ملګرتیا لپاره، د بصيرت بنسټ، ټاکل

بې شکه که انسان د هر يو ملګري او دوست په ټاکلو کښې او د هر يو کار په کولو او هر چا سره د دوستۍ او ملګرتيا په ادامه ورکولو کښې له بصيرته او پوهې کار واخلي  نو هغه غرضونو او مبارکو مقصدونو ته رسي چې په  هغه کار يا ملګرتيا کښې دي.

دا پوهه او خبرتيا يوازې ژورې مطالعې، صحيح تفکر، هوښيارانو سره په مشورې، او د خدای په لارښوونو او ديني حدونو په ساتلو سره په لاس راځي.

بصيرت او خبرتيا دومره مهمه ده چې مهربان خدای خپل پيغمبر(ص) ته فرمايي: خپل رسم او ايين او دين او د تګ لار خلکو ته وښايه چې زۀ او زما لارويان د بصيرت او خبرتيا په بنسټ انسانان د خدای په لور بلو، لکه څرنګ چې په دې ايت کښې راغلي دي:

 قُلْ هذِهِ سَبِيلى أَدْعُوا إِلَى اللهِ عَلَى بَصِيرَة أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِى....

ووايه: دا زما لاره ده چې زۀ او هر هغه کس چې زما پيروي کوي د خدای لارې ته مو په بصيرت او خبرتيا سره بلم....

کومو کسانو چې په تفکر، هوښیارتيا، بصيرت او عقل او فکر سره خپل ملګري ټاکلي دي او په بيله توګه د معنويت په ډګر کښې يې خپل لاس د پيغمبرانو او امامانو په لاس کښې ايخے دے، نو د هغوي د وجود بوټې د دې معنوي اړيکې او روحي وصلت په برکت په يوې ميوه لرونکے، ارزښتمنې او ګټه ورې ونې بدل شوے او په نورو ټکو د دې اړيکې په برکت د خپل يار لپاره يو دوهم وجود شوے دے.

من كيم ليلى و ليلى كيست من       هر دو يك روحيم اندر دو بدن

زۀ څوک يم او زما ليلی څوک ده     دواړه يو روح يو په دوو بدنو کښې

قران داسې کسان معرفي کوي چې پيغمبرانو سره له ميلاويدو وړاندې، د هغوي دننه يوه ضعيفه رڼا لرونکې ډيوه بله وه او باطني ارزښتونو او تفکر او تعقل سره يې ډېره کمه اړيکه وه چې همدا کمه رڼا او ضعيفه ډيوه د دې سبب شوې وه چې هغوي له ډول ډول ګناهونو او په ابدي هلاکت کښې له غورځيدو وساتي.

هغوي چې کله په همدې باطني کم نور او لږ عقل سره پيغمبرانو سره شول او د هغوي له اصلي کلتوره او الهي او نيکمرغي راوړونکي دينه يې د خپل پرمختګ لپاره ګټه واخسته نو داسې مقامونو او داسې مرتبو ته ورسيدل چې هر انسان يې حيران کړ.

له هغوي ځينې مؤمن  آل فرعون، آسيه د فرعون ښځه او ترکاڼ حبيب و.

کلیدي کلمې: