ولي شيعه د زيارت کولو په وخت د زيارت (حرم) دروازې او ديوالونه ښکلوي او هغه مبارک ګڼي او ځان پرې مبارکوي؟

ځواب: د خداي پاک د اولياؤ په اشارو او نښو نښانو پورې تبرک کول او برکت غوښتل څه داسې مسئله نه ده چې نن سبا په مسلمانانو کې پيدا شوي وي بلکي د دې مسلې جرړي د رسول الله مبارک او د هغه حضرت د اصحابو د ژوند په تاريخ کې هم تر سترګو کيږي.

نه يوازې پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) او د هغه يارانو بلکې پخوانيو پيغمبرانو هم دا کار کاوۀ. دلته به د کتاب او سنت له نظره د خداي د اولياؤ په اشارو او نښونښانو پورې تبرک کول او مبارک ګڼلو روايي دلايل درته وړاندې کړو.

1: په قران مجيد کې لولوو هغه وخت چې حضرت يوسف (ع) ځان خپلو وروڼو ته وروپيژاند او هغوي يې وبخښل وې فرمايل:

اذهبوا بقميصي هذا فالقوه علي وجه ابی يات بصيرا [1]

زما دا قميص له ځان سره يوسئ او زما پلار (يعقوب پيغمبر) په مخ يې واچوئ سترګې به يې بينا شي.

؛فلماَ ان جاء البشير القاه علي وجهه فارتدَ بصيراً [2]

هغه وخت چې زيري ورکوني کميص د هغه په مخ واچوه د هغه نظر ستون شو.

دا ايتونه د دې خبرې ښکاره ګواه دي چې يوه پيغمبر (يعقوب) د بل پيغمبر (يوسف) له کميصه تبرک وغوښته بلکې وايي چې د دغه کميص په وجه د حضرت يعقوب سترګې رڼې شوې.

ايا ويلے شو چې دغو دوو پيغمبران د خداي پاک له وحدانيت او عبادته بهر کار او د شرک کار کړے دے؟

2: په دې کې شک نيشته چې د خداي رسول به د خانه کعبې د طواف په وخت په حجر الاسود لاسونه لګول يا به يې ښکلاوه.

بخاري په خپل صحيح کې وايي: يو کس له عبدالله بن عمر نه د حجر الاسود د لمس کولو او ورباندې د لاس کيښودلو په هکله پوښتنه وکړه هغه په ځواب کې وويل رايت رسول الله (ص) يستلمه يقبلَه [3]

پيغمبر مې وليدۀ چې په حجر الاسود پورې يې لاسونه موښل او ښکلاوۀ يې.

نو که يو کاڼي لمس کول او ښکلاول شرک دي هيڅ کله به پيغمبر (ص) دا کار نه کاوه.

3: په صحاحو او مسانيدو او د تاريخ او سنتو په ډيرو زياتو کتابونو کښې بي شماره روايتونه راغلي دي چې د رسول الله مبارک اصحابو به د هغه حضرت له اثارو، لکه جامو او د اودس په اوبو د اوبو په لوښي او داسي نورو څيزونو تبرک غوښته او هغه به يې د برکت سبب ګڼل. دغو روايتونو ته په مراجعې سره هيڅ شک نه پاتې کيږي چې دا کار ښه او غوره کار دے.

که څه هم په دې هکله روايتونه دومره زيات دي چې د ټولو راوړل په دې وړوکې کتاب کې نه ځاييږي خو مونږ پکښې يوڅو روايتونو ته اشاره کوو.

الف: بخاري په خپل صحيح کښې په يو اوږد روايت کښې چې د پيغمبر او د هغه حضرت (ص) د يارانو ځينې خصوصياتونه پکښې بيان کړي دي داسې واېي:

و اذا توضاء کادوا يقتتلون علی وضوئه [4]

 کله به چې رسول الله مبارک وضو کاوۀ نزدي وه چې مسلمانان ( د هغه حضرت د وضو د اوبو د لاسته راوړلو په سره له يوه بل سره) وجنګيږي.

ب: ابن حجر وايي:

انَ النبي (صلی الله عليه و آله وسلم) کان يؤتی بالصبيان فيبرک عليهم [5]

 ماشومان به يې رسول الله مبارک ته راوستل او هغه حضرت به د تبرک ( د هغوي د مبارکي لپاره) دعا کوله.

ج: محمد طاهر مکي وايي:

له امَ ثابته روايت شوے چې وي ويل: د خداي رسول مبارک زما کورته راغي او د هغه مشک له خولې يې چې ځوړند ؤ اوبه وڅښلې او زه پاڅيدم او د مشک خوله مه وشلوله (جدا کړه).

 بيا زياتوي دا حديث ترمذي نقل کړے او وايي صحيح او حسن حديث دے او د دغه حديث شارح په رياض الصالحين کتاب کښې وايي ؛امَ ثابت د مشکيزه خوله پري کړه (جدا کړه)چې د پيغمبر د خولي د ځاي ساتنه وکړي او له هغه تبرک وغواړي او هم دا راز به اصحابو هڅه کوله له هغه ځايه چې پيغمبر اوبه څښلي اوبه وڅښي [6]

کان رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم اذا صلی الغداه جاء خدم المدينه بانيتهم فيها الماء فما يوتي باناء الاَ غمس يده فيها فربَما جاؤه في الغداه البارده فيغمس يده فيها.[7]

د مدينې خدمتکاران به د سهار د لمانځه په وخت د اوبو له لوښيو سره رسول الله مبارک ته ورتلل د خداي رسول به هر يوه لوښي کې لاس واهه او کله کله به ساړه موسم کښي هم سهار هغه حضرت ته د اوبو له لوښو سره راتلل او د خداي رسول به خپل لاس په اوبو کې واهه. [8]

په دې طريقې سره د خداي د اولياء له اثارو د برکت غوښتل دليلونه روښانه شول او معلومه شوه چې هغه کسان چې د زيارت او حرم د دروازو او ديوالونو د ښکلولو په وجه شيعه په شرک تورنوي د توحيد او شرک په معنا سم نۀ دي پوه شوي ځکه چې د شرک او بې له خدايه د بل چا د پرستش معنا دا ده چې د خداي پاک د عبادت او پرستش تر څنګ يو بل څيز هم خداي وګڼو يا ووايو چې د خداي کارونه کوي په دې ډول چې هغه په خپلې هستۍ يا کارونو او تاثيرګزارۍ کښې له خدايه بې نيازه او خپلواکه وګڼو.

حال دا چې شيعه ؤ د خداي د وليانو اثار د وليانو په شان د خداي پنځول شوي او خلق شوي څيزونه ګڼي چې هم په خپل اصل وجود يعني پيدايښت کښې او هم په اثارو او اثر کولو او برکت راوړلو کښې خداي تعالی ته محتاجه دي او دغه برکت خداي ورکړے دے.

شيعه يوازې د خپلو ديني مخښکانو او لار ښوونکو د درناوي او احترام په وجه او له دې امله چې هغوي سره خپله بې دريغه مينه وښي د هغوي د اثارو کښې تبرک لټوي او برکتي يې ګڼې

که شيعه د پيغمبر اکرم(ص) او د هغه د اهل بيتو د زيارت په وخت د هغوي قبرونه او زيارتونه ښکلوي يا يې دروازي او ديوالونه لمسوي يوازې په دي وجه دي چې په پيغمبر مبارک او د هغه حضرت په اهلبيتو مَيَن دي او دا يوه انساني او احساساتي خبره ده چې د يو عاشق او مَيَن انسان په وجود کې پيدا کيږي.

يو خوږ ژبے شاعر وايي:

            امرَ علي الديار  ديار  سلمی              اقبَل   ذالجدار   و   ذالجدار

            و ما احبَ الديار مثغفن قلبی            و لکن حب من سکن الديــار

د سلمی په ديار (وطن) تيريږم دا ديوال او هغه ديوال ښکلوم

د هغه ديوال دوستي زما زړه نه خوشحالوي بلکې دا په هغه کښې ميشته محبت دے چې ما په وجد او سرور کې راولي.

 

[1] . يوسف 93
[2] . يوسف 96
[3] . صحيح بخاري دوهم ټوک کتاب الحج باب تقبيل الحجر 152 – 151 مخونه د مصر چاپ
[4] . صحيح بخاري 3 ټوک باب ما يجوز من الشروط فی الاسلام باب الشروط فی الجهاد و المصالحه 195 مخ
[5] . الاصابه 1 ټوک د کتاب خطبه 7 مخ مصر چاپ
[6] . تبرک صحابه (محمد طاهر مکي) لومړے څپرکې 29 مخ ترجمه انصاري
[7] . صحيح مسلم 7 ټوک کتاب الفضايل باب قرب النبي من الناس و تبرکهم به 79 مخ
[8] . له ډيرو معلوماتو له پاره لاندينيو کتابونو ته مراجعه
1: صحيح بخاري کتاب اشربه
2: موطإ مالک 1 ټوک 138 مخ په پيغمبر د درود استولو باب
3: اسد الغابه 5 ټوک مخ 90
4: مسند احمد 4 ټوک 32 مخ
5: الاستيعاب د (الاصابه) په حاشيې کې 3 ټوک 631 مخ
6: فتح الباري 1 ټوک 281 – 182 مخونه

 

کلیدي کلمې: