پاک ملګرې، هنرمند باغبان

هغه دوست او ملګرې چې مثبت دے او د حق په لاره کښې قدم ږدي او پاک او اخلاق او عمل لري، هغه هيڅ کله د انساني عادتونو، ښو حالتونو او نيکو عملونو په وړاندې بې څه نه پاتې کيږي، بلکې هغه د خپل ايمان، قيامت ته د پاملرنې او د خپل ملګري لپاره د زړه سواندي او مينې په سبب دا خپله ذمه ګڼي چې د خطرو په وخت او د شيطاني چلونو او وسوسو، د زمانې د فسادونو او ټولنيزو طوفانونو په وړاندې خپل ملګرې يوازې پرې نه ږدي او د يو پولادي ډال په شان د هغه د خپل ملګري ساتنه وکړي، او د "وَ تَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ" ايت سره سم، په خپل ملګري لطف او کرم کوي او امر بالمعروف او نهي عن المنکر سره هغه له خطرو ساتي او د يو هنرمند باغبان په شان هغه د حسناتو او نیکیانو په پټي کښې روزي او انساني کمال ته يې رسوي.

مثبت ملګرې او مهربانه دوست د انسان د خدای په لور بلونکے او سړي د دنيا او اخرت خير راوړونکے دے ځکه چې مثبت ملګرې انسان ته خدايي امانت په توګه ګوري او له همدې سببه په ډيره ښه طريقه امانتداري کوي.

ښايي چې دې حقيقت ته پام وشي چې مونږ انسان بې له خدايه، پيغمبرانو، امامانو او حقيقي مؤمنانو نور مثبت ملګري نه لرو.

...وَحَسُنَ أُولئِكَ رَفِيقاً. ... او دوي ډير ښه ملګري دي. 

دوي يوازې د انسان خير او د هغه د دنيا او اخرت ابادي او پرمختګ او کمال او تربيت او د انسان وجود، يوې ګټې ته رسولو، بل څه نه غواړي.

دوي د وحي د مکتب روزل شوي دي چې د هغې سرچينه د ارحم الراحمين مبارک وجود دے او د داسې پيغمبر په لاس تربيت شوي دي چې رحمت للعالمين دے او د داسې اهلبيتو په لاس کښې روزل شوي دي چې نجات ورکوونکي کشتۍ او پوهې او علم خزانه او د رحمت سرچينه دي.

دوي د انسان د وجود ګل د خپل وجود ګل سره د تربيت او رشد او معنويت په عطرو سره خوشبودار کوي او د انسان د ژوند چاپيريال د اخلاقو له ګلونو او د نيک عمل او حقو او مثبو عقيدو ډک ګلستان جوړوي.

ملک الشعراء بهار په يو ښکلي تضمين کښې د سعدي او چهاربيتي، دا مطلب په دې طريقه بيانوي:

شبى در محفلى با آه و سوزى          شنيدستم كه مرد پاره دوزى

چنين مى گفت با پير عجوزى          گِلى خوشبوى در حمام روزى

رسيد از دست محبوبى به دستم

گرفتم آن گِل و كردم خميرى             خميرى نرم و تازه چون حريرى

معطر بود و خوب و دلپذيرى         به او گفتم كه مُشكى يا عبيرى

كه از بوى دلاويز تو مستم

همه گِل هاى عالم آزمودم نديدم چون تو و عبرت نمودم

چو گِل بشنفت اين گفت و شنودم           بگفتا من گِلى نا چيز بودم

وليكن مدتى با گُل نشستم

گُل اندر زير خود گسترده پر كرد    مرا با همنشينى مفتخر كرد

چو عمرم مدتى با گُل گذر كرد        كمال همنشين در من اثر كرد

وگر نه من همان خاكم كه هستم[1]

[1] . ملک الشعرای بهار، د شعرونو ديوان

کلیدي کلمې: