له مرګه وروسته جهان(۴

يوسل شپاړسم اصل

په اسلامی تعليماتو _ بلکې په ټولو آسمانی شريعتونو کښې _ د ګناهګارو لپاره د توبې لاره خلاصه ده. کله چې يو انسان په خپلو کړو پښيمان شي نو د هغه روح د هغه پام خدای ته اړوي، د هغه په درګاه کښې زاري وکړي او له زړه اراده کوي چې بيا به هغه ناروا کار نه کوي. او خدای هم په هغه شرطونو سره چې په کلامي کتابونو کښې راغلي دي د هغه توبه قبلوي قرآن پاک فرمايي: وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (نور/31) ای ايماندارو ټول خدای ته ستانه شئ (توبه اوباسئ) ښايي چې کامياب شئ کومو کسانو ته چې د توبې او د شفاعت د تربيتي اثراتو پته نشته هغوي دا خيال کوي چې ګناهګارو ته د دې دواړو ورونو خلاصيدل په يو ډول ګناه ته د هغوي تشويقول دي په داسې حال کښې چې هغوي له دې خبرې غافل دي چې ډير انسانان په څه نه څه ګناه ضرور ککړ دي او داسې انسانان ډير کم دي چې په عمر کښې ترې ګناه نه وي شوې. په دې جهان کښې داسې څوک دي چې ګناه ونه کړي؟ نو دې ته په پام سره که د توبې او شفاعت دروازه هغوي ته خلاصه نه وي نو کوم کسان چې دې ته تيار دي چې په باقي پاتې عمر کښې له ګناهونو ځان وساتی او په پاکه لار روان شی هغوي به ځان سره وايي: مونږ ته خو به هسې هم يوه ورځ د ګناهونو سزا راکول کيږي او دوزخ ته به ځو؛ نو په باقې پاتې عمر کښې هم ولې د خپل زړه او نفس خبره ونه منو او لا زيات له نامشروعه خوندونو خوند وانه خلو؟ دا ډول که د توبې دروازه بند شي نو د خدای له رحمته نا اميدي به د يو ښامار په شان خله خلاصه کړي او انسانان به ځان ته راکاږي.

 د توبې مثبت اثرات هاله روښانيږي چې کله پوه شو چې په اسلام کښې د توبې د قبليدو لپاره څه شرطونه شته چې د دين مشرانو او د اسلامي علمونو څيړونکيو د هغو شرطونو په هکله په تفصيل سره خبرې کړي دي. قرآن په روښانه توګه د توبې په هکله داسې فرمايي: كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ أَنَّهُ مَن عَمِلَ مِنكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (انعام/54) ستاسو خدای په ځان باندې رحمت فرض کړے دے که په تاسو کښې يو کس د جهالت له مخې يو بدکار وکړ او بيا يې توبه وکړه او ځان يې سم کړ نو خدای بخښونکے مهربان دے.

يوسل اولسم اصل

1. عقل او نقل دا ګواهی ورکوي چې هر يو انسان به د قيامت په ورځ د خپلو نيکو عملونو جزا مومي. قرآن پاک فرمايې: فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (زلزله/ 7) کوم کس چې د يوې ذرې هومره نيک کار وکړي نو هغه به ويني. او هم دا رنګ فرمايي: وَ أَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى. ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاء الْأَوْفَى (نجم/40-41) د هغه کوشش به خامخا وليدل شي او بيا به ورته په بشپړه توګه جزاء ورکړے شي. له تيرو آيتونو معلوميږي چې د انسان بدکارونه د هغه ښه کارونه له مينځه نه وړي خو په دې هم پوهيږو چې ځينې ګناهونه لکه شرک او کفر نور عملونه له مينځه وړی او حبط کوي يې او نيک عملونه يې تباه کيږي او په اخرت کښې به په هميشني عذاب اخته کيږي لکه څنګه چې فرمايي: وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُوْلَـئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (بقره /217) له تاسو څخه چې څوک له خپل دينه واوړي او په هماغه حالت کښې مړ شي نو په دنيا او آخرت کښې يې عمل تباه کيږي او دا رنګ کسان به د هميشه لپاره د دوزخ په اوور کښې سوځوي.

دې ته په پام سره يو ايماندار انسان به په بل جهان کښې خپل نيک او بد عملونه ويني خو که مرتد شي يا بل داسې عمل وکړي چې حبط عمل ورسره کيږي او په کتاب او سنت کښې بيان شوے وي نو بيا به خپل نيک عملونه هم نه ويني.

په اخر کښې دې خبرې ته هم پام ضروري دے چې که څه هم خدای له مومنانو سره وعده کړې ده چې د نيکو عملونو بدله به ورته ورکوي او د بدو سزا، خو د عقل له نظره دا دواړه په خپلو کښې څه فرق نه لري ځکه چې په وعدې عمل کول يوه عقلي خبره ده او عمل ورباندې نه کول يو بد کار دے. خو د "وعيد"(د بد کار په سزا ورکولو) کښې داسې نه ده ځکه چې سزا ورکول د سزا ورکونکي حق دے او هغه له خپله حقه تيريدے شي. له همدی سببه څه فرق نه کوي که ځينې نيک کارونه ځينې بد کار نه پټ کړي چې په اصطلاح کښې ورته "تکفير"ويل کيږي.[1] په قرآن کښې ځينې نيک عملونه د ځينې بدو عملونو "تکفير" او ختموونکې ګڼل شوي دي چې له هغو څخه يو له لويو ګناهونو ځان ساتل دي لکه چې فرمايي: إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلاً كَرِيمًا (نساء/31) که له لويو ګناهونو ځان وساتئ نو مونږ به درته واړه ګناهونه پټ کړو او ښه ځای ته به مو ننباسو.

ځينې عملونه لکه توبه، پټه صدقه ورکول، او نور داسې کارونه شته چې داسې اثر لري.

يوسل اتلسم اصل

په دوزخ کښې د هميشه لپاره پاتې کيدل د کافرانو لپاره خاص دي او د هغه چا لپاره چې د توحيد رڼا يې په زړه کښې وي له دوزخ څخه د وتلو لار بنده نه ده. لکه چې فرمايي: إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا (نساء/48) خدای پاک هيڅ کله شرک نه بخښې خو نور ګناهونه چې چا ته وغواړي بخښې يې او چا چې له خدای سره شريک جوړ کړ نو هغه يوه لويه ګناه کړې ده.

دا آيت په ډيره روښانه بيانوي چې له شرکه پرته نور ټول ګناهونه معاف کيدے شي نو بې شکه دا هغه ګناهونو ته اشاره کوي چې کوم کسان بې توبې مړه شي ګنې که توبه وکړي نو کيدے شي چې ټول ګناهونه تر دې چې شرک هم ورته وبخښل شي دې آيت ځکه د مشرک او نورو تر مينځ فرق بيان کړے دے چې کوم کسان بې توبې لاړ شي او مشرک وي نو هغه نه بخښل کيږي خو که مشرک نه وي نو د هغه په هکله اميد شته چې خدای يې وبخښې خو نه دا چې خامخا به يې بخښې بلکه "لمن يشاء" قيد ورسره دے يعنی چا ته چې وغواړي ګناهونه معافوي . د من يشاء قيد د خدای رحمت ته اشاره ده چې ګناهګاران د ويرې او اميد په مينځ کښې ساتي او هغوي ته وايي چې له مرګه مخکښې توبه وکړئ نو دغه وعده انسان د دو ګړنګونو تر مينځ چې نهيلي او تجري ده په نيغه لار تربيت کوي او وړاندې يې بيايي.

امام کاظم(ع) فرمايي: و لا يخلد الله فی النار الا اهل الکفر ولجحود و أهل الضلالة والشرك" خدای پاک به بې له مشرکانو او کافرانو نور څوک د هميشه لپاره په اوور کښې نه پريږدي اواخر به له خپلو نيکو اعمالو خوند اخلي لکه چې فرمايي: فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (زلزله/7) [2]   

مونږ دا عقيده لرو چې جنت او دوزخ اوس هم شته شيخ مفيد فرمايي: جنت او دوزخ اوس هم شته او روايتونه د هغې په شتون ګواه دي او په شريعت عمل کوونکي په دې خبره يوه خله دي د قرآن آيتونه هم د جنت او دوزخ په اوس شتون باندی يو ډول ګواهي ورکوي لکه چې فرمايي: وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى.عِندَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى. عِندَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى(نجم/13-15)

پيغمبر(ص) د وحی پرښته يو ځل بيا له "سدرة المنتهیٰ" سره نزدي وليده هغه چې ورسره جنت الماویٰ ده . په يو بل ځای کښې مومنانو او کافرانو ته د زيرې او بيدارۍ په مقام کښې فرمايي: چې جنت د مومنانو او دوزخ د کافرانو لپاره تيار شوے دے لکه د جنت په هکله فرمايي: أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ (آل عمران133) او دوزخ په هکله فرمايي: " وَ اتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ "(آل عمران/131).

که څه هم مونږ ته د جنت او دوزخ ځای دقيق روښانه نه دے خو له ځينۍ آيتونو لاس ته راځي چې جنت په پاسه برخې کښې دے لکه چې فرمايي: وَفِي السَّمَاء رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ (ذاريات/22)؟ 

سرچینې

[1] . کشف المراد،  413 مخ ،6 مقصد، 7 مسئله.

[2] . بحارالانوار،8ټوک،27باب،لومړۍ حديث.

کلیدي کلمې: