له معاويه سره د امام على (ع) كتبى مناظره

معاويه بن ابوسفيان د امام على (عليه االسلام) د خلافت په دوركې د صفين جګړې له پيښيدو وروستو حضرت على(ع) ته يو ليک وليږۀ چې لاندې څلورو ټكيو ته يې اشاره كړې وه.

 1: د شام سيمه ماته پريږده، چې زه يې مشر اوسم.

2: د (صفين) د جګړې دوام  به د زياتي وينې بهيدنې او د عربو د تباهۍ سبب شى؛ نو بس دے نور جنګ مۀ كوه.

3: له جنګي پلوه دواړه لوري برابر دى، دواړه مسلمانان دى او هم په دواړو طرفو كې اسلامى شخصيتونه شته دے.

4: مونږ دواړه د عبد مناف (د پيغمبر درييم نيكۀ) له اولاده يو او په يو بل برترى او لوړوالے نلرو. نو له هم دې امله لازم دى، چې په تيرو پيښو پښيمانه شو او په راتلونكى كې ځانونه  سم كړو. [1]                                          

 امام على (ع) ورته په ځوابى ليك كى وليكل:

1. ستا دا خبره چې د شام سيمه درپريږدم؛ نو پوه شه له كوم څيز نه مې چې پرون منع كړے وې نن به يې هم درنۀ كړم (الهى حكومت د پرون او نن توپير نۀ لري، چې ورانكارانو ته وسپارل شي.

2.  بله دا چې جګړه به د عربود تباهۍ سبب شى؛ نو پوه شه، چې كه د حق پلوې ووژل شي نو ځاے يې جنت دے او كه د باطل پلوې مړۀ شي؛ نو ځاے يې دوزخ دے.

3. او تا دعوا كړې ده چې د جګړې له پلوه زه او ته سره مساوى يوو؛ نوخبره داسې نه ده؛ ځكه چې تۀ په شک كى هغې درجې ته نه يي رسيدلے لكه زه چې په يقين كى ورته رسيدلے يم او د شـام خلک د عراق له خلكو نه زيات اخرت ته حرص نۀ لري.           

4. او دا چې مونږ دواړه د "عبد مناف" اولاد يو، دا سمه ده؛ خو اميه (ستا نيكهْ) د عبدالمطلب (زما، نيكه) په شان نهْ دآ او ابوسفيان (ستاپلار) زما د پلار (ابوطالب) په څير ندآ او مهاجران هيڅ كله د هغواسيرانو په څير نه دى، چې د مگكى په فتح كى رسول اكرم (ص) ازاد كړل، صحيح النسبه انسانان د هغه چا په څيرنهْ دى چې يوازى پلار ته منسوب وى د حق لاروى د باطل له لارويو سره يو رنګ نه دى او مومن له مفسد سره برابر نه دى، او هغه كسان څومره بدان دى چې په هغو انسانانو پسى ځى چې دوزخيان دى.

او بله دا چې د نبوت د مقام وياړ له مونږ سره دے چې درانة مـو ذليل او سپك كړل او پريوتى مو راپورته او عزتمن كړل هغه وخت چې ډلو ډلو خلكو اسلام مانۀ او تر يو بل مخكې كيدل؛ نو تاسو تر ټولو وروستو يا د دنيا د لالچ له مخې او يا له ويرې اسلام ومانۀ (نو د اسلام په اړه هيڅ فضيلت نۀ لرې) نو له هم دې امله د ځان څارنه دې كوه، چې شيطان درباندې برلاسے او مسلط نه شي.[2]

[1] . (د ابن مزاهم له الصفين كتاب 468-471 مخونو ځنى اخستل شوى دى
[2] . (اخستل شوى له نهج البلاغه-177 ليك)