له خپله د حقه د امام عليه السلام د دفاع او مناظرې يوه نمونه

د درييم خليفه په زمانه كى له دوو سوو نه زيات مهاجر او انصار په نبوى جومات كى راټول شوى وو او په خپلو كې  يې بحثونه كول يوې ډلى د علم او تقوى په باب خبرې كولې او د قريشو د برترۍ، ځلانده تير دور د هجرت او هغو احاديثو په باب خبرې كـولې چې رسول اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د هغوى په باب فرمايلى وو:

الائمة من قريش (امامان له قريشو څخه دى) او يا الناس تبع لِقُريش، و قريش ائمة العرب"" خلك د قريشو پيروان دى او قريش د عربو مشران دى."

په دى ډول هرې ډلې د خپلى كورنۍ ځانګړتياوې او وياړنې بيانولې په دوي كې له مهاجرينو امـام عـلى عليه السلام ، سعـد وقاص عبدالرحمن بن عوف، طـلحه، زبير ، مقداد رضی الله تعالی عنه ، هاشم بن عتبه، عبـدالله بن عمر، امام حسن عليه السلام، امام حسين عليه السلام ، ابن عباس رضی الله تعالی عنه ، محمد بن ابوبكر رضی الله تعالی عنه او عبدالله بن جعفررضی الله تعالی عنه او له انصارو نه ابى بن كعب، زيد بن ثابت، ابوايوب انصارى رضی الله تعالی عنه قيس بن سعدرضی الله تعالی عنه، جابر بن عبدالله انصارى رضی الله تعالی عنه او انس بن مالك رضی الله تعالی عنهګډون درلود.

بحثونه له سهار نه تر مازيګر روان وو درييم خليفه په كـوركـې ؤ، حضرت على عليه السلام او ملګري يې پټه خوله ناست وو دا وخـت برخوالو امام على عليه السلام ته مخـه كړه، چې ولى تاسوخبرى نۀ كوئ؟

نو حضرت على عليه السلام وفرمايل:"تاسو مهاجر او انصارو (د رهبرۍ او مشرتابه لپاره) د خپلې خپلې ډلى  شـان، مقـام او ځانګړنې بيان كړې، خو زه له تاسو نه تپوس كوم، چې خداے پاک په څـه وجه تاسو ته دا وياړ په برخه كړ؟

مهاجرو او انصارو وويل: د حضرت محمد مصطفى صلی الله عليه و آله وسلم او د هغه كورنۍ له وجې!

امام على عليه السلام : ريښتيا مو وويل: ايا نۀ پوهيږئ چې ستاسو د دنيا او اخرت د نيكمرغۍ تر لاسه كول يوازې زمونږ د نبوى كورنۍ په خاطر وو؟  او زما د ترۀ زوے حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل:              

"زهْ او زما اهلبيت عليه السلام د ادم عليه السلام له خلقته څوارلس زره كاله مخكى د خداے پاک په درګاه كى يو نور وو، بيا خداے پاک دغه نور د سپيڅليو ځوځات په تومنو كې يو په بل پسى ليږۀ، چـې دې  نور ته څه ككړتيا نده رسيدلې." بيا امام على عليه السلام خپل يو لړ فضائل بيان كړل او حاضرينو ته يې قسم وركړ، چې ايا همداسې نده ؟ حاضرينو اعتراف وكړ، چې هو رسول اكرم صلی الله عليه و آله وسلم ستا (د على عليه السلام)  په شان كى دا  فضائل ويلي دي چې د يو په هكله حضرت على عليه السلام داسى پوښتنه وكره:

" تاسو ته په خداے قسم دركوم، چې په تاسوكى هر چا زما د خلافت په باره كى د رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم وينا اوريدلې وى نوپاڅئ اوګواهى وركړئ"

دغه وخت سلمان فارسى رضی الله تعالی عنه ، ابوذر غفارى رضی الله تعالی عنه ، مقداد رضی الله تعالی عنه ، عمار ياسر رضی الله تعالی عنه، زيد بن ارقم رضی الله تعالی عنه او براء بن عازب رضی الله تعالی عنه پاڅيدل او وې ويل:" مونږ ګواهى وركوو چې د پيغمبراكرم  صلی الله عليه و آله وسلم وينا مو په ياد ده، رسول اكرم صلی الله عليه و آله وسلم په منبر ناست ؤ او ته يې په څنګ كى وې او وي فرمايل :"خداے پاک  ماته حكم راكړ چې له ځانه وروستو تاسو ته امام ، خپل ځاے ناستے، د خپلو چارو وصى او ژمن (چې خداے پاک په مؤمنانو د هغه اطاعت واجب كـړے دے ) وټاكم… اے خلـكو! له مـا وروستو ستاسو امـام، مولا او لارښود زما ورور على عليه السلام دے، وَ هُو فِيكُم بِمَنزِلِى فِيكُم َفَقلِده دِينَكُم و َاطِيعُوه فِى جَمِيع ُامُورِكُم.

او په تاسو كې د هغۀ مقام داسې دے لكه زه چـې په تاسو كې يم په دين كى به هغه پسى لاړ شـئ او د ژوند په ټولو اړخونو كې د هغه اطاعت كوئ"[1]                                                                        

په دا ډول امام على عليه السلام په غونډه كى د خپل امامت دليلونه بيان كړل او خپله غاړه يې خلاصه كړه.

[1] . (وګورئ: الغدير 1/163-166) او فرائد السمطين، 78 باب، ورومبى سمط)