له مرګه وروسته جهان(۲

يوسل شپږم اصل

د قرآن آيتونه او اسلامی حديثونه په دې خبره ګواه دي چې د انسانانو بيا ژوندي کول او معاد هم بدنی دے او هم روحی. د بدنی پاڅون مطلب دا دے چې بدن به په يو بل سرای کښې محشور شي او روح به ورته دوباره ورکړے شي او هغه جزاء او سزا خوند او درد چې د انسان له بدن او احساساتو سره تعلق لري او د بدن د حس او احساس نه بغير د هغې کيدل ممکن نه دي هغه به ترسره کيږي.

او د روحانی معاد يا ژوند مطلب دا دے چې له حسی خوند او درد پرته ځينې داسې سزاګانی او خوندونه دي چې له روح سره اړه لري او د نيکانو او بدکارو لپاره يو لړ سزاګانې او انعامونه هم په نظر کښې نيول شوي دي چې روح د هغو خوند او درد په اخستلو کښې بدن ته محتاجه نه دے. لکه د خدای رضوان ته رسيدل، لکه قرآن چې د حسیّ جزاګانو له شميرلو وروسته فرمايی: وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (توبه/72) يا سخت غم او حسرت لکه چې فرمايی: وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الْأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ (مريم/39) ظالمان د حسرت (ارمان) له ورځې وويروه، کله چې د هغوي عذاب يقينی شي په داسې حال کښې چې هغوي په دې دنيا کښې په غفلت کښې وو او ايمان يې نه راوړۀ. او د دې غوندې نور.....

يوسل اووم اصل

مرګ د ژوند ختميدل نه دي بلکې له يوه سرای يا جهانه بلې سرای ته تلل دي، هميشنۍ سرای هماغه قيامت او باقی پاتې کيدونکےجهان دے ضمنا د دنيا او قيامت تر مينځ يوه بله سرای هم شته چې نوم يې برزخ دے او انسان د مرګ نه پس څه وخت په هغې کښې تيروي. د برزخی ژوند حقيقت، مونږ ته روښانه نه دے او مونږ له هغی هم دومره خبر يو څومره چې په قرآن او روايتونو کښې د هغې په هکله ذکر شوے دے په دې هکله د قرآن ځينو آيتونو ته پام کوو.

الف_ کله چې د يو مشرک مرګ را نزدې شي نو وايي خدايه! ما واپس کړه چې کوم عملونه مې پريښې دي هغه وکړم. نو ورته وبه ويل شي؛ هيڅ کله نه! دا خبرې، يوازې د خلے خبرې دي بيا فرمايي: وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ (مومنون/ 100) يعنی د هغوي د دنيا د ژوند تر مينځ برزخ دے د قيامت تر ورځې پورې. دا آيت فرمايي چې انسان له مرګه وروسته هم يو وجود او حقيقت لري خو يو داسې څيز يې تر مينځ دے چې هغه له واپس راتلو منعې کوي.

ب- د شهيدانو په هکله فرمايي: وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ (بقره /154) کوم کسان چې د خدای په لار کښې وژل کيږی هغو ته مړۀ مه وايئ بلکې هغوي ژوندي دي خو تاسو پرې نه پوهيږئ.

په بل آيت کښې د خدای په لار کښې د شهيد شويو کسانو لپاره د ژوند نښانې او آثار بيانوي. فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُواْ بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلاَّ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (آ ل عمران / 170) هغوي په هغه څه چې خدای ورته له خپل فضله ورکړي دي خوشحال دي او هغو کسانو ته چې په هغوي پسې دي خو لا ورسره يو ځای شوي نه دي، زيرے ورکوي چې هغوي ته څه ويره نشته او خپه کيږي به نه (مطلب يې دا دے چې د آخرت له عذابه څه ويره نه لري او د دنيا په عملونو خپه نه دي.)

ج - د ګناهکارانو په هکله په آل عمران سورت کښې فرمايي: چې د قيامت د ورځې له رسيدو نه وړاندې هغوي هر سهار او ماښام اوور ته اچول کيږي، او د قيامت په ورځ به هم په ډير لوي عذاب اخته کيږي لکه چې فرمايي: النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ (غافر/ 46)

يوسل اتم اصل

د برزخی ژوند لومړۍ مرحله په مرګ سره شورو کيږي کله چې انسان خاورو ته وسپارل شي، د ډيرو حديثونو له مخې، د خدای پرښتې له هغه د توحيد، نبوت او يو لړ عقيدو او حکمونو په هکله پوښتنه کوي. نو دا روښانه خبره ده چې د يو مسلمان ځوابونه به د کافر له ځوابونو سره فرق لري نو په نتيجه کښې به د مومنانو لپاره قبر او برزخ د رحمت ځای وي او د کافرانو او منافقانو لپاره به د خدای د عذاب ځای وي. په قبر کښې د پرښتو پوښتنه د مومنانو او کا فرانو لپاره رحمت او عذاب زمونږ په دين کښې له منلو شويو عقيدو څخه دي. او په حقيقت کښې قبر د برزخ د ژوند پيل دے چې تر قيامته به دوام لري.

اماميه و عالمانو په خپلو عقيدتی کتابونو کښې دې خبرو ته چې بيان مو کړې اشاره کړې ده شيخ صدوق په خپل د اعتقاداتو په کتاب کښې فرمايي: "په قبر کښې د پوښتنې کولو په هکله زمونږ عقيده دا ده چې دا حق دي؛ او هر څوک چې دغو پوښتنو ته صحيح ځواب ورکړی نو د خدای رحمت به هغه ته شامليږي او څوک چې ورته صحيح ځواب ور نه کړي نو د خدای په عذاب به اخته کيږي".[1]

شيخ مفيد په تصحيح الاعتقاد کتاب کښې ليکي: له پيغمبر(ص) نه صحيح روايتونه نقل شوي دي چې له هغو پوهيږو چې د قبرونو له خاوندانو به د هغوي د دين په هکله پوښتنه کيږي او په ځينو روايتونو کښې راغلي دي هغه دوه پرښتې چې هغوي ته د پوښتنې کولو حکم شوے دے ناکر او نکير نومونه لري. بيا زياتوي: " په قبر کښې پوښتنه کول د دې دليل دے چې مړي به په قبر کښې ژوندي کيږي، بيا به د هغوي ژوند تر قيامته ادامه لري."[2]

خواجه نصير الدين طوسی هم په تجريد الاعتقاد کتاب کښې راوړي دي: د قبر عذاب به واقع شي ځکه چې عقل وايي ممکن کار دے او د دې په هکله متواتر روايتونه هم راغلي دي.[3]

د ټولو مذهبونو د عقايدو کتابونو ته په مراجعه کولو سره روښانيږي چې په دې عقيدې د ټولو اتفاق دے او هغه يوازينے کس چې د قبر له عذابه منکر دے هغه ضرار بن عمرو دے.[4]

يوسل نهم اصل

له تيرو بياناتو روښانه شوه چې د معاد (قيامت) حقيقت دا دے چې روح له بدنه له جدا کيدو وروسته بيا د- خدای په خوښه- هماغه بدن ته چې ورسره يې ژوند کړے وی ستنيږي د دې لپاره چې د دنيا د عملونو بدله په بل جهان کښې ومومي.

ځينې، کسان لکه د هندو مذهب منونکي له داسې معاده انکار کوي چې کوم په آسمانی دينونو کښې ذکر شوےدے خو د عملونو د سزا او جزاء مسئله قبلوي. او هغه د تناسخ په شکل کښې بيانوي. هغوي دا دعوا کوي چې روح د مور په خيټه کښې ماشوم ته ننوځي او ځينی مرحلې تيروي او بيا دوباره دې دنيا ته راځي او د ماشومتوب، ځوانۍ او بوډا والي مرحلې تيروي. خو فرق دا دے چې کوم کسان په دې دنيا کښې پاک او نيک خلک وي نو هغوي به بيا په بل ژوند کښې ښه خوږ ژوند لري او که بدکاري وي نو بيا به لا بد ژوند لري. د تناسخ عقيدې هم په تاريخ کښې لارويان لرل، او دا د هندوانو د دين يو اصل ګڼل کيږي.

بايد پام وکړو که د انسانانو روحونه د هميشه لپاره د تناسخ په لار لاړ شي نو بيا به د معاد او قيامت د راتللو لپاره څه نه شی پاتے. په داسې حال کښې چې په عقلی او نقلي دليلونو سره ثابته ده چې په قيامت عقيده لرل ضروري دي، او په حقيقت کښې بايد ووايو چې د تناسخ منونکيو له دې امله چې معاد يې په صحيح طريقه نه شو پيژندلے نو تناسخ يې د هغې په ځای کيښوده د اسلام له نظره په تناسخ عقيده لرل کفر دے او زمونږ د عقايدو په کتابونو کښې د دغه عقيدې د باطل والي او له اسلامي عقايدو سره د هغه د ناسموالي لپاره ډير دليلونه بيان شوي دي، چې مونږ يې دلته په لنډه توګه بيانوو:

1-   د انسان نفس او روح د مرګ په وخت يو کمال ته رسي. پر دې اساس که روح د يو نوي انسان په شکل بيا دنيا ته راشي نو دا سبب کيږي چې د انسان روح له کماله بيا راوغورځيږي او له فعليته بالقوې(راتلونکي) ته راشي چې دا له هغه سنت او قانون سره مخالف دے کوم چې په جهان کښې جاري دے (يعنې ټول موجودات بايد د کمال په لور لاړ شی او د بالقوې نه فعلیت ته ورسي،)[5]

2-  که چرې مونږ دا ومنله چې نفس له بدنه له جدايۍ وروسته يو بل ژوندي بدن ته بدليږي نو دا په يو بدن کښې د دوو نفسونو جمع کيدل دي او د يو شخصيت دوه ځايه کيدل دي او داسې څيز د انسانی عقل په خلاف دے ځکه چې انسان يو شخصيت لري.[6]

3- په تناسخ باندی عقيده له دې پرته چې د هستۍ په نظام باندې له جاری سنت او قانون سره ټکر لري، د ظالمانو لپاره هم يوه بهانه جوړيدے شي ځکه چې هغوي به وايي چې مونږ تير ژوند ښه تير کړے ؤ نو اوس هم ښه يو او تاسو رانه لاندې يئ او مظلومانو ته به وايي چې تاسو بد ژوند تير کړے ؤ نو اوس په دې جهنم کښې هم په بدبختۍ اخته يئ او په دې طريقې به خپل بد عملونه ښه څرګندوي او بهانه به ورته راوړی.

4-  قران د انسانانو لپاره د قيامت تر ورځې پورې يوازې دوه ډوله مرګ او دوه ډوله ژوند ليکلے دے لکه چې فرمايي: كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَكُنتُمْ أَمْوَاتاً فَأَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (بقره / 28)" څنګه له خدايه انکار کوئ په داسې حال کښې چې تاسو مړی وئ او هغه تاسو ژوندي کړئ بيا به تاسو مړه کړي او يو ځل بيا به تاسو ژوندي کوي بيا به هغه ته جار وهل کيږي."       

دا آيت د تناسخ په باطلوالي دلالت کوي ځکه چې کوم کسان د تناسخ عقيده لري هغوي وايي چې انسان له مرګه وروسته بيا هم دې ژوند ته راګرځي او کيدے شي دا خبره څو څو ځله تکرار شي په داسې حال کښې چې د دې آيت په حکم سره له مرګه وروسته د يو ځل نه زيات ژوند نشته او دا هماغه په قيامت کښې بيا ژوندي کيدل دي نه بيا په دې دنيا کښې. لنډه دا چې په دې آيت کښې دوه مرګه او دوه ژوندونه د خلکو لپاره بيان شوي دي.

1-       مرګ: د بې روحه څيزونو په شان د انسان مرګ .

2-       ژوند: کله چې د نطفې په شکل کښې راشي او له څو مرحلو وروسته بيا دنيا ته راشي.

3-       عام مرګ.

4-       بيا په قيامت کښې ژوندي کيدل.

په داسې حال کښې چې په تناسخ کښې کيدے شی يو انسان په لسګونو ځله په دې طريقه مړ شي او د بل انسان په شکل کښې راشي.

يوسل لسم اصل

د تناسخ د بحث په پای کښې ضروری ګڼو چې د دوو پوښتنو ځواب ورکړو؛

لومړۍ پوښتنه: قرآن روښانه ويلې دي چې په تيرو امتونو کښې ځينې کسان مسخ شوې دي يعنی ځينې پکښې د خنزير او ځينې د شادوګانو په شکل شوي دي. فرمايي: وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ (مائده/60)[7] که تناسخ باطل وي نو مسخ څنګه کيدے شي.

ځواب: مسخ له تناسخ سره ډير فرق لري ځکه چې په تناسخ کښې روح له بدنه له وتلو وروسته يو بل ماشوم يا بل بدن ته ځي خو په مسخ کښې روح له بدنه نه جدا کيږي بلکې يوازې د بدن شکل بدليږي د دې لپاره چې ظالم کس ځان د شادو او خنزير په شکل ويني او په دې خپه شي.

او په بل بيان سره به دا ووايو چې د ظالم کس انسانی روح له خپل مقامه ښکته نه راځي ځکه که داسې وه نو مسخ شويو انسانانو به خپل غم نه شو محسوسولے په داسې حال کښې چې قرآن نسخ ته نکال ويلي دي يعنی د هغو ګناهګارانو سزا.[8] په دې هکله تفتازانی وايي: د تناسخ حقيقت دا دے چې د انسانانو روحونه له بدنه له جدا کيدو وروسته په هم دې دنيا کښې نورو بدنونو ته د تدبير او تصرف په غرض ننوځي نه دا چې د بدن شکل يې بدل شي (خو په مسخ کښې شکل بدليږي).[9]

علامه طباطبائی فرمايي: مسخ شوي بنيادمان هغه دي چې انسانی روح پکښې دے خو شکلونه يې بدل شوي دي نه دا چې انسانی روح يې هم مسخ شوے وي او د شادو روح يا بل ځناور روح ترې جوړ شوے وي.[10]

دويمه پوښتنه: ځينو کسانو دا ويلي دي چې رجعت له تناسخه راوتے دے[11] آيا په رجعت د عقيدې لرلو لازمه هماغه تناسخ نه دے؟

ځواب: لکه څنګه چې به يې په خپل ځای ووايو، د ډير شيعه عالمانو د عقيدې مطابق رجعت دا دے چې ځينې مسلمانان او کافران به په اخره زمانه کښې بيا دې دنيا ته راشي او د هغوي راتلل د مړو د ژوندي کيدو غوندې دي لکه څنګه چې به عيسی مړي ژوندي کول.[12] يا د عُزير (ع) په شان دي چې سل کاله پس ژوندے شو.[13] دې ته پام سره د رجعت عقيده د تناسخ له مسئلې سره څه اړه نه لري او مونږ به د رجعت په بحث کښې د دې په هکله په تفصيل سره خبرې

سرچینې

[1] . ] الاعتقادات، صدوق، 17 باب، 37 مخ.

[2] . تصحيح الاعتقاد، مفيد، 45-  46 مخونه.

[3] . کشف المراد، 6 مقصد، 14 مسئله.

[4] . د احمدبن حنبل، السنة کتاب، د ابو الحسن اشعری الابانه او د عبدالجبار معتزلي اصول خمسة کتاب ته دې رجوع وشي.

[5] . بايد دې خبرې ته پام وکړو چې د انسان روح به په قيامت کښې د هغه کامل او ټول بدن ته واپس راګرځي نو په دې فرض سره چې روح يو جنين ته واپس راځي، ډير فرق لري.

[6] . د علامه حلی کشف المراد کتاب، دويم مقصد، څلورم څپرکې، اتمه مسئله، او د صدر المتألهين کتاب اسفار، 9/10.

[7] . هم دا رنګ د سورة اعراف 166 آيت ته رجوع کولے شئ.

[8] . فجعلها...(بقره/66) نو دا پيښه مو د موجودو او خلاف کارو لپاره سزا او د متقيانو لپاره عبرت او پند وګرځوله.

[9] . د تفتازانی کتاب، شرح مقاصد3/ 337 مخ.

[10] . الميزان، طباطبائی، 1/209.

[11] . فخرالاسلام، احـمد امين مصری، 377مخ.

[12] . العمران/94.

[13] . بقره/259.

کلیدي کلمې: