پاک او نیک ملګري

دوست غوښتل، د ملګري جوړول او ملګرتيا او معاشرت ته ګروهيدل، يو داسې حقيقت دے چې پاک خدای د انسان په زړه کښې اچولے دے او د دې غريزې او ګروهنې رزق يې د خپل مصلحت او حکمت مطابق په هره زمانه کښې مقرر کړے دے او دا هغه لوړ ربته کسان دي چې له ملکوتي ارزښتونو، انسانی صفتونو او د انسانيت نښانو سره ښکلي شوي دي.

دا ارزښتونه، صفتونه او نښې نښانې د قران مجيد په ايتونو، روايتونو او د اسلام په حقو ښوونو کښې بيان شوي دي او د دې لپاره ضروري نسخه په بشپړه او جامعه توګه د ټولو په لاس کښې موجوده ده.

هغه معيارونه چې هغې سره حقيقي دوستان او واقعي معاشران پيژندل کيږي هغه دا دي:

په خدای باندې ايمان، نيک عمل، ديني خبرتيا او معرفت، خلوص او اخلاص، مهرباني او مينه، وقار او ارامښت، زړه سواندې او ملګرتيا، ادب او دروندوالې، محبت او يو زړه والې، رښتونوالې او صحيح والې، امانت او صداقت، عفو او بخشش...

دا او داسې نور صفتونه له همدې ډلې چې په ټول کښې ورته اهل دل اخلاق حسنه وايي، چې خدای پاک پيغمبر (صلى الله عليه وآله) په قران کښې په دې صفتونو سره ستايلے دے.

 وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُق عَظِيم.

او بیشکه چې د اخلاقو په لوړې مرتبې کښې يې.

ښه اخلاق، چې د ملکوتي ارزښتونو او انساني نښانو يوه ټولګه ده، چې په هر چا کښې وي، نو ښايي چې خلک ورسره ملګرتيا او دوستي وکړي او هغه سره معاشرت او ناسته پاسته وکړي او لږ تر لږه په ورځې شپې کښې يو داسې وخت وباسي چې هغه سره کښيني او د هغه له انساني صفتونو او پاکو ساګانو ګټه وچته کړي.

لوي خير

يو داسې انسان که چرې د انسان په ژوند کښې راشي او د انسانيت په ژوند کښې له يوه اړخه څرګند شي او د انسان د وجود په ځمکه باندې لکه د نمر وځليږي، نو په حقيقت کښې د خدای له خوا هغه ته ډېر زيات خير رسيدلے دے.

د اسلام پيغمبر (صلى الله عليه وآله) وفرمايل: «مَن أَرَادَ اللهُ بِهِ خَيْراً رَزَقَهُ خَلِيْلاً صَالِحاً إنْ نَسِىَ ذَكَّرَهُ وَإنْ ذَكَرَ أَعَانَهُ».

خدای چې د چا خير وغواړي نو هغه ته يو نيک او صالح ملګرې نصيبه وي، که چرې دې (د خدای حکمونه، حلال او حرام او ښه صفتونه او عادتونه) هیر کړي نو هغه يې ورته يادوي او که هغه يې ياد وي او پام يې وي ورته نو هغه سره په دې ښو کارونو کښې مرسته کوي.

کلیدي کلمې: