وهابيان او د خداے د اولياو د قبرونو تعمير

له هغو مسائلو څخه چې وهابيان ورسره يو خاص حساسيت لري د الهي پېغمبرانو، اولياؤ او صالحانو  د قبرونو تعميرول او په هغو باندې د زيارتي ودانيو او ګنبدونو وغېره جوړول دي. تر ټولو وړومبې دا مسئله ابن تېميه او دهغۀ شاګرد ابن قيم وڅېړله او د دغه ډول ودانيو د جوړولو په حرام والي او د هغو د ويجاړولو او ورانولو په روا والي يې فتوې ورکړې.

ابن قيم په «زاد المعاد في هدی خير العباد»  کتاب[1] کښې وائي:

((د هغو ودانيو ورانول چې په قبرونو باندې جوړې کړې شوي دي فرض دي او د هغو د ورانولو او ويجاړلو د قدرت او توان له لرلو نه پس د هغو باقي ساتل حتی د يوې ورځې لپاره هم جائز نۀ دي.[2]

په ١٣٤٤ هجري قمري کال کښې چې سعوديانو په مکه معظمه، مدينه منوره او د هغو په خواوشا سيمو باندې تسلط پېدا کړ نو په دې فکر کښې شول چې په جنت البقيع اديره کښې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د پاک خاندان، صحابه کرامو او شهيدانو د مزارونو او قبرونو د ويجاړلو لپاره څه جواز ترلاسه کړي او د مدينې له علماؤ څخه د فتوې په اخېستو سره د هغو د ورانولو لار اواره کړي او د حجاز د خلقو عامه افکار چې هيڅ کله له دغو غېر اسلامي کارونو سره موافق نۀ وو د دې کار لپاره تيار کړي. له دې امله يې د نجد قاضي القضات سليمان بن بليهد مدينې ته ولېږۀ  چې هغه د وهابيانو د نظر وړ مسائل د هغه ځاے له علماو څخه ترلاسه کړي.  نو ځکه هغۀ استفتاء يا پوښتنې په دا ډول برابرې کړې چې ځواب يې خپله د وهابيانو د نظريې مطابق په هغو کښې ځاے کړے ؤ او له دې لارې يې مفتيانو ته اعلان وکړ چې پکار دي ځواب يې د هغو ځوابونو مطابق چې په پوښتنو کښې راغلي دي برابر کړي او که داسې يې ونکړل نو په شرک باندې به تورن کړې شي او که توبه يې ونکړه نو قتل به شي. دغه پوښتنې او ځوابونه له مکې څخه د خپرېدونکې جريدې ((ام القرا)) د ١٣٤٤ کال د وړوکي اختر په ګڼه کښې خپارۀ شول.[3]  د دې په خپرېدو سره په سني او شيعه مسلمانانو کښې يوه غوغا راوچته شوه، ځکه چې ټول په دې باندې پوه شول چې د فتوې له حاصلولو وروسته که څه  هم په رعب او ګواښ سره حاصله شي د اسلام د قدرمنو او مقدسو شخصيتونو د قبرونو او مزارونو د ورانولو کار به شروع شي چې هم هغه شان وشول. د مدينې له پنځلسو عالمانو څخه د فتوې له ترلاسه کولو او په حجاز کښې د هغې له خپرولو نه پس د رسالت د کورنۍ د اثارو او مقدساتو د ويجاړولو کار د وړوکي اختر د مياشتې په اتمه نېټه شروع شو او دغه شان د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د پاکو اهلبېتو عليهم السلام او قدرمنو صحابه کرامو (رض)  ټول مقدسات له منځه لرې کړې شول او د جنت البقيع د امامانو د حرم ارزښتناکه سرمايه ولوټلې شوه او د جنت البقيع هغه روحاني ماحول يې په يو بيابان باندې بدل کړ چې انسان يې په کتو سره ډېر غمجن کيږي.

اوس به د هغو پوښتنو يوه برخه وړاندې کړو چې دا خبره په ډاګه شي چې پوښتنې کوونکي څه ډول د سوالونو ځوابونه هم په هغو پوښتنوکښې ځاے کړي دي. يعنې هدف نۀ يوازې استفتاء او د هغې ځواب نۀ ؤ  بلکې مقصد يې د عوامو په وړاندې د رسالت  د مقدسو اثارو د ورانولو لپاره د يو جواز وړاندې کول وو. که په رښتيا مقصد يې حقيقت پېژندنه او ځان پوهونه وه نو پکار نۀ وو چې د مسئلې پوښتنه کوونکے ځواب خپله په سوال کښې ځاے کړي، بلکې له قرائنو څخه دا خبره ثابتيږي چې سوال او ځواب يې له مخکښې نه په کاغذ باندې برابر کړي وو او يوازې د دستخط اخېستو لپاره يې د مدينې علماؤ ته وړي وو. ځکه چې دا کېدې نۀ شي چې د مدينې د هغو مشهورو علماؤ چې کلونه کلونه خپله هغوي او د هغوي پلار نيکونه د نبوي آثارو او مقدساتو ساتونکي او مروجوونکي او د هغو د زيارت کوونکو خدمتګاران وو يک دم يې نظريه او فکر بدل شي او د مزارونو او مقدسو ځايونو په حرام والي او د هغو د ورانولو او ويجاړولوپه روا والي باندې فتوا ورکړي!

سليمان بليهد په خپله پوښتنه کښې داسې وائي:

((ما قَوْلُ علماءِ المدينِة المنوّرِة زادَهُم اللهُ فَهْماً وعِلْماً فِي البناء عَلَي القُبُورِ واتِّخاذِها مَساجِدَ هلْ هوَ جائزٌ أوْ لا وإذا کانَ غيرَ جائِز بَل مَمْنوعٌ منهيٌّ عنه نهياً شديداً فهل يَجِبُ هدَمُها و منعُ الصلاةِ عنْدَها أم لا . وَإذا کانَ البناء في مَسْبَلَة کالبقيع وهُو مانعٌ من الانتفاع بالمقدار المبنيّ عليه فهلْ هوَ غَصْبٌ يَجِبُ رَفْعُهُ لِما فيِه مِنْ ظُلْمِ المُسْتَحِقِّينَ ومَنْعِهِمُ استح قاقَهُم أمْ لا ؟))

((د مدينې منورې علماء چې خداے دې علم او پوهه نوره زياته کړي په قبرونو باندې د ودانيو د جوړولو  او هغه د عبادت ځايونه ګرځولو په باره کښې څه وائي: ايا جائز دي يا نه؟ او که جائز نۀ وي ځکه چې په اسلام کښې سخت منعې کړې شوي دي، ايا د هغو ويجاړول او ورانول او د هغو په خوا کښې د نمونځونوکولو مخنيوے ضروري او واجب دے يا نه؟  او  که د بقيع غوندې په يوې وقف شوې زمکه کښې چې د قبرونو د پاسه ودانۍ جوړې شوي دي او د هغې د ځينو برخو د استفادې خنډ جوړې شوې دي، ايا دا کار د وقف شوې زمکې د يو برخې غصب کول نۀ دي؟  چې پکار دي زر تر زره رفع شي چې هغه ظلم چې په مستحق باندې شوے  دے له منځه لاړ شي.؟))

د مدينې منورې علماؤ له رعب ، زور او ګواښ نه په ډک ماحول کښې د سليمان پوښتنې ته داسې ځواب وويلو:

((امّا البناءُ علَي القُبورِ وفَهَو ممنوعٌ اجماعاً لصحّة الأحاديث الواردِة في مَنعِه ولَهِذا افْتي کثيرٌ من العلماءِ بِوجوبِ هدْمِه مُسْتَندين بِحديثِ علي ـ رضِي الله عنه ـ إنه قال : لأبي الهيّاج اَلا أبْعَثُکَ عَلي ما بعثَني عَليهِ رسولُ الله ـ صلّي الله عليه وآله وسلّم ـ اَن لا تَدَعْ تِمثالا اِلاّ طَمَسْتَه ولا قَبراً مُشرِفاً اِلاّ سَوَّيْتَه.))

((په قبرونو باندې د ودانيو د جوړولو ممنوعيت اتفاقي دے د هغو حديثونو په ګواهۍ سره چې د هغو په ممنوعيت باندې دلالت کوي. له دې امله يوې ډلې يې په ورانولو او ويجاړولو باندې فتوا ورکړې ده او په دې لړ کښې په هغه حديث سره چې ابي الهياج له حضرت علي (رض) څخه نقل کړے دے استناد لټوي. حضرت علي هغۀ ته وويل چې زۀ تا په يو داسې کار باندې ګمارم چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم زۀ د هغۀ لپاره ګمارلے وم چې هيڅ يو تصوير به نۀ وينې مګر دا چې هغه له منځه يوسې او هيڅ قبر به نۀ وينې مګر دا چې هغه برابر او مساوي کړې.))

شېخ نجدي په هغو مقالو کښې چې د ام القرا مجلې د ١٣٤٥ کال د څلورمې خور د مياشتې په ګڼه کښې يې خپرې کړې وائي: ((په قبرونو باندې د ودانيو او ګنبدونو جوړول له پنځمې هجري پېړۍ نه معمول ګرځېدلے دے.))

دا هم د قبرونو د تعميرولو په اړه د وهابيانو د وېناؤ څو نمونې دي او دوي غالباً په خپلو ليکنو کښې په دوو دليلونو باندې تکيه کوي:

١- د هغو په حرام والي باندې د مسلمانو علماؤ اتفاق

٢- له اميرالمومنين حضرت امام علي عليه السلام څخه د ابي الهياج حديث او د دې په شان ځينې نور روايتونه.

نوپکار دي دې ته پاملرنه وکړو چې اوس زمونږ بحث د قبرونو د تعمير، په هغو باندې د څپرونو، چتونو او ودانيو د جوړولو په حقله دے، البته د قبرونو زيارتونو ته د تلو په موضوع به يو بيل بحث ولرو.

د موضوع د لا زيات وضاحت لپاره به څو بحثونه وڅېړو:

* د قبر د پاسه د ودانۍ وغېره د جوړولو په باره کښې د قران مجيد نظر څه دے، ايا حکم يې د قران له نظره تر لاسه کولې شو؟

* ايا اسلامي امت په رښتيا سره د هغو په حرام والي باندې اتفاق لري، يا په ټولو اسلامي دورونو کښې  قضيه د دې په خلاف ده او خپله د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم  او د هغوي د صحابه کرامو(رض) په دور کښې د قبرونو تعمير او په هغو باندې د ودانيو او څپرونو جوړولو شتون لرلےدے؟

* د ابي الهياج له حديث نه چې وهابي ډله يې استعمالوي مراد څه دے؟

* د حضرت جابر، حضرت ام سلمه او حضرت ناعم رضي الله عنهم له حديثونو نه مراد څه دے؟

یاداښتونه

 

[1] ـ  زاد المعاد ، 661 مخ

[2]  ـ «يَجِبُ هَدْمُ المَشاهِدِ الّتي بُنِيَتْ علي القُبور ، ولا يَجُوزُ إبقاءُها بَعد القُدْرَة علي هَدْمِها وإبْطالِها يوماً واحِداً»

[3]  ـ ارواښاد آقا بزرګ تهراني د ((الذريعه)) کتاب د ٨ ټوک په ٢٦١ مخ کښې ليکي: وهابيانو د ١٣٤٣ کال د وړومبۍ خور په ١٥ نېټه په حجاز باندې تسلط پېدا کړ او د ١٣٤٣ کال د وړوکي اختر په اتمه نېټه يې په جنت البقيع اديره کښې د اهلبېتو امامانو او صحابه کرامو مزارونه ويجاړ کړل، په داسې حال چې  ام القرا جريدې د مزارونو د ورانولو په اړه استفتاء او د هغې ځواب د ١٣٤٤ کال د وړوکي اختر په ١٧ ګڼه کښې خپور کړ او د مدينې د علماؤ ځواب يې د روژې د مياشتې ٢٥ نېټه ټاکلې ده. نو پکار دي ووايو چې د وهابيانو تسلط او د مزارونو ويجاړول دواړه په ١٣٤٤ کال کښې ترسره شوي دي. او ارواښاد سيد محسن امين د وهابيانو د مکمل تسلط او د مزارونو د ويجاړولو کال ١٣٤٤ هجري قمري بللے دے. د)) کشف الارتيات )) کتاب له ٥٦ نه تر٦٠مخونو ته  رجوع وکړئ.

 

کلیدي کلمې: