلت

1. په كنز العمال کتاب کښې  له حسن او هغه يې له پيغمبر اکرم روايت کوي چې فرمايي:

أكْثِرُوا الصَّلاةَ عَلَىَّ، فَإنَّ صَلاتَكُمْ عَلَىَّ مَغْفِرَةٌ لِذُنُوبِكُمْ؛

پر ما زيات صلوات او درود وليږئ ځکه چې پر ما د درود ليږل ستاسو د ګناهونو د بخښنې سبب ګرځي.[4]

2. همدا راز، ابو دُرداء له  رسول اکرم صلى‏الله‏ عليه‏ و‏آله نقلوي  چې فرمايي:

مَنْ صَلّى عَلَىَّ حينَ يُصْبِحُ عَشْراً وَ حينَ يُمْسى عَشْراً أدْرَكَتْهُ شَفاعَتى؛

څوک چې سهار او ماښام پر ما لس ځلې درود وليږي نو زه به، په قيامت کښې د هغه شفاعت کوم.[5]

3. له سهل بن سعد نقل شوي دي چې:

قَدِمَ رَسُولُ اللّه‏ صلى‏الله‏عليه‏و‏آله فَإذا بِأبى طَلْحَة، فَقامَ إلَيْهِ فَتَلَقّاهُ فَقالَ: بِأبى اَنْتَ وَ اُمّى يا رَسُولَ اللّه‏ إنّى لَأرَى السُّرُورَ فى وَجْهِكَ، قالَ صلى‏الله‏عليه‏و‏آله: «أتانى جبرئيلُ آنفاً فَقالَ: يا مُحمّد! مَنْ صَلّى عَلَيْكَ مَرَّةً كَتَبَ اللّه‏ُ بِها عَشْرَ حَسَناتٍ وَ مَحى عَنْهُ عَشْرَ سَيِّئاتٍ وَ رَفَعَ لَهُ بِها عَشْرَ دَرَجاتٍ»؛

يوه ورځ رسول الله صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله راغې نو ابو طلحه په بيړې هغه خدمت ته ورغې او د هغه هرکلې يې وکړ او وې ويل: «زما مور او پلار له تا ځار شه! وينم چې نن خوشحاله يی.» وې فرمايل: «جبرائيل اوس ما ته خبر راکړ چې: ای محمده! که څوک يو ځل پر تا درود وليږي خدای هغه کس ته لس برابر حسنه او ثواب ورکوي او لس ګناهونه يې بخښې او لس درجې يې کمال ته لوړاوي.»[6]

4. په صحيح مسلم، سنن ترمذى، سنن نسائى، مسند احمد او په داسې نورو  کتابونو کښې له ابو هريره نقلوي [7]  چې: رسول اکرم صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله وفرمايل:

مَنْ صَلّى عَلَىَّ واحِداً صَلَّى اللّه‏ُ عَلَيْهِ عَشْراً؛

څوک چې پر ما يو درود او صلوات وليږي پاک الله پر هغه لس درودونه ليږي.[8]

5. په كنز العمال کښې له  عمار ياسر او هغه يې له رسول الله صلى‏الله‏ عليه‏ و‏آله روايت کوي چې وې فرمايل:

إنَّ اللّه‏َ أعْطى مَلَكاً مِنَ الْملائكة أسْماعَ الخَلْق، فَهُوَ قائمٌ عَلى قَبْرى إلى يَوْمِ القِيامة لا يُصَلّى عَلَىَّ اَحَدٌ صَلاةً إلاّ سَمّاهُ بِاسْمِه وَ اسمِ أبيه و قالَ: يا مُحمّد صَلّى عَلَيك فُلانُ بن فُلان. وَ قَدْ ضَمِنَ لى رَبّى ـ تَبارَكَ وَ تَعالى ـ انّه أردُّ عَلَيه بِكُلِّ صَلاةٍ عَشْرا؛

پاک الله يوې پرښتې ته د ټولو انسانو د اوريدو هومره طاقت ورکړې او هغه تر قيامت ورځې پورې زماپه قبر ولاړه ده څوک هم چې پر ما صلوات وليږي نو هغه پرښته ماته د هغۀ  نوم او د هغه پلار  نوم وايې او داسې وايې: پلانکې د پلانکي زوی پر ستا درود وليږه نو زما پروردګار  په غاړه اخستې چې زه به هم، لس ځلي دا درود پر هغه، بيرته بيا ورليږم[9]

6. په سنن ابو داود او ترمذى او نسائى او مسند احمد او مستدرك کښې له فضالة بن عبيده څخه راغلي دي چې وې ويل:[10]

سَمِعَ رَسُولُ اللّه‏ِ صلى‏الله‏عليه‏و‏آله رَجُلاً يَدعُو فِى الصَّلاةِ وَ لَمْ يَذْكُر اللّه‏َ عَزَّ وَ جَلَّ وَ لَمْ يُصَلِّ عَلَى النَّبى فَقالَ رَسُولُ اللّه‏ِ صلى‏الله‏عليه‏و‏آله: «عَجَّلَ هذا» ثُمَّ دَعاهُ وَ قالَ لَهُ وَ لِغَيْرِهِ: إذا صَلّى اَحَدُكُمْ فَلْيَبْدأ بِتَحْميدِ اللّه‏ِ وَ الثَّناءِ عَلَيْه ثُمَّ لِيُصَلِّ عَلَى النَّبى صلى‏الله‏عليه‏و‏آله ثُمَّ لِيَدْعُ بَعْدُ ما شاءَ؛

پيغمبر اکرم صلى‏الله‏ عليه ‏و‏آله واوريدل چې يو کس په لمانځه کښې دعا کوي خو نۀ يې خدای ياد کړ او نه پر پيغمبر درود وليږل نو رسول اللّه‏ صلى‏الله ‏عليه‏ و‏آله وفرمايل: «هغۀ بيړه وکړه.» بيا يې هغه کس راوغوښتل او هغه ته او نورو ته يې وفرمايل: «تاسو کښې کله هم چې څوک لمونځ تر سره کوي لومړۍ د پاک الله حمد او ثنا کوئ بيا د هغه په پيغمبر درود ليږئ بيا هر څه چې له خدايه غواړئ، نو وغواړئ..»[11]

7. له سعد ساعدى چې هغه يې له  رسول الله صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله نقلوي چې فرمايي:

لا صَلاةَ لِمَنْ لا يُصَلّى عَلَى النَّبىّ صلى‏الله‏عليه‏و‏آله؛

کوم کس په لمانځه کښې پر محمد درود ؤنه ليږي د هغه لمونځ، لمونځ ده.[12]

8. له جابر او هغه  يې له رسول الله صلى‏الله‏ عليه ‏و‏آله روايت كوي چې وې فرمايل:

مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَىَّ فَقَدْ شَقى؛

 چا په نزد زما نوم واخستې شي او هغه پر ما درود او صلوات ونۀ ليږي بيشکه هغه ظلم کړې دی او هغه شقي دی.[13]

9. له امام حسين بن على عليهماالسلام او هغه  له  پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله روايت کړې ده چې فرمايلي يې دي:

مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَخَطَئ الصَّلاةَ عَلَىَّ خَطَئ طَريقَ الجَنَّة؛

چا په نزد زما نوم واخستې شي او هغه سترګې پټی کړي (بې پروايي وکړي او پر ما درود ونۀ ليږي) داسې ده لکه هغۀ له جنت لارې سترګې پټې کړې وي.[14]

10. په مسند احمد او سنن ترمذى او داسې نورو کتابونو کښې له حسين بن على عليهماالسلام او هغه له پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه‏ و‏آله روايت كړې چې وې فرمايل:

ألبَخيلُ مَنْ ذُكِرتُ عِنَدهُ فَلَم يُصَلِّ عَلَىَّ؛

بخيل او شوم هغه کس دی چې هغه په نزد زما نوم واخستې شي او هغه پر ما درود ونۀ ليږي.[15]

په پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله څرنګه صلوات وليږو؟

1. په كنز العمال کتاب کې له امام على بن ابى‏طالب عليه‏السلام روايت شوی چې فرمايې:

قالُوا يا رَسُولَ اللّه‏! وَ كَيْفَ نُصَلّى عَلَيك؟ قالَ: قُولُوا: أللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ كَما صَلَّيْتَ عَلى إبراهيمَ وَ آلِ إبراهيم إنَّكَ حَميدٌ مَجيدٌ، وَ بارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ كَما بارَكْتَ عَلى إبراهيمَ وَ عَلى آلِ إبراهيمَ إنَّكَ حَميدٌ مَجيدٌ؛

 (اصحابو) وويل: ای د خدای رسوله! په تا څرنګه درود او صلوات وليږو؟ وې فرمايل: «داسې ووايئ: پاکه خدايه پر محمد او د هغه په آل صلوات وليږه لکه څرنګه د پر ابراهيم او د هغه په آل ليږلې ؤ، بېشکه تۀ ستايوونکی او عظيم يې. او پر محمد او آل  محمد برکت نازل کړه لکه څرنګه دې چې په ابراهيم او آل ابراهيم برکت نازل کړې ؤ ، بيشکه چې يوازې تۀ ستايوونکې او لوی يی..[16]

2. په  صحيح مسلم، سنن ابو داود، ترمذى، نسائى، موطأ مالك، مسند احمد او سنن دارمى کتابونو کښې ، له ابو مسعود انصارى روايت کيږي چې وې ويل:

يوه ورځ پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله راغې او مونږ سره يو ځای په سعد بن عباده مجلس کې کيښناست. بشير بن سعد ـ ابونعمان بن بشير ـ ورته وويل: اى رسول خدا! پاک الله مونږ ته حکم راکړې چې پر ستا درود وليږو، دا درود څنګه وليږو؟ راوى وايې: پيغمبر اکرم صلى‏ الله ‏عليه ‏و ‏آله (داسې) غلې شو چې مونږ ارمان وکړ چې کاشکې دا پوښتنه يې نه وې کړي بيا يې وفرمايل: «داسې ووايئ: پاکه خدايه پر محمد او د هغه په آل صلوات وليږه لکه څرنګه پر ابراهيم او د هغه په آل دې ليږلې ؤ، بېشکه تۀ ستايوونکی او عظيم يې. او پر محمد او آل  محمد برکت نازل کړه لکه څرنګه دې چې په ابراهيم او آل ابراهيم برکت نازل کړې ؤ ، بيشکه چې يوازې ته ستايوونکې او لوی يې. سلام هم، د درود په شان وايئ لکه څنګه پوهـ شوئ.»[17]

3. په  صحيح بخارى، سنن نسائى، ابن ماجه او مسند احمد کښې له ابو سعيد خدرى روايت شوی چې وې ويل:

قُلْتُ: يا رَسُولَ اللّه‏! هذَا السَّلامُ عَلَيْك قَدْ عَرَفْناه فَكَيْفَ الصَّلاة؟ قالَ: قُولُوا: أللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ عَبْدِكَ وَ رَسُولِكَ كَما صَلَّيْتَ عَلى إبراهيم، وَ بارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ كَما بارَكْتَ عَلى إبراهيم؛

ومو ويل ای د خدای رسوله! دا پر ستا سلام ؤ چې پرې پوهـ شو چې څنګه يې پر تا وليږو خو دا راته ووايه چې پر ستا درود څنګه وليږو؟ هغۀ وفرمايل: داسې ووايئ: خدايه بر خپل بنده او رسول محمد درود وليږه لکه څنګه دې پر ابراهيم ليږلې ؤ،او پر محمد او آل  محمد برکت نازل کړه لکه څرنګه دې چې په ابراهيم نازل کړې ؤ.[18]

4. په  تفسير طبرى او سيوطى کتابونو کښې له  ابن عباسه داسې نقل شوي دي چې:

فَقُلْنا أو قالوا: يا رَسُولَ اللّه‏! قَدْ علمنا السَّلام عَلَيْك فَكَيْفَ الصَّلاة عَلَيك؟ فقالَ: «أللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحمَّدٍ كَما صَلَّيْتَ عَلى إبراهيم و آل ابراهيم إنّكَ حَميدٌ مَجيدٌ، وَ بارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَ على آلِ مُحَمَّدٍ كَما بارَكْتَ عَلى إبراهيم و آلِ ابراهيم إنّكَ حَميدٌ مَجيدٌ؛

نو ومو ويل ـ يا وې ويل ـ: اى د خدای رسوله! پر ستا مو د سلام ليږل زده کړل خو پر ستا درود او صلوات څنګه وليږو؟ وې فرمايل چې: «پاکه خدايه پر محمد او د هغه په آل صلوات وليږه لکه څرنګه دې پر ابراهيم او د هغه په آل ليږلې ؤ، بېشکه تۀ ستايوونکی او عظيم يی. او پر محمد او آل  محمد برکت نازل کړه لکه څرنګه دې چې په ابراهيم او آل ابراهيم برکت نازل کړې ؤ ، بيشکه چې يوازې ته ستايوونکې او لوی يی.»[19]

5. په سنن نسائى کښې له  زيد بن خارجه او هغه له  رسول خدا صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله روايت کړې چې فرمايي:

صَلُّوا عَلَىَّ وَ اجْتهدوُا فِى الدُّعاءِ و قُولُوا: أللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ و عَلى آلِ مُحَمَّدٍ وَ بارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ كَما بارَكْتَ عَلى إبراهيم و على آلِ إبراهيم إنَّكَ حَميدٌ مَجيدٌ؛

پر ما صلوات او درود وليږئ او په خپلو دعاګانو کښې کوښښ وکړئ چی داسې ووايئ:

پاکه خدايه پر محمد او د هغه په آل صلوات وليږه، او پر محمد او آل  محمد برکت نازل کړه لکه څرنګه دې چې په ابراهيم او آل ابراهيم درود او برکت نازل کړې ؤ ، بيشکه چې يوازې ته ستايوونکې او لوی يی.[20]

6. په سنن نسائى او مسند احمد کښې له ابوطلحه روايت کيږي چې وې ويل:

قُلنا: يا رَسول اللّه‏! كَيْفَ الصَّلاة عَليكَ؟ قالَ: قولوا: أللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحمَّد كَما صَلَّيْتَ عَلى إبراهيم و آل ابراهيم إنّكَ حَميدٌ مَجيدٌ، وَ بارَكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ كَما بارَكْتَ عَلى إبراهيم و آلِ ابراهيم إنّكَ حَميدٌ مَجيدٌ؛

ومو ويل: ای د خدای رسوله پر ستا د درود ليږل څنګه دي؟ وې فرمايل: «داسې ووايئ:

«پاکه خدايه پر محمد او د هغه په آل صلوات وليږه لکه څرنګه دې پر ابراهيم او د هغه په آل ليږلې ؤ، بېشکه تۀ ستايوونکی او عظيم يی. او پر محمد او آل  محمد برکت نازل کړه لکه څرنګه دې چې په ابراهيم او آل ابراهيم برکت نازل کړې ؤ ، بيشکه چې يوازې ته ستايوونکې او لوی يی.»

په يو بل روايت کښې داسې راغلي دي چې:

يوکس پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله خدمت ته راغې او وې ويل: اى د خدای  رسوله! پر ستا څنګه درود وليږو؟ پيغمبر اکرم وفرمايل: داسې ووايئ: «پاکه خدايه پر محمد او د هغه په آل صلوات وليږه لکه څرنګه دې پر ابراهيم او د هغه په آل ليږلې ؤ، بېشکه تۀ ستايوونکی او عظيم يی. او پر محمد او آل  محمد برکت نازل کړه لکه څرنګه دې چې په ابراهيم او آل ابراهيم برکت نازل کړې ؤ ، بيشکه چې يوازې ته ستايوونکی او لوی يی.[21]

7. په كنز العمال کښې له طلحه روايت کوي چې وې ويل:

قُلنا: يا رَسول اللّه‏! قَدْ علمنا كَيفَ السّلام عَلَيْك، فَكَيْفَ الصَّلاة عَليكَ؟ قالَ: قولوا: أللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَ على آلِ مُحمَّدٍ وَ بارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ كَما صَلَّيْتَ و بارَكْتَ عَلى إبراهيم و على آلِ ابراهيم إنّكَ حَميدٌ مَجيدٌ؛

مونږ وويل: اى د خدای رسوله! پر ستا د سلام کولو پر څرنګوالي پوهـ شو خو درود پر ستا څرنګه وليږو؟ وې فرمايل: « داسې ووايئ: «پاکه خدايه پر محمد او د هغه په آل صلوات وليږه لکه څرنګه دې پر ابراهيم او د هغه په آل ليږلې ؤ، بېشکه تۀ ستايوونکی او عظيم يی. او پر محمد او آل  محمد برکت نازل کړه لکه څرنګه دې چې په ابراهيم او آل ابراهيم برکت نازل کړې ؤ، بيشکه چې يوازې تۀ ستايوونکې او لوی يی.»[22]

8. په صحيح بخارى او صحيح مسلم، سنن ابو داود، دارمى، نسائى او ترمذى او ابن ماجه، مسند احمد، تفسير طبرى او سيوطى کتابونو کښې له كعب ابن عجزه روايت نقل شوی چې وې ويل:

كُنْتُ جالِساً عِندَ النبى صلى‏الله‏عليه‏و‏آله إذْ جْاءَ رجل فقالَ: قَدْ علمنا كَيفَ نسلّمُ عَليكَ يا رَسُول اللّه‏ فَكيفَ نصلّى عَلَيكَ؟ قالَ: قولوا: أللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَ على آلِ مُحمَّدٍ كَما صَلَّيْتَ عَلى إبراهيم و على آل ابراهيم إنّكَ حَميدٌ مَجيدٌ، وَ بارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَ عَلى آلِ مُحَمَّدٍ كَما بارَكْتَ عَلى إبراهيم و على آلِ ابراهيم إنّكَ حَميدٌ مَجيدٌ؛

پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه‏ و‏آله سره ناست ؤم چې يو کس راغې او وې ويل: ای د خدای رسوله! مو پر دې پوه شو چې پر ستا څنګه سلام ووايو خو پر ستا صلوات څنګه وليږو؟ وې فرمايل: داسې ووايئ: «پاکه خدايه پر محمد او د هغه په آل صلوات وليږه لکه څرنګه دې پر ابراهيم او د هغه په آل ليږلې ؤ، بېشکه تۀ ستايوونکی او عظيم يی. او پر محمد او آل  محمد برکت نازل کړه لکه څرنګه دې چې په ابراهيم او آل ابراهيم برکت نازل کړې ؤ ، بيشکه چې يوازې تۀ ستايوونکی او لوی يی.[23]

9. په مسند احمد او درالمنثور سيوطى کښې له برده ‏خزاعى او هغه يې له رسول الله صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله روايت کوي چې وې فرمايل:

قُولُوا: أللّهُمَّ اجْعَلْ صَلَواتكَ وَ رَحْمتكَ وَ بَرَكاتكَ عَلى مُحَمَّدٍ وَ عَلى آلِ مُحَمَّدٍ كَما جَعَلْتَها عَلى إبراهيم إنَّكَ حَميدٌ مَجيدٌ؛

داسې ووايئ: پاکه خدايه خپل درودونه او رحمتونه او برکتونه پر محمد او د هغه پر اهل بيتو راوليږه لکه څنګه دې چې پر ابراهيم راليږلي وو بيشکه چې تۀ ستايوونکی او ډير لوی يی.[24]

10. په كنزالعمال کښې له محمدبن عبداللّه‏ بن زيد او هغه له رسول الله صلى‏الله ‏عليه‏ و‏آله روايت نقل کړې چې وې فرمايل:

قُولُوا: أللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَ عَلى آلِ مُحَمَّدٍ كَما صَلَّيْتَ عَلى إبراهيم وَ بارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَ عَلى آلِ مُحَمَّدٍ كَما بارَكْتَ عَلى إبراهيم فِى الْعالمين إنَّك حَميدٌ مَجيدٌ، وَ السَّلام كَما عَلمتم؛

داسې ووايئ؛ «پاکه خدايه پر محمد او د هغه په آهل بيتو صلوات وليږه لکه څرنګه دې پر ابراهيم او د هغه په آل ليږلې ؤ، بېشکه تۀ ستايوونکی او عظيم يی. او پر محمد او آل  محمد برکت نازل کړه لکه څرنګه دې چې په ابراهيم او آل ابراهيم برکت نازل کړې ؤ ، بيشکه چې يوازې تۀ ستايوونکی او ډير لوی يی. سلام هم هماغه شان ده چې پرې پوهـ شوئ.[25]

11. طبرى او سيوطى په خپلو کتابونو کښې له ابراهيمه د دې ايت : «ان اللّه‏ و ملائكته ...» په تفسير کښې داسې ليکلي دي چې:

قالُوا يا رَسُولَ اللّه‏! هذَا السَّلام قَدْ عَرفْناه، فَكَيفَ الصَّلاة عَلَيكَ؟ فَقالَ: قُولُوا: أللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ عَبْدكَ وَ رَسُولكَ وَ أهلِ بَيْتِهِ كَما صَلَّيْتَ عَلى إبراهيم إنَّكَ حَميدٌ مَجيدٌ؛

 وې ويل ـ: اى د خدای رسوله! پر ستا مو د سلام ليږل زده کړل خو پر ستا درود او صلوات څنګه وليږو؟ وې فرمايل چې: داسې ووايئ: «پاکه خدايه پر محمد چې ستا بنده او رسول دی او د هغه په اهل بيتو(ع) صلوات وليږه لکه څرنګه دې پر ابراهيم ليږلې ؤ، بېشکه تۀ ستايوونکی او ډير لوی يی.[26]

12. په كنز العمال کښې له ام المؤمنين عايشه روايت نقل شوې چې وې ويل:

قالَ اَصحابُ النَّبىّ صلى‏الله‏عليه‏و‏آله: يا رَسُول اللّه‏ أُمِرنا أنْ نكثر الصَّلاةَ عَلَيكَ فِى اللَّيْلَةِ الغراء وَ اليَوْم الأزْهَرِ وَ أحبّ ما صَلّينا عَلَيكَ كَما تُحِبّ، قالَ: «قُولُوا: أللّهمّ صلّ على مُحمّدٍ وَ عَلى آلِ مُحَمَّدٍ كَما صَلَّيْتَ عَلى إبراهيمَ وَ آلَ إبراهيم، وَ ارْحَمْ مُحَمَّداً وَ آلَ مُحَمَّدٍ كَما رحمتَ إبراهيم وَ آلَ إبراهيم، وَ بارِكْ عَلى مُحمَّدٍ وَ آلِ مُحمَّد كَما بارَكْتَ عَلى إبراهيم وَ آلِ إبراهيم إنَّكَ حَميدٌ مَجيدٌ، وَ أمَّا السَّلامُ فَقَدْ عرفتم كَيْف هُوَ؛

د پيغمبر اکرم صحابيانو وويل: ای د خدای رسوله! مونږ ته حکم شوې چې توره شپه او روښانه ورځ کښې پر ستا زيات درود او صلوات وليږو (څومره به ښه وې چې) هغه درود چې ته يې خوښوی مونږ ته راوښيې چې هغه ووايو نو پيغمبر اکرم وفرمايل: درود داسې وليږئ «پاکه خدايه پر محمد او د هغه په کورنۍ صلوات وليږه لکه څرنګه دې پر ابراهيم او د هغه په آل ليږلې ؤ، او محمد او د هغه اهل بيت وبخښه لکه څنګه دې چې ابراهيم او هغۀ کورنۍ بخښلې وه  او پر محمد او آل  محمد برکت نازل کړه لکه څرنګه دې چې په ابراهيم او په آل ابراهيم برکت نازل کړې ؤ، بيشکه چې يوازې ته ستايوونکی او لوی يی، اما د سلام څرنګوالي باندې خو پوهـ شوئ.[27]

 

[1]. سوره انفال،ايت 46.

[2]. سوره شورى،ايت 30.

[3]. سوره نساء،ايت 59.

[4]. كنز العمال، ټوک 1، مخ 436.

[5]. هماغه، مخ 439.

[6]. هماغه، ټوک 1، مخونه 436،447 او ټوک 2، مخ 179. دا روايت د ابوطلحه له قوله دې اضافي عبارت سره راغلې « او پرښتې د درود ليږونکي ته  هغه وايې چې څه يې تاسو ته ويلي دي ومو ويل: اى جبرائيل امينه! دا پرښته څوک ده؟ وې ويل : پاک الله له هغه وخته راهسې چې تۀ يې پنځولې يی تر هغه وخته پورې چې تۀ يې په پيغمبرۍ مبعوث کړی دا پرښته پر ستا مقرره کړې ده چې کوم کس پر ستا درود وليږي نو (دا پرښته ورته وايې) چې پاک الله په ستا پر ستا هم درود وليږۀ» كنز العمال، ټوک 1، مخونه 440،449 او ټوک 2، مخ 181.

همدغه روايت له سعيد بن عمر انصارى او ابو بردة بن نيار او له انس څخه هم نقل شوی دی كنز العمال، ټوک 1، مخونه 438، 448ـ449؛ سنن نسائى، ټوک 3، مخ 50؛ كتاب الصلاة، باب فضل صلوات علی النبي صلى‏الله‏عليه‏و‏آله؛ فرائد السمطين، ټوک1، مخ 24؛ تاريخ بغداد، ټوک 8، مخ 281.

[7]. دا عبارت د صحيح مسلم دی.

[8]. صحيح مسلم، ټوک1، مخ 306؛ كتاب‏الصلاة، باب صلوات علي النبي؛ سنن ترمذى، ټوک 2، مخ 270. سنن ‏نسائى، ټوک 3، مخ 50. مسند طياسى، ټوک 1، مخ 283، حديث 2122؛ رياض‏الصالحين، مخ 381؛ اسباب‏التنزيل واحدى، مخ 250؛ درّالمنثور سيوطى، ټوک 5، مخ 218؛ تفسيرقرطبى، ټوک 14، مخ 294.

[9]. كنز العمال، ټوک 1، مخونه 448ـ 450.

[10]. دا عبارت د ابو داود دی.

[11]. سنن ابو داود، ټوک 2، مخ 77، حديث 1480؛ سنن ترمذى، كتاب دعا، ټوک 13، مخ 21. په دې باب کښې په يو بل  روايت کښې راغلي دي چې: رسول الله صلى‏الله‏عليه‏و‏آله يو کس، چې لمونځ يې تر سره کړ او خپل ځان لپاره يې دعا وکړه خو نه يې د خدای شکريه ادا او نه يې د خدای پر رسول  درود وليږل، ته وفرمايل: «اى لمونځ کونکيه! کله چې د لمونځ ادا کړ او کښيناستې لومړې د خدای ثنا وکړه او بيا پر ما درود وليږه بيا خپل ځان لپاره دعا کوه.» پيغمبر اکرم (ص) يو بل کس ته هم چې لمونځ يې وکړ او  خدای حمد او ثنا يې وکړه خو پر پيغمبر او دهغه پر اهل بيتو يې درود ونۀ ليږل، وفرمايل: «اى د لمونځ کونکيه! داسې دعا کوه چې قبليږي (يعني پر محمد او د هغه په اهل بيتو درود هم ليږه د دعا کولو چخه وړاندې) » مسند احمد، ټوک 6، مخ 18؛ سنن نسائى، ټوک 3، مخ 44؛ مستدرك حاكم، ټوک 1، مخ 268؛ رياض الصالحين نبوى، مخ 382.

[12]. سنن ابن ماجه، ټوک 1، مخونه 140، 400.

[13]. هماغه.

[14]. كنز العمال، ټوک 1، مخ 438 له  طبرانى هم. همدا ډول حديث له ابن عباس نقل کړې، ټوک 1، مخ  438  ته مراجعه وکړئ. او هم دا راز  په درالمنثور، ټوک 5، مخ 218؛ ابن ماجه، مخ 294 کښې هم .

[15]. مسند احمد، ټوک 1، مخ 201؛ سنن ترمذى، كتاب دعا، ټوک 13، مخونه 62ـ63؛ كنز العمال، ټوک 1، مخ 437،له حسن څخه نقل کړې ښايې غلطي شوی وي. ځکه چې ليکوال پخپله ويلي دي چې دا حديث مو له احمد او ترمذى او نسائى او ابن حبان نقل کړې ده  پس بايد له حسين عليه‏السلام وې. هم داسې حديث له عوف بن مالك او حسن او جابر او ابو هريره او قتاده هم نقل شوی، په كنزالعمال، ټوک 1،مخونه  436ـ438 او453  کښې وګورئ. او هم دا راز په تفسير الدرالمنثور، ټوک5 ، مخ 218؛ او رياض‏الصالحين، مخ 382 کښې هم راغلې.

[16]. تفسير در المنثور، ټوک 5، مخ 217؛ كنز العمال، ټوک 2، مخ 176.

[17]. صحيح مسلم، كتاب الصلاة، ټوک 1، مخ 305، حديث 67؛ سنن دارمى، ټوک1 ، مخ 310؛ سنن ابوداود، ټوک 1، مخ 258، حديث 980؛ سنن ‏نسائى، ټوک 3، مخ 45ـ47؛ سنن ترمذى، كتاب تفسير،د احزاب سورت، ټوک 2، مخ 95؛ موطأ مالك، ټوک 1، مخونه 165 ـ 166؛ مسند احمد، ټوک 5، مخ 274 او ټوک 4، مخ 118؛ كنزالعمال، ټوک 2، مخ 182؛ تفسير قرطبى، ټوک 4، مخ 233؛ تفسير در المنثور، ټوک 5، مخونه 216 ـ 217؛ تفسير ابن كثير، ټوک 3، مخ 508؛ تفسير خازن، ټوک 3، مخ 477؛ مستدرك الصحيحين، ټوک1، مخ 268؛ سنن بيهقى، ټوک 2، مخ 378.

[18]. صحيح بخارى، كتاب تفسير، د احزاب سورت تفسير، ټوک 3، مخ 119 او كتاب دعوات، ټوک 4، مخ 72؛ سنن نسائى، ټوک 3، مخ 49؛ سنن ابن ماجه، ټوک 1، مخ 292، حديث 902؛ مسند احمد، ټوک 3، مخ 47؛ تفسير در المنثور، ټوک 5، مخ 217.

[19]. تفسير طبرى،د احزاب سورت تفسير، ټوک 22، مخ 31؛ تفسير درالمنثور، ټوک 5، مخ 216.

[20]. سنن نسائى، كتاب سهو، ټوک 3، مخ 49.

[21]. هماغه، مخ 48؛ مسند احمد، ټوک 1، مخ 162.

[22]. كنز العمال، ټوک 2، مخ 176؛ تفسير در المنثور، ټوک 5، مخ 216.

[23]. صحيح بخارى، كتاب بدء الخلق، ټوک 2، مخونه 159ـ160 او كتاب تفسير، د احزاب سورت تفسير، ټوک 3، مخ 119 او كتاب الدعوات، ټوک 4، مخ 72؛ صحيح مسلم، كتاب صلاة، ټوک 1، مخ 305، حديث 66؛ سنن ابو داود، ټوک 1، مخ 257، حديث 976؛ سنن دارمى، ټوک 1، مخ 309؛ سنن نسائى، ټوک 3، مخونه 47ـ48؛ سنن ترمذى، ټوک 2، مخ 268؛ سنن ابن ماجه، حديث 904. مسند احمد، ټوک 4، مخونه 241ـ244؛ تفسير طبرى، ټوک 22، مخ 31؛ تفسير قرطبى، ټوک 14، مخ 334؛ تفسير در المنثور، ټوک 5، مخونه 215ـ216؛ كنز العمال، ټوک 2، مخ 180؛ تفسير ابن كثير، ټوک 3، مخ 507.

[24]. مسند احمد، ټوک 5، مخ 353؛ تفسير درّالمنثور، ټوک 5، مخ 218؛ كنزالعمال، ټوک 1، مخ 442.

[25]. كنزالعمال، ټوک 1، مخ 442.

[26]. تفسير طبرى، ټوک 2، مخ 32؛ تفسير در المنثور، ټوک 5، مخ 216.

[27]. كنزالعمال، ټوک 2، مخ 182 او ټوک 1، مخ 43.

کلیدي کلمې: