له حقه مخ اړوونکي سره له معاشرته نهي

د قران مجيد ايتونه په دې لړ کښې ډېرې مهمې لارښوونې لري که چرې خلک هغه لارښوونو ته پام وکړي نو د دنيا او اخرت نيکمرغۍ ته به ورسي.

وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الاْنسَانِ أَعْرَضَ وَ نَأى بِجَانِبِهِ. (سوره الاسرا، ایت 83)

او کله چې مونږ انسان ته نعمتونه ورکړو نو له مونږ مخ اړوي او په غرور سره ځان له مونږ ليرې کوي.

داسې کسان ډېر دي چې د هغوي مال او دولت او ارام او عيش هغوي د خدای له ياده او د هغه په حکمونو له عمل کولو غافلوي او هغوي دا فکر کوي چې د هر مشکل حل لاره او د هر څه چابي يوازې مال او دولت دے، هغوي خپل مال او دولت د هغه څه اصل او اساس ګڼي او دا ګومان کوي چې بايد په هر څه باندې او په هر چا باندې حاکم وي، او ټول دې بايد د هغوي غوښتې پوره کړي او په هر څنګه حال کښې د هغوي درناوې وکړي، د هغوي مازغه د غرور له ډک شوي او دومره په کبر او جهنمي حالت کښې اخته شي چې لکه د جهنم اوور د هغوي په وجود کښې بليږي او په داسې اخلاقو، کردار او عملونو اخته کيږي چې بې له دې چې دا عملونه يې له خدای ليرې کړي او د خدای د نافرمانۍ په لور يې وهڅوي د هغوي لپاره نور څه ګټه نه لري.

د دين له عالمانو ډډه کوي او له جمات، محرابه او وعظ او نصيحته تښتي او دين او ديندارۍ ته هډو پام نه کوي د خدای له لارې علاوه په نورو لارو او په غلط نظام اخته کيږي او بې اصل او بې اساسه خوشحالو او حيواني خوندونو ته مخه کوي او الهي حقيقتونو ته غوږ نه نيسي او څوک چې هغوي سره تر څنګ شي، نو غواړي چې هغوي هم ځان سره بې بند او باره، سرکښ او له حقه باغي کړي.

او هغوي په هر ښار کښې او په ټولو ټولنو کښې او په هر کلي کوڅې کښې پيژندلي شوي دي، قران مجيد ټولو خلکو ته دا پند ورکوي چې داسې کسانو سره دوستي مه کوئ او د هغوي له معاشرته او دوستۍ ځان وساتئ.

 وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِى آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ....(سوره انعام ایت 68)

او کله چې تاسو هغه کسان وګورئ چې د شبهې اچولو او د خلکو د غلطولو په نيت زمونږ د ايتونو په هکله خلکو ته بې منطقه خبرې کوي نو له هغوي مخ تاو کړئ او هغه ناسته پريږدئ.

 وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا إِنَّا مِنَ الْمجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ. (سوره سجده، ایت 22)

له هغه کسه زيات ظالم څوک دے چې هغه ته د خدای ايتونو سره پند ورکړې شي بيا له هغې مخ واړوي؟ بې شکه چې مونږ له مجرمانو انتقام اخستونکي يو.

داسې کسان شته چې ضروري ده چې هغوي د قران د ايتونو په وسيله نصيحت او پند وکړې شي او وويرول شي او د ښو کارونو حکم او له بدو کارو منعې کړې شي او په هغوي حجت تمام شي، د دې لپاره چې د نيکمرغۍ دروازې هغوي ته خلاصې شي خو داسې مينه او نرمي چې هغوي سره کيږي له حده وځي او د خدای له ايتونو مخ اړوي او په بدبختي اخته کيږي او دا نه غواړي چې پاکو اخلاقو او نيکو عملونو او ښو عقيدو او باورونو سره ښائسته شي.

دوي چې دا کوم حال لري نو ښه دا ده چې خلک له دوي مخ واړي او ځان ورنه وساتي او هغوي سره دوستي او ملګرتيا ونه کړي هسې نه چې دا شيطاني حالت هغوي د ګمراهي کوهي ته وغورځوي او د حق د رحمت دروازې د هغوي په مخ بندې کړې شي او د دوو جهانو له نيکمرغۍ او خوش قسمتۍ يې محروم کړي.

 فَأَعْرِضْ عَن مَن تَوَلَّى عَن ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلاَّ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا * ذلِكَ مَبْلَغُهُم مِنَ الْعِلْمِ....(سوره نجم، ایتونه 29 او 30)

نو له هغه چا مخ واړوه چې زما له ياده يې مخ اړولے دے او بې د دنيا له ژونده يې نور څه نه دي غوښتي، د دنيا دا غوښته د هغوي د پوهې اخري حد دے.

داسې کسان شته چې خپلې پوهې سره په خپل لاس د خدای له ياده د قران له ايتونو او له حق او حقيقته مخ اړوي او له شهوته، دولته او کرسۍ او مشرۍ او بې له خپلو نفساني غوښتو، بل څه ته فکر نه کوي.

دا د ژوند ټولې چارې او څيزونه او تر دې چې د انسانانو کوششونه يوازې د خپلو شهوتونو او بې جلبه غوښتو لپاره غواړي او هر هغه څيز او هر هغه کس چې د دوي د غوښتو په لاره تګ نه کوي هغه له ځانه ليرې کوي او هغوي سره په دښمنۍ او کينې اخته کيږي.

دوي د خدای هدايت نه غواړي او اخرت سره مينه نه لري او د پيغمبرانو د تکليفونو او کوششونو ورسره څه قدر نشته او له همدې سببه خدای پاک د انسان د ارزښتونو د ساتلو لپاره په ټينګتيا سره حکم کوي چې له دا رنګ خلکو مخ واړوئ او ورسره له ناستې پاستې ځان وساتئ او دا رنګ کسانو سره چې له حقيقتونو غافل او بې خبره او جاهل دي له معاشرته او دوستۍ ځان وساتئ.

په روايتونو کښې هم په ډېرو ځايونو کښې دا مهم مطلب بيان شوے دے په دې هکله يو ډېر ښکلې لارښوونکے روايت شته:

نادانانو سره له دوستۍ ځان ساتل

د خدای له رسوله (صلى الله عليه وآله) روايت شوے دے: 

«أحكَمُ النّاسِ مَنْ فَرَّ مِن جُهّالِ النّاسِ».

له ټولو زيات پوهه او حکيم کس هغه دے چې له نادانانو وتښتي.

له امام صادق (عليه السلام) روايت شوے دے:

«لاَ يَنبَغِى لِلمُسْلِمِ أن يُواخِىَ الفَاجِرَ، وَلاَ الأَحْمَقَ، وَلاَ الكَذّابَ».

د يو مسلمان لپاره دا نه ښايي چې يو فاجر او بدکار، او احمق او دروغجن کس سره دوستي وکړي.

او همدارنګ هغه حضرت فرمايي:

کله به چې امير المؤمنين(عليه السلام) منبر ته وښاتۀ نو فرمايل به يې: مسلمان سره دا ښايي چې د دريو کسانو له دوستۍ ځان وساتي: ماجن، احمق او دورغجن، ماجن هغه کس ته ويل کيږي چې خپل عمل تا ته ښائسته کوي او دا خوښوي چې ته د هغۀ غوندې شې، او هيڅ کله ستا په دين او اخرت کښې تاسره مرسته نه کوي، داسې کس سره ناسته پاسته او دوستي د جفا او زړه سختۍ سبب کيږي، د هغه تا سره تلل راتلل ستا لپاره د ننګ او عار سبب کيږي، او احمق، تا خير ته، نه بلي او له هغه دا هيله نه کيږي چې له تا به غمونه، نا خوښۍ، شرونو او بدۍ ليرې کړي که څه هم هغه ځان ډېر په تکليف کښې واچوي کيدې شي هغه دا غواړي چې تا ته ګټه درکړي خو نقصان درته درکوي نو د هغه مرګ د هغه له ژونده ښه دے او چپتيا يې له خبرو ښه ده او له تا ليرې شونه يې له نزدې والي ښه ده. او دروغجن، هغه سره ژوند کول به ستا لپاره خوږ نه وي، ستا له ژونده ستا خبرې نورو ته وړي او د نورو له ژونده د هغوي خبرې تا ته راوړي، کله چې له يوې خبرې خُله بنده کړي او خبرې پريږدي نو په نورو خبرو شورو کوي تر چې رښتيا خبره کوي نو هم ورباندې څه باور نه کيږي ځکه چې څه باور نه لري، د خلکو تر مينځ دښمني اچوي او په سينو کښې بغض او کينې جوړوي، له خدايه وويريږئ او خپل ځان ته ښه پام او فکر وکړئ)

پيبغمبر (صلى الله عليه وآله) فرمايي:

...مړو سره ناسته، د زړونو فاسدوونکے ده، وويل شو: اے د خدای رسوله! مړ سره ناسته څنګه کیږی؟

ويې فرمايل: هر هغه کس سره ناسته پاسته چې له ايمان بې لارې شوې او د خدای له حکمونو يې ډډه کړے وي او د خدای په حکمونو له عمل کولو ځان منعې کوي).

 حضرت اميرالمؤمنين علي(عليه السلام) وفرمايل:

قَطِيعَةُ الجَاهِلِ تَعْدِلُ صِلَةَ العَاقِلِ».

له جاهله دوستي پرې کول، هوښيار او عاقل سره د دوستۍ کولو برابر دي.

کلیدي کلمې: