پاکو کسانو سره، د ملګرتيا ارزښت

د اسلام پيغمبر(صلى الله عليه وآله) خپل امت د داسې پاکو او عظيمو انسانانو په لور بلي او هڅوي، چې خدای پاک هغوي لوي خير بللي دي، او په يو روايت کښې يې د داسې ملګرتيا ارزښت ته اشاره کړې ده:

«مَن آخى أخاً فِى اللهِ رَفَعَ اللهُ لَهُ دَرَجَةً فِى الجَنَّةِ لاَيَنَالُهَا بِشَىء مِنْ عَمَلِهِ».

څوک چې د خدای لپاره چا سره دوستي او ملګرتيا وکړي او د خدای د رضا لپاره خپل مؤمن ورور سره ملګرتيا وکړي خدای پاک په قيامت کښې د هغه درجه دومره لوړه وي چې په خپل عمل سره د هغې درجې هيڅ برخې ته نه شو رسيدے.

د خدای په لاره کښې دوستي او معاشرت او د خدای لپاره او د خدای د رضا په لاس راوړلو لپاره هغه کسانو سره چې د دوستۍ شرطونه لري دوستي کول داسې ارزښت لري چې د خدای رسول (صلى الله عليه وآله) د هغې په هکله فرمايي:

«يُنْصَبُ لِطَائِفَة مِنَ النّاسِ كَراسىَ حَوْلَ العَرْشِ يَوْمَ القِيَامَةِ، وُجُوهُهُمْ كَالقَمَرِ لَيْلَةَ البَدْرِ يَفْزَعُ النّاس وَلاَ يَفْزَعُونَ وَيَخَافُ النّاس وَلاَ يَخَافُونَ، هُم أولياءُ اللهِ لاَخَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَهُمْ يَحْزَنُونَ، فَقِيْلَ مَنْ هُمْ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ هُمُ المُتَحَابُّونَ فِى اللهِ».

د قيامت په ورځ به د خلکو يوې ډلې لپاره له عرشه ګیر چاپير تختونه ولګولې شي، د هغه ډلې مخونه داسې دي لکه د څوارلسمې سپوږمۍ، خلک پريشان دي او هغوي نه پريشانيږي، خلک ويريږي او هغوي نه ويريږي، دوي د خدای اولياء او دوستان دي چې په هغوي نه څه وېره شته او نه غمجنيږي. وويل شو، اے د خدای رسوله! دا کوم کسان دي؟ ويې فرمايل: دا هغه کسان دي چې د خدای په لاره يې د خدای لپاره يو بل سره دوستي کړې وه.

په يو ډېر مهم روايت کښې د خدای له رسوله (صلى الله عليه وآله) په دې هکله راغلي دي: 

«انَّ اللهَ تَعَالى يَقُولُ: حَقَّتْ مَحَبَّتى لِلَّذِينَ يَتَزَاوَرُونَ مِنْ أجْلِى، وَحَقّت مَحَبَّتى لِلَّذِينَ يَتَناصَرونَ مِنْ أجْلِى، وَحَقّت مَحَبَّتِى لِلَّذِينَ يَتَحَابُّونَ مِن أجْلِى، وَحَقَّت مَحَبَّتِى لِلَّذِينَ يَتَبَاذَلُونَ مِن أجلِى».

لوي خدای فرمايي: زما مينه د هغه چا حق دے چې يو بل سره زما لپاره ليدل کتل کوي او زما مينه هغه چا حق ده چې يو بل سره زما لپاره مرسته کوي او زما مينه د هغه چا دے چې يو بل سره زما لپاره مينه کوي او زما مينه د هغه چا حق دے چې زما په خاطر يو بل سره بخښنه کوي.

د دا رنګ ملګرتيا او دوستۍ ارزښت دومره دے چې پرښتې له خدايه دا رنګ بندګانو سره د دوستۍ او ملګرتيا غوښته کوي.

د خدای رسول (صلى الله عليه وآله) فرمايي:

 «إنَّ للهِ مَلَكاً نِصْفُهُ مِنَ النّارِ وَنِصْفُهُ مِنَ الثَّلِجِ يَقُولُ: اللّهُمَّ كَمَا ألَّفْتَ بَيْنَ الثَّلجِ وَالنّارِ ألِّفْ بَيْنَ عِبَادِكَ الصّالِحِينَ».

د خدای يوه پرښته ده چې نيم وجود يې اور او نيم يې يخ دے، تل وايي: خدايه لکه څنګه چې دې د اور او يخو تر مينځ مينه جوړه کړې ده هم دا رنګ د خپلو نيکو بندګانو تر مینځ مينه جوړه کړې.

اميرالمؤمنين على (عليه السلام) د داسې ملګرو، چې د انسان د دنيا او اخرت د خير سبب کيږي، په هکله فرمايي:

عَلَيْكُمْ بِالإخوَانِ فَانَّهُمْ عُدّةٌ فِى الدُّنيَا وَالآخِرَةِ، أَلا تَسْمَع إلى قَولِ أهْلِ النّارِ فَمَا لَنَا مِن شَافِعِينَ * وَلاَ صَدِيق حَمِيم».

بايد مثبت او مؤمن روڼه خپل ملګري جوړ کړئ ځکه دا رنګ ملګري په دنيا او اخرت کښې يوه لويه پانګه ده، ايا تاسو د دوزخيانو دا خبره نه ده اوريدلې: نو زمونږ لپاره نه څوک شفاعت کوونکے شته او نه کوم خوږ ملګرے.

د ښه ملګري ټاکل او مثبت ملګري سره دوستي کول دومره مهم دي چې د وادۀ د باب په روايتونو کښې راغلي دي، کوم کس چې نيکې او قابلې ښځې سره وادۀ وکړي نو له هغه کسانو دے چې د خدای لپاره يې مينه محبت کړے وي، په دې روايت کښې راغلي دي:

«مَنْ نَكَحَ إمْرَأَة صَالِحَة لِيَتَحَصَّنَ بِهَا عَنْ وَسواسِ الشَّيطَانِ وَيَصُونُ بِهَا دِينَهُ أو لِيُولَدَ لَهُ وَلَدٌ صَالِحٌ يَدعُو لَهُ وأحبَّ زَوْجَتَهُ لأنَّهَا آلَتَهُ فِى هِذِهِ المَقَاصِدِ الدينِيَّةِ فَهُوَ مُحبٌّ فِى اللهِ تَعَالى».

هغه کس چې يوې قابلې ښځې سره د دې لپاره وادۀ وکړي چې د هغې په وسيله ځان د شيطان له مکره وساتي او خپل دين ورسره خوندي وساتي يا ورله يو داسې نيک اولاد پيدا کړي چې د هغه لپاره دعا وکړي، او خپلې ښځې سره د دې لپاره مينه وکړي چې هغه يې د ديني چارو وسيله شوه نو بيشکه چې له هغه کسانو دے چې د خدای په لاره کښې او د خدای لپاره يې دوستي کړې ده.

کلیدي کلمې: