له مرګه وروسته جهان(۳

يوسل يوولسم اصل

د عالمانو په خبرو کښې، د قرآن په پيروۍ کښې يوه مسئله د "اشراط الساعة" په نوم بيان شوې ده چې د هغې مطلب د قيامت علامې او نخښانې دي.

د قيامت نخښانې په دوه ډوله ويشل کيږي:

الف: هغه نخښانی چې د قيامت له راتللو او نړۍ له ړنګيدو مخکښې به څرګنديږي چې دغه وخت به بنيادمان د ځمکې په مخ اوسيږی او د اشراط الساعة؛ ټکے ډير د همدې نخښانو او پيښو لپاره استعماليږي.

ب: هغه پيښې چې د ځمکې او د پيدايښت د نظام د خرابيدو سبب کيږي چې له هغې ډيرې نښانی په تکوير، انفطار، انشقاق او زلزله سورتونو کښې ذکر شوي دي.

 لومړۍ ډول نښانې دا دي:

1-  د آخرني پيغمبر(ص) راتلل (محمد/ 18)

2-  د ياجوج او ماجوج د بند ماتيدل (کهف/98-99)

3-  په پنډ لوګي سره د آسمان پټيدل (دخان/10-16)

4-  د حضرت عيسیٰ (ع) نازليدل (زخرف/57-61)

5-  له ځمکې د يو خوځيدونکي راوتل (نمل/82)

د دې نښانو تفصيل بايد د حديثونو او تفسيرونو په کتابونو کښې وکتل شي.

د دوم ډول نخښانو په هکله هم قرآن په تفصيل سره ذکر کړے دے لکه د نمر سپوږمۍ دريابونو، غرونو او ځمکې او آسمان ګډوډيدل او د دې اجمالي بيان دا دے چې دا موجوده نړۍ او دنيا به ورانه او ګډه وډه شي او يو بل نظام به جوړ شي چې د خدای د قدرت يوه بشپړه جلوه ده لکه چې فرمايي: يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُواْ للّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ (ابراهيم/48) هغه ورځ چې ځمکه او آسمانونه به بدل شي او خلک به د يوازيني او قدرتمن خدای په درګاه کښې حاضر شي.

يوسل دولسم اصل

قران کريم يوه پيښه د " نفخ صور" په نوم ياده کړې ده چې دوه ځله به پيښيږي.

الف: هغه نفخ صور د شپيلۍ وهل چې په ځمکه او آسمانونو کښې د ټولو سالرونکيو د مرګ سبب به کيږي. (بې له هغه چا چې خدای يې وغواړي).

ب_هغه د شپيلۍ وهل چې د ټولو مړو د ژوندي کيدو او د خدای په دربار کښې د حاضريدو سبب به کيږي.[1] لکه چې فرمايي:

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُونَ (زمر/68) شپيلۍ به وپوکل شي او د هغې په سبب هغه هر څه چې په ځمکه او آسمانونو کښې دي په مرګ بي هوشه شي بې له هغه چا چې خدای يې وغواړي يو ځل به بيا شپيلۍ وپوکل شي او ناڅاپه به مړي راپاڅي او (خپله جزاء او سزا به) ويني.

قران کريم د قيامت د ورځی د حشر او نشر په هکله په بيله توګه داسې فرمايي: يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنتَشِرٌ (قمر/7) مړی به د خپرو شويو ملخانو په شان له قبرونو بهر راوځي.

يوسل ديارلسم اصل

د مړو له ژوندی کيدو او قيامت ته له تللو او جنت او دوزخ ته له ننوتلو وړاندې به څو کارونه تر سره کيږي چې قرآن او حديثونو د هغې په هکله خبر ورکړے دے.

1. په يوې خاصې طريقې سره به د ټولو انسانانو د عملونو حساب کتاب کيږي چې يوه طريقه يې دا ده چې هر انسان ته به د هغه په لاس خپله عمل نامه يا کړن پاڼه ورکړل کيږي.

2.  له دې ورتير چې په عمل نامې کښې به د هغوي ټول واړه او غټ کارونه ليکلے شوي وي ځينې ګوايان به هم له دننه او بهره انسان په عملونو د قيامت په ورځ ګواهی ورکوي. بهرني ګواهان دا دي: خدای (آل عمران /98) د هر يو امت پيغمبر(نحل/89) زمونږ پيغمبر(ص) (نساء41) د اسلامی امت خوښ شوي کسان (بقره/143) د خدای پرښتې (ق/18) او ځمکه (زلزله/4-5).

داخلي ګواهان دا دي: د انسان غړي (نور/24، فصلت 20-21) او د خپلو عملونو مجسم کيدل (توبه/34-35)

3- د انسانانو د عملونو د حساب کتاب لپاره به له دې پرته د عدل تلې هم تياريږي او هر يو کس ته به هغه څه ورسي د کوم چې حق لري لکه چې فرمايي: وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ (انبياء/47) د قيامت په ورځ به د عدل تلې ولګوو نو په هيچا به هيڅ ظلم نه کيږي او که عمل د يو ذرې هومره هم وي نو هغه به په حساب کښې راولو او زمونږ حساب کافی دے.

4- له اسلامی روايتونو پوهيږو چې د قيامت په ورځ به يوه عامه لاره وي چې بايد ټول له هغې لارې تير شي دې لارې ته په روايتونو کښې صراط ويلي شوي دي چې تفسير کوونکيو د سورة مريم 71-72 آيتونه[2] په همدې طريقه تفسير کړي دي.

5- د جنتيانو او دوزخيانو تر مينځ يو ديوال دے چې قرآن هغې ته " حجاب"ويلي دي هم دا رنګ به د قيامت په ورځ لوړي مرتبې والا انسانان په يو اوچت ځای ناست وي او جنتيان او دوزخيان به هر يو کس له خپلو څيرو پيژندل کيږي لکه چې فرمايي: وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلاًّ بِسِيمَاهُمْ(اعراف/46) د هغې دوو ترمينځ يوه پرده ده او په اعراف(په لوړ ځاي) به داسې سړي وي چې هر يو کس به له څيرې پيژني دا د لوړې مرتبې انسانان زمونږ د روايتونو مطابق پيغمبران او د هغوي نائبان او خليفه ګان دي.

6- کله چې حساب کتاب ختم شي او د هر يو کس ځای معلوم شي نو خدای به يو بيرغ چې ورته "لواء الحمد" ويلے شي د پيغمبر(ص) په لاس کښې ورکړي او پيغمبر(ص) به له جنتيانو وړاندې د جنت په لور روان شي.[3]

7- په ډيرو روايتونو کښې د محشر په صحرا کښې د يو لوی حوض ذکر راغلے دے چې د کوثر ډنډ بللے شي؛ پيغمبر(ص) به د قيامت په ورځ له ټولو وړاندې د هغې غاړی ته رسي او د امت ژغوريدلې کسان به د پيغمبر(ص) او د اهلبيتو(ع) په لاس له هغې ډنډ او چينې اوبه څښي.

يوسل څوارلسم اصل

په اسلامی عقيدو کښې يوه منلي شوي عقيده د قيامت په ورځ د شفاعت کوونکيو د شفاعت ده چې د خدای په اذن به کيږي. شفاعت به د هغو کسانو کيږي چې نه دين او خدای سره يې خپلې اړيکې نه وي پرې کړې او د شفاعت وړ وي چې له ځينو ګناهونو سره سره د شافعانو (سفارش کوونکيو) د شفاعت په برکت د خدای په رحمت کښې شامل شي. د شفاعت عقيده له قرآن او روايتونو اخستلې شوې ده چې لاندې ورته اشاره کوو.

الف: شفاعت په قرآن کښې

د قران ايتونه، د قيامت په ورځ د شفاعت په اصل دلالت کوي، بيانوي او قرآن پخپله په شفاعت او د خدای له حکم او اجازې سره د هغه په تړښت ټينګار کوي. او فرمايي: وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى (انبياء/28)؛ شافعان به يوازې د هغو کسانو شفاعت کوي چې د خدای خوښ وي. په بل آيت کښې فرمايي: مَا مِن شَفِيعٍ إِلاَّ مِن بَعْدِ إِذْنِهِ (يونس/3) هيڅ څوک شفاعت نه شي کولے خو د هغه له اجازته او حکمه وروسته. دې اصل ته په پام سره شفاعت د خدای په خوښه د قرآن له نظره يو منلے شوے او قطعی حکم دے.

اوس بايد وګورو چې شفاعت کوونکي کسان څوک دي؟

له ځينو آيتونو داسې په لاس راځي چې پرښتې له شفاعت کوونکيو څخه دي څنګه چې فرمايي: وَكَم مِّن مَّلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِن بَعْدِ أَن يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَن يَشَاء وَيَرْضَى (نجم/26) او په آسمانونو کښې ډيرې داسې پرښتې دي چې د هغوی شفاعت د خدای له اجازته وروسته يوازې هغه چا ته رسيږي چې خدای وغواړي او راضي وي ترې. مفسران د عَسیٰ اَنْ يبعثک ربّکَ مقاما محموداً په تفسير کښې وايي: له مقام محموده مطلب د پيغمبر(ص) لپاره د شفاعت مقام دے.[4]

ب- شفاعت په روايتونو کښې .

له قرانه ورتير د پيغمبر(ص) شفاعت په ډيرو زياتو روايتونو کښې هم ذکر شوے دے چې ځينو ته ترې اشاره کوو؛

1- پيغمبر(ص) فرمايي:" انما شفاعتی لاهل الکبائر من امتي"[5] زما شفاعت زما د امت د هغه کسانو لپاره دے چې لوی ګنانونه يې کړي دي، پيغمبر(ص) کيدے شي ځکه شفاعت د لويو ګنانونو کوونکيو لپاره خاص کړے وي چې خدای په قرآن کښې څرګنده وعده کړې ده چې که تاسو له لويو ګناهونو ځان وساتئ نو زه به مو وبخښم (نساء/31) او بيا شفاعت ته څه ضرورت نه پاتې کيږي.

2-  هم دا رنګ فرمايي: "اُعطيتُ خمساً و اُعطيتُ الشفاعة، فاّدخرتها لامتی فهی لمن لا يشرك بالله"[6] له خدايه په ما پينځه پيرزوينې شوي دي او يوه پکښې ماته د شفاعت راکول دي چې هغه مې د خپل امت لپاره ساتلے دے زما شفاعت زما د امت د هغه کسانو لپاره دے چې له خدای سره يې شريک نه وی جوړ کړے.

د ډيرو معلوماتو لپاره چې د قيامت په ورځ به له پيغمبر(ص) پرته شفاعت کونکی څوک وي؟ (لکه امامان لوي کسان او شهيدان) او هغوي به د چا شفاعت کوي د دې لپاره بايد د عقايدو کلام او حديث کتابونو ته مراجعه وکړئ.

د دې په ترڅ کښې بايد پام وشي چې په شفاعت عقيده لرل په توبې باندې د عقيدې لرلو په شان بايد د دې سبب نه شي چې خلک زياتې ګناه ته مخه کړي بلکه بايد شفاعت د اميد يوه لاره وګڼل شي او د بخښنې په نيت بايد خپلی صحيح لارې ته دوام ورکړو . او د نهيلو خلکو په شان نه شو چې اوبه له ورخه تيرې وګڼو او سمې لارې ته د بيرته تللو فکر نه کړو. له تيرو خبرو دا هم څرګنديږي چې د شفاعت اثر د ځينو ګناهګارانو بخښل دي نه دا چې لکه معتزله وايي: چې ورسره د هغو کسانو چې شفاعت يې کيږي مقام لوړيږي. او ځينې نورې اسلامي فرقې هم دا خبره کوي چې صحيح نه ده.[7]

يوسل پينځلسم اصل

لکه څنګه چې مو وويل: "په اخرت کښې د خدای په اذن د شفاعت عقيده" هغه عقيده ده چې ټولې اسلامی فرقې يې منی او څوک پکښی د نيوکې حق نه لري، اوس بايد وګورو چې آيا په دې دنيا کښې له شافعانو لکه له پيغمبره(ص) شفاعت غوښتلے شو که نه؟ او په نورو ټکو به داسې ووايو چې دا ويل صحيح دي: اے د خدای رسوله د خدای په نزد زما شفاعت وکړه (يَا وجيهاً عندالله اشفع لنا عندالله)؟

په ځواب کښې بايد ووايو: د دې خبرې مشروعيت او شرعی جواز تر اتلسمې هجري پيړۍ پورې ټولو منله او د اتمې پيړۍ له نيمې وروسته ځينې کسان د دې عقيدے په خلاف پاڅيدل او دا عقيده يې جائز ونه ګڼله. په داسې حال کښې چې د قرآن آيتونه د پيغمبر(ص) معتبر حديثونه او د مسلمانانو سيرت د هغې په جائز والي ګواهي ورکوي، ځکه چې د شافعانو شفاعت هماغه د هغوي دعا ده چې د خلکو په حق کښې يې کوي او د يو مومن د بل مومن لپاره دعا کول بے شکه جائزه ده نو بيا د پيغمبر(ص) دعا خو هسې هم جائزه ده.

په هغه حديث کښې چې ابن عباس يې له پيغمبر(ص) نقل کوي دا روښانه شوې ده چې د بل لپاره د يوه مؤمن شفاعت د هغه په حق کښې دعا کول دي: کله چې يو مسلمان مړ شی او څلويښت مومن کسان د هغه جنازه وکړي نو خدای د مړی په حق کښې د هغوي شفاعت قبلوي"[8] او دا خو منلې شوې خبره ده چې د څلويښتو کسانو د جنازې لمونځ هماغه د مړي په حق کښې د هغوي دعا کول دي.

که د تاريخ پاڼې ولټوو نو ګورو چې د پيغمبر(ص) اصحابو به د هغه په ژوند کښې له هغه شفاعت غوښته. ترمذي له انس بن مالکه نقلوي چې فرمايي له پيغمبر(ص) مې وغوښتل چې د قيامت په ورځ زما شفاعت وکړي. پيغمبر(ص) وفرمايل: همداسې به وکړم. هغه ته مې وويل: تا به چرته لټوم؟ ويې فرمايل: د صراط په غاړه.[9]

دې ته په پام سره چې د شفاعت غوښتل بې له دې بل څه نه دي چې له شفاعت کوونکي دعا وغوښتل شي نو د هغې ځينې بيلګې په قرآن کښې د تيرو پيغمبرانو په زمانه کښې هم موندلے شو:

1- د يعقوب زامنو له دې وروسته چې مظلمه يې څرګنده شوه له خپل پلاره يې وغوښتل چې له خدايه ورپاره بخښنه وغواړي حضرت يعقوب هم د هغوي خبره ومنله او په خپلې وعدې يې په خپل وخت عمل وکړ.[10]

2- قران فرمايی: که له اسلامی امته ځينې کسانو په ځانونو ظلم وکړ او بيا پيغمبر(ص) ته راغلل چې هغه حضرت د هغوي لپاره له خدايه بخښنه وغواړي بيا په خپله بخښنه وغواړی او پيغمبر(ص) هم د هغوي لپاره له خدايه بخښنه وغواړي، نو خدای د هغوي توبه قبلوی او د خپل رحمت لاندې يې راولي.[11]

3- هم دا رنګ قرآن د منافقينو په هکله فرمايي: کله چې هغوي ته وويل شي چې راشئ او له پيغمبر(ص) وغواړئ چې ستاسو لپاره بخښنه وغواړی، نو هغوی مخ اړوي او کبر کوي.[12] څرګنده ده چې که د پيغمبر(ص) له شفاعته مخ اړول د مشرک او نفاق نخښه وي نو د شفاعت غوښتل به د ايمان او د خدای په درګاه کښې د تسليميدو نخښه وي.

4- دې ته دې هم پام وشي چې دلته زمونږ بحث د شفاعت مشروعيت او جائز ثابتول دي نو په دغو آيتونو کښې د شفاعت کوونکي ژوندی نه پاتې کيدل زمونږ مقصد ته تاوان نه رسوي که څه هم دا فرض شي چې دا آيت يوازې د ژونديو په هکله راغلے وي نه د مړيو په هکله بيا هم زمونږ مقصد ته څه ضرر نه رسوي ځکه کله چې له ژونديو مرسته غوښتل شرک نه وي نو له مړيو شفاعت غوښتل به هم شرک نه وي. ځکه چې د شفاعت کوونکي ژوند او مرګ د توحيد او شرک ملاک او معيار نه دے بلکې هغه يوازينې څيز چې د شفاعت لپاره ضروري دے هغه د پاکو روحونو د اوريدو طاقت دے چې د توسل په بحث کښې به په دې هکله په تفصيل سره خبرې وکړو او دغه ارتباط او نتيجه به يې څرګنده کړو.

دلته بايد پاملرنه وشي چې له پيعمبرانو او اولياؤ د مؤمنانو او مؤحدانو مرسته غوښتل له بتانو د کافرانو له مرسته غوښتلو سره ډير فرق لري، ځکه چې موحدان په دوو اساسي خبرو په ايمان لرلو سره له الهي وليانو مرسته غواړي:

1- اول دا چې هغوي دا عقيده لري چې د شفاعت مقام يو داسې مقام دے چې له خدای سره خاص دے او د هغه په اختيار کښې دے لکه څنګه چې فرمايي: قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا (زمر/44)" ووايه: شفاعت ټول د خدای په لاس کښې دے" او يا: " مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ " څوک دي چې بي د هغه له اذنه د شفاعت حق لري؟ او د هغه شفاعت قبول شي؟

2- کوم شفاعت کوونکي چې موحدان د هغوي په وړاندې سوال او غوښتنه کوي د خدای مخلص بندګان دي چې د خدای دربار ته دومره نزدې دي چې دعا يې قبليږي.

لاندينيو دو شرطونو ته په پام سره په شفاعت کښې د بعثت د وخت له مشرکانو سره د مؤحدانو اساسي فرق روښانه کيږي:

اول: مشرکانو د هغوي د شفاعت کولو لپاره هيڅ قيد نه لګولو او داسې وه لکه چې خدای د شفاعت حق دغې ړندو کڼو بتانو ته ورکړے وي. په داسې حال کښې چې موحدان د شفاعت حق يوازې د خدای په اختيار کښې ګڼي او د شفاعت قبليدل د خدای په حکم او اجازت پورې تړلے ګڼي.

دويم: د جاهليت د وخت مشرکانو به هغه معبودان چې په خپله يې جوړ کړی وو خپل مالکان او خدايان ګڼل او دا خيال به يې کاوه چې دغه بې روحه څيزونه د هغوي رب او خدايان دي او د نړۍ په چلولو کښې يې لاس دے، په داسې حال کښې چې موحدانو پيغمبر(ص) او امامان د خدای پاک خالص بندګان ګڼل او تل به يې دا خبره يادوله چې "عبده و رسوله"و عباد الله الصالحين" نو په دې دواړو کښې د آسمان او ځمکې فرق دے.

دې ته په پام سره په هغو آيتونو باندې استدلال کول چې د مشرکانو په هکله راغلی دي چې هغوي د بتانو له شفاعت غوښتلو منعې کوي. د خدای د وليانو د شفاعت په باب د دليل په توګه د دغو ايتونو راوړل يوه غلطه او بې بنياده خبره ده او يوازې مغالطه ده.

سرچینې

[1] . دې ته په پام سره دا آيت، إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ (يس/53) د هماغه واقعيت ښوونکے دے چې په 51 آيت کښې راغلےدے، بيانوي چې فرمايی؛ و نفخ فی ...او د آيت معنی دا ده چې دويم ځل د شپيلۍ وهل به يوازې يوغږ وي او له دې وروسته به ناڅاپه ټول ماته حاضر وی.

[2] . وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا (مريم/ 71-72) او له تاسو يو کس هم داسې نشته مګر دا چې هغه (دوزخ) ته به ننوځي دا (خبره) د خدای قطعی حکم دے بيا به پرهيزګارانو ته نجات ورکوو او ظالمان به چې په ګونډو په دوزخ کښې غورځيدلي دي پريږدو.

[3] . بحار الانوار، 8 ټوک، 18 باب، 1-  12 حديثونه، مسند احمد 1/ 281295 او 3/ 144.

[4] . الميزان،13/ 191-192؛ مجمع البيان،10/ 376.

[5] . شيخ صدوق، من لا يحضره الفقيه،3/ 376.

[6] . خصال، شيخ صدوق، پينځګونې بابونه، د صحيح بخاری حديث،1/ 42، مسند احمد، 1/ 301.

[7] . اوائل المقالات، شيخ مفيد، 54مخ، او نور کلامی کتابونه.

[8] . ما من رجل مسلم يموت فيقوم علی جنازته اربعون رجلاً لا يشرکون بالله شيأ، الا شفعهم الله فيه) صحيح مسلم،3/ 54)

[9] . مسألت النبی أن يشفع لی يوم القيامة فقال أنا فاعل ،قلت فأينأطلبک؟ فقال علی الصراط (سنن ترمذی، 4/42، د صراط په شان کښې د راغلي روايتونو په باب کښې.

[10] . يوسف/ 97: قَالُواْ يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّيَ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ.

[11] . نساء/64. وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا.

[12] . منافقين/5: وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُؤُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ.

کلیدي کلمې: