مطهرات(پاکوونکي)

154- مسأله: يوولس شی نجاست پاک کوی او هغوته مطهرات وائی:

1- اوبه، 2- مځکه، 3- لمر، 4- استحاله، 5- د انګور سرکه کيدل، 6- انتقال، 7- اسلام، 8- تبعيت، 9- د عين نجاست ايسته کيدل ، 10- د نجاست خوړنکی حيوان استبراء، 11- د مسلمان غائبيدل. ددغو احکام په تفصيل ډول په راتلونکی مسائلو ويل کيږی.

1- اوبه:

155- مسأله: د کر اوبه په څلور شرط، نجس شی پاک کوی.

لومړی: مطلق وی، نو مضاف اوبه لکه د ګلاب او بيد عرق، نجس شی نه پاک کوی. دوهم: پاک وی. دريم: کله چی نجس شی پريمينځی اوبه د نجاست بوی يا رنګ يا خوند ونه نيسی. څلورم: پسله پريمينځل د نجس شی، عين نجاست په هغه کی نه وی او که قليل اوبه وی سربيره پر دغه څلورو شرطو، نور شرطونه هم لری چی وروسته بيان کيږی.

156- مسأله: نجس ظرف بايد په قليل اوبه دری پلا پريمينځل سی، ليکن په کر او جاری اوبو يوه پلا کافی دی. او هغه ظرف چی سپی خوله وهلی دی يا د هغه ظرف څه اوبه يا روان شی خوړلی دی، لومړی بايد په پاکه خاوره، په خاوری کړی او کولای سی خاوری د اوبو سره ګډ کړی په يو ډول چی د خاوری د حالت څه ونوځی هغه وخت ظرف په خاوری کړی، او وروسته دوه پلا په قليل اوبه پريمينځی، او احتياط واجب دادی چی د کُر او جاری په اوبو پريمينځل کيږی دوه پلا وی ليکن د باران په اوبو يوه پلا کافی دی او همدارنګه هغه ظرف چی د سپی د خولی اوبه په هغه توی سويدی بناپر احتياط واجب بايد د مخه د پريمينځل په خاوری سی.

157- مسأله: که د ظرف خوله چی سپی خوله وهلی دی، تنګ وی او نسی په هيڅ ډول په خاوری کړی په دی حالت ظرف نه پاک کيږی.

158- مسأله: دهغه ظرف څه چی سرکوزی روان شی وخوری بايد په قليل اوبه اوه پلا پريمينځل سی او بناپر احتياط واجب په کُر او جاری هم اوه پلا بايد پريمينځل سی او لازم نه دی هغه په خاوری کړی، که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی په خاوری کړی.

159- مسأله: که وغواړی هغه ظرف چی په شراب نجس سويدی په قليل اوبه پريمينځی بايد دری پلا پريمينځی اوښه دی اوه پلا پريمينځل سی.

160- مسأله: هغه منګی چی د نجس خټی څه جوړ سويدی او يا نجس اوبه په هغه ننوتلی دی که په کُر يا جاری اوبوکی کښيږدی و هر ځای ته ئی چی اوبه ورسيږی پاک کيږی، او که وغواړی باطن (دننه) ئی پاک سی بايد دومره په کُر يا جاری اوبوکی پاته سی چی د هغه په ټولو ځايو اوبه ننوځی او د رطوبت ننوتل کافی نه دی.

161- مسأله: په قليل اوبه نجس ظرف په دوه ډول کيږی پريمينځل سی. لومړی: دری پلا ډک او خالی کړی. دوهم: دری پلا يو مقدار اوبه په هغه کی واچوی او په هره پلا اوبه داسی په هغه کی وګرځوی چه د هغه و نجس ځايوته ورسيږی او د باندی توی کړی.

162- مسأله: که يو لوی ظرف لکه پاتيل او تغار نجس سی که په قليل اوبه دری پلا هغه ډک او خالی کړی پاک کيږی، او که دری پلا د لوړ څه اوبه په هغه کی واچول سی داسی ډول چی ټول شاوخوا ئی ونيسی او هغه اوبه چی په لاندی ئی ټول سوی دی راوباسی او په هره پلا هغه ظرف چی په هغه اوبه راباسی پريمينځی همدا ډول دی.

163- مسأله: که نجس شی پسله ايسته کيدل د عين نجاست، يوه پلا د کر يا جاری په اوبو ننه باسی چی اوبه په ټول نجس ځايو د هغه ورسيږی پاک کيږی. او احتياط واجب دا دی چی فرش او کالی او لکه د دغو داسی فشار يا حرکت ورکړی چی دننه اوبه ئی خارج سی.

164- مسأله: که وغواړی يو شی چی په بولی نجس سويدی په قليل اوبو پريمينځی، که يوه پلا اوبه پر هغه واچوی او د هغه څه جلا سی که بولی په هغه شی پاته نه سی، يوه پلا نور چی اوبه پر هغه واچوی پاک کيږی. ليکن په کالی او فرش او لکه د دغو بايد پسله هره پلا، فشار ورکړی چی غساله ئی راووځی (غساله هغه اوبه دی چی د پريمينځل په وخت او پسله هغه د هغه شی چی پريمينځل کيږی پخپله يا د فشار په واسطه راوځی.

165- مسأله: که يو شی د شيدی خوړنکی هلک په بولی چی دوه کال ئی نه دی تمام سوی او ډوډی خوړنکی نه دی سوی او د سرکوزی شيدی نه دی خوړلی، نجس سی، که يوه پلا اوبه پر هغه واچول سی چی په ټول نجس ځايو د هغه ورسيږی پاک کيږی. ليکن احتياط مستحب دا دی چی يوه پلا بل هم اوبه پر هغه واچوی، او په کالی او فرش او لکه د دغو فشار لازم ندی.

166- مسأله: که يو شی په بيله بولی نجس سی، که پسله ايسته کول د نجاست يوه پلا اوبه پر هغه واچوی او د هغه څه جلا سی پاک کيږی، او هم که په اوله پلا چی اوبه پر هغه اچوی نجاست ئی ايسته سی پاک کيږی. ليکن په هر حال کالی او لکه د هغه بايد فشار ورکړی چی غساله ئی ووځی.

167- مسأله: که نجس حصير (چټائی) چی په تار جوړ سوی وی، د کُر يا جاری په اوبو ننه باسی پسله ايسته کيدل د عين نجاست پاک کيږی.

168- مسأله: که د غنم، وريجی، صابون او لکه د دغو ظاهر (د باندی) نجس سی په ننه ايستل په کر او جاری اوبه پاک کيږی او که باطن (دننه) د هغو نجس سی نه پاک کيږی.

169- مسأله: که انسان شک وکړی چی نجس اوبه د صابون په باطن رسيدلی دی که يه، باطن د هغه پاک دی.

170- مسأله: که د وريجی، غوښی او يو شی لکه د دغو ظاهر نجس سوی وی، که هغه په يو ظرف کی کښيږدی او دری پلا قليل اوبه پر هغه واچوی او خالی کړی پاک کيږی او د هغه ظرف هم پاک کيږی. ليکن که وغواړی کالی يا بل شی چی فشار وغواړی په يو ظرف کښيږدی او پريمينځی بايد په هره پلا چی اوبه پر هغه اچوی فشار ورکړی او د هغه غساله کامل راوباسی.

171- مسأله: نجس کالی چی په نيل او لکه د هغه رنګ سويدی که د کُر يا جاری په اوبو ننه باسی او اوبه په ټولو ئی ورسيږی پاک کيږی. که څه هم د فشار په وخت، مضاف يا رنګی اوبه د هغه څه راووځی.

172- مسأله: که کالی د کُر يا جاری په اوبو پريمينځی او وروسته د اوبو خټی په هغه کی ووينی که احتمال ورنکړی چی هغه خټی د اوبو رسيدل مانع وکالی ته سويدی، هغه کالی پاک دی.

173- مسأله: که پسله پريمينځل د کالی او لکه د هغه کوچنی ذری د خټی يا نور شيان په هغه کی وليدل سی څرنګه چی وپوهيږی د اوبو د رسيدل مانع ندی سوی پاک دی، ليکن که نجس اوبه د خټی په باطن يا نور شيان ته رسيدلی وی د خټی او شيان ظاهر پاک او باطن د هغو نجس دی.

174- مسأله: د هر نجس شی څه ترڅو عين نجاست ايسته نسی نه پاک کيږی، ليکن که د نجاست بوی يا رنګ په هغه کی پاته سوی وی اشکال نلری. نو که وينی د کالی څه ايسته سی او کالی پريمينځی او د وينی رنګ په هغه کی پاته سی پاک کيږی که د بوی يا رنګ په واسطه يقين وکړی يا احتمال ورکړی چی د نجاست ذری په هغه شی کی پاته دی، نجس دی.

175- مسأله: که د بدن نجاست د کُر يا جاری په اوبو ايسته کړی بدن پاک کيږی او د باندی راوتل او دوباره په اوبو تلل لازم ندی.

176- مسأله: په مجموع ډول د عين نجس ليدل د خولی په دننه د ډوډی، مصنوعی غاښ، مسواک او د خولی د اوبو د نجس کيدل سبب نه کيږی او د عين نجاست په ايسته کيدل او د منځه تلل ډوډی او غاښ پاک دی او تطهير ته احتياج نسته.

177- مسأله: که د سر او مخ وريښتان په قليل اوبه پريمينځی بايد فشار ورکړی چی غساله ئی جلا سی مګر داچی وريښتان ډير نه وی په داسی ډول چی اطمينان وی چی بيله فشار هم د غسالی ډيره برخه راوځی.

178- مسأله: که د بدن يا کالی يو ځای په قليل اوبو پريميځی، اطراف د هغه ځای چی متصل په هغه دی او معمولاً د پريمينځل په وخت هغه ځای نجس کيږی که هغه اوبه چی د نجس ځای د پاک کيدل د پاره اچوی په اطراف د هغه جاری سی د نجاست ځای په پاک کيدل پاک کيږی. او همدا ډول دی که پاک شی د نجس شی وڅنګ ته کښيږدی او پر دواړه اوبه واچوی، مثلاً که د يو نجس ګوتی د پريمينځل د پاره پر ټولو ګوتو اوبه واچوی او نجس اوبه وټولو ته ورسيږی د نجس ګوته د پاک کيدل وروسته ټوله ګوتی پاک کيږی.

179- مسأله: غوښی او لم چی نجس سويدی لکه نور شيان پريمينځل کيږی او همدا ډول دی که بدن يا کالی، لږ غوړوالی ولری چی د اوبو د رسيدل مخ نيوی د هغو څه ونه کړی، په پريمينځل پاک کيږی.

180- مسأله: که ظرف يا بدن نجس وی او وروسته په يو ډول غوړسی چی د اوبو د رسيدل مخ نيوی د هغو څه وکړی، که وغواړی ظرف او بدن په اوبو پريمينځی، بايد غوړوالی ايسته کړی ترڅو اوبه هغوته ورسيږی.

181- مسأله: نجس شی چی عين نجاست په هغه کی نسته که د هغه نل لاندی چی د کُر سره متصل دی يوه پلا پريمينځی پاک کيږی.او هم که عين نجاست په هغه کی وی، که عين نجاست د هغه، د نل لاندی يا په بل وسيله ايسته سی اوبه چی د هغه شی څه توئيږی بوی يا رنګ يا خوند د نجاست نه وی نيولی پاک کيږی. ليکن که هغه اوبه چی د هغه څه توئيږی د نجاست بوی يا رنګ يا خوند نيول وی بايد دومره اوبه پر هغه واچوی ترڅو هغه اوبه چی د هغه څه جلا کيږی، د نجاست بوی يا رنګ يا خوند ونه لری.

182- مسأله: که يو شی پريمينځی او يقين وکړی پاک سويدی او وروسته شک وکړی چی عين نجاست د هغه ايسته کړی دی که يه، که وپوهيږی په هغه ځای اوبه رسيدلی دی هغه شی پاک دی.

183- مسأله: که يوه مځکه چی نجس سويدی لکه شګه او ريګ وی اوبه په هغه کی ننوځی په قليل اوبه پريمينځی ظاهر ئی پاک کيږی ليکن لاندی ئی نجس کيږی.

184- مسأله: په ډبره فرش سوی، په خښته فرښ سوی او کلکه مځکه چی اوبه په هغه کی نه ننوځی که نجس سی په قليل اوبه پاک کيږی. او دومره اوبه پر هغه واچوی چی جاری سی او څرنګه چی هغه اوبه چی پر هغه اچولی دی د يو سوری څه ووځی ټوله مځکه پاک کيږی او که اوبه پخپله خالی نسی که هغه د يوی وسيلی لکه ټوکر دستمال يا بله وسيله چی اوبه راباسی ټول کړی او بناپر احتياط واجب قليل اوبه دوباره پر هغه واچوی او د مخه په ډول ټول کړی، پاک کيږی.

185- مسأله: که د مالګی ډبره او لکه د هغه ظاهر ئی نجس سی په لږ تر کُر اوبه هم پاک کيږی.

186- مسأله: که په نجس بوره قند جوړ کړی او په کُر او جاری اوبوکی کښيږدی، نه پاک کيږی.

2- ځمکه:

187- مسأله: مځکه په پنځه شرط، نجس د پښه ارغوی او د بوټ تلی پاک کوی. لومړی: هغه چی مځکه پاک وی. دوهم: هغه چی وچ وی. دريم: هغه چی که عين نجس لکه وينی او بولی، يا متنجس لکه خټی چی نجس سويدی د پښه په ارغوی او د بوټ په تلی کی وی د تګ په واسطه يا د پښی مالښ پر مځکه ايسته سی. څلورم: مځکه بايد خاوری يا ډبره يا خښت فرښ او لکه د دغو وی، او پر فرش، حصير او واښه تګ د پښی ارغوی او د بوټ تلی چی نجس وی نه پاک کوی. پنځم: د تګ په واسطه نجس سوی وی او که بيله تګ نجس سوی وی پاک کيدل د تګ په واسطه اشکال لری.

188- مسأله: نجس د پښه ارغوی او د بوټ تلی، په واسطه د تګ پر ډامبر(قير) چی په قير پوښل سويدی او پر هغه مځکه چی په لرګی فرش سوی وی نه پاک کيږی.

189- مسأله: د نجس د پښه ارغوی او د بوټ د پاک کيدل د پاره ښه دی پنځه لس ګام يا ډير تر هغه لار ولاړسی، که څه هم په لږ تر پنځه لس ګام يا د پښی مالښ پر مځکه، نجاست ايسته سی.

190- مسأله: لازم نه دی نجس د پښه ارغوی او د بوټ تلی لوند وی بلکه که وچ هم وی په تګ پاک کيږی.

191- مسأله: پسله هغه چی نجس د پښه ارغوی او د بوټ تلی په تګ پاک سو يو مقدار د اطراف ئی هم چی معمولاً په خټی ککړ کيږی پاک کيږی.

192- مسأله: څوک چی په لاس او زنګانه تګ کوی، که د لاس ارغوی يا زنګانه ئی نجس سی د زنګانه او لاس پاک کيدل د هغه د تګ په واسطه اشکال لری. او د لکړ لاندی خوا د مصنوعی پښی لاندی خوا د حيوانانو نعل د موټر څرخ (ټاير) او لکه د دغو همداسی دی.

193- مسأله: که پسله کوچنی ذری د نجاست چی نه ليدل کيږی د پښه په ارغوی يا د بوټ په تلی پاته سی بناپر احتياط واجب بايد هغه ذری هم ايسته سی، ليکن د رنګ او بوی پاتيدل اشکال نه لری.

194- مسأله: هغه برخه د بوټ او د پښی ارغوی چی په مځکه نه رسيږی د تګ په واسطه نه پاک کيږی او د جوراپ د لاندی خوا پاک کيدل د تګ په واسطه اشکال لری، ليکن که د جوراپ لاندی خوا د پوسته څه وی د تګ په واسطه پاک کيږی.

3-  لمر:

195- مسأله: لمر؛ مځکه او ساختمان (ودان سوی کور) او هغه شيان چی لکه دروازی او کړکی په ساختمان په کار تللی وی او همدارنګه ميخ چی پر ديوال وهل سويدی او د ساختمان برخه شميرل کيږی په شپږ شرطه پاک کوی.

لومړی: نجس شی لوند وی نوکه وچ وی د يو شی په واسطه هغه لوند کړی ترڅو چه لمر هغه وچ کړی. دوهم: که عين نجاست په هغه شی وی د لمر د ځليدل د مخه هغه ايسته کړی. دريم: يو شی د لمر د نور او ځليدل څه مخ نيوی ونه کړی، نو که لمر د پردی يا وريځ او لکه د دغو د شا څه وځليږی او نجس شی وچ کړی هغه شی نه پاک کيږی ليکن که وريځ يا پرده دومره نازک وی چی د لمر د نور څه مخ نيوی ونه کړی اشکال نه لری. څلورم: لمر په يواځنی توګه نجس شی وچ کړی که مثلاً نجس شی د باد او لمر په واسطه وچ سی نه پاک کيږی، ليکن باد که دومره لږ وی چه نه ويل سی په وچيدل د نجس شی مرسته کړی دی، اشکال نه لری. پنځم: لمر هغه مقدار د ساختمان چی نجاست په هغه ننوتلی دی په يوه پلا وچ کړی، نو که يوه پلا پر نجس ساختمان او مځکه وځليږی او مخ ئی وچ کړی او بله پلا لاندی ئی وچ کړی، فقط مخ ئی پاک کيږی او لاندی ئی نجس پاته کيږی. شپږم: د مځکی يا ساختمان د مخ او دننه په منځ کی چی لمر پرځليږی، هوا يا بل پاک جسم فاصله نه وی.

196- مسأله: نجس حصير لمر پاک کوی او همدا رنګه ونی او واښه د لمر په واسطه پاک کيږی.

197- مسأله: که لمر پر نجس مځکه وځليږی، وروسته انسان شک وکړی چی مځکه د لمر د ځليدل په وخت لانده وه که يه، يا لوندواله ئی د لمر په واسطه وچ سويدی که يه، هغه مځکه نجس دی، او همدا ډول دی که شک وکړی چی د لمر د ځليدل د مخه عين نجاست د مځکی څه ايسته سويدی که يه، يا شک وکړی يو شی د لمرد ځليدل مخ نيوی کړيدی که يه، هغه مځکه نجس دی.

198- مسأله: که لمر د نجس ديوال په يوه خوا وځليږيی، هغه خوا چی لمر پر هغه نه دی ځليدلی نه پاک کيږی، ليکن که ديوال دومره نازک وی چی د ځليدل په واسطه په يوه خوا، بله خوائی هم وچ سی پاک کيږی.

4- استحاله:

199- مسأله: که د نجس شی جنس په يو ډول بدل سی چی د يو پاک شی په حالت سی پاک کيږی او داسی تغيرته استحاله وائی: لکه داچه نجس لرګی وسوځی او ايره سی. يا سپی په نمکزار (دمالګی کان) ننوځی او مالګه سی. ليکن که جنس د هغه بدل نه سی لکه داچی نجس غنم وړه کړی يا ډوډی پخه کړی نه پاک کيږی.

200- مسأله: د خټی منګی او لکه د هغه چی د نجس خټی څه جوړ سويدی نجس دی. او بايد د هغه سکاره څه چی د نجس لرګی څخه جوړ سويدی پرهيز وکړی.

201- مسأله: نجس شی چی معلوم نه دی استحالی سويدی که يه، نجس دی.

5- د انګور اوبه سرکه کيدل:

202- مسأله: که شراب په خپله يا په واسطه د هغه چی يو شی لکه سرکه او مالګه په هغه کی اچولی دی سرکه سی پاک کيږی.

203- مسأله: هغه شراب چی د نجس انګور څه جوړ کړی په سرکه کيدل نه پاک کيږی، بلکه که د خارج څه نجاست هم و شراب ته ورسيږی احتياط واجب دا دی چی پسله سرکه کيدل د هغه څه پرهيز او ځان ليری کړی.

204- مسأله: هغه سرکه چی د نجس انګور، کشمش او خرما څه جوړ کړی نجس دی.

205- مسأله: که د انګور او خرما کوچنی لرګی پکښی کی وی او سرکه واچوی تاوان نه لری. او هم که د مخه تر هغه چی خرما، کشمش او انګور سرکه سی بادرنګ، بادنجان او لکه د دغو په هغه کی واچوی اشکال نه لری.

206- مسأله: د انګور اوبه چی ايشيدلی دی د مخه تر هغه چی دوه ثلث ئی بخار سی، يعنی دوه برخه ئی لږ سی او يوه برخه ئی پاته سی نجس نه دی، ليکن خوړل ئی حرام دی، او که ثابت سی چی مست کونکی دی نجس او حرام دی او فقط په سرکه کيدل پاک او حلال کيږی.

207- مسأله: که مثلاً په يوه خوشه غوره يوه دانه يا دوه دانی انګور وی څرنګه چی په هغه اوبه چی د هغی خوشی څه نيول کيږی آبغوره (د غوری اوبه) ووائی او د خوږوالی اثر په هغه کی نه وی او و ايشی، پاک او خوړل ئی حلال دی.

208- مسأله: يو شی چی معلوم نه دی انګور دی يا غوره، که و ايشی نه حرام کيږی.

6- انتقال:

209- مسأله: که د انسان د بدن وينی يا دهغه حيوان وينی چی جهنده وينی لری (يعنی کله چی د يو حيوان رګ پری کړی وينی د هغه څه وغورځی) د هغه حيوان په بدن چی جهنده وينی نه لری ولاړسی او د هغه حيوان وينی وشميرل سی پاک کيږی او دغه ته انتقال وائی. نو هغه وينی چی زالو د انسان څه خوری ځکه چی د زالو وينی هغه ته  نه ويل کيږی او وائی د انسان وينی دی نجس دی.

210- مسأله: که څوک يوه غوماشه چی پر بدن ئی وه ووژنی او ونه پوهيږی هغه وينی چی د غوماشی څه راوتلی دی د هغه دی يا پخپله د غوماشی دی پاک دی، او همدا ډول دی که وپوهيږی د هغه څه خوړلی دی ليکن د غوماشی د بدن برخه شميرل کيږی، که د غوماشی د وژل او د وينی خوړل په منځ فاصله دومره لږ وی چی ووائی د انسان وينی دی، يا معلوم نه وی چی وائی د غوماشی وينی دی يا دانسان وينی، نجس دی.

211- مسأله: که مشرک شهادتين  ووائی: (اشهد ان لا اله الا الله واشهد ان محمدا رسول الله) ووائی مسلمان کيږی او پسله مسلمانيدل، بدن او د پزی او خولی اوبه او خولی ئی پاک دی. ليکن که د مسلمانيدل په وخت عين نجاست د هغه پر بدن وه، بايد هغه ايسته کړی او د هغه ځای پريمينځی او هم که د مخه تر مسلمانيدل، عين نجاست ايسته سوی وی لازم دی ځای ئی پريمينځی.

212- مسأله: هغه وخت چی مشرک وه کالی ئی په رطوبت سره و بدن ته ئی رسيدلی وی او هغه کالی د مسلمانيدل په وخت په بدن کی ئی نه وی نجس دی، بلکه که په بدن کی ئی هم وی بايد د هغه څه پرهيز او ليری سی.

213- مسأله: که مشرک شهادتين ووائی او انسان ونه پوهيږی چی د زړه مسلمان سويدی که يه، پاک دی، ليکن که وپوهيږی چی د زړه ندی مسلمان سوی بناپر احتياط واجب بايد د هغه څه ليری سی.

8- تبعيت

214- مسأله: تبعيت هغه دی چی نجس شی د بل نجس شی د پاکيدل په واسطه پاک سی.

215- مسأله: که شراب سرکه سی،ظرف ئی هم تر هغه ځای چی شراب ايشيدلی دی پاک دی، ټکر او يو شی هم چی په مخ ئی اچوی که په هغه رطوبت نجس سی، پاک پاکيږی، که د ايشيدل په وخت سر ولاړسی او د ظرف شا په هغه ککړ سی، پسله سرکه کيدل د ظرف شا هم پاک کيږی.

216- مسأله: لرګی يا ډبره چی ميت پر هغه غسل ورکوی او هغه ټکر چی د ميت عورت په هغه پټوی او د هغه څوک لاس چی غسل ورکوی او همدا ډول کيسه او صابون چی په هغه پريمينځل کيږی پسله د غسل د تماميدل پاک کيږی.

217- مسأله: څوک چی يو شی په خپل لاس پريمينځی که لاس او هغه شی سره يو ځای پريمينځل سی او پسله پاک کيدل د هغه شی لاس ئی هم پاک کيږی.

218- مسأله: که کالی او لکه د هغه پريمينځی، پسله جلا کيدل د هغه اوبه چی د پاکيدل د پاره پر هغه اچول سويدی، لږ اوبه چی په هغه کی پاتيږی پاک دی.

219- مسأله: نجس ظرف چی په قليل اوبه پريمينځی، پسله جلا کيدل د هغه اوبه چی د پاک کيدل د پاره هغه اچول سويدی، لږ اوبه چی په هغه کی پاتيږی پاک دی.

9- د عين نجاست ايسته کيدل:

220- مسأله: که د حيوان بدن په عين نجس لکه وينی يا متنجس لکه نجس اوبه ککړ سی که هغو ايسته سی د هغه حيوان بدن پاک کيږی او د انسان د بدن باطن همدا ډول دی لکه د خولی د ننه او پزه مثلاً که وينی د غاښو د منځه څه راووځی او د خولی د اوبو سره د منځه ولاړسی، د خولی د ننه پريمينځل ندی لازم.

221- مسأله: که ډوډی د غاښو په منځ کی پاته سوی وی او د خولی په دننه وينی راسی هغه ډوډی پاک دی او مصنوعی غاښ هم دغه حکم لری.

222- مسأله: هغه ځای چی انسان پوهيږی د بدن د ظاهر دی يا د باطن، که په نجس شی وخوری لازم ندی پريمينځی که څه هم پريمينځل احتياط دی.

223- مسأله: که نجس دوړی او خاوری پر کالی او فرش او لکه د هغو کښينی څرنګه چی دواړه وچ وی نه نجس کيږی او که دوړی او خاوری يا کالی او لکه د هغو لوند وی بايد د دوړی او خاوری ځای پريمينځل سی.

10- د نجاست خوړنکی حيوان استبراء:

224- مسأله: د هغه حيوان بولی او غايط چی د انسان د نجاست په خوړل عادت کړيدی نجس دی، او که غواړی پاک سی بايد هغه حيوان استبرا کړی، يعنی تر هغه وخت چی پسله هغه وخت نور نجاست خوړنکی هغه ته ونه وائی، ونه پريږدی نجاست وخوری او پاک خوراک هغه ته ورکړی. او بايد نجاست خوړنکی اوښ څلويښت ورځی، غوا شل ورځی، پسه لس ورځی، بت (مرغابی) پنځه ورځی او کورنی چرګ دری ورځی ونه پريږدی نجاست وخوری او پاک خوراک هغوته ورکړی.

11- د مسلمان غائبيدل:

225- مسأله: که د يو مسلمان بدن او کالی يا شخصی شيان نجس سی او هغه زموږ څه جلا سی او پسله دی چی دوباره هغه مو وليدل کالی، بدن او نور شيان ئی په لاندی شرايط بايد تطهير سی:

1- وپوهيږی چی کالی يا بدن يا شيان ئی نجس سويدی.

2- د هغه شيانو څه ګټه اخيستل مشروط په طهارت وی.

3- د هغه د کالی، بدن او شيان د تطهير احتمال موجود وی.

226- مسأله: که د مسلمان بدن او کالی يا بل شی لکه فرش او ظرف ئی نجس سی او هغه مسلمان غائب سی که انسان احتمال ورکړی چه هغه شی پريمينځل دی ليری کيدل د هغه څه لازم ندی په شرط د دی چی د هغه په نجاست خبروی او هغه په يو شی چی پوهيږی طهارت په هغه کی شرط دی استعمال کړی او هم بناپر احتياط واجب بالغ وی او په طهارت او نجاست بی پروا نه وی.

227- مسأله: که انسان يقين وکړی يو شی چی نجس ؤپاک سويدی يا دوه عادل د هغه په پاک کيدل خبر ورکړی، پاک دی هغه شی او همدا ډول دی که څوک چی نجس شی د هغه په اختيار کی دی ووائی هغه شی پاک سويدی، يا يو مسلمان نجس شی پريمينځلی وی، که څه هم معلوم نه وی صحيح پريمينځلی دی که يه هغه شی پاک دی.

228- مسأله: څوک چی وکيل سويدی د انسان کالی پريمينځی او کالی هم د هغه په لاس وی که ووائی: ومی پريمينځل هغه کالی پاک دی.

229- مسأله: که انسان داسی حال لری چی د نجس شی په پريمينځل يقين نه پيدا کوی د نور خلک په ډول عمل وکړی او يقين د هغه د پاره ندی لازم.

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې