لومړۍ افت: غلط او ناسم مفهوم اخستل

د مهدويت افتونو نه يو افت دا دے چې د دې فرهنګ غلط تفسير او غلط مفهوم ترې اخستې شي له روايتونو نه غلط او نيمګړې مطلب اخستل د عامو خلقو په ذهنونو کې شک او شبهه اچوي چې د دې يو څو نمونې لاندې تاسو ته وړاندې کوو.
1 – د انتظار مفهوم نه علط مطلب اخستل سببب شوې دي چې ځينې خلق دا ګومان وکړي چې نړۍ، له فسادونو اصلاح کول دحضرت امام مهدي عليه السلام کار دے او اصلاح يې د دوي په غاړه ده. نو ځکه مونږ د تباهۍ او ناسمو پيښو په مخکې هيڅ ډول ذمه واري نه لرو بلکې ممکنه ده داسې وويل شي چې دحضرت امام مهدي عليه السلام د ظهور نزدې کيدو له پاره په معاشرې کې د بدو کارونو پراخوالي له پاره هڅه او کوښښ وکړو!!

دا غلط فکر، د قران مجيد او اهل بيت عليهم السلام د تعليماتو په خلاف دے. ځکه چې هغه امر باالمعروف او نهې عن المنکر د هر يو مسلمان يوه ضروري فريضه ګڼي.

د ايران د جمهوريت ستر مشر حضرت امام خميني رحمة الله عليه د دې نظريي د ردولو په هکله داسې فرمايي:

که زمونږه دا وس او طاقت وې چې له دنيا ټول ظلمونه او فسادونه ختم کړو. نو پکار وه چې مونږ دې له پاره ملا تړلي وې ځکه چې دغه زمونږ شرعې او ديني فريضه ده خو مونږ دا قدرت او طاقت نه لرو. او حقيقت هم همدغه دے چېحضرت امام مهدي عليه السلام به دغه دنيا له عدله ډکه وي دا نا چې مونږ له خپلې فريضې لاس واخلو او نه دا چې پس مونږ بالکل څه ذمه واري نه لرو.[1]

دوي همدا شان د دې په حقله بياناتو کې زياته کړې ده او فرمايي: ايا مونږ د قران مجيد د ايتونو د تعليماتو په خلاف له نهي عن المنکر لاس اوچت کړو او له امر با المعروف لاس اوچت کړو. او ګناهانې پراخه کړو تر دې چېحضرت امام مهدي عليه السلام راشي؟![2]

د يادونې وړ ده چې مونږ د (انتظار) په هکله د بحث په شورو کې د انتظار صحيح او سمې معنې په هکله خبرې کړي دي.

2. ځينې خلقو له ځينې حديثونو نه داسې مطلب او معنا اخستې ده چې د حضرت امام مهدي عليه السلام پاڅون نه مخکې هر يو پاڅون اوقيام مردود او غلط دے پس د ايران دا اسلامي انقلاب او قيام (چې د استکبار په خلاف او د الهې احکامو اجرا کولو له پاره  ؤ)، يې غلط او ناسم او مردود ګڼلې دے.

په ځواب کې بايد داسې ووايو چې د زياترو اسلامي احکامو اجرا لکه حدود، ديات قصاص او د اسلام دښمنانو سره جهاد او فساد سره هر اړخيزه مبارزه بي له اسلامي حکومت جوړولو ممکنه نه ده. پس هم له دې امله د اسلامي نظام راتلو له پاره هڅه او کوښښ کول يوښه او د قبلولو وړ کار ده.

او که کومو حديثونو کې له قيام نهې او منع شوې ده نو هغه پاڅون او قيام ترې مراد دے چې باطل او غير الهي قيامونه دي يا هغه قيام ترې مراد دے چې حالاتو او لازمي زمينو ته په پام سره نه وي. يا هغه قيامونه غلط او ناسمه دي چې د حضرت امام مهدي عليه السلام په نوم شورو شوي وي. دا نه چې هر هغه يو انقلاب او قيام چې د معاشرې  د اصلاح په لارې کې وي. ناسم او غلط يې وګڼو.[3]

د مهدويت فرهنګ نه يو بل غلط مفهوم او مطلب اخستې شي هغه دا چې حضرت امام مهدي عليه السلام يو سخت او وژونکي انسان دے. او خپله توره به زمونږ وينو سره رنګينه کړي

حال دا چې د ځينې خلقو د دې تصور (چې دا سوچ او فکر کوي چې حضرت امام مهدي عليه السلام به د عدالت تورې سره د وينې دريابونه جاري کړي او ډير خلق به په خپلې تورې سره وژني) په خلاف حضرت امام مهدي عليه السلام د خداې پاک د مهربانۍ او رحمت مظهر دے. د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په شان به ابتدا کې ټول خلق به خپل روښانه بيان و څرګند دليلونو سره اسلام او قران طرف ته رابلي او ډير خلق به د هغه بلنه ومني او خلق به ورسره په لښکر کې ګډون وکړي.

پس هم له دې امله حضرت امام مهدي عليه السلام به يواځي هغو مخالفانو سره، (چې په اګاهۍ سره له حقو مخ اړوي او بې له زوره بل طاقت نه پيژني) به د تورې ژبه استعمالوي.

 

[1] . صحيفه نور ټوک 20، مخ 196.

[2] . صحيفه نور ټوک 20، مخ 196.

[3] . د دې په حقله نور معلومات حاصلولو لپاره د ابراهيم اميني کتاب (داد ګستر جهان) مخ 254 نه تر 300 ته رجوع وکړئ.